شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
هغه کرنیز توکي او مېوې چې زکات پکې واجب دی
بسم الله الرحمن الرحيم
هغه کرنیز توکي او مېوې چې زکات پکې واجب دی

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

ښاغلی امیر او شیخ صاحب! هغه کرنیز توکي او مېوې چې زکات پکې واجب دی، کومې دي؟ د بېلګې په ډول داسې کسان شته چې له غوړیو څخه زکات باسي، په دې برخه کې شرعي حکم څه دی؟

دا مشخصه ده چې په رکاز (په ځمکه کې خښ شوي مال) کې زکات پنځمه ورکول کېږي، زما پوښتنه داسې ده: ځینو کسانو د عثماني عصر پانګو او شتمنیو ته لاس رسۍ پیدا کړی (د پوځ د غذایي توکو صندوقونو ته)، ایا هغه کس چې دا څه یې تر لاسه کړي وي، د پنځمې تر ورکړې وروسته د هغه څښتن کېدایشي؟ دې ته په کتو کې دغه شتمنۍ د اسلامي دولت اړوندې دي چې باید په امانت ډول وساتل شي او خلافت دولت چې ژر تر ژره به انشاءالله تاسیس شي، ورکړي؟ الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر درکړي.

ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

هغه کرنیز توکي او مېوې چې زکات پکې واجبېږي، هغه څه ته په کتو چې په حدیثونو کې راغلي، عبارت دي له: غنم، وربشې، خرما او ممیز. دا هغه څه دي چې په حدیثونو کې په انحصاري بڼه بیان شوي او نور کرنیز توکي او کښتونه په دغه حکم کې نه شاملېږي. د دې موضوع د اثبات لپاره لاندې دلیلونو ته پام وکړئ:

الف) موسی بن طلحه له عمر رضي الله عنه څخه روایت کړی چې هغه وویل:
«إنّما سنّ رسول الله صلى الله عليه وسلم الزكاة في هذه الأربعة: الحنطة، والشعير، والتمر، والزبيب» (رواه الطبرانی)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم زکات په همدغو څلورو څیزونو کې مشخص کړی دی: غنم، وربشې، خرما او ممیز.

همدارنګه له موسی بن طلحه نه رویات دی چې ویې وویل:


«أمر رسول الله صلى الله عليه وسلم معاذ بن جبل - حين بعثه إلى اليمن - أن يأخذ الصدقة من الحنطة والشعير، والنخل، والعنب»  (رواه أبو عبيد)
ژباړه: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل یمن ته ولېږه، امر یې ورته وکړ چې له غنمو، وربشو، خرما او انګورو څخه زکات واخلئ.

پورتنی حدیث دابیانوي چې زکات په مېوو او کرنیزو توکو له همدغو څلور ډوله څخه اخیستل کېږي (غنم، وربشې، خرما او ممیز) او په نورو مېوو او کښتونو کې زکات نه اخیستل کېږي، دا چې په دې اړه حدیثونه ذکر شوي دي، د موضوع پر انحصار دلالت کوي.

ب) حاکم، بیهقي او طبراني د ابي موسی شعري او معاذ بن جبل له حدیث څخه استنباط کړی، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یمن ته د خلکو  د چارو سرپرستۍ لپاره ولېږل شو او ورته ویې فرمایل: «زکات له څلورو څیزونو لکه غنم، وربشې، ممیز او خرما پرته په نورو کې مه اخلئ. بیهقي د همدغه حدیث په اړه ویلي دي: «راویان یې ثقه او وصل دي». په دغه حدیث کې په واضح ډول ویل شوي چې له کښت او مېوو څخه زکات اخیستل یوازې په همدغو څلورو څیزونو کې دي. یعنې زکات اخیستل په همدغو څلورو څیزونو لکه وربشې، غنم، ممیز او خرما کې دي.

ج) د غنمو، وربشو، ممیزو او خرما الفاظ چې په حدیث کې راغلي، جامد اسمونه دي او الفاض یې له همدغو پرته بل څه نه وړاندې کوي. نه د نطق او نه هم د مفهوم له پلوه. ځکه دغه اسمونه نه د صفتونو نومونه دي او نه هم د مانا نومونه دي، بلکې پر هغو څیزونو مقصور دي چې نومول شوي او پر هغه اطلاق کېږي. مانا یې  له خوړلو، وچولو او ذخیره کولو څخه نه اخیستل کېږي. ځکه الفاظ یې په دې مانا او صفاتو دلالت نه کوي او دغه حدیثونه چې زکات یې د کښتونو او مېوو په څلورو څیزونو کې حصر کړی، په حدیثونو کې تخصیص کوونکي الفاظ دي.

«فيما سقت السماء العشر، وفيما سقي بغرب، أو دالية، نصف العشر»
ژباړه: هغه څه چې په باران اوبه کېږي، عشر (ده یک) دی. هغه څه چې په سطل اوبه کېږي، نیمایي عشر دی.


د) نو زکات له دغو څلور څیزونو پرته په نورو کرنیزو توکو او مېوو کې نه واجبېږي. له همدې امله له په ارزن، وریجو، باقلا، نخودو، نسک او نورو حبوباتو او پنبه کې زکات نه اخیستل کېږي. همدارنګه له مڼې، الو، شفتالو، زردالو، انار، مالټې، کیلې او داسې نورو مېوو څخه هم زکات نه اخیستل کېږي. په دغه دلیل چې د غنمو، خرما، ممیز او وربشو الفاظ په حبوباتو او مېوو کې نه راځي او په دې برخه کې صحیح نص هم نه دی راغلی، چې استدلال پرې وشي. په دې برخه کې اجماع هم نه ده منعقده شوې او قیاس هم نه دی پکې شامل. ځکه زکات عبادت دی او په عباداتو کې قیاس نه کېږي او هغه څه کې په نص کې راغلي، بسنه پرې شوې ده. همدارنګه په سبزیو لکه، تره، بادرنګ، کدو، بادینجان، شلغم، ګازرې او نورو کې زکات نه اخییستل کېږي. له عمر، علي، مجاهد او نورو څخه روایت شوی چې په سبزیجاتو کې زکات نشته. د دې تر څنګ دا ابو عبیده، بیهقي او نورو هم روایت کړې ده.

ستاسو د دویمې پوښتنې چې د رکاز په اړه ده، باید ووایو: «هر څوک چې رکاز تر لاسه کوي، په هغه کې خمس (پنځمه یو) زکات شته دی چې باید اسلامي دولت ته یې وسپاري، څو دولت هغه د مسلمانانو په چارو ولګوي. څلورمه برخه د هغه  کس کېږي چې رکاز یې پیدا کړی دی. په دې شرط چې پیدا کړی رکاز له بل ځمکې څخه نه وي. که اسلامي دولت د نن ورځې غوندې نه و، څوک چې رکاز تر لاسه کوي، باید پنځمه یې بېوزلو او د امت د چارو لپاره بېله کړي او حق ته د رسېدو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي او پاتې برخه یې خپله کېږي. په دې برخه کې شته دلیلونه:

رکاز هغه مال ته ویل کېږي چې په ځمکه کې خښ وي، که هغه سره‌زر، قیمتي ډبرې، ملغلرې، وسلې، او زیورات وي. که د پخوانیو قومونو لکه مصریانو، بابلیانو، اشوریانو، ساسانیانو، رومیانو، یونانیانو او یا نورو غوندې کنزونه هم وي، لکه د پیسو سکې، زیورات، جواهر چې د مشرانو او پادشاهانو په قبرونو کې یې وموندل شي او یا په غونډیو کې پیدا شي.  

همدارنګه رکاز د سروزرو او سپینو زرو سکې هم کېدایشي او برابره ده که په کوزه کې اېښي وي او یا په نورو څیزونو کې. په دې بڼه چې په ځمکه کې پټ شوي وي، د جاهلیت د وخت وي او یا تر اسلام وړاندې وخت وي. دا ټول رکاز تعبیرېږي او د رکاز په حکم کې راځي. رکاز له رکز یرکز نه اخیستل شوی، لکه د غرز او یغرز غوندې، یعنې پټ یې کړل. څنګه چې ویل کېږي: رکز الرمح، یعنې نېزه یې پر ځمکه ووهله، کله چې نېزه په ځمکه کې په سم ډول داخل کړي. همدارنګه الرکز ورو غږ ته هم ویل کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:


﴿أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا﴾ (مریم: ۹۸))
ژباړه: ایا د هغوی ورو او پټ غږ اورئ؟

خو کانونه هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی له همغې ورځې چې ځمکه او اسمانونه یې پیدا کړي، د ځمکې په خېټه کې یې ځای پر ځای کړي دي. هغه که سره‌زر وي او یا هم سپین زر، مس، سرب او داسې نور. نو معدن له عدن څخه اخیستل شوی، في المكان يعدن (په یو ځای کې درېږي)، کله چې هلته ودرېږي. همدا لامل دی چې جنت په عدن سره نومول شوی دی. ځکه هغه د درېدو او تل پاتې ځای دی. نو کانونه د الله سبحانه وتعالی له لوري پیدا شوي دي، نه د بشر له لوري خښ کړل شوي. همدا لامل دی چې له رکاز سره مخالف دی. ځکه رکاز له خښ شوي نه ډېر وي.

په رکاز او کان کې اصل دا دی چې ابوهریره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

)«العجماءُ جرحها جُبار، وفي الركاز الخمس» (رواه أبو عبيد)
ژباړه: د څارویو ټپ هدر دی (یعنې په هغه کې غرامت او زیان نه وي) او په رکاز کې پنځمه زکات دی.


هغه څه چې له عبدالله بن عمرو څخه روایت شوي، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه مال په اړه پوښتنه شوې چې عادي هرابۍ پکې پیدا شي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «په داسې مال او رکاز کې چې پنځمه یې زکات وي». هغه څه چې له علي بن ابي طالب رضي الله عنه او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړي، چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «په سیوب کې پنځمه ده او ویې فرمایل: سیوب د سرو او سپینو زرو ریښه او رګ دی چې په ځمکه کې وي.» دا څه ابن قدامه په المغني کې ذکر کړي دي.
له همدې امله ټول خښ شوي مالونه لکه سره زر، سپین زر، زیورات او داسې نور چې په قبرونو، غونډیو او یا هم د تېرو قومونو په ښارونو کې پیدا کېږي، یا دا چې په شنډه شوې ځمکه (هغه ځمکه چې د کرنې وړ نه وي او د چا ملکیت هم نه وي) یا د عاد په ویجاړو شوو ځمکو یا هر هغه څه چې د عاد په قوم پورې اړه ولري، یا د جاهلیت د وخت خښ شوي څیزونه وي، دا هر څه د پیدا کوونکي ملکیت کېږي چې پنځمه یې بیت المال ته ورکوي.

همدارنګه هر کوچنی کان په هغه صورت کې چې غیر منقطع وي، یعنې اندازه یې محدوده وي، هغه که سره‌زر وي او یا سپین، که ریښه‌یي وي او یا سطحي وي، په شنډه ځمکه کې پیدا شي چې د کوم بل کس ملکیت نه وي، نو هغه د پیدا کوونکي تن دی چې پنځمه یې بیت المان ته سپاري. خو که ډېر وي، یعني ستر کان وي، نه محدود خښ شوي څیزونه، نو دا بیا عامه ملکیت بلل کېږي، چې دا برخه بل تفصیل لري.

پنځمه چې د رکاز او کان له پیدا کوونکي څخه اخیستل کېږي، د فيء مال حیثیت لري او د هغه په حکم کې شاملېږي. په دې مانا چې په بیت المان کې د فیء او خراج په دېوان کې اېښودل کېږي او د فیء او خراج غونډې مصرفېږي. امر یې دله خلیفه سره دی چې هغه د امت پر چارو او د اړتیا پر مخنیوي خپل اجتهاد ته په کتو لګوي؛ هغه څه چې د امت خیر پکې وي.
هر چا چې رکاز او کان پخپله ځمکه او یا ساختمان کې پیدا کړل، هغه کس یې څښتن دی. برابره ده چې دا ځمکه او ساختمان په میراث کې ور پاتې وي. یا دا چې له بل کوم کس څخه یې اخیستې وي. خو هغه څوک چې د بل چا په ځمکه او ساختمان کې رکاز او کان پیدا کا، بیا پیدا شوی رکاز او معدن د ځمکې د څښتن کېږي، نه د هغه چا چې پیدا کړې یې دي.


ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې