چهارشنبه, ۱۳ صَفر ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۰/۰۹/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
۱. د خلافت اصطلاح فقهي ده که سیاسي؟  ۲. په دنیا کې د ګناه سزا لیدل، په اخرت کې د همدې ګناه کفاره کېدای شي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
۱. د خلافت اصطلاح فقهي ده که سیاسي؟ ۲. په دنیا کې د ګناه سزا لیدل، په اخرت کې د همدې ګناه کفاره کېدای شي؟

سامح ريحان أبو ميسرة ته:

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم، زه دوې پوښتنې لرم:

لومړۍ پوښتنه: ایا د اسلامي دولت لپاره د «خلافت» اصطلاح  فقهي ده، چې الله سبحانه وتعالی د دغه دولت لپاره فرض ګڼلې ده چې په دغه نامه ونومول شي او که سیاسي اصطلاح ده؟

دویمه پوښتنه: ویل کېږي که یو کس د الله سبحانه وتعالی نافرماني وکړي او خلیفه شرعي جزاګانې (حد، قصاص یا تعزیر) پرې پلي کړي، نو د قیامت په ورځ له دغه کس څخه اخروي عذاب لیري کېږي. اوس پوښتنه داده چې:

اوسمهال موږ جبري سیکولر قانون ته غاړه اېښې او په دار الکفر کې (هغه ځمکه چې اسلام پکې حاکم نه وي)  اوسېږو، که یو کس ګناه وکړي او د بشر په لاس د جوړ شوي قانون له مخې مجازات شي، د بېلګې په ډول: که قاتل ووژل شي یا غل زنداني شي، په داسي حال کې چې د غله سزا د لاس پرېکېدل دي. که داسې وي، نو دغه سزا یې د قیامت په ورځ د ګناه جبران کېدای شي؟ الله سبحانه وتعالی دې پر تاسو، موږ او ټولو مسلمانانو ورحمېږي. پای

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!

د لومړۍ پوښتنې په اړه؛ پر امت د الله سبحانه وتعالی له لورې فرض شوی حاکم نظام د «خلافت» نظام دی؛ ‎ځکه خو د خلافت اصطلاح یوه فقهي اصطلاح ده، په دې مانا چې دا یو شرعي حقیقت دی. سربېره پر دې خلافت د دولتدارۍ یو نظام دی، مانا دا چې په دې نظام کې سیاسي چارې ترسره کېږي چې خلیفه یې مخ ته وړي. تفصیل یې په لاندې ډول دی:

۱. د خلافت اصطلاح یوه فقهي اصطلاح ده (شرعي حقیقت)، ځکه شرعي نصوص پر دې دلالت کوي، لکه د نصوصو لاندې بېلګې:

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾

[النور:۵۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسو له هغو کسانو سره چې ایمان راوړي او ښه عملونه وکړي، وعده کړې ده چې هغوی په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي لکه څنګه چې یې له هغو څخه مخکې تېر شوي خلک یې ګرځولي وو. د هغو لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی دی او د هغو د وېري (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی دې زما بندګي کوي او زما سره دې کوم شی نه شریکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همداسې کسان فاسقان دي.

همدارنګه احمد او ابو داود الطیالسي له حذیفه بن الیمان څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّكُمْ فِي النُّبُوَّةِ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا عَاضًّا، فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»، ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: نبوت به ستاسو په منځ کې وي تر هغو چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وي. بیا به د نبوت پر منهج «خلافت» وي، تر هغو به وي چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وي، بیا چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وي ستاسو له منځ څخه به یې پورته کړي او بیا به میراثي دولتونه وي، تر هغو چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وي، بیا چې د الله سبحانه وتعالی خوښه شي له منځه به یې یوسي، بیا به جبریه دولتونه وي، تر هغو چې د الله خوښه وي، بیا چې د الله  سبحانه وتعالی خوښه وي له منځه به یې یوسي. او بیا به د نبوت پر منهج «خلافت» را منځ ته شي. تر دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم چپ پاته شو.

مسلم له ابی حازم څخه روایت کوي، چې وایي: ما له ابو هریرة سره پنځه کاله تېر کړل، له ده څخه مې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث واورېدی، چې وایي:

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لاَ نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «فُوا بِبَيْعَةِ الأَوَّلِ فَالأَوَّلِ، أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ، فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ«

ژباړه: د بني اسرایلو سیاست د هغوی پیغمبرانو کاوه، کله به چې یو پیغمبر له منځه ولاړ، نو بل پیغمبر ور پسې راتله او له ما څخه وروسته نبي نه راځي، له ما څخه ورسته به خلیفه ګان وي هغه هم ډېر زیات.  صحابه وو وپوښتل: ته موږ ته د څه کولو امر کوې؟ ده صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "تاسي له دوی(خلیفه ګانو) سره یو په بل پسې بیعت وکړئ او دوی ته د دوی حق ورکړئ، هغه څه چې دوی ته سپارل کېږي په اړه به یې الله سبحانه وتعالی هرو مرو محاسبه ورسره وکړي.

همدارنګه مسلم له ابو سعیدالخدري څخه روایت کوي چې رسول الله وفرمایل: »إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ، فَاقْتُلُوا الْآخَرَ مِنْهُمَا« ژباړه:که د دوو خلیفه ګانو لپاره بیعت اخیستل کیدی، نو په دوی کې یې وروستی هغه ووژنئ.

ځکه نو له شرعي نصوصو څخه څرګنده شوه چې نظام «خلافت» دی او په دې نظام کې حاکمان خلیفه ګان دي. دغه نوم رسول الله صلی الله علیه وسلم ورکړی دی. راشده خلفاوو ته هم له همدې امله دغه لقب کار شوی دی... خلیفه امیرالمومنین او د مسلمانانو امام دی چې د الله سبحانه وتعالی د حکم له مخې پر مسلمانانو حاکمیت کوي. ځکه نو «خلافت» او «خلیفه» فقهي اصطلاحات دي، «شرعي حقیقت» دی چې په نصوصو کې یې د پورته ذکر شویو شرعي نصوصو په شمول یادونه شوې ده.

۲. دا حقیقت چې د «خلافت» نظام فرض دی، دا د هغو دلایلو له مخې چې په قران، سنت او د صحابه وو په اجماع کې یې یادونه شوې ده، د لاندې دلایلو په شمول:

الله سبحانه وتعالی په قران کریم کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په خطاب کې فرمایي:

﴿فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ﴾ [المایده:۴۸]

ژباړه: نو له دې کبله د الله سبحانه تعالی له نازل کړي قانون سره سم د دوی تر منځ پرېکړه وکړه، او کوم حق چې تاته راغلی دی، له هغه څخه په مخ اړولو سره د هغو د غوښتنو پیروي مه کوه.

بل ځای الله سبحانه تعالی فرمایي:

﴿وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْك [المایده:۴۹]

ژباړه: نو [اې محمده صلی الله علیه وسلم] ته د الله سبحانه وتعالی له نازل کړي قانون سره سم د دې خلکو د چارو پرېکړه وکړه او د هغوی د خواهشاتو پیروي مه کوه. پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وانه چوي.

د الله سبحانه وتعالی په نازل شوي قانون باندې د حکم کولو په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخاطب کول په اصل کې د ده امت ته خطاب دی. په دې مانا چې له رسول الله صلی الله علیه څخه ورسته باید دوی داسې حاکم پیدا کړي چې د دوی تر منځ د الله سبحانه وتعالی په را نازل شوي قانون سره حکم وکړي.

په ایت کریمه کې د الله سبحانه وتعالی امر یوه وجیبه ده؛ ځکه د امر کولو موضوع یې فرض ده. لکه څه رنګه چې په اصولو کې واضح شوې ده دا د قاطعیت دلیل دی. کوم حاکم چې د مسلمانانو تر منځ د الله سبحانه وتعالی په نازل شوي شریعت سره حکم وکړي، خلیفه دی او په دې ترتیب سره یې حاکم نظام د خلافت نظام دی. له دې سربېره د حدودو او نورو واجبي احکامو پلي کول له خلیفه پرته ناشوني دي. د واجب (فرض) تر سره کولو لپاره چې کوم شی اړین دي، هغه خپله واجب دي. نو د خلافت تاسیس چې شریعت پلی کوي، فرض دی. نو په دې ډول؛ حاکم ته یې خلیفه ویل کېږي او حاکم نظام ته خلافت ویل کېږي.

د سنتو له مخې: له نافع څخه راویت دی چې وایي؛ عبدالله بن عمر راته وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل:

«من خلع يداً من طاعة لقي الله يوم القيامة لا حجة له، ومن مات وليس في عنقه بيعة مات ميتة جاهلية» (رواه مسلم)

ژباړه: څوک چې الله سبحانه وتعالی له اطاعت څخه لاس واخلي د قیامت په ورځ به په داسې حال کې له الله سره مخامخ شي چې هېڅ دلیل به ونه لري او څوک چې په داسې حال کې مړ شي چې د بیعت کړۍ یې په غاړه کې نه وي، مرګ یې د جاهلیت دی.

ځکه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هر مسلمان دا لازمي کړل چې د بیعت کړۍ په غاړه کړي او دا یې راته وښودل چې د چا په غاړه کې چې ‎د بیعت کړۍ نه وي مرګ یې د جاهلیت دی. له رسول الله څخه ورسته بیعت له خلیفه پرته له بل چا سره نه کېږي. په حدیث کې د هر مسلمان په غاړه د بیعت د کړۍ د شتون په اړه ډېر ټینګار شوی دی. دا د خلیفه شتون ښیي چې د هغه په شتون سره ټول مسلمانان له یو چا سره د بیعت کولو جوګه کېږي. له دې پرته هغه څوک چې د بیعت په کولو کې غفلت کوي مرګ یې د جاهلیت دی، ځکه دا د هغې ګناه دروندوالی ښیي چې د یو خلیفه د موندلو له کار څخه څوک لاس اخلي؛ هغه چې د اسلام مطابق حاکمیت کوي.

د صحابه وو د اجماع له مخې: دوی (رضی الله عنهم) د رایو په اتفاق پر دې سلا وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رحلت وروسته باید د هغه ځایناستی یا خلیفه وټاکل شي. د خلیفه د ټاکلو په اړه د صحابه وو اجماع له دې څخه جوتېږي، چې دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رحلت وروسته د هغه د مبارک جسد ښخول وځنډول او د ده د ځایناستي (خلیفه) د ټاکلو په چاره بوخت شول، که څه هم د مړي تر مرګ وروسته یې تکفین او تجهیز یو فرض کار دی. د کومو صحابه وو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تدفین دنده پر غاړه وه، په همدې چاره بوخت وو، ځینې یې د دې پر ځای چې د تدفین په تیاريو کې برخه واخلي په دې بوخت شول چې خلیفه وټاکي. نور صحابه د دې کار په اړه چوپ پاتې شول او دوې شپې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښخولو د ځنډ په چاره کې له دوی سره ونډه واخیستله. که څه هم دوی کولای شوای د جنازې د ځنډولو غندنه وکړي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ښخ کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوشنبې په سهار وفات شو، او د سه شنبې تر ماښام پوري یې جنازه وځنډېدل او په سه شنبه چې کله له ابو بکر رضی الله عنه سره بیعت وشو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې په نیمایي کې ښخ کړل شو؛ چې چهارشنبې شپه وه. په دې ډول جنازه دوې شپې وځنډېدل او له ابو بکر سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ښخېدلو مخکې بیعت شوی و. پر همدې بنسټ په دې اړه د صحابه وو اجماع شته چې د مړي تر ښخولو دا غوره ده چې یو څوک د خلیفه د ټاکلو  په چاره کې بوخت شي او دا په هغه صورت کې جواز لري چې د خلیفه ټاکل د مړي تر ښخېدلو ډېر فرض وي او لومړیتوب د خلیفه ټاکلو ته ورکړل شي.

پر همدې بنسټ د خلافت تاسیس یو فرض دی او له همدې امله د خلیفه ټاکل فرض دي او څومره لوی فرض!

۳. خلافت په اسلام کې د دولت د نظام په توګه پېژندل شوی دی، چې سیاسي چارې سمبالوي او د خلیفه له لوري مخ ته وړل کېږي. ځکه سیاست د خلکو د چارو د سرپرستۍ په مانا دی او د خلافت او خلیفه اساسي دنده د امت د چارو تنظیم او سرپرستي ده او د حاکم له لوري د چارو سمبالولو ته سیاست  وایي.

د «سیاسة» (سیاست) لغات رېښه په عربي ژبه کې د «ساس» - «یسوس» څخه سرچینه اخلي چې مانا یې د حاکم له خوا د چارو تنظیم ده. په المحیط قاموس کې راځي: "وسست الرعیة سیاسة: امرتها و نهیتها "  چې مانا یې ده "ما خلکو ته امر وکړ او ما هغوی منع کړل "

دا لغات په مختار الصحاح کې د "س و س" تر عنوان لاندې ذکر شوی دی: (ساس الرعیة یسوسها سیاسة)

د خلیفه له لوري د امت د چارو سرپرستۍ په اړه د لاندې احادیثو په شمول ډېر احادیث شته:

البخاری له ابن شهاب څخه روایت کړی دی... چې سالم ده ته ویلي چې عبدالله بن عمر وایي: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویې ویل:

»كُلُّكُمْ رَاعٍ، وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ «...

ژباړه: له تاسو څخه هر یو شپون دی او د خپلې رمې مسوول دی. امام د خپل رعیت ساتونکی دی او د خپلو خلکو په اړه مسوول دی.

ځکه نو دا د خلیفه دنده ده چې چارې تنظیم کړي او د لغوي مانا له مخې؛ د حاکم له لوري د خلکو د چارو تنظیم ته سیاست وایي.

۴. د دویمې پوښتنې په اړه: ایا په دونیا کې جزا د اخرت په ورځ د ګناه کفاره کېدای شي؟ دا حقیقت لري خو په هغه صورت کې چې شرعي جزاګانې د یو اسلامي دولت له لوري تطبیق شي یعنې داسې دولت چې په بما انزل الله سره حکم وکړي، نه داسې دولت چې د بشر په لاس جوړ شوي قانون له مخې حکم کوي. د دې وضاحت په لاندې ډول دی:

مسلم په خپل مسند کې د عباده بن صامت څخه روایت کوي چې وایي: "کله چې موږ په یو ټولي کې ناست وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«تُبَايِعُونِي عَلَى أَنْ لَا تُشْرِكُوا بِاللهِ شَيْئًا، وَلَا تَزْنُوا، وَلَا تَسْرِقُوا، وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللهُ إِلَّا بِالْحَقِّ، فَمَنْ وَفَى مِنْكُمْ فَأَجْرُهُ عَلَى اللهِ، وَمَنْ أَصَابَ شَيْئًا مِنْ ذَلِكَ فَعُوقِبَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ، وَمَنْ أَصَابَ شَيْئًا مِنْ ذَلِكَ فَسَتَرَهُ اللهُ عَلَيْهِ، فَأَمْرُهُ إِلَى اللهِ، إِنْ شَاءَ عَفَا عَنْهُ، وَإِنْ شَاءَ عَذَّبَهُ»

ژباړه:  له ما سره بیعت وکړئ، چې په عبادت کې به له الله سبحانه وتعالی سره هېڅ شی شریک نه نیسئ، زنا به نه کوئ، غلا به نه کوئ او هېڅ نفس به نه وژنئ پرته له هغه نفس څخه چې الله سبحانه وتعالی یې د حق له مخې مرګ روا کړی وي. په تاسو کې چې هر څوک پر دغه بیعت وفا وکړي، د ده بدله به د الله سبحانه وتعالی سره وي او کوم څوک چې له دغو ګناهونو څخه د یوې ګناه مرتکب شي او په دونیا کې د دغه ګناه جزا وویني، نو دغه جزا به دده لپاره د کړې ګناه کفاره شي. څوک چې دا ګناهونه ترسره کړي او الله سبحانه وتعالی یې افشاء نه کړي، نو د ده معامله د الله سبحانه وتعالی سره پاته کېږي. که یې خوښه وي جزا به ورکړي او که یې خوښه وي، نو عفوه به ورته وکړي.

دا حدیث ښیي چې که څوک په دونیا کې مجازات شي، نو په اخرت کې به یې د ګناه لپاره کفاره شي او د قیامت په ورځ به ده ته د دې ګناه په مقابل کې نورې جزاګانې نه ورکول کېږي. له حدیث څخه څرګندېږي؛ هغه جزا چې د ګناه لپاره کفاره ګرځي باید د اسلامي دولت له لوري تطبیق شوې وي. په کوم دولت کې چې د شرعي احکامو د تطبیق په خاطر له خلیفه سره "بیعت" شوی وي. ځکه خو  رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث په دې الفاظو سره پیل کړی دی:

«تُبَايِعُونِي... فَمَنْ وَفَى مِنْكُمْ فَأَجْرُهُ عَلَى اللهِ، وَمَنْ أَصَابَ شَيْئًا مِنْ ذَلِكَ فَعُوقِبَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ»

ژباړه: له ما سره بیعت وکړئ... په تاسو کې چې څوک پر دغه بیعت وفا وکړي، د ده بدله به د الله سبحانه وتعالی سره وي او کوم څوک چې له دغو ګناهونو څخه د یوې ګناه مرتکب شي او په دنیا کې د دغه ګناه جزا وویني، نو دغه جزا به دده لپاره د کړې ګناه کفاره شي.

ځکه نو هغه جزا چې د ګناه کفاره ګرځي د بیعت شتون ته اړتیا لري. بیعت له هغه حاکم سره کېږي چې یوازې د اسلام له مخې حاکمیت کوي. پر همدې اساس کومه جزا چې په اخرت کې د ګناه کفاره ګرځي باید د داسې دولت له لوري تطبیق شوی وي چې د اسلام پر اساس حاکمیت کوي.

الله سبحانه وتعالی عالم او حکیم ذات دی.

ستاسي ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

ژباړن: بریالی کاکړ

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې