چهارشنبه, ۱۶ ربیع الاول ۱۴۴۱هـ| ۲۰۱۹/۱۱/۱۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ختیځه مدیترانه کې د ګازو کړکېچ
بسم الله الرحمن الرحيم
په ختیځه مدیترانه کې د ګازو کړکېچ

پوښتنه:

د ۲۰۱۹م کال د اګسټ پر اتمه مصر عربي انټرنیټ پاڼه لیکي: «د ترکيې ولسمشر دوې ورځې وړاندې په ختيځه مدیترانه کې د ګازو د پلټنې په اړه په خبرو کې وویل: زموږ پلټنې او موندنې په پراخه پیمانه روانې دي، موږ به د ګازو د ذخیرو موندنو ته دوام ورکړو، زموږ اوسني یا راتلونکي فعالیتونه هېڅوک نه شي درولی. د ترکيې دا هڅه د مصر، قبرس او د اروپايي اتحاديې بندیزونو پروړاندې يوه نوې ننګونه ده.» ایا د ګازو د ذخیرو پلټنه د دغو څلورو هیوادونو تر منځ د لانجې او شخړې په معنا ده؟ ایا د ختیځې مدیترانې د ګازو ذخیرې دومره بډایه دي، چې آن د دې څلورو اړخونو تر منځ حالات له ناورین سره مخ کولی شي؟ الله سبحانه وتعالی دې اجر درکړي.

ځواب:

هو، د ګازو دا ذخیرې چې په منځني ختیځ کې پرتې دي، خورا پراخې او په لوړه پیمانه دي او په دې لانجه کې یوازې دا څلور هیوادونه (ترکیه، قبرس، اروپايي اتحادیه او مصر) ښکېل نه دي؛ بلکې امریکا، روسیه او د سپېڅلي فلسطین غاصب یهودي دولت هم پکې ښکېل دي. نړیوال قدرتونه غواړي خپلو سیاسي او اقتصادي موخو ته د رسېدو لپاره ګاز استثمار کړي او په خپله ګټه یې وکاروي. د موضوع ته د ښې روڼتیا په موخه لاندې وضاحت ورکوو:

لومړۍ: په ختیځه مدیترانه کې د ګازو موندل او د هغه ارزښت:

۱: د ختیځې مدیترانې په سیمه کې د ګازو موندنه:

د ګازو پلټنې په ۲۰۰۰م کال کې د بریتانوي ګاز له خوا چې د بریټش پيټرولیم(British Petroleum) یوه څانګه ده، د غزې تراډې د ساحل څخه د ۳۶ کیلو متره په واټن کې د غزې سمندري (Gaza Marine) سیمه کې پيل شوې. د دغې سیمې د ګازو د ذخیرو اندازه نږدې یو ټریلیون مکعب فوټه اټکل شوې ده. په ۲۰۰۹م کال کې د تمارا (Tamara) ذخیره کشف شوه. د جیولوژیکي څېړنو له مخې دا ذخیره نږدې ۱۰ ټریلیون مکعب فوټه ګاز لري. په همدې کال د قبرس د سهیل لوېدیځ ساحل څخه د ۱۸۰ کیلو متره په واټن کې د اپروډایټ ذخیره وموندل شوه، چې د سمندر په تل کې ۱۷۰۰ متره لاندې پرته ده. دا ذخیره د قبضه شوي فلسطین څخه ۹۰ کیلو متره لرې پرته ده. د اپروډایټ ذخیرې د طبیعي ګازو اندازه ۹ ټریلیونه معکب فوټه اټکل شوې ده. په ۲۰۱۲م کال کې د قبضه شوي فلسطین د شمالي ساحل څخه د ۱۳۵کیلو متره په واټن د لیواتین ذخیره وموندل شوه، چې نږدې ۱۷ټریلیون مکعب فوټه ګاز لري. دا ذخیره حایفه ښار ته نږدې ۱۶۰۰متره تر اوبو لاندې پرته ده.

په ۲۰۱۵م کال کې د ایني (Eni) په نامه یوې ایټالوۍ کمپنۍ د مصر سواحلو ته نږدې د ظهر په نامه د مدیترانې تر ټولو ستره د ګازو ذخیره کشف کړه. دا ذخیره د مصر له سعید بندر څخه نږدې ۲۰۰ کیلو متره لري پرته ده او د ۳۰ ټریلیون مکعب فوټه په اندازه ګاز لري. د ایني د اټکل له مخې دوی به په ۲۰۱۹م کال کې د کاله ۲،۵بیلیونه مکعب فوټه ګاز استخراجوي. دا ګاز د مصر ۴۰سلنه جوړوي. د ظهر تر موندنې وروسته ایټالوۍ ایني کمپنۍ د همدې کال په پیل کې اعلان وکړ، چې له سینا ټاپو څخه د ۵۰ کیلو متره په واټن يې د نور په نامه بله د ګاز ذخیره کشف کړه. دا ذخیره د مصر سواحلو ته نږدې په مدیترانه کې پرته ده. د امریکا متحده ایالاتو د جیولوژیکي څېړنو له مخې د ختیځې مدیترانې د سوريې، لبنان، یهودي دولت، مصر او قبرس سواحلو کې ۱۲۲ټریلیونه مکعب فوټه ګاز شته، چې تراوسه کشف شوي نه دي او پر دې سربېره د ۱۰۷بیلیونه بېرله تېلو د شتون اټکل يې هم کړی دی.

له دې څخه ښکاري، چې دا خورا بډایه سیمه ده.

۲. په ختیځه مدیترانه کې د ګازي سرچینو ارزښت:

د دې سیمي ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې ګاز په کې کشف شوي، بلکې دا سیمه د خپل موقعیت له کبله هم د ډېر ارزښت وړ ده. منځنی ختیځ، هغه سیمه چې د نړۍ د تېلو ۴۷ سلنه او د ګازو ۴۱ سلنه ذخیرې لري. دا اهمیت د مدیترانې سیند له امله نور هم زیاتېږي، ځکه دا لار د سویز، باسفورس او جبل الطارق د تنګیو له امله د نړیوالې سوداګرۍ ډېره مهمه لار ده او درې لويې وچې؛ اسیا، اروپا او افریقا سره نښلوي. نویو کشفیاتو  د ختیځې مدیترانې هیوادونو ته د هیلې یوه نوې ساه ورکړې؛ د تېلو او ګازو نړیوالو کمپنیو د حرص سترګې ورته نیولي. سیمه ایز هیوادونه بیا ټول په دې فکر کې دي، چې په څه ډول دغه سرچینې لاسته راوړي او د نړیوالو ځواکونو پاملرنه دې ته اوښتې، چې په څه ډول شخړې او لانجې رامنځته کړي، څو دغه سرچینې په خپل واک کې راولي.

دویم: هغه هېوادونه چې د ختیځې مدیترانې د ګازو پر سر ښکر په ښکر دي:  

۱:د مدیترانې پر څنډه پراته هېوادونه:

الف. ترکی قبرس – یونانی قبرس: ترکی قبرس په دې باور دی، چې د دغې جزیرې سرچینې یوازې د همدغې جزیرې د خلکو ملکیت دی او بل هېڅ هېواد یا ډله حق نه لري، چې ګټه ترې واخلي. یوناني قبرس دا موضوع صرف نظر کړه، ځانګړي اقتصادي ساحې يې وټاکلې او غوښتل يې په ۲۰۱۰م کال کې په يواړخیز ډول له دې سرچینو څخه ګټه واخلي، چې دغه کار ترکی قبرس غبرګون ښودلو ته اړ کړ. (ترکيې د ۲۰۱۱م کال د سپټمبر  پر ۱۵مه یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې یې شمالي قبرس ته څېرمه ساحلي پولې وټاکلې...) (سرچینه: ترکیه، ۲۰۱۸/۱۱/۸ ). د دغو کړنو په پایله کې د ترکي قبرس او یوناني قبرس تر منځ د وېشلو سیمو پر سر ناندرۍ رامنځته شوې. ( له دې امله د شمالي قبرس جمهوریت ادعا کوله، هغه سیمې چې د یوناني قبرس لخوا په ۲۰۱۰م کال کې بېلې شوې وې، پر ټولو د ملکیت حق لري...) ( ترکي رسنی، ۲۰۱۹/۷/۱۱)

ب. اروپايي اتحادیه: په دې وروستیو کلونو کې د روسیې او اروپايي اتحاديې تر منځ ترینګلتیاوې او همدا ډول پر روسيې د امریکا د بندیزونو له امله اروپايي اتحادیه اړه شوه، چې د خپلي اړتیا وړ انرژۍ د ساتلو لپاره نوې سرچینې او نوې لارې پیدا کړي. د ختیځې مدیترانې ګاز پر روسیې د اروپايي اتحاديې تکیه نیمایي ته راټیټوي، په ځانګړې توګه د جنوبي اروپا د هیوادونو. البته اروپايي اتحادیه د خپلو ځینو غړو هېوادونو په تېره بیا د یوناني قبرس او یونان له لارې هڅه کوي، چې د نفتو او ګازو د پلټنې له لارې نوې سرچینې پیدا کړي.

ج. ترکیه: ترکیه د ملګرو ملتونو د سمندري قوانینو د کنوانسیون (UNCLOS) غړی هېواد نه دی. د دې سازمان نه غړیتوب ترکيې ته دا ګټه کړې، چې د سمندري سیمو محدودیتونه پرې نشته او د یونان سره د اژه سمندرګي پر سر په ځینو لانجمنو سیمو کې هم پلټنه کولی شي. ترکیه د یوناني قبرس له لوري د جوړ شوي ځانګړي اقتصادي زون څخه ناخوښه ده، ځکه فکر کوي چې دغه خصوصي زون د ترکي قبرس پر ساحلي پولو تیری کړی دی. د همدې غوښتنې پر اساس ترکیه هغه خصوصي زون ناقانونه ګڼي، چې یوناني قبرس له مصر، لبنان او یهودي دولت سره په ګډه جوړ کړی او غواړي په راتلونکي کې په سیمه کې د بهرنیو کمپنیو له لارې د ګازو په موندنه او پلټنه کې برخه واخلي، چي دا کار د انقرې حقوق تر پښو لاندې کوي. اردوغان د عدالت او پرمختګ ګوند د اتلسمې کلیزې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل: «موږ په ختيځه مدیترانه کې پراته یو، موږ د ترکي کښتیو له لارې د پلټنو عملیاتو ته دوام ورکوو، چې د ترکيې د سمندري ځواکونو له لورې به ساتل کېږي.» (صوت الامارات، ۲۰۱۹/۸/۲۴).

د. د فلسطین غاصب یهودي دولت: په سیمه کې د ګازو موندنه له یهودي دولت سره مرسته کوي، چې د ګازو په برخه کې يې پر مصر تکیه کمه شي او د خپلې انرژۍ د اړتیا وړ ډېره برخه خپله پوره کړي او پر ځان بسیا او خودکفا شي. د فلسطین په قبضه شوې ځمکه کې د ګازو د موندنې یوازېنۍ ګټه دا نه ده، بلکې یهودي دولت ته سیاسي او امنیتي ګټي هم لري او له خپلو ځینو عربو ګاونډیو لکه مصر، لبنان، فلسطیني چارواکي او اردن سره د اړیکو د سمون لپاره د یوې غوره سیاسي وسلې په توګه هم کار اخیستلی شي. (اسرایل له یونان، قبرس او ایټالیې سره هوکړې ته رسېدلي، چې د  ۶،۸بیلیونه ډالرو په ارزښت به د ګازو یو پایپ لاین جوړوي او له اسراییلوڅخه به دغو دریو هېوادونو ته ګاز صادريږي...) (الشرق الاوسط نیوز، ۲۰۱۸/۱۱/۲۵) اروپا دا هرڅه ځکه کوي، چې د خپلې انرژۍ سرچینې ډېرې کړي.

ه. مصر: ګاز نه یوازې د مصري رژیم لپاره اقتصادي ارزښت لري، بلکې په کور دننه او نړیواله کچه د خپل حیثیت د لوړولو لپاره د یوې غوره وسیلې په توګه کار ترې اخیستلی شي. د دغه کال په پیل کې مصر، یهودي دولت، قبرس، یونان، ایټالیې، اردن او فلسطین د ختیځې مدیترانې د ګازو ټولنې د جوړېدو خبر ورکړ. (په جنورۍ کې مصر، اسراییل، قبرس، یونان، ایټالیې، اردن او فلسطین په قاهره کې د ختیځې مدیترانې د ګازو ټولنې د تاسیس اعلان وکړ. د دغې ټولنې د تاسیس پر مهال يې دغه څلور هېوادونه ترکیه، لبنان، سوریه او ترکی قبرس له دغې ټولنې څخه ایستلي دي او غړیتوب یې نه لري. البته دغه هېوادونه په ختیځه مدیترانه کې هم په ګازو پسې ګرځي.) ( ګلف انلاین. ۲۰۱۹/۱/۱۵)

بې اغېزې هېوادونه: دغه هېوادونه که څه هم له ختیځې مدیترانې سره پوله لري، خو کوم اغېز نه لري. (سوریه د خپل اوسني حالت له امله... لبنان، که څه هم له روسي، فرانسوي او ایټالوي کمپنیو سره يې تړونونه لاسلیک کړي دي، خو تر اوسه يې کارونه نه دي پیل کړي او ښايي د یهودي دولت د مداخلې له امله يې کارونه وځنډېږي... او په پای کې هم د فلسطین چارواکي.)

۲-د مدیترانې له حدودو څخه بېل هېوادونه:

الف. امریکا: د امریکا د خپل پراخ لید په ترڅ کې منځني ختیځ ته لومړیتوب ورکوي، چې د یهودي دولت ساتنه او د انرژۍ لېږد ورته مهم دي. متحده ایالات په ختیځه مدیترانه کې د خپلو کمپنیو او لاسپوڅو له لارې اوس هم حضور لري. اروپا ته د متحده ایالاتونو د ګازو صادرات مخ پر پورته روان دي او دا هم ښایي د دغې سیمې د ګازو پر راتلونکي اغېز ولري.

ب. روسیه: که څه هم د ختیځې مدیترانې ګاز د اروپا لپاره د روسیې د ګازو بدیل نه شي کېدای او نه یې هم سیالي کولی شي، خو بیا هم روسیه په دې هڅه کې ده، چې د اروپا د ګازو مارکيټ انحصار په خپل بشپړ واک کې وساتي، نو له همدې امله د ګازو اړوند هره پروژه کې روسیه ونډه اخلي. روسیه اوسمهال د ختیځې مدیترانې د ګازو په پلټنو کې شریکه ده، له لبنان سره تخنیکي مرستې کوي، له یوناني قبرس او یونان سره مالي مرستې کوي او له سوریې سره بیا د دوه اړخیزه تړون پر اساس نظامي مرستې کوي.

درېیم: د اقتصادي او سیاسي ځواک لرونکو هېوادونو تر منځ کشمکش او ترینګلتیاوي:

۱. د اروپايي اتحاديې لپاره؛ یونان، قبرس او یهودي دولت د ۲۰۱۸م کال د ډېسمبر پر ۲۰ مه نېټه اعلان وکړ، چې دوی د ګازو د هغه پایپ لاین پر پروژه کار کولو ته تیار دي، چې له ختیځې مدیترانې څخه به اروپا ته طبیعي ګاز لېږدوي. البته له دې پروژې سره د امریکا ملاتړ هم شته. د ایسټ میډ نل لیکه (EastMed Pipeline) به له سمندر څخه د قبضه شوي فلسطین او قبرس ګاز د یونان له لارې اروپا ته لېږدوي. داسې اټکل شوی چې د دغې نل لیکې له لارې به ۱۰ ټریلیونه مکعبه ګاز یونان او ایټالیې ته ولېږدول شي. د اروپايي اتحاديې موخه دا ده چې د خپلې انرژۍ سرچینې ډېرې او مختلفې کړي او پر روسیې يې تکیه کمه شي. د ایسټ میډ پروژه به د اروپا ۱۰ـ ۱۵سلنې پورې د ګازو اړتیاوې پوره کړي او روسیه به هم پر اروپا د ګازو د پلور په بیو کې ښایي کمښت راولي. البته په دې وروستیو کلونو کې په پرله پسې ډول د روسیې د ګازو بیې لوړې شوې او اروپايي اتحادیه به هڅه وکړي چې دا بیې بېرته راټیټې کړي.

۲. اروپايي او امریکايي اړخ: امریکا پر روسیې او ملګرو يې د نویو بندیزونو له لارې فشارونه راوړي، په ځانګړي ډول جرمني، څو د (نارډ سټریم ۲ نل لیکې)  د پروژې کارونه ودروي. متحده ایالات ادعا کوي، چې روسیه د دغې پروژې په پلي کولو سره اروپا نوره هم تر خپل اغېز لاندې راولي او له ګازو څخه د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي. له همدې امله متحده ایالات اوس خورا ټینګه هڅه کوي، چې د اروپايي اتحاديې غړي هېوادونه د روسیې پر ځای له متحده ایالاتونو څخه مایع طبیعي ګاز (LNG) وپیري. البته په دې سره بازار ډېر رقابتي کېږي او ښکاره خبره ده چې د نارډ سټریم ۲ پروژه ترې اغېزمنه کېږي. د دغې پروژې له لارې به دوه د ګازو نل لیکې جوړېدلې او د بالتیک سمندر له لارې به يې جرمني ته په کال کې ۵۵ بیلیونه مکعبه متره ګاز لېږدول، خو یو شمېر هیوادونو لکه، اوکراین او متحده ایالات د دعې پروژې سره مخالفت وښود. (سپوتنیک، ۲۰۱۹/۴/۱).

۳. د متحده ایالاتو او روسیې تر منځ د طبیعي ګازو د لېږد پر سر سیالۍ او لانجې زیاتې شوې، ځکه اروپايي اتحادیه د ۲۸ غړو هېوادونو او ۵۱۲ میلیونه نفوس په لرلو سره د انرژۍ په ځانګړې توګه د ګاز صادروونکو لپاره یو مهم مارکېټ او بازار دی. پر همدې بنسټ، روسیه له ډېر پخوا څخه په اروپايي مارکېټ کې دلچسپي لري او اروپايي مارکېټ ته د ګاز رسولو یوازنۍ سرچینه همدا روسیه وه، خو اوس امریکا راوړاندې شوې او اروپا ته د ګازو په صادرولو سره يې روسیه ننګولې، البته متحده ایالات يې په خوندي او اسانه طریقې سره لېږدوي.

له بله اړخه د ګازو مایع کول او بیا لېږدول د نل لیکې په پرتله ګران بیه پرېوزي. خو که چېرې نرخونه د سیالۍ پر اساس شي، بیا نو په اروپايي مارکېټ کې خورا مهم رول لوبولی شي؛ چې په دغه کار سره متحده ایالات روسیې ته لوی سرخوږی جوړوي او همدا د متحده ایالاتو پلان دی. د ۲۰۱۸م کال په اکټوبر کې د شوې سرشمېرنې له مخې د متحده ایالاتو د تولید شوي ګاز ۲۴ سلنه اروپايي اتحاديې ته تللی؛ البته په ۲۰۱۷م کال کې دغه اندازه ۱۰ سلنه وه، چې د متحده ایالاتو لومړۍ هڅه بلل کېده. د ۲۰۱۹م کال په لومړیو میاشتو کې له متحده ایالاتو څخه اروپا ته د ګازو واردول ۱۳ سلنه وو، چې په دې سره يې د لېږدوونکو په لړ کې درېیم ځای خپل کړ. دا هڅه په امریکا کې د شېل څاګانو څخه د تېلو د تولید د زیاتوالې پر اساس وه.

۴. په لنډ ډول اروپا چې د ګازو په برخه کې پر روسیې متکي وه، اوس اړ ده چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نورې لارې چارې ولټوي. له همدې امله اروپايي اتحادیه په ایسټ میډ پروژه کې دلچسپي ښيې، څو د امریکا او روسیې تر منځ د بندیزونو له ورځني کشمکش څخه ځان وژغوري. په ورته وخت کې متحده ایالات غواړي پر اروپايي مارکېټ خپله ولکه نوره هم ټینګه کړي، له همدې امله له اروپايي غړیو هېوادونو څخه غواړې، چې د روسیې پر ځای له متحده ایالاتو څخه مایع طبیعي ګاز وپيري. متحده ایالات په ورته وخت کې د نارډ سټریم۲ پروژېسخت مخالفت کوي، چې د بالتیک سمندر له لارې روسیه او اروپا سره نښلوي.

۵. منځنی ختیځ: چې يوه بشپړه اسلامي سیمه ده، الله سبحانه و تعالی پرې بې شمېره شتمني لورولې لکه: نفت، ګاز، منرالونه او داسې نور. خو دا هرڅه کفري او اشغالګرو ځواکونو له یهودي غاصب دولت سره په ګډه لوټ کړي او لا یې هم په خپله ګټه کاروي. خپلې فابریکې او صنعتي سیمې يې پرې ابادې کړې دي. یوه کوچنۍ برخه د سیمې ګوډاګیو مشرانو ته رسېږي، په داسې حال کې چې دا د عامو مسلمانانو شتمني ده او همدوی یې څښتنان دي، نه دا غله. دا د امت مسوولیت دی، چې هغه واکمن کسان له واک څخه وشړي، چې زموږ شتمنۍ يې د یرغلګرو کفارو په واک کې ورکړې دي. امت د دغو دومره بې حسابه شتمنیو په شتون کې بیا هم خوار او ذلیل دي. د دې مثال هغه تږی اوښ دی، چې په دښته کې روان وي او اوبه يې پر شا پرتې وي، خو د څښلو توان یې نه لري.

د جابرو چارواکو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل او د الله سبحانه و تعالی او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د رضا لپاره د بدلون په موخه کار نه کول، موږ د دغو ظالمانو له ظلم څخه نه شي ژغورلی، نو مسلمان باید د ظالم او بې عدالتیو پر وړاندې رپاڅي.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ﴾

[الانفال: ۲۵]

ژباړه: له هغې فتنې څخه ځان وژغورئ، چې ناوړه اغېز به یې یوازې تر هغو خلکو پورې محدود پاتې نه شي، چې په تاسو کې یې ګناه کړې وي. پوه شئ، چې الله سبحانه وتعالی سخت سزا ورکوونکی دی.

﴿إِنَّ فِي هَذَا لَبَلاغًا لِّقَوْمٍ عَابِدِينَ﴾

[الانبیاء: ۱۰۶]

ژباړه: په دې کې د عبادت کوونکو لپاره غټ خبر دی.

۱۴۴۱هـ.ق کال، د محرم ۲مه

۲۰۱۹م کال، د سپټمبر ۱

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې