یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 13 آګست 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/ ۷۵

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د انتظار پر ځای حرکت وکړئ؛ د مودي د فساد جرړې په جګړه وباسئ او د خپل پوځ په زور اشغال شوی کشمیر ازاد کړئ

(ژباړه)

عمران خان د دې پر ځای چې د اشغال شوي کشمیر لپاره د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو په بسیج کولو سره د مودي ظالمانه قدمونه بند کړي، په ډېره بې شرمۍ یې د د کشمیر د ازادو مسلمانانو پر وړاندې تر ټولو کمزوری دفاعي حالت «صبر او تش کتل » غوره کړ. عمران خان د ۲۰۱۹ م کال د اګېسټ په ۱۴مه وویل: « دوی (هند) غواړي چې له اشغال شوي کشمیر نه د نړۍ د تمرکز لرې کولو لپاره پر جامو – ازاد- کشمیر حمله وکړي.» رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَاليَومِ الآخِرِ ، فَلْيَقُلْ خَيْراً أَوْ لِيَصْمُتْ» (رواه بخاری و مسلم)

ژباړه: او هغه څوک چې پر الله (سبحانه و تعالی) او د اخرت پر ورځ ایمان لري، یا دې د خیر خبره وکړي یا چوپ کېني.

په دې کې هېڅ شک نشته چې د مستکبر  پر وړاندې دفاعي حالت نیول او د ظالم له لوري د ظلم زغمل، ظالم ته نور جرات هم ورکوي. په داسې حال کې چې مودي ښکاره او په فعاله توګه په اشغال شوي کشمیر کې ظلم کوي، مقدسات تر پښو لاندې کوي او د مسلمانانو وینه تویوي، د پاکستان کمزوری دفاعي حالت مودي ته دا موکه ورکوي چې پاکستان ته د ضربې رسولو لپاره خپل ګامونه ټینګ کړي. اوس یې وخت دی چې مودي ته د پاکستان د وسله وال ځواک په واسطه غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکړو؛ ځکه دا کار د اشغال شوي کشمیر د مسلمانانو مقاومت زیاتوي او بلاخره ډارن هندو ځواکونه د کشمیر له پاکې خاوري وباسي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

د باجوا-عمران رژیم دغه د « زغم (restraint) » سیاست دی چې مودي ته یې په اشغال شوي کشمېر کې د خونړیو کړنو کولو جرات ورکړ. د پاکستان خاین رژیم د هند دولت له ټاکنو مخکې مودي ته د خبرو اترو وړاندیز وکړ او له ټاکنو وروسته یې هم د پاکستان په کنټرول کرښه کې د هند د پرله‌پسې ظلمونو پر وړاندې د زغم سیاست ونیو، د ازادۍ غوښتونکو تحریک او هغه کسان یې ترهګر وبلل چې په کشمیر کې یې د مرستو لپاره هڅې کولې. رژیم د مودي او د هغه د امریکایي متحد په غوښتنه د کشمیر د ازادۍ غوښتونکو پر تحریک مالي مرستې بندې کړې او اوس په ډېره بې شرمۍ د مودي د ظلم ځواب په زور نه ورکوي؛ په دې پوه شئ چې که د دښمن ځواب په زور ورنه کړل شي، په راتلونکي کې د لا ډېر ظلم په تمه اوسئ. د زغم سیاست او دفاعي حالت یوازې د دښمن له سترګو وېره الوزوي.

اې د پاکستان د وسله‌وال پوځ زمریانو!الله سبحانه‌وتعالی فرمایي:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُفګېږئ هغوی له هغه ځایه وباسئ کوم چې تاسو یې ایستلي یاست؛ ځکه که وژل هر څو بد عمل دی، فتنه تر هغه لا ډېره بده ده.

اې وسله‌والو ځواکونو! مخکې له دې چې مودي پر خپله لویه فتنه طغیان وکړي، پوه شئ چې تاسو له اشغال شوي کشمیر نه د مودي د ټولو وسله‌والو ځواکونو د ایستلو وړتیا لرئ. دغه د زغم سیاست او ډارنه رهبري مو ډېره وزغمله چې د حملې د ډېرې اړتیا په وخت کې کراره ناسته ده. دا سیاسي رهبري نور بس ده چې د دښمن د مخته تګ په مقابل کې د استعمارګرانو او غرب پر وړاندې ژاړي. هماغه استعمارګر چې په لومړۍ درجه له اسلام او مسلمانانو سره په دښمنۍ کې دي او له هندو مشرېکینو سره ژور اتحاد لري.

اې وسله‌والو ځواکونو! همدا اوس د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت ورکړئ (لکه څنګه چې پخوا اوس او خزرج قبیلو د خلافت دولت د تاسیس لپاره حضرت محمد صلي الله علیه وسلم ته نصرت ورکړی و).  په دې سره به تاسو د جګړې په ډګر کې د راشده خلیفه له لوري رهبري کېږئ او په خپله وینه، مال او ځان به د دښمن پر وړاندې بریا حاصلوئ او د مومنانو دعا به ګټئ او بلاخره به مو مقام په جنت الفردوس کې له انبیاوو، صدیقونو او شهداوو سره وي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ﴾ [آل‌عمران: ۱۶۰]

ژباړه: که مو الله مرستندوی وي نو هېڅ قوت درباندې برلاس کېدای نه شي؛ او که هغه تاسو پرېږدئ نو بیا له الله پرته څوک ستاسو مرسته کوی شي؟ نو څوک چې ریښتیني مومنان دي هغوی دې یوازې پر الله توکل وکړي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې