شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     30 ربیع الثانی 1445

میلادی نېټه :     سه شنبه, 14 نومبر 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۰۱۵/۱۴۴۵

ولاية الكويت
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په ریاض کې د عرب – اسلامي هېوادونو د مشرانو بیړنۍ غونډه کې هېڅ اقدام ونه شو!

(ژباړه)

د سعودي په پلازمېنه، ریاض کې له غزې سره د مرستې تر سرلیک لاندې د عرب – اسلامي هېوادونو بیړنۍ غونډه جوړه شوه. خو د مسلمانانو حکامو د تېرو غونډو په څیر دا هم تشې خبرې وې. سره له دې چې دوی ډېر پیاوړي پوځونه لري، خو چارواکي یې د امريکا د امرونو تابع دي. د پایلې په توګه، دوی یوازې په تشو خبرو او غندنو ځانونه خوشاله کوي. که په دغې غونډه کې د دوی پر ځای شاعرانو ګډون کړی وی، د جهاد په اړه به یې لږ تر لږه شعرونه ویلي وی؛ خو دغو حکامو خپل غیرت او شرافت بایللی او تر مسلمانانو ډېر یهودانو ته ورته دي! الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَاؤُواْ بِغَضَبٍ مِّنَ اللهِ] [بقرة: ۶۱]

ژباړه: «په پای کې (د الله له امر څخه د سرغړونې له امله) خبره دې ته ورسېده چې ذلت او خواري، بېوزلي او بده ورځ پرې راغله او د الله تعالی په غضب اخته شول.»

ای هغو مسلمانانو، چې منبرونه او رسنۍ مو په واک کې دي:

د پوځونو له حرکت پرته په تشو شعارونو عامه افکار مه ګډوډئ! نن ورځ د پوځونو له حرکت او پر یهودو له برید پرته بل ډول غزې ته ګټه نه رسېږي. ټول مسلمانان د دې شېبې په تمه دي چې د فلسطین سپېڅلې خاورې د ژغورنې لپاره د خپلو پوځونو تر څنګ ودرېږي. خلک ګوري او له غوسې یې زړونه پړسېدلی؛ خو په هغو بندو پولو کې بندیان دي چې پوځونه یې ساتي. نو یوازینۍ حل لاره د پوځونو په سمبالولو او د پولو په له منځه وړلو سره د معادلې بدلون دی. یهودو ته خپل پیغامونه مخامخ ووایئ او د لښکرو پر سمبالولو او حرکت ورکولو تمرکز وکړئ.

اې مسلمانانو، اې د مسلمانانو د پوځونو سرتېرو:

هر څوک یو فرصت لري؛ دا ستاسو فرصت دی، نو ګټه ترې واخلئ. ایا تاسو جنګیالي نه یئ؟ روزل شوي سرتیري نه یئ؟ زړور نه یئ؟ ايا تاسو د جنت او هغه څه په لټه کې نه یئ چې الله سبحانه وتعالی په جنت کې مجاهدينو ته چمتو کړي؟ په دغه سخت وخت کې د فلسطین سپېڅلې خاورې ته نصرت ورکړئ. د دغه فرصت له بایللو وړاندې عمل وکړئ. څوک چې نن فلسطین ته نصرت ورکړي؛ نوم به یې په اسلامي تاریخ کې د خالد بن ولید، عبیده بن جراح او صلاح الدین په څیر وليکل شي.

اې هغو مسلمانانو چې د غزې له غمه مو زړونه چوي:

وضعیت تریخ دی؛ هره ورځ ټول‌وژنه کیږي او هره شېبه د شهیدانو خبرونه اورو. دا د بې پرې کېدو او له تکلیفه د ځان خلاصولو وخت نه دی. د حل لاره یوازې د پوځونو بسیج کول دي. هغوی ولټوئ، خپل مخاطب یې کړئ او پر هغوی شاهد اوسئ؛ ځکه هغوی ستاسو په منځ کې او له تاسو څخه دي. مه پریږدئ چې په دغه حساس او نازک وخت کې سستي وکړي. دوی ته یې خپل مسولیت وریاد کړئ او پر وړاندې یې شاهدان اوسئ. دوی ته د الله سبحانه و تعالی دا قول وریاد کړئ:

[وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ ثُمَّ لا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ] [محمد: ۳۸]

ژباړه: «که تاسو مخ واړوئ، نو الله تعالی به ستاسو پر ځای کوم بل قوم راولي او هغوی به ستاسو په څېر نه وي»

انجنیر صلاح الدين عضاضه

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر 

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۳۰مه

۲۰۲۳م کال، د نومبر ۱۴مه

ژباړن: محمد حامد

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې