شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     17 شوال 1441

میلادی نېټه :     دوشنبه, 08 جون 2020 م

شمېره:      ۵۴/۱۴۴۱

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د حزب التحریرـ ولایه سوډان شباب د الابیض ښار په آزادۍ چوک او د همدغې ښار په جوماتونو کې راټول شول، تر څو د جوماتونو تړل وغندي!

د حزب التحریرـ ولایه سوډان شباب د ۲۰۲۰م د جون په ۷مه د الابیض ښار په ازادۍ چوک او د همدې ښار په جوماتونو کې راټول شول: (العتیق، سوار الذهب، وکرشهیلا، هجر) د عبادت کوونکو پر مخ د جوماتونو تړل په کلکو ټکو وغندل. پرته له دې چې د الله سبحانه و تعالی کورونو او مقدساتو ته درناوی وشي، د کرونا ویروس د خپرېدلو په پلمه جوماتونه په داسې حال کې تړل کېږي چې خلک ډوډۍ، ګاز، تېلو او داسې نورو له بېرو بار څخه ډکو ځایونو کې په لیکو کې ولاړ وي او دا صحنې د ژوند د لومړنیو توکو د پوره کولو لپاره د خلکو پر وړاندې د حکومت ناکامي ښيي.

شبابو هغه بنرونه لېږدول، چې د الله سبحانه و تعالی د کورونو تړل پکې غندل شوي وو، موږ پوښتنه کوو:

د الله سبحانه و تعالی د جوماتونو په پرانېستلو کې څه ګناه ده؛ چې لمونځ پکې ادا کېږي او د دعاء لپاره هلته لاسونه پورته کېږي، تر څو الله سبحانه و تعالی موږ له دغې ساري ناروغۍ وژغوري!؟

ولې د ښارونو، بانکونو، د ډوډۍ او ګاز د لیکو او د هغو خلکو تر منځ توپیر کېږي، چې په جوماتونو کې لمانځونه کوي!؟

خلکو برخه پکې واخیسته او هغه خلک چې پر سړک تېرېدل له جماعت سره یو ځای شول، هغوی یې وستایل، له شبابو څخه یې ملاتړ وکړ او د تکبیر او تحلیل نعرې یې ورسره بدرګه کړې.

 حزب التحریر د ۱۴۴۱هـ.ق کال د شعبان په ۲مه چې د ۲۰۲۰م کال، د مارچ له ۱۶مې سره سمون لري د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و: «د جمعې او جماعت لمانځونه یو شرعي حکم دی او د جوماتونو تړل جایز نه دي، په داسې حال کې چې ټولې تیارۍ او احتیاطي تدابیر هم په پام کې نیول شوي وي.» آفت د امت په واکمنانو کې دی، چې د ښکېلاکګرو کفارو پر پلونو پل ږدي. که دوی د یوې ناروغۍ په درملنه کې ستونزه لري، دوی هم هغه څاري! موږ ولیدل چې له بندیزونو سربېره د دوی په منځ کې ناروغي خپره شوه، چې اوس ترې په شا کېږي. دوی دې د سوډان د واکمنانو د پيروۍ او د جوماتونو د تړلو پر ځای پر خلکو ټینګار وکړي، چې توبه وباسي او له الله سبحانه و تعالی څخه وغواړي چې موږ له دغې وبا او بې عدالتۍ څخه وژغوري.

﴿وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَٰئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ[البقرة: ۱۱۴]

ژباړه: له هغه چا څخه به غټ ظالم څوک وي، چې د الله سبحانه و تعالی په عبادت ځایونو (مسجدونو) کې خلک د الله سبحانه وتعالی له نوم اخیستلو څخه منع کوي او د هغو د ورانولو په هڅه کې وي؟ دغه خلک د دې وړ نه دي چې په دې عبادت ځایونو کې قدم کېږدي او که ورهم شي، له وېرې سره به ورشي. د هغو لپاره خو په دنیا کې رسوايي او په اخرت کې لوی عذاب دی.

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي مطبوعاتي ویاند

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې