شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 محرم 1445

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 02 آګست 2023 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ ۰۲/۱۴۴۵

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
له امريکا سره اعتماد جوړول؛ په امت کې خپل اعتماد ته زیان رسول دي!

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو ټامس ویسټ، رينا اميري او په قطر کې د افغانستان ماموریت لپاره د امريکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي په مشرۍ د افغان چارواکو او مسلکي ټکنوکراتانو سره د دوو ورځو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې کتلي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې پر بنسټ په غونډه کې په "مهمو ګټو" خبرې شوې دي. یادې مهمې ګټې د دواړو لوریو تر منځ اعتماد جوړونه، په دغه لاره کې عملي ګامونه پورته کول، د امنيتي ژمنو ارزول، د حکومت ټولګډون‌والی، د تورو لیستونو او بندیزونو لیري کول، د افغانستان بانک د زیرمو ازادول، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتل، مخدره موادو پر خلاف مبارزه، بشري حقونه او بشري اړتياوې بلل شوې دي. همداراز ټامس ویسټ یادې دوه اړخيزې خبرې په جزئیاتو او صادقانه بللې او د افغانستان او امريکا دواړو د ګټو خوندي کولو لپاره یې د هغو دوام هم اړين بللی.

د حزب التحرير - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د یادو خبرو اترو په اړه لاندې ټکو ته اشاره کوي:

۱. د دوحې وروستۍ خبرې اترې له اسلامي امارت سره د تېر دوه کلن امريکايي سياست؛ تعامل (تطمیع او تنبیه) د پاليسۍ نوی فصل دی. څومره چې له دښمن سره په دغو خبرو اترو کې پرمختګ رامنځ ته کيږي، هومره اسلامي امارت د نړيوال امريکايي نظم سره نږدې کيږي، چې دا د اسلام او اسلامي امت په ګټه نه، بلکې پر اسلامي خاوره د نورو واکمنو جبریه نظامونو پر پلونو پل اېښودل دي او بس.

۲. امريکا، ملګري ملتونه، غربي هېوادونه او نړيوال بنسټونه له یوې خوا په متواتر ډول له افغانستان څخه د خپلو راپورونو په ترڅ کې د اسلامي امارت پر تګلارو او چلند سختې نيوکې کوي، خو له بلې خوا څومره چې اسلامي امارت په خپلو تګلارو کې د دوی په اند سمون راولي، هومره ملګري ملتونه او نړیوالې موسسې په افغانستان کې د ښکېلتیا ستراتيژۍ او پروګرامونه جوړوي، چې وروستۍ بېلګه یې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ پورې د یوناما ستراتيژيک چارچوکاټ او د نړيوال بانک وروستی راپور دی، چې دا د افغانستان استقلالیت تر پوښتنې لاندې راولي او له اشغال څخه له آزادۍ وروسته د ښکېلاکګرو هېوادونو استعمار ته لاره هواروي.

۳. د اسلامي امارت په هيئت کې، د امريکايي پلاوي له خوا د ټکنوکرات او طالب چارواکو بېلتون بل د خطر زنګ دی، چې اسلامي امارت باید ورته جدي پاملرنه وکړي. ځکه امريکا غواړي د اسلامي امارت په اساسي دولتي بنسټونو کې پر مجاهدينو نه، بلکې پر ټکنوکراتانو اعتماد وکړي، د هغوی پر غوښتنو، راپورونو او ضمانتونو ورسره لازم چلند وکړي. امريکا، ملګري ملتونه او نړيوال اقتصادي بنسټونه دغه چاره تر هرڅه د مخه د مرکزي بانک په مشرتابه کې د استقلالیت تر نوم لاندې پر مخ وړي او غواړي د مرکزي بانک چارې د داسې کسانو لاس ته ولوېږي، چې د اسلامي امارت پر ځای امريکا، ملګرو ملتونو، د پيسو نړيوال صندوق، نړيوال بانک او نورو نړيوالو موسسو ته ژمنتيا ولري او تر دې وروسته په افغانستان کې خپل اقتصادي استعمار ته دوام ورکړي.

په اسلامي امت کې د جهادي ډلو د واکمنۍ تاريخ ته په کتو؛ موږ یو ځل بيا اسلامي امارت ته خبرداری ورکوو؛ هغه تگلاره چې تاسو له نړيوالو سره د اړيکو لپاره ټاکلې، په اسلامي امت کې څو ځله تجربه شوې ده، چې مسلمانان او مجاهدين یې د اسلام له تطبیق څخه منحرف او په پای کې یې له سقوط سره مخ کړي دي. نو مخکې له دې چې له دغې سوړې څخه بیا وچيچل شئ، له هغوی سره پر اړیکو له سره غور وکړئ او خپل کورنی سياست یوازې د بشپړ اسلام په تطبیق او بهرنی سياست پر دعوت او جهاد باندې بنا کړئ. د امریکا، ملګرو ملتونو، نورو کفري قدرتونو او نړیوالو سازمانونو پر ځای پر الله سبحانه وتعالی او د اسلامي امت پر ظرفیتونو اعتماد وکړئ، ترڅو د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسيس او اسلامي خاورو ته یو پر بل پسې یووالی ورکړو. «لا يُلْدَغُ المُؤْمِنُ مِن جُحْرٍ واحِدٍ مَرَّتَيْنِ» متفق علیه. ژباړه: مؤمن له یوې سوړې څخه دوه ځله نه چيچل کيږي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې