سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 جمادی الثانی 1441

میلادی نېټه :     یکشنبه, 16 فبروری 2020 م

شمېره:      ۱۶/ ۱۴۴۱

بريطانيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له اسلام سره د سیکولر نخبګانو کرکه د دوی د دوه ګوني معیار له امله ده

په انګلستان کې د استنیاف محکمې پرېکړه کړې چې پر سلګونو شاهدانو سربېره نکاح ته واده نه ویل کېږي؛ له همدې امله د طلاق پر مهال دواړه لوري له هېڅ قانوني خوندیتوب او حقوقو څخه برخمن نه بلل کېږي. 

دا د سیکولر دولت ناکامي ده، چې د بېلا بېلو خلکو عقیدې او ارزښتونه پکې ځای نشي موندلی. له یوې خوا، دوی د عصري لیبرال حق په توګه تبلیغاتو ته وده ورکوي، له بلې خوا له هغه جلا کېدونکو جوړو څخه انکار کوي چې په رسمي توګه یې خپل واده له دولت سره نه دی ثبت کړی.

اسلام چې د الله سبحانه و تعالی له لوري نازل شوی دی یو عادلانه نظام دی. د نکاح رسمي تړون هغه اساس بولي چې له کبله یې د طلاق شوو جوړو حقوق تر لاسه کېدلای شي او یوازې د دوو شاهدانو په حضور کې دغه تړون رامنځته کېدلی شي. د برېتانیا سیکولر قانون دا شاهدان ردوي، ترڅو مېرمنې په تخنیکي توګه د دوی حقوق رد کړي. ټوله نړۍ کولای شي په تړون کې شاهد ومني، حتا د دوی خپله محکمه هم د سوداګرۍ رول پکې لوبوي، خو کله چې د اسلامي ودونو خبره رامنځته کېږي، بیا نو هغه معیار نه پلی کېږي.

دا د هغو مسلمانانو لپاره چې په برېتانیا کې د ژوند تجربه لري، د حیرانتیا وړ خبره نه ده. موږ له دوه ګوني معیار سره چې اسلامي اعمال پکې شامل وي، عادت شوي یو. دولت اسلامي اعمالو ته هڅول ګناه بولي او د شک په سترګه ورته ګوري. رسنۍ دغه ناوړه پيغام ته وده ورکوي او له خلکو تمه لري چې له شک پرته دا مسله وڅاري.

د مېرمنو د خونديتوب لپاره د اسلامي ودونو د دريځ د کمزورتیا او سیکولر ایالت ته د وده ورکولو کمپاین په مسلسله توګه ګړندی روان دی، ځکه چې د استیناف محکمې پرېکړه یوازې د دوی وروستۍ څرګندونه ده. موږ په ۲۰۱۷م کال کې یوه مقاله لیکلې «ایا سیکولر ایالت واقعا د مسلمانو مېرمنو ساتنه کولی شي؟» په هغې کې موږ ویلي وو:

«په داسې یوه ټولنه کې چې په هرو اتو پلرونو کې یو یې له خپلو ماشومانو سره اړیکه نه لري، له واده پرته اړيکو یې د کورنیو جوړښتونه ويجاړ کړي، نو تمه کېږي چې د دغې ستونزې پر حلولو باندې باید تمرکز وشي. پر ځای یې سیکولر تاسیساتو هڅه کړې چې کلتوري ارزښتونه او د ودونو دودونه اسلام ته د زیان رسولو لپاره د یوې وسیلې په توګه وکاروي. په دې هیله چې خلک به له هغې مخ واړوي، ځکه چې دا په  پس پاتې او ظالمانه توګه بیان شوي دي.

هغه وړانديز چې د برېتانیا قانون باید د مسلمانانو له شرمه ـ د اسلامي ودونو څخه د ساتنې لپاره بدل شي، یو رښتینی حل نه دی، ځکه چې دا د مرغیو د ساتنې لپاره د ګېدړې تمې ته ورته دی. په داسې حال کې چې ځینې مسلمانان ښايي د ورته حل په پلمه اخته شي. موږ ټول باید پوه شو چې د برېتانیا تاسیسات دلته د مسلمانو مېرمنو په اړه هېڅ فکر نه کوي، ځکه چې دوی د ناوړه بهرني سیاست د مستقیمې پایلې په توګه د میلیونونو مسلمانو مېرمنو په اړه په یمن، میانمار، سوریه او عراق کې پاتې شوي دي. دا په انګلستان کې د هغو ټولو مېرمنو د وضعیت لپاره مبارزه کول دي، چې لا هم په دغې ټولنه کې له لیبرال ارزښتونو، نابرابرۍ، ځان ځاني ګټو، بدبختیو، ځورونې او کورني ناوړه چلند سره مخ دي».

بشپړه مقاله دلته لوستلای شئ:

یحیی نسبت

په برېتانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې