جمعه, ۰۴ رجب ۱۴۴۱هـ| ۲۰۲۰/۰۲/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د قدرمن عالم ارزښتمنه وینا  د سترې پېښې په یاد کې
بسم الله الرحمن الرحيم
د قدرمن عالم ارزښتمنه وینا د سترې پېښې په یاد کې

 (ژباړه)

 ستر عالم او د حزب التحریر امیر شیخ عطا ابن خلیل ابو الرشته هغه غوره امت چې د خلکو د هدایت او دعوت لپاره مامور شوی، نېکو او غوره دعوتګرو او په مجازي نړۍ کې د خپلو پاڼو لیدونکو ته بیان وړاندې کړ، چې پکې راغلي دي: «د ملتونو په تاریخ کې داسې ځلېدونکې ورځې هم شته، چې ملتونه ورباندې ویاړي؛ نو دا به څه ډول وي، که چېرې همدغه ورځې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېریو د تحقق ورځې وي؟ په رښتیا هم چې دا ډول ورځې په اسمان کې د ځلېدونکو ستورو په څېر دي، حتا د هغه لمر په شان دي چې نړۍ یې رڼا کړې او امت یې د اسمان تر لوړو لمنو رسولی دی. له هغو ورځو څخه ځینې مبارکې ورځې همدغه د قسطنطنیې د فتحې د یاد ورځې دي.»

وړاندې تر دې چې د بیان په تحلیل او ارزونه پیل وکړو او معنوي اړخ ته یې داخل شو، غواړم ووایم چې د دغه بیان ویونکی نه تاریخ څېړونکی دی، نه یوازې عالم او نه هم استاد، که څه دغه صفات او ځانګړتیاوې د هغه په شخصیت کې نغښتې دي. هغه یو لوی رهبر دی چې د یوې داسې ناوسلوالې ډلې مشري پر غاړه لري، چې په معاصر تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي. هغه د یوې سیاسي ډلې امیر دی، چې مبدا او اساس یې اسلام جوړوي او د هغه اسلامي ژوند د راګرځولو هڅه کوي، چې له کلونو راهیسې ګډوډ شوی دی. د اسلامي ژوند را ګرځول یوازې هغه وخت امکان لري، چې د نړۍ مسلمانان د خلافت دولت ته کار وکړي او تاسیس یې کړي. هغه به په الهي شریعت سره حکم کوي او د الله سبحانه وتعالی دین به ټولې نړۍ ته د دعوت او جهاد له لارې لېږدوي.

دغه بیان د سترې پېښې په یاد کې د لوی عالم ارزښتمنې خبرې دي؛ ځکه هغه پېښه چې قدرمن امیر د هغې د یاد په اړه موږ ته خبرې کولې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زیري سره ټینګه اړیکه لري. احمد له عبدالله ابن عاص رضی الله عنه څخه روایتوي، چې ویل یې: «په داسې حال کې چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاوخوا ته ناست وو او لیکل مو کول. یوه تن له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه: کوم یو ښار به ژر فتح کېږي، قسطنطینه او که روم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلاً، يَعْنِي قُسْطَنْطِينِيَّةَ»

ژباړه: هِرَقل، یعنې د قسطنطنیې ښار به لومړی فتحه کېږي.

همداراز په یو بل حدیث کې عبدالله ابن بِشر ابن خثعمي له خپل پلار څخه روایتوي، چې پلار یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي:

«لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»

ژباړه: قسطنطنیه به ضرور فتحه کېږي، څومره نېک امیر به یې وي او څومره غوره اردو به یې وي.

اوس به په څو ټکو کې د وینا پر اصلي موضوع تم شو:

لومړی ټکی: په نړیوالو دریځونو او بریالیتوبونو کې د صحابه وو رضی الله عنهم اجمعین لیدلوری په پوره توګه له نړیوال دریځ څخه برخمن نه و، ځکه دوی د هغه کوچني دولت اتباع کڼل کېدل چې دولتي اساسات یې ساده او نسبي وو. دوی هغه مهال له هېڅ داسې دولت سره نظامي شخړه نه وه کړې، چې د دولت په منځ کې یې دې د اړیکو جوړښت تعریف کړی وي؛ خو مسلمانو چارواکو په خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو سره اسلام د بشر د لارښوونې لپاره د نړۍ څلورو خواوو ته خپور کړ.

دویم ټکی: رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه وو او قوماندانانو په روزنه کې قوي رول درلود، په همدې توګه له هغه صلی الله علیه وسلم وروسته د قوماندانو او رهبرانو لپاره علما او پوهانو شتون درلود، چې هغوی ته به یې د مشاورینو او لوړنیو کسانو په څېر هویت ورکاوه. له دغو رهبرانو څه یو هم محمد فاتح دی، چې د احمد ابن اسماعیل کوراني او شیخ آق شمس الدین په څېر له لویو علماوو سره نژدې پاتې شوی دی او د هغه په شخصیت جوړونه کې دوی بې ساری رول درلود.

درېیم ټکی: د وسایلو د استعمال په برخه کې د یو رهبر هڅه او جدیت مهم دی. محمد فاتح دغه ټکی د جنګي کلاوو په جوړولو، د توپونو په برخه کې له انجنیرانو څخه په ګټه اخیستلو، د وچې له لارې د دښمن د دفاعي لیکو تر شا د کیښتیو په لېږد او د قسطنطنیې د فتحې لپاره د ټولې نظامي فضا په تیارولو کې وکاراوه. خو زموږ اوسني علما او پوهان بیا برعکس؛ چارواکي ورته پاملرنه نه کوي، نو ځکه غربیان راځي او له هغوی څخه د خپل علمي پرمختګ په برخه کې ګټه اخلي.

څلورم ټکی: د قسطنطنیې پر وړاندې له لومړۍ جګړې راهیسې چې ابو ایوب انصاري رضی الله عنه هم پکې ګډون کړی و، د هغې تر فتحې یعنې ۸۵۷هـ.ق کال پورې له ۸۰۰ کلونو ډېر وخت تېر شو؛ خو دا په حقیقت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت یوه نښانه ده او همداراز دا په ډاګه کوي چې د ریري د عملي کېدو یا را رسېدلو په برخه کې وخت مهم نه دی. په همدې توګه د فتحې او هغې ته د تیاري تر منځ یوازې دوې میاشتې وخت ونیول شو او له دې څخه ښکاري چې فتحه او بریالیتوب یوازې د الله سبحانه وتعالی په هغه نصرت او توفیق پورې تړاو لري، چې خپلو مومنو بندګانو ته یې ورکوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ﴾

ژباړه: له شک پرته زه له خپلو پالونکو او هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی، په دواړو حالتونو کې مرسته کوم، هم په دنیا او هم په هغه ورځ چې شاهدان به راپورته کېږي.

پنځم ټکی: د فتحې، بریالیتوب او د الله سبحانه وتعالی د قدرت څرګندېدو پرمهال سجده کول په حقیقت کې د الله سبحانه وتعالی بندګي ښيي، چې هغه رب الارباب او مسبب الاسباب دی. ﴿وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِندِ اللّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ﴾ (نصرت او بریالیتوب یوازې د برلاسي او حکیم الله سبحانه وتعالی لره دي.) دا د هغو هوسونو په څېر نه دي، چې کله په سپورتي ډګرونو کې خیالي بریالیتوبونه په لاس راوړي، بیا چیغې وهي او خوشحالۍ کوي، اورلوبې پیلوي، نندار لیک او نندارتونونه جوړوي او د بې عقلو کسانو په شان د ګډا او نڅا مجلسونه جوړوي. دوی په حقیقت کې هغه کسان دي چې په دنیا کې ناروا لارو ته هڅې کوي او دوی فکر کوي چې نېک کار یې ترسره کړی دی.

شپږم ټکی: کله چې مسلمانان د قدرت خاوندان وو، زیات شمېر فقهِ ځایناستو، د الګو نیولو کسان او هجومي جهاد شتون درلود. دا پروسه د نبوت له تړون څخه پیل شوه، د لومړي راشده خلافت پرمهال هم روانه وه او په غاښونو د قدرت نیوونکو پاچاهانو تر پایه یې دوام درلود. کله چې عثماني خلافت ړنګ شو، نو فقهِ کسان په پراخه کچه کمزوري شول او مسلمانانو هجومي پرځای دفاعي جهاد ته مخه کړه او خپل دغه کار ته یې «د اتلانو سوله» نوم ورکړ. همدارنګه هغه کسانو چې استوګنځی نه درلود روژه به یې نیوله، د کړاوونو او ستونزو پر مهال یوازې پر لمانځه تکیه کېده، د مسلمانانو په سرحدونو کې قاچاق کوونکو او لوټمارانو ته بډې ورکول هم زیات شول څو کافر دښمنان ورېښمن غصب نکړي. دا او د دې په څېرې نور مسایل هغه مهال رامنځته شول، چې خلافت دولت ړنګ شو. د مسلمانانو قدرت د ځمکې له سر څخه ختم شو او کفار د هغوی پر خاورو، شتمنیو او عقلونو باندې واکمن شول.

اووم ټکی: د تاریخ په دغه چټل ډنډ کې چې اسلامي امت پکې دوب شوی و، حزب التحریر سر را پورته کړ؛ ترڅو د دغه امت له لاسه وتلی عزت بېرته را وګرځوي او په امت کې له سره یو ځل بیا فکر، فقه، اصول او سیاست را ژوندي کړي. له همدې امله یې ځان وقف کړ، ترڅو له امت سره یو ځای د خلافت د تاسیس لپاره کار وکړي. وروسته له هغې چې حزب په دغه سخته او اغزنه لاره کې اوږد مزل وکړ او په اسلامي خاورو کې د امت د وښتیا ځینې نښې راښکاره شوې او د خلافت تاسیس ته له دوو لېندیو کمه فاصله پاتې شوه؛ نو د غرب او د هغوی د لاسپوڅو چارواکو لېونتوب په ډېرېدو شو. دوی د حزب او د هغه د شبابو پر وړاندې دسیسې او توطیې جوړې کړې. دوی په عامو خلکو، ژمنه ماتوونکو او هغو کسانو کې چې حزب یې پرېښی و، جزایي شوي او منزوي شوي وو، داسې کسان را پیداکړل چې د دوی خبرو ته به یې غوږ اېښی و. په دې توګه دوی هڅه کوله چې د حزب د شبابو په هوډ کې سستي او درځ رامنځته کړي او هغوی له خپلو جدي او دایمي فعالیتونو څخه منعه کړي؛ خو د حزب د شبابو قوت او نظم د دوی د ناوړه پلانونو او شیطاني کړنو مخه ډپ کړه.

اتم ټکی: نن ورځ موږ د نبوت پر تګلاره د دویم راشده خلافت د تاسیس پر دروازو ولاړ یو او د الله سبحانه وتعالی د رحمت ورېدو او نصرت ته په تمه یو. موږ پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان لرو، چې موږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېریو په تحقق سره عزت را وبښي. پر دې سربېره روم زموږ په لاسونو سره فتحه شي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی په مرستې سره خپل بیراغونه پر دغو سیمو ورپوو. موږ د فلسطین د ازادۍ او له یهودو سره د جګړې په تړاو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیري پر تحقق پوره باور لرو او ډېر ژر به په بیت المقدس کې له هغې وروسته چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته د دار الاسلام مرکز شي، د لارښوونکي بیعت شاهدان وو.

په پای کې د الله سبحانه وتعالی دربار ته د عاجزۍ لاسونه لپه کوو، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیریو د عملي کېدو چارې پیل شي او دغه زیري یو پر بل پسې د عمل جامه واغوندي. په دې توګه به د دغه امت د خلافت د راوستو شاهدان وو او بیا به ورپسې د دغه امت قدس ازاد کړو. له دې څخه وروسته به د بیزانس په شان روم هم فتحه کړو او په دې ترتیب سره به د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیثو ته د عمل جامه ور واغستل شي. همداراز له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ مرسته وکړي، ترڅو خپل کار په احسان او نېکۍ سره وکړو او د الله سبحانه وتعالی د نصرت وړ وګرځو.

﴿و یومئذ یفرح المومنون بنصر الله ینصر من یشاء و هو العزیز الرحیم﴾

لیکوال: استاد رولا ابراهیم

سرچینه: رایه جریده

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې