Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     3 ربیع الاول 1444

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 27 اکتوبر 2022 م

شمیره:      ۱۰/ ۱۴۴۴

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
که مو ډال او امام وای، یهودانو به زموږ د ځمکې د غصب او فساد جرات نه کاوه

الجزیره انګلیسي د ۲۰۲۲م کال، د سپټمبر په ۲۳مه د «مسافر يطا» پر وګړو د بریدونو په اړه یو راپور خپور کړ. په راپور کې د سیمې ښځو د اشغالګرو عسکرو او عامو خلکو له لوري د ځان او خپلو کورنیو د ځورېدو په اړه خبرې کړې، چې دوی نیول شوې، وهل شوې، ډزې پرې شوې او ګاز پرې کارول شوی. د دغو مظلومانو ځمکې او جایدادونه غصب او ویجاړ شوي. هغه ستونزې، وېره او ناخوندیتوب چې دوی ژوند پکې تېروي؛ یادول یې لوی زړه غواړي.

مسافر یطا د سویل ختیځ الخلیل په ۱۲ کیلومترۍ کې ۳۲ کیلومتره مساحت لرونکې سیمه ده؛ لسګونه کلونه کېږي چې اوسېدونکي یې د لسو پوځي زده کړو د مرکزونو «د اور سیمه (۹۱۸)»، له امله له اجباري کډوالۍ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «اوسمهال په مسافر یطا کې ۲۱۵ فلسطیني کورنۍ ژوند کوي، چې د ۱۱۵۰ اوسېدونکو له ډلې یې شاوخوا ۵۶۹ تنه ماشومان دي.»

د دغو کلیو اوسېدونکي د اشغالګرو له لوري ځورول کېږي، رمې یې پر اسونو او نقلیه وسایطو د سپرو اشغالګرو له لوري ترهول کېږي او په سپیو یې په غرونو کې ځغلوي. د دې سیمې له اوسېدونکو غوښتل کېږي چې کښتونه او ونې یې وسوځوي.

د دې سیمې خلک، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، تر ځمکې لاندې په غارونو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي. دا چې د ودانیو جوړولو جواز نه ورکول کېږي نو خپل کورونه نه ساتلی او نه پراخولی شي. دوی د ۲۰۰۰م میلادي له لومړیو راهیسې، پر ځمکه څپرې او کوچنۍ خونې جوړوي، چې ډېری یې د اشغالګرو ځواکونو له لوري پر بلډوزرونو ویجاړې شوې دي. سربیره پر دې؛ د دوی روغتیایي، تعلیمي او د اوبو او برېښنا خدمتونه محدود شوي دي. د اشغال ناعادلانه کړنلارې او قوانین د ماشومانو، ښځو، لویانو او هغو کسانو لپاره چې په اوږدمهاله ناروغیو اخته دي؛ ان د ډېرو کمو روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو مخنیوی کوي. ځکه چې سړک بند دی او د روغتیايي کارکوونکو په ګډون د خلکو تګ راتګ منع دی. دوی همداراز د سړک د پخولو او بیارغونې مخه نیسي. په سیمه کې د مناسبو کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له امله خلک اړ دي چې نیږدې سیمو ته د ناروغانو لېږدولو لپاره او ان په بېړنیو حالتونو کې له خپلو تراکتورونو څخه کار واخلي.

یهود او د زور او استعمار په نیت تللي کسان د سپېڅلې خاورې پر وړاندې د جنایت ترسره کولو لیوالتیا لري. دوی په مختلفو سیمو کې پر فلسطينيانو بريدونه کوي، مسافر یطا کې يې پر ښځو بريدونه وکړل، په دوما کلي کې يې د دوابشه کورنۍ وسوځوله او په بیت المقدس کې یې ماشوم محمد ابو خضیر اختطاف او وسوځاوه. دا ډول کړنې لا روانې دي. د دې ټولو لامل دا دی چې د دغو کړنو ترسره کوونکی شیطاني دولت ازاد پرېښودل شوی، څوک نشته چې د دغو کړنو سزا ورکړي؛ بلکې د فلسطین ادارې په ګډون د اسلامي هېوادونو نور ګوډاګي نظامونه یې ساتي.

ايا دا ټول جنايتونه بس نه دي چې د اسلامي هېوادونو د لښکرو د مخلصو بچیانو په زړونو کې د ورورګلوۍ او خواخوږۍ سبب شي او د خپل رسول صلی الله علیه وسلم پر منهج د آزادۍ او د خپل امت د خلاصون لپاره حرکت وکړي؟! ايا دوى د الله سبحانه وتعالى دا وينا نه ده اورېدلې:

 [وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ]

ژباړه: «...که هغوی د دین په اړه له تاسو څخه مرسته وغواړي، نو د هغوی مرسته کول پر تاسو فرض دي...» [انفال: ۷۲]

آیا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې دغه مظلومان له ځنځیرونو خلاص شي او د مخلوق پر ځای د خالق پیروي وکړي؟!

 

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.