جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا مسلمانان باید دا اوسنی بحران عادي وګڼي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا مسلمانان باید دا اوسنی بحران عادي وګڼي؟

خبر:

د ۲۰۲۲م، د مارچ په ۶ مه، د یکشنبې په سهار وختي د اندونیزیا په آچه ښار کې له ۱۰۰ څخه زیات روهینګیایي کډوال بند پاتې وو. په دغو ۱۱۴ کډوالو کې ۴۸ نارینه، ۲۱ ښځې، ۳۵ ماشومان شامل وو او د کوالا مورا، د کوالا په ولسوالۍ، د بیروین ریجنس په سیمه کې بند پاتې وو. د مارچ په ۱۸مه، د ریپېلیکا ورځپاڼې خبر خپور کړ، چې په اچه ښار کې د روهینګیا د کډوالو حالت د بې غورۍ له امله مخ په خرابېدو دی.

تبصره:

په ۲۱مه، پېړۍ کې دا ډول پېښې عادي ګڼل کېږي. په اندونیزیا او مالیزیا کې د روهینګیايي مسلمانانو د بند پاتې کېدو پېښه نوې نه ده، بلکه زموږ مسلمان وروڼه او خویندې په پرله پسې توګه د دغه تراژیدۍ سره مخه شوي، ځورول شوي او له خپل هېواد څخه شړل شوي دي او هېڅکله د دغه تېریو مخه نه ده نیول شوې.

اې په روهینګیا کې زما مسلمانانو وروڼو او خویندو صبر وکړئ، له دغه بدبختیو څخه د خلاصون لار او وسیله  یوازې پر الله سبحانه وتعالې او د اخرت په ورځ ایمان دی. الله سبحانه وتعالي فرمایي: 

}فَٱلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ وَأُخْرِجُوا۟ مِن دِيَٰرِهِمْ وَأُوذُوا۟ فِى سَبِيلِى وَقَٰتَلُوا۟ وَقُتِلُوا۟ لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّـَٔاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ ثَوَابًا مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ عِندَهُۥ حُسْنُ ٱلثَّوَابِ{[العمران: ۱۹۵]

ژباړه: له دې امله کومو خلکو چې زما په خاطر خپل وطن پرېښود او له خپل کورونو وایستل شول او زما په لار کې وځورول شول او جګړه یې وکړه، د هغوی ټول ګناهونه به زه ورته وبښم او هغوی به داسې باغونو ته ننباسم، چې تر هغو لاندې به ویالې بهیږي. دا د الله تعالی پر وړاندې د هغو مکافات دي او ډېره غوره جزا له همدې الله سره ده.

دا د مسلمانانو ځانګړتیا ده، چې د الله سبحانه وتعالې په بښنه او وعده باور لري او زموږ باور د دې لامل کیږي، چې په هر ډول بحران او مصیبتونو کې ژوندي پاتې شو. په ټوله کې الله سبحانه وتعالې موږ ته د بدلون لپاره د مبارزې امر هم کوي، لومړی باید د ستونزو ریښې پیداشي، د اصلاح او بدلون لپاره یې مبارزه پیل شي. دا بحران د خورا لوی سیټمټیکو بې عدالتیو څخه رامنځته شوی او د انساني ټولونو په تمدن کې بنسټیزې ریښې لري. دا بې عدالتۍ له هغه وخته پیل شوې چې کله مسلمانانو د الله سبحانه وتعالې قانون ته شاه کړه او پر ځای یې د انسانانو په لاس جوړ شوي سیکولر قوانین پلي کړل. .

دا چې موږ د پانګوالۍ تر حاکمیت لاندې ژوند کوو، په بېلابېلو هېوادونو او د ژوند په مختلفو ډګرونو کې په پرله پسې توګه له نه ختمېدونکو بحرانونو او غمیزو شاهدان یو. د وخت په تېرېدو سره دا ډول پېښې او ناورینونه معمول شوي. د روهینګیا له مسلمانانو سره هم همداسې کیږي او دغه کړکېچ له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې روان دی. د روهینګیا مسلمانانو لس کاله وړاندې په ۲۰۱۲م، کې د راخین ایالت له تاوتریخوالي وروسته د نړیوالو پام ځان ته واړوو. دا ډول غمیزې په ۲۰۱۷م، کې بیخي اوج ته ورسېدلې، چې په پایله کې  په میانمار کې  د جنتا رژیم  او په دې هېواد کې د افراطي بودایي غورځنګ سره په همکارۍ یې نیږدې ۷۰۰۰ روهینګیایي مسلمانان په ډله ییزه توګه ووژل. د روهینګیا کړکیچ لا پای ته نه دی رسېدلی. د کرما په څېر په میانمار کې اوسمهال هم د ورستیو ټاکنو پر سر چې انګ سان سوچي ګټلې او په مقابل کې یې پوځي جنتا رژیم سیاسي کودتا پیل کړې  له اوږد مهاله داخلي ستونزو سره مخ دی.  د سیاسي بندیانو لپاره یې د مرستندویو ټولنو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۱م، د فبروري میاشتې له کودتا راهیسې، شاوخوا ۱۶۰۰ لاریون کوونکي او څارونکي وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالې ادارې (UNHCR ) د اټکل له مخې ۸۳۷۰۰۰ کسان له میانمار څخه بې ځایه شوي دي.

د نړۍ فاسد نظم موږ دې ته اړ کړي یو، چې بې عدالتۍ او بحرانونه عادي وګڼو او دې کړچېچونو مسلمانان دې ته اړ کړي چې یوازې د ژوندي پاتې کېدو هیله ولري، لکه د کرونا وبا پر مهال یې چې خلک دې ته اړیستل، چې عادي ژوند وکړي، خو په پایله کې اسلامي امت د  دغه بې عدالتیو پر وړاندې د کوم مسوولیت احساس نه کوي او په تدریج سره یې دا ډول کړاوونه په عادي توګه منلې دي.

په اسلامي نړۍ کې ملي پولو هم د روهینګیا مسلمانان په بنګله ديش، مالیزیا او اندونیزیا کې له خپلو مسلمانو وروڼو څخه جلا کړي دي. همدارنګه د ایغور مسلمانان په چین کې  له ظلمونو سره مخ او یوازې پرېښودل شوي دي او د اسلامي ځمکو واکمانان یوازې خپلو ملي او اقتصادي ګټو ته یې لومړیتوب ورکوي او له دغه بې ځایه شویو سره هېڅ راز مرسته نه کوي، په دې کې هغه سلګونه زره کډوال شامل نه دي، چې له سوريې، عراق او فلسطین څخه شړل شوي دي. دا د اسلامي امت د وېشلو هغه لوړه بیه ده چې پرې کوو یې. پانګوالۍ او نشنلیزم مسلمانان ویشلي او کمزوري کړي او د یتیمانو په څېر یې بې سرپرسته کړي دي.   

د مسلمانانو وینه ډېره ارزانه شوې. د تاریخ پوه – ریفیک توران په وینا، چې په استانبول کې یې په ۲۰۱۸م، کال کې په یوه کنفرانس کې خبرې کولې، په تېرو ۲۵ کلونو کې شاوخوا ۱۲.۵ میلیونه مسلمانان په جګړو کې وژل شوي دي. په دغه شمېرو کې د روهینګیا او ایغور مسلمانان نه دي شامل. سربېره پردې  په دې شمېرو کې په میلیونونو مسلمانان نه دي شامل چې د لوږې، نارغیو، کډوالۍ او د انسانانو په لاس د رامنځته شویو ناورینونو له امله مړه شوي دي.

اې مسلمانانو پورته شئ، راځئ په منظمه توګه حرکت وکړو، سطحې، لنډمهاله یا دفاعي حالت کې غبرګونونه مه کوئ، کوم مصیبتونه چې موجود دي هغه عادي مه ګنئ، بلکې پرځای یې موږ باید د هر ډول بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه وکړو او اسلامي نظام تاسیس کړو، ترڅو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلام د امت له ژوند، مال او عزت څخه ساتنه وکړي. الله سبحانه وتعالې فرمایي

{اِنَّ اللّٰهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتّٰى يُغَيِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْۗ}[الرعد:۱۱]

ژباړه: په حقیقت کې الله سبحانه وتعالې د هغه خلکو حالت نه بدلوي، ترڅو چې دوی خپله ځانونو کې بدلون نه وي راویستلی.

د (مَا بِاَنْفُسِهِمْۗ) جمله ژوره معنې لري او مفهوم یې د انسانانو په افکارو، ارزښتونو او روحي ناحیه  کې بدلون راوستل دي. دا په دې مانا چې تر هغه به د دوی حالت نه بدلېږي، چې خلک خپل لیدلوری، د ژوند موخه بدل نه کړي او د شته  مصیبتونه/کړاونو لامل در ک کړي. موږ ډېری وختونه د هغه خلکو سره مخ کېږو، چې نشي کولای بې عدالیتو ته ځواب ووایي او د ځواب نه ویلو لامل یی هم د شته ستونزو، کړاوونو نه درک کول دي، چې واقعاُ څه پېښېږي. دوی د ټیټ سواد او سطحې فکرې له امله شته بې عدالتیو او ناورینونو ته ځواب نشي ویلی.

رسوالله صلی الله علیه وسلم موږ ته د مبارزې غوره نمونه په میراث پریښې ده. هغه صلی الله علیه وسلم لومړی مسلمانان په فکري او سیاسي لحاظ تربیه کړل، ترڅو اسلامي امت د ټولو بې عدالتیو پر وړاندې راپورته او حساس واوسي. همدارنګه هغه صلی الله علیه وسلام اسلامي امت د اسلامي احکامو په واسطه رهبري کولو او دې ته یې نه پریښودل، چې راسره وویشل شي. حضر محمد صلی علیه وسلم اسلامي امت په دې مکلف کړی، چې تر یوه سیاسي رهبرۍ ( خلافت) لاندې ژوند وکړي. د اسلامي امت لپاره دا جواز نه لري چې په یوه وخت کې په جلا جلا توګه د بېلابېلو یعنې تر یوه زیات خلیفه سره بیعت وکړي.

نو د مسلمانانو لپاره به بحرانونه او تراژیدۍ تل یو عادي کار وي. ان هغه ظلمونه چې دوی یې ځپلي او راګیر کړي دي . د اسلامي امت مبارزه او حرکت باید پر یوه ماموریت، چې هغه د ورک شوي ډال یعنې اسلامي دولت بیا تاسیسول دي، متمرکز وي. هغه ډال چې پر مسلمانانو د کفارو ظلمونه له منځه وړي او په ټوله اسلامي نړۍ کې د مسلمانو ښځو او ماشومان د وینې او ناموس ساتنه کوي. د اسلامي امت لپاره یوازینۍ د نجات لار د نبوي منهج پر بنسټ د خلافت تاسیسول دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

« إنَّما الإمامُ جنَّةٌ يقاتلُ بِهِ» ژباړه: په حقیقت کې امام ( خلیفه) یو ډال دی، چې تاسې د هغه تر شا جنګېږی او د هغه په واسطه ځانونه ساتئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال:  ډاکټر فیکا کومارا

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړه : محمد هارون ر‌ؤفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې