شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مشهور تاجیک "بلاګر" مور زنداني شوه
بسم الله الرحمن الرحيم
د مشهور تاجیک "بلاګر" مور زنداني شوه

خبر:

د نوم وتي تاجیک بلاګر "عبدالراحمن 09"  مور مېرمن "شاهده محمودا جونووا" د روان کال د فیبروري په اوولسمه نېټه د "دوشنبې" زندان ته ولېږل شوه.

تبصره:

شاهده د فیبروري په درېيمه وروسته له هغې نادرکه شوه، چې په "وخدت" کې د پولیس افسر څخه د خپل موبایل د بېرته اخېستلو لپاره تللې وه، څو ورځې پرلپسې د خپلو خپلوانو لخوا ولټول شوه، خو پیدا یې نکړه، وروسته پولیسو ته عارض شول، د پولیسو لخوا ځواب ورکړل شو، چې موږ د "شاهدې محمودا جونووا" په اړه هېڅ خبر نلرو.

د مېرمن شاهدې له ورکېدو څخه پینځه ورځې وروسته د تاجکستان جمهوري دولت د کورنيو چارو وزارت لخوا په رسمي پاڼه د بلاګر د مور د ورکېدو په اړه معلومات خپاره شول. وایي چې شاهدې د "وخدت" ښار له یو تن چې د اساسي قانون د ۲۰۳ مادې پر بنسټ يې د  p.2 (تنظيم جامعه افراطي) جنايي جرمي سابقه درلوده؛ اړيکې لرلې، نوموړی سایټ وایي چې شاهدې له ټولنیزو رسنيو څخه د پاليسي خلاف نشرات خپرول.

چارواکي دا خبره هم نه پټوي چې دا مېرمن یې د خپل زوی د کړنو له امله تعقیب کړې وه. دوی له نوموړي تاجکي بلاګر (د ويب لاګ جوړونکی) سره د "محمودا جونووا" د اړيکو او همکارۍ نه لرلو خبره ردوي او زياتوي، چې د يو افراطي ترهګر فکر او خوی په لرلو سره ياده پېښه رامنځته شوې ده، د راپور په يوه څنډه کې راغلي دي، چې د یوې مور او پلار تعقیبول د تاجکستان دولت ته یوه نوې پديده ده. کېدای شي چې دوی به د چچنیا د مشر رمضان کادیروف د بلاګرو په اړه د وړاندې شوې تجربې څخه ګټه اخلي، چې په رمضان یې نېوکې کولې. د تېر کال د ډېسمبر د میاشتې راهیسې دا څوم ځل دی چې د مشهورو چچنیایي بلاګرو پيښې تکرارېږي، چې تېر کال د مشهورو چچنیایي بلاګرانو(تومسو عبدالرحمانوف، منصور صدولاووف، او حسین خلیتوف) خپلوان هم تښتول شوي دي.

د چيچنيا امنیتي کار کوونکو د بشري حقونو د فعال ابوبکر یانګلبایف مور وتښتوله او جرمي دوسيه يې ورپسې واچوله؛ دا لومړی ځل نه ده چې له دا ډول ذليلو پېښو سره مخ کېږو، بلکې بې شمېره داسې پيښې موندلی شو، چې يادونه يې نشي کېدلی، دا ډول پيښې هغه وخت کنتروليدلی شي چې مزدور چارواکي له اسلامي خاورو څخه خپلو بادارانو ته وروشړل شي او پر ځای يې د رسول الله صلي الله عليه وسلم پر منهج بياځلې خلافت تاسيس شي، يوازې همدا خلافت کولی شي چې د مسلمانانو سالمه سرپرستي وکړي، نو راځئ د تأسيس لپاره يې يو موټی شو!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکنه: محمد منصور

ژباړه: ابوبکر اظهار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې