جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نړیوالو توطیو افشا کول شرعي فریضه ده
بسم الله الرحمن الرحيم
د نړیوالو توطیو افشا کول شرعي فریضه ده

(ژباړه)

له نړیوالو توطیو سره جوړجاړی باید د واقعي سیاسي رهبرۍ تشویش وي. هغې رهبرۍ چې د امت امور په لاس کې لري. هغه سیاسي حرکتونه چې د دښمنو دولتونو د توطیو افشا کولو ته پام نه کوي، ارزښت نه لري. دغه راز هغه دولتونه چې دا مسله اړینه نه بولي،  ښه راتلونکې به ونه لري.

د اسلام مبین دین په دغې برخه کې سیاسي فعالیتونه فرض ګرځولي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وإلى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلاً﴾

[نساء: ٨٣]

ژباړه: کله چې د وېرې یا امنیت خبر ور ورسېږي، له څېړنې پرته یې ګنګوسه ګرځوي. په داسې حال کې که هغه پیغمبر یا پیشوایانو ته ـچې د تشخیص پوره توان لري ـور ولېږل شي، د مسایلو له رېښو به خبر شئ. خو که فضل او رحمت پر تاسو نه وای، له کم شمېر پرته به ټولو د شیطان پیروي کوله او ګمراه به وئ.

د وېرې موضوع په دښمن حملې کولو پورې ځانګړې شوې او پر هغوی بریا لازموي. هغه څه چې استنباط، تفکر، تحلیل او تجزیې او ځانګړو توانایانو ته اړتیا لري. هغه توانایانې چې د دولت او امت د خدمت لپاره کاریږي. طبري رحمت الله د ﴿لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ﴾ جملې په تفسیر کې وایي: «ځینې کسان د خبرونو رېښې را باسي او څېړنه پرې کوي.» نوموړی دوی په دین او عقل کې د فقاهت او درایت خاوندان بولي.

اسلام هغه زاویه مشخصه کړې، چې انسان نړۍ ته ترې وګوري. لکه څنګه یې چې د اصلي دښمنانو د پېژندلو، له هغوی سره د مقابلې لپاره سیاسي فعالیتونه مشخص کړي همداراز یې پرې بریا هم مشخصه کړې. هغه زاویه اسلامي عقیده، اېډیولوژي او د اسلام پراختیا ده. اسلام نورې ټولې لکه قومي او وطني زاویې حرامې بللي او دا زاویې له سیاسي انحطاط پرته بل څه نه لري. په پایله کې لویو استعماري قدرتونو ته د خپل ځان په تسلیمۍ تمامیږي. پر هغه حالت چې اوسمهال پر اسلامي خاورو حاکم دولتونه ورسره مخ دي.

 د اسلام اېډیولوژیک لید، یو نړیوال لید دی او د اسلام له فکري او سیاسي ثابتې قاعدې څخه اخیستل شوی. د نړیوالو توطیو تعقیبول او افشا کول، د هغه چا لپاره چې دا عقیده لري او نړیوالو ته د اسلامي دعوت رسولو هیله لري، یو حتمي او ضروري کار دی. ځکه هر هغه عمل چې د ترسره کولو لپاره یې د کوم واجب کول اړین وي، پخپله عمل هم واجب دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلام د سیاسي فعالیتونو په ځانګړې توګه، د نړیوالو دسیسو او توطیو افشا کول او له منځه وړلو بېلګې راته ښودلې دي. د بېلګې په توګه: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو او خیبر یهودو له تړون او پر مدینه او د اسلام د له منځه وړلو له حملې خبر شو. ژر یې سیاسي عاجلې پرېکړې ترتیب کړې. لومړی یې د پوځي استخباراتو او د شپې مامورینو په ګومارلو سره د دغه خبر له صحت څخه ځان ډاډه کړ او وروسته یې د قریشو د توطیې د له منځه وړلو لپاره سمه سیاسي نقشه جوړه کړه. له قریشو سره د سولې او موقتو مذاکراتو له کبله د کبار(سترو) صحابه وو له ناراضیتوب سره سره یې سیاسي موخه هم په پام کې ونیوله او خطرناک شرطونه یې هم ومنل. په پایله کې د حدیبیې مشهوره سوله وشوه. هغه سوله چې ښکاره فتح او بریا وه. د پام وړ موخې پرې تر لاسه شوې او د قریشو او خیبر یهودو د تړون د ماتېدو لامل شوه. د دوی شراکت یې له منځه یووړ او دوه لوی قدرتونه یې له یوبله بېل کړل. دغه سیاست د خیبر یهودو او قریشو د ګیلم ټولېدو زمینه برابره کړه او بلاخره د قریشو د کمزورۍ او ګوښه کېدو لامل شوه.

لوی دولتونه په دې ورځو کې هم ـلکه نور وختونه – د خپلو دښمنانو د کمزوري کولو، د خپلو ګټو ساتلو او د خپل نفوذ د پراختیا لپاره له توطیو نه لاس پر سر کېږي. خپل پلانونه د خپلو هم تړونانو، وکیلانو او مزدورانو پر مټ عملي کوي. د مثال په توګه: له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو ناڅاپي وتل، سیاي توطیه ده، چې د څو سیاسي موخو د تر لاسه کولو لپاره وشوه:

۱ـ د بشار اسد د نظام د ستنو کلکول او وروسته ورته د فرات د ختیځ ګازو او تیلو سیمو سپارل، چې د بشار اسد دولت په پښو درېدو لپاره لازمه بودیجه پیداکړي او وکولای شي، حداقل خپلې اړینې اړتیاوې پرې پوره کړي. د فرات د شرق پر بډایه سیمو د امریکا تسلط او له هغه ځایه د مخالفینو شړل، د نظام لپاره یو چانس دی، څو ځان قوي کړي او وروسته دغه سیمې له امریکا بېرته واخلي.

۲ـ د ترکیې په کنټرول کې یې د سوریې شمالي سیمې راوستې، څو دا مزدور دولت وکولای شي، د مخالفینو په کنټرول کې خپل رول ولوبوي. پر نظامي ځواکونو یې له حملو راوګرځوي او په هغه لوی زندان کې یې وساتي چې د ترکیې تر کنټرول لاندې دی. د ایران، ترکیې او روسیې توافق ته یې ملزم وګڼي. دغه راز د دغو توافقاتو د موضوع له نه منلو یې وېرولو ته دوام ورکړي.

۳ـ د سیاسي تکتیک په توګه به امریکا د خپل لید او د وخت د اړتیا پر اساس د خپلو مزدورانو د غولولو او په سوریه کې په نړیوالو او سیمه ییزو لوبو کې د برلاسۍ لپاره له داعش ډلې او کردوانو څخه کار واخلي.

۴ـ د هغو نقشو کمزوري کول، چې له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به یې فرانسه او انګلیس ولوبوي.

۵ـ د سوریې له هغو مخالفینو او د هغوی له تر ټولو لویې پوځي پایګاه څخه چې ځان یې د ترکیې په غېږ کې اچولی، به ګټه واخلي، او په راتلونکو مذاکراتو کې به له سوریې څخه د روسي ځواکونو وتل وغواړي.

۶ـ د بشار اسد له نظام سره د ایران او ایراني ملېشو د مرستو دوام او په مقابل کې یې په سوریه کې د یهودو د رژیم رول به حداقل ته راټيټ کړي.

دا په سوریه کې د امریکا له مهمو موخو څخه دي. چې د ټرامپ د ناڅاپي پرېکړې، له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په وسیله غواړي په راتلونکو میاشتو کې یې تر لاسه کړي. که روسیه، ترکیه، ایران، او سعودي له امریکا سره مرسته ونه کړي، نو هېڅکله به دغو موخو ته ونه رسېږي. ځکه له پولې بهر د امریکا قدرت، د هغوی د هم تړونانو او مزدورانو په ولکه کې دی.

دغو دولتونو د شام انقلاب پر وړاندې توطیه وکړه او ډېری رهبران یې وپېرل. دغو رهبرانو ازادې شوې سیمې په دوو برخو کې نظام ته تسلیم کړې. که د هغو ډلو د رهبرانو همکاري، چې انقلاب یې ډېر ارزانه وپلوره نه وای، د دوی ملاتړو ایران او روس نه شوای کولای، چې په ازادو سیمو کې د جنایت کار بشار نفوذ پراخ کړي. له نظام څخه د ملاتړ په سر کې روس، ایران او  ایراني ملېشې نه دي. بلکې هغه رهبران وو، چې ځانونه یې د سعودي، ترکیې، اردن او نورو د لاس وسیلې وګرځولې.

څوک چې بدلون غواړي، نو پرې لازمه ده، چې د اسلام ستره پروژه کاملاً واضح او روښانه انتخاب او لاس په کار شي. په داسې بڼه چې د شام انقلابیون اړ دي، له ترکیې، سعودي او ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پرې کړي. هغو دولتونو سره چې تل د جنایتکار بشار تر څنګ ولاړ دي او د انقلاب پر وړاندې یې هېڅکله له توطئې لاس نه دی اخیستی. انقلابیون او هغوی چې تغیر غواړي، باید هېڅکله د تغیر له واقعي اصولو یوه زره هم راټيټ نه شي. د انقلابیونو تر ټولو اړین اصول له رېښو او ټولو اساساتو او موسساتو سره د نظام چپه کول او بیا یې پر کنډوالو د اسلامي نظام تاسیسول دي.

له الرایه جریدې څخه

لیکوال: ابوحمزه الخطواني

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې