سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ځواک د امت حق دی چې د لاسته راوړلو لپاره یې باید قرباني ورکړي!
بسم الله الرحمن الرحيم
ځواک د امت حق دی چې د لاسته راوړلو لپاره یې باید قرباني ورکړي!

(ژباړه)

د اسلامي حاکمیت پر مهال د مسلمانانو ځواک د هغوی په لاس کې وو تر دې چې له پېړیو وروسته، عثماني خلافت په کال ۱۹۲۴ کې ونړېد. دا موضوع د رسول الله صلی الله علیه و سلم د خلفاوو او صحابه و له کړنو ښکاره ده. حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه خلکو ته وویل: (تر هغه له اطاعت وکړی چې زه له الله سبحانه وتعالی څخه اطاعت کوم.) حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه وویل: (که زه مو په کومه کږه لار ولیدم سمې لارې ته مې کړئ.) حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه هم له هو کسانو سره چې وروسته له حضرت عمر څخه یې هغه خلیفه ټاکه مشوره وکړه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو او خلفاوو کړنې په ښکاره توګه دا په ډاګه کوي چې ځواک د امت په لاس کې و.

د مسلمانانو د ځواک د له منځه تلو وروسته ظالم او د استعماري کفارو مزدوران په هغوی مسلط شول، د مسلمانانو ځواک یې له هغوی واخیست او د اسلام دښمنانو ته د خدمت او د اسلام د حاکمیت د بیاراتګ څخه د مخنیوي لپاره یې هغوی په بېلابېلو ډولونو شکنجه کړل، لسګونه کاله کیږي چې دا حالت په مسلمانانو کې دوام لري او مسلمانان له خپلو حقونو بې خبره دي او د الله سبحانه و تعالی شریعت نه پلي کیږي.

د خلافت د له منځته تلو راهیسې هغه جنایتونه چې د مسلمانانو پر وړاندې تر سره کیږي، د یو داسې تور داغ په شان دی چې د بشریت پر مخ لګېدلی، د دې ټولو کړنو موخه د امت د ځواک د بیاراتګ د مخنیوي او د امت له خپلو حقوقو څخه د بې خبرۍ لپاره ده تر هغه چې په ۲۰۱۱ کې امت راویښ او ځان یې وخوځاوه او خپل له لاسه تللي حقونو غوښتنه یې وکړه.

د امت خوځښت له تونس څخه پیل د مصر، لیبیا او یمن څخه په تېرېدو مبارک شام ته ورسېد، همدا وو چې د اسلام دښمنان د دې پېښې جدیت ته پام شو او ددې لپاره یې د حل لار ولټوله.

ټول پوهیږي چې په اسلامي ځمکو کې څه تېریږي او خبر دي چې څرنګه د اسلامي امت انقلاب غلا شو؛ هغوکسان چې د خلکو غوښتنې ته یې لبیک وایه، د دولتونو په راس کې راوستل شول چې په اصل کې د اسلامي شعارونو لرونکي سیکولران وو؛ په دې ډول یې له امت څخه یو ځل بیا ځواک واخیست، خو دا ځل خلکو داسې ګومان کوه چې ځواک هغه چاته سپاري چې د هغوی د مصلحت غوښتونکی دی له همدې امله و چې دا د ځواک اخیستل د امت له چوپتیا سره مل و او دا حالت د انقلاب په ټولو ځمکو کې وو.

خو وروسته له دې چې دا انقلاب شام ته ورسېد، په یو پیچلي حالت ولاړ و چې په همدې حالت کې هم هر مغلق حالت ته ځواب و او د هر چا هڅه چې غوښتل یې په هغې کې لاسوهنه وکړي بې ګټې وه، ځکه چې اسد د خپل ظالمانه حکومت پر مهال، د هغې او د هغې د نظام مخالف هر ډول سیاسي کدر له رامنځته کېدو څخه د دولت او ټولنې ټولې زیربناوې عاجزې کړې وې. دې حالت د ۲۰۱۱م تر مارچ پورې دوام وکړ.  خلک په دې کال کې له کورونو راوتل او د اسد د نظام د نړېدو شعارونه یې ورکول او د خپل له لاسه تللي ځواک غوښتونکي وو، ځکه د عربي پسرلي د نورو هېوادونو په پرتله په سوریه کې د غرب روزل شوی کوم مزدور نه و، د لوېدیځ استعمارګرو کافرانو د شام د انقلاب لپاره هېڅ د حل لار نه درلوده او هېڅ سیاسي مخالف چې د خلکو تر منځ نفوذ ولري او وکولای شي ځواک په لاس کې ونیسي، نه و. انقلاب دوام وموند او د کفر له دهلیزونو کومه د حل لار راڅرګنډه نه شوه.

د سوریې له دې حالت سره، کفري استعمارګرو یو ځل بیا له مسلمانانو د ځواک اخیستلو دنده پیل کړه، دا هڅې و نه درېدې تر هغه چې په کفري دولتونو او سرپټو اطاقونو کې د هغوی د تل پاتې استازو له لارې، د انقلابي ډلو تر منځ د حل لار وموندله. په دې ډګر کې یې وسله پیسې وې چې ضعیف نفسه خلکو ته به یې ورکولې، دې ډلو به هر څه چې غوښتل ورته برابرېدل او په مقابل کې به یې د خلکو په هکله غافل شول. د انقلابي ډلو د ودې سره یو ځای هغه موخه چې خلک یې د لاسته راوړلو لپاره وتلي وو کم رنګه شوه او حالت داسې شو چې په پایله کې لکه پخوا د امت د ځواک د لاسه تللو عامل شو خو هغو کسانو چې دا ځل ځواک له امت څخه واخیست هغه څوک وو چې د خلکو د ملاتړ لپاره او د هغوی د دفاع لپاره راوتلي وو، داسې یو حالت چې د نورو ځمکو په شان د بدلون باد له هغوی تېر شوی وو. وضعیت ظاهرا داسې معلومېده چې انقلابیون د انقلاب پایلې چې د قدرت تمثیل کوونکي وو د انقلاب هغو بچیانو ته وسپاره چې د انقلاب په رامنځته کېدو کې یې ونډه درلوده او قرباني یې ورکړې وه، په داسې حال کې چې هغوی بې له کوم درد او ستونزو چې په انقلاب کې خلکو ګاللي وو او دې درد او ستونزو په پام کې نه نیولو سره د انقلاب پایلو سره لوبې کوي، چې دا خپله د ځواک له منځه وړل دي.

ډېر وخت نه دی تېر شوی چې د دې ډلو د ټکوونکو ګامونو او د ژوند د نظم تحمیل له امله، د دې ځواک د اخیستلو پایلې پر له پسې واقع کیږي هغه هم د هغې موخې مخالف چې خلک یې د لاسته راوړلو لپاره وتلي وو.

د دې ځواک د اخیستلو تر ټولو لویه نښه دا ده چې ډلې نن ورځ د امت بچیان د بې معنا موخو لپاره د مرګ په لوري بیایي. هغوی د امت پچیان هغو جګړو کې ښکېل ساتي چې هېڅ ګټه ورته نه لري. دا ډلې د امت بچیان د اسلام د دښمنانو د موخو قرباني کوي او دې هم ډېره د خواشینۍ خبره دا ده چې خلک هم د هغه څه په وړاندې چې واقع کیږي چوپتیا غوره کوي او دا د هغه څه نښه ده چې له هغوی څخه ځواک اخیستل شوی دی او نور ځواک ورته پاتې نه دی.

په شام کې د اوسنیو مسلمانانو حالت هغه حالت ته ورته دی چې ځواک یې د اسد د مزدور نظام لخوا اخیستل شوی و، ځکه اوس یې هم ځواک د هغو مزدورو ډلو د مصلحت قرباني شوی چې د یوه ځانګړي وخت او ورکړل شويو ماموریتونو تر پایه او د امت د ارادې تر ماتولو به د کفري ملتونو د ملاتړ لپاره پاتې شي او بیا به له منځه یووړل شي.

اوسني شرایط، د ۲۰۱۱ مارچ د مخه حالت ته ډېر ورته کیږي، ځکه نو له دې وضعیت څخه د ژغورلو لار هماغه ده چې امت په لومړیو کې هغې ته مخه کړې وه: خلک باید دا چوپتیا لرې کړي ، خپل غږ اوچت کړي، سرکونو ته راووځي او د خپل ځواک د اخیستلو غوښتنه وکړي چې حق یې دی.

دا د امت یوه فریضه ده. دا د هغوی د لاسه تللي حق او غصب شوي ځواک د لاسته راوړلو یوازینۍ لار ده. امت باید د الله په لار کې له هېڅ ملامتۍ څخه ونه هېرېږي او که لاتر اوسه د خپل ځان لپاره حق غواړي له خلکو ونه وېرېږي. د حق غږ نشي کولای اجل نږدې کړي. د حق غږ هېڅ سختي نه رامنځته کوي. هغه څه چې له اوسني غاصب څخه لیدل کیږي، د سکوت او زغملو وړ نه دي، په ځانګړې توګه دا چې انقلاب او د هغې اهل هغه خوا ته بیایي چې د انقلاب د له منځه تللو اصلي عامل دی.

د دې لپاره چې یوځل د امت ځواک د له منځه تللو په لور روان نه شي، دا ځل باید د بنسټیزې موخې په لور د انقلاب د روانولو په موخه ځانګړنې وټاکل شي چې له انقلاب څخه په ښه توګه ساتنه وشي او د هغې له لوټلو مخنیوی وشي. باید د موخې او هغې ته د رسېدو د پړاوونو په اړه ځانګړې مقررې وټاکل شي او هر څوک چې خپل ځان له هغې سره عیار کړي ومنل شي او هره دسیسه چې د انقلاب د غلا کولو او په هغې د تسلط لپاره وي له منځه یوړل شي. دا حالت چې اوس موږ لرو، د هغو کسانو پر وړاندې د امت غیر مسولانه موقف چې د هغوی قربانۍ یې غلا کړي او د امت د حقوقو په هکله د هغوی له چوپتیا پرته بل څه نه دی. امت باید اوس ویښ شي او له هغو کسانو نشي چې حق ته شا کړي او د رسول الله صلی علیه وسلم دې وینا سره سم نه شي:

«لَتَأْمُرُنَّ بالْمَعْرُوفِ، ولَتَنْهَوُنَّ عَنِ المُنْكَرِ، أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّه أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْهُ، ثُمَّ تَدْعُونَهُ فَلا يُسْتَجابُ لَكُمْ»

(سنن ترمذی)

ژباړه: یا به په ښیګڼو امر کوئ او له بدو به خلک منع کوئ بې له دې به الله سبحانه و تعالی خپل عذاب په تاسو راولي او که هغه مهال تاسو الله سبحانه و تعالی ته دعا وکړئ ستاسو دعا به نه منل کیږي.

تاسو اې د شام خلکو په ځانکړې توګه هغه کسانن چې لا تراوسه د خپلواکۍ څخه برخمن یاست، د امت موقف اوس سختو شېبو ته او د لارې اخر ته رسېدلای! تاسو نظام ته د ډېرو ځایونو د تسلیمېدو شاهد وئ او په خپلو سترګو د هغې سیمې د خلکو غیر مسولانه موقف مو ولید بیا هم د خپل ځواک او ملک د بیا اخیستلو لپاره نه خوځېږئ، بیا دا مه هېروئ چې ستاسو راتلونکی حالت له پخوا څخه ښه نه دی ، باید خپأ غږ اوچت او یو بل ته مټ ورکړئ او سړکونو ته راووځئ، ځکه حالت داسې نه دی چې چوپتیا غوره کړئ که نه هغه څه چې راتلونکي دي ډېر سخت او ترخه دي.

الرایه جریده

                                              لیکونکی: استاد عبدالولي                                                

د ولایه سوریې- حزب التحریر مطبوعاتي دفتر غړی

Last modified onسه شنبه, 29 جنوری 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې