جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روسیه یو ځل بیا په امپراتورۍ بدلیږي
بسم الله الرحمن الرحيم
روسیه یو ځل بیا په امپراتورۍ بدلیږي

د شلمې پېړۍ په ۹۰لسیزه کې،  د روسیې مرکزي حکومت کمزوری و، سربېره پر دې چې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو له سقوط څخه یوه ورځ مخکې دغه هېواد پر ۱۵ خپلواکه دولتونو وېشل شوی و. مرکزي دولت د خپل ځان او نفوس ساتلو لپاره یو شمېر جمهوریت او خپلواکي غوښتونکو ملي رهبرانو  ته خیالي حاکمیت او زیات شمېر امتیازونه ورکړل، چې له شوروي اتحادیې څخه پر جلا شويو دولتونو نفوس ولري او د دې لپاره یې د خپلواکه دولتونو په نامه یوه اتحادیه رامنځ ته کړه.

د شوروي امپراتورۍ د ړنګېدو په څپه کې، د روسیې خلک او هغه برخه، چې د شوري اتحاد په وخت کې د روسي فدرالي سوسیالیستی جمهوریت به نوم یادېدله، کله چې له ۱۹۹۱م، وروسته د روسیې د فدراسیون په نوم یاده شوه، هم یې د خپلواکۍ هلیه لرله. د دې لپاره چې د روسیې فدرالي سوسیالیستي جمهوریت له بشپړ سقوط څخه و ژغوري، نو یو جلا خپلواک دولت شو او مسکو  په پراخه کچه خپلواکي او قدرت ورکړل. البته دا ټول یو فریب و، که څه هم، دوی ازادي او واک درلودل، خو یو جلا دولت یې نه درلود، بلکې د روسیې یا مرکزي دولت یوه برخه و. له واک څخه د دغو خلکو لرې کول او ازادي ترې اخیستل یوازې تر یوه وخته محدود و، چې مرکز ي دولت قوي او پیاوړی شي. په هغه وخت کې د ا اسانه وه، چې عامو خلکو، د ملي ګوندونو مشرانو او فعالینو ته، چې د خپلواکۍ لپاره یې هڅې کولې، د ځینو شعارونه په ورکولو سره تېر باسي  او هغوی ته تشې ژمنې ورکړي. لکه  د هغوی ګټې ساتل، خود مختاري یا ازادي ورکول، د جمهوریتونو د ولسمشرانو حیثیت ورکول، د سیمه ییز اساسي قانون جوړول، مقننه ارګانونه او محکمې جوړول رامنځ ته کول، خو هغوی ته یې د دې چانس نه ورکاوه، چې بشپړه خپلواکي ولري او جلا دولت جوړ کړي. که دوی نه وای تېر ایستلي نو اوس به ټولې هغه سمیې، چې مسلمانان په کې مېشت دي، لکه تاتارستان، باشکورستان، چیچنیا، داغستان، انګوشتیا، کاراچي چیرکیسیا، کباردینو-بلکاریا، اډیکیا له روسیې  څخه جلا شوی وای او همدارنګه له دوی څخه به ټولو هغو مسلمانانو، چې له روسیې سره یې ګډ یا نږدې پوله لري لکه چیلیابینسک، سویرډلوسک، اورینبورګ، ساراتوف، کراسنودار له دوی څخه پیروي کړې وای..

له هغه وروسته په مسکو کې مرکزي دولت پیاوړی شو، ورو ورو یې وفادار خلک په کلیدي پوسټونو وګومارل او هغوی ته یې ډول ډول امتیازونه ورکړل او  د دې چانس یې ورکړ،  چې محلي بودیجه کمه کړي/ یا یې له منځه یوسي او له بېلابېلو لارو پخواني خلک وګواښي، چې په خپل ځان متکي شي. په ټوله کې مسکو هڅه کوله، چې له  دوی څخه دا ټولې خپلواکۍ او امتیازونه  واخلي، مجبور یې کړي، چې د موقف او چوکۍ په بدل کې ترې خپلواکي واخلي او له خپلو خلکو غلا وکړي. دا پورتني موارد په باشکورتوستان او تاتارستان دواړو باندې تطبیق شول.

د یادونې وړ ده چې په ۹۰لسیزه کې د ټولو مسلمانانو لپاره یو غوره چانس و، چې د مسکو له استعمار څخه ځانونه ازاد او په بشپړه توګه له روسیې څخه جلا شي. خو خبره تر وخت تېره وه او له  ملي حرکتونو/ګوندونو څخه خلک مایوسه وو، له همدې امله غلي وو، ځکه چې د روس پلوه رسنیو پروپاګند د پرمختګ په حال کې و او ټول خپلواک سیاست وال، ژورنالیستان بې اغیزې او له منځه تللي وو او مسکو باشکورتستان او تاتارستان له ټولو پورته ذکر شویو ګټو، واک او له خپلواکیو څخه بې برخې کړي وو. ملي بانکونه او پوستي دفترونه له منځه تللي و، د ملي جمهوریتونو قوانین په بشپړه توګه د روسیې فدراسیونونو له قوانین سره برابر جوړ کړل، بیا مسکو پرېکړه وکړه، چې دغه جمهوریتونه د بودیجې کومه برخه ورکړي او کومه خپل ځان ته وساتي.

له هغه وروسته د مسکو کړنلاره تر ډېره امپریالیستي بڼه غوره کړه: لکه د خیالي واکمني له منځه وړل. تش په نامه جمهوریتونو کې له والیانو څخه صلاحیت اخیستل، چې ښه بېلګه یې په دې  وروستیو کې د تاتارستان مشر له واکه ګوښه کول و، خپل ځانونه د یادو خلکو/جمهوریتونو مشران ګڼل. په ولایتونو کې د جمهوریتونو د نوم بدلول، لکه څنګه چې د روسیې د امپراطورۍ په وخت کې و، چې په فتحه شویو سیمو کې  به نظامي رژیم د والي له خوا اداره کېده. د اوږدې مودې لپاره د روسیې د فدراسیون ولسمشر تام الاختیار استازو یا سفیرانو په ځینو سیمو کې د سیمې له مشرانو سره په همغږۍ  فعالیت کاوه. هغه کسان چې مخکې د خلکو/جمهویتونو مشران یا د ملت استازي ټاکل شوي وو، اوس مسکو کولای شي، چې پرته له کوم ډار څخه دغه کسان لرې او پر ځای یې روسان وګوماري. اوس د ملي جمهوریتونو ژبه په تدیریجي ډول بنده شوې یا د یوې رسمي ژبې په توګه ورته نه کتل کیږي. د دغه ژبې زده کړه په عمومي ښوونځیو کې اختیاري ده او په اونۍ کې له دوو ساعتونو څخه زیاته نه ده. په دې توګه مسکو په تدریجي ډول غواړي د زور او فشار له لارې خپل ځان قوي کړي.

په دې ورستیو کې دا تش په نامه واکمني او خیانتونه ورځ تربلې روښانه کېږي او ځینې روڼ اندي په ښکاره دا خبره کوي. د مثال په توګه، د تاتار د ملي خپلواکي ګوند بنسټ اېښودونکی اتیفک فوزیه بیراموال د هغه ادعا په اړه نیوکه وکړه، چې ګواکي تاتاریان خپل دولت لري. هغې په ۲۰۱۹م، کې په یوه غونډه کې چې د یادګاري مراسم په کې ترسره کېدل، وویل: «دا یو دولت نه دی، بلکې یوه استعماري اداره ده. هغې وویل، چې دا ټوله واکمني او امتیازات  یې موږ ته د دې لپاره راکول، چې موږ ته فریب راکړي، هغې د تاتارستان د استعمار ختمولو غوښتنه کوله. له بده مرغه، د تاتار ملي ګوند روڼ اندي  په دې اړه ډېر وروسته پوه شول.

نن ورځ په سیمه کې پر مسلمانانو د استعماري فشارونو کچه په تېرو دېرشو کلونو کې اوج ته رسېدلې. مسکو د تاریخ د بیا لیکلو لپاره له خپل هدف سره سمه کړنلاره تعقیبوي او غواړي له بېلا بیلو لارو  په ښکاره  او پټه پرته له دې چې د عیسویت تاوترخوالی ښکاره کړي، سیمې اشغالوي. کله ناکله د استعمار اصلي واقعت دا هم دی چې دوی غواړي ټول تاریخي اثار له منځه یوسي په ځانګړې توګه هغه تاریخي اثار چې واقعتونه څرګندوي. دغه اثار او واقعتونه د محکمو لخوا څېړل کېږي او د افراطیت نوم ورکوي  او منع کوي یې، چې غوره بېلګه یې د تاتارانو د پټ تاریخ کتاب (وخیت اماموف) بندول و. همدارنګه د کازان د ښار نیولو ته دفاع او ساتلو رنګ ورکوي او د کازان د سقوط ورځ د خلکو د یووالي ورځ نوموي. د کازان د کلیسا مشران  وایي، چې ښاغلی ایوان چې لومړنی تاسر یا تاتار دی له هغو مرستو او تعلیمي زده کړو، چې د روسیي امپراتورۍ له لوري یې د کازان ښار او نورو سیمو سره کړې، باید مننه وکړي.   

د ۲۰۲۱ م، د اکتوبر په میاشت کې په باشکورتوستان کې د کیسابیکا یادګارۍ ننداره  ناڅاپه لغوه شوه او د خپرولو اجازه یې ورنه کړه. په دغه نندارتون کې د یوې مسلمانې ښځې، چې نوم یې کیسابیکا بیراسووا ریشتنې کیسه بیاندله. دا مسلمانه ښځه په زور عیسوي شوې وه او په یکاترینبورګ کې د غلامې په توګه یې کار کاوه. دری وارې بېرته  بشکورستان ته وتښتېده او مسلمانه شوه، په پای کې یوه روسي جنرال سیمونوف  د دغه ۶۰ کلنې ښځې د سوځولو امر وکړ. په ۱۷۳۹م، کې د فبروري په ۸ نېټه د نوموړې په اړه پرېکړه شوې وه، چې هغې د عیسویت دین پریښی او مسلمانه شوې ده. نوموړې یې د یکاترینبرګ په مرکزي چوک کې اعدام کړه. په دې توګه یې د عیسویت دا ډول تاوتریخوالی چې د بشکورستان  مسلمانانو پر وړاندې یې ترسره کړی، روسي اشغال غواړي له تاریخ څخه پاک کړل..

ډېره موده وشوه، چې په هره پلمه، اسلامي جوړښتونه ان هغه کلیساوې لغوه اعلان شوې، چې په رسمي روحانیت پورې تړلې وې، د هغو اسلامي سازمانونو ځپل خو یوې خواته پرېږده، چې په رسمي روحانیت پورې نه وو، تړلي. یعنې که چېرې د «سنتي اسلام» د اصطلاح په مقابل کې د «رادیکال» اصطلاح ترویج کېدله، خو اوس له فیزیکي پلوه د ټولو مسلمانانو په نیولو او له صحنې څخه لیرې کولو سره، غواړي د رادیکال اصطلاح پر ځای د منځلاري (معتدل) اصطلاح وکاروي.

له پاسنیو مواردو څخه دا په ډاګه کېږي، چې د مسلمانانو پر وړاندې د دوی پالیسي بدله شوې ده. پخوا پالیسي چې  مسلمانان په دودیزو او افراطي نومونو ووېشي، بندیان یې کړي ، یا له منځه یې یوسي. چارواکو به د دا ډول ظلمونو د توجیه کولو لپاره پادریانو ته مراجعه کوله، ترڅو مسلمانانو ته ډاډ ورکړي او عامه افکار وغولوي. اوسمهال یې ټوله سیمه له افراطیانو څخه پاکه کړې، په ورته وخت کې مسلمانان وېره لري، چې امنیتي ځواکونه په ډېر تکبر او سپین سترګۍ کولای شي د اسلام پر وړاندې مبارزه وکړي، پرته له دې چې اخلاقي معیارونه په نظر کې ونیسي. چارواکي به تر هغه د دغه ظلومونو مخه ونه نیسي، چې له مسلمانانو ټول ارزښتونه واخلي یا یې د دوی نظر او فکر نه وي منلی، چې ښې بېلګې یې د  تاتار او بشکر د مسلمانانو ژبه، کلتور، ارزښتونه او مذهب بدلول دي. به ورته وخت کې د دغه چارواکو استازو هڅه کوله، چې د مسلمانانو امامان، د دیني پوهنتونونو استادان او ساینس پوهان کنټرول کړي، ځکه دوی د مسلمانانو پر ځای پر چارواکو باور کاوه.

دا حالت د مسلمانانو لپاره یو بل تاریخي درس دی او باید پوه شي، چې هر وخت دوی د اسلام له احکامو مخ اړولی او یا یې له یرغلګرو سره همکاري او جوړجاړی کړی، نو خامخا له ماتې سره مخ شوي دي. نن ورځ په دې سختو حالاتو کې د سیمې د خلکو لپاره تر ټولو مهمه خبره له استعمار څخه د ځانونو خلاصول  او له اشغالګرو سره د هر ډول همکارۍ مخه نیول دي. تر ټولو مهمه دا ده، چې دوی باید په خپل دین منګولې ولګوي، ویې ساتي او په ورځنیو چارو کې له هغه سره سم ژوند وکړي، الحمد الله په دې ورستیو کې موږ وینو چې د روسي اشغال لاندې د ټولو مسلمانانو په منځ کې دیني او سیاسي شعور راژوندی کیږي او روسي استعمار چې هرڅومره هڅه کوي، د دې څپې مخه ونیسي، نوره هم قوي کېږي.

الله سبحانه وتعالې فرمایي:  

{إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ} [الانفال: ۳۶]

ژباړه: کومو خلکو چې د حق له منلو څخه انکار کړی، هغو خپلې شتمنۍ د الله تعالی له لارې څخه د منع کولو لپاره لګوي او اوس به یې لا زیات لګوي. خو په پای کې به همدا هلې ځلې د دوی لپاره د پښېمانتیا لامل وګرځي، بیا به هغوی مغلوب وي او بیا به دا کافران د دوزخ لوري ته محاصره شوي ورشي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: شیخ الدین عبدالله

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې