شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د افغانستان نجونې زموږ نجونې دي
بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانستان نجونې زموږ نجونې دي

پروانه مالک یوه نهه کلنه ماشومه ده، چې تورې سترګې او ګلابي شونډې لري، له خپلو ملګرو سره خاندي او په خاورو کې ورسره د رسۍ بازي کوي.

کله چې پروانه بیا خپل کور ته ستنیږي د هغې خندا ورکیږي، له خاورینو دېوالونو جوړه شوې کوچنې کوټه هغه ځای دی، چې هغې ته د خپل برخلیک یادونه کېږي. هغه د ماشومې ناوې په توګه په یوه بېګانه باندې د واده په نامه پلورل کیږي.

د اکتوبر په ۲۲مه هغې CNN ته وویل؛ هغه سړی چې غواړي دا واخلي ۵۵ کلن دی، خو د دې لپاره هغه سړی زوړ دی، سپینې وروځې او سپینه ږیره لري. هغې اندېښنه وښوده چې وېره لري هغه به ما ووهي او مجبوره به مې کړي، چې د هغه په کور کې کار وکړم.

 د هغې مور او پلار وایي چې دوی بله چاره نه درلودله. له څلورو کلونو راهیسې د هغې کورنۍ د بادغیس ولایت په شمال لویدیځ کې د بې ځایه شویو افغانانو په یوه کمپ کې اوسیږي. په بشر دوستانه مرستو او په ډېر کم درامد هره ورځ ژوند تیروي او کله چې طالبانو د اګیسټ په ۱۵مه افغانستان ونیولو د دوی ژوند نور هم سخت شو.

د نړیوالو مرستو په بندیدلو او د هیواد د اقتصادي حالت په سقوط سره دوی اولیه خوراکي توکي لکه خواړه هم نه شي پیدا کولی. د هغې پلار څو میاشتې مخکې د هغې مشره ۱۲کلنه خور د واده په نامه پلورلې وه. (منبع: CNN.com)

کله چې موږ اورو چې نجونې په ۹، ۱۲ او ان ۲کلنۍ کې د ودونو په نامه پلورل کیږي، نو اړینه ده چې د یوه مسلمان په توګه دا مسئله په هر اړخیزه توګه حل کړو، ترڅو د دغه عمل مخه ونیول شي او د هغې په اصلي علت باندې کامله او مثبت اغېزه ولرو.

هره مور او پلار د خپل ماشوم د کړاو په اړه فکر کوي او سخت درد احساسوي، نو دغه د ځوانې لور د واده په نامه د پلورلو ټکان ورکوونکی عمل په اصل کې د مرګ او ژوند له ناوړه حالت سره د مخ کېدو څخه سرچینه اخلي.

د ژمي په رارسیدلو سره د افغانستان ډېری بې ځایه شوي کسان لکه د غور او بادغیس کمپونه له لوږې او د مرګ له خطر سره مخ دي. بې کارۍ او بې ځایه کېدلو په زرګونو خلک له خواړو، سرپناه او شتمني څخه بې برخې کړي دي. موږ وینو چې مسلمانان له وړاندې نه په سختو شرایطو او غریبۍ کې ژوند کوي، همدارنګه والدین د کار لپاره له وحشتناکو انتخابونو سره مخ دي، هغه که د خپلو لوڼو پلورل وي او که نه.

هر مسلمان په دې پوهیږي چې اسلام له ښځو او نجونو سره د بهترینو اخلاقو او حسن خُلق امر کړی دی. زموږ د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مهربانۍ او خواخوږۍ بې شمېره بېلګې له خپلو لوڼو، مېرمنو او په عمومي ډول له ښځو سره شته دي. د لوږې لوړ احتمال او په شمالي یخه هوا کې د تدریجي مرګ په احتمال سره د دغو نجونو د پلورلو درد ناک او جرم لرونکی عمل د دوی د والدینو لپاره یوه ښه ټاکنه ده، چې یوازې همدغه د دوی د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره چاره ده.

د دغه وحشتناک واقیعت په نظر کې نیولو سره د طالبانو قدرت ته رسېدل د لویدیځ اوان د ځینو مسلمانانو لخوا پرې ډېره نیوکه کیږي، خو د امارت د اقتصاد د سقوط مسوولیت یوازې د افغانستان د نویو واکمنانو په غاړه نه دی.

له اګیسټ راهیسې موږ د نړیوالو قدرتونو ډېرې خبرې اورو چې د طالبانو په واسطه د افغانستان د ژر نیولو په بدنامولو کې یو له بل سره سیالي کوي.

د دوی د وړاندوېینې خبرې د ښځو د حقونو د داستان او د ټول شموله حکومتولۍ په اړه وې، چې کیدای شي په اسانۍ سره د بې ثباتۍ د اصلي قضیې په توګه جبران شي. همدارنګه د ګاونډيو متحدینو نشتوالی چې د طالبانو د اسلامي عقیدې لپاره لاسته راوړنه وبلل شي.

حقیقت دا دی چې د ۲۰۲۱م، په اګیسټ کې د امریکایانو وتلو یو نړیوال غبرګون را وپاراوه. چې پاکستان ځان په کې څرګند کړ د دې پر ځای چې د افغانستان لپاره د یوه طبیعي او نیږدې متحد په توګه عمل وکړي، د نړیوالي ټولنې په استازيتوب غواړي چې طالبان وګواښل شي او ورسره مرستې وځنډیږي، ترڅو طالبان د امریکا د شړل شوي غلام اشرف غني تړونونه ومني او احترام ورته وکړي.

د طالبانو له اطاعت سره سره د بایډن حکومت د افغانستان د مرکزي بانک د ۹ بلیونو ډالرو په ارزښت شتمني چې په امریکا کې ساتل کېده کنګل کړې ده. په ورته ډول نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق IMF هم خپل تادیات ودرول، یوازې ۴۴۰ میلیونه ډالر یې بیا ازاد کړل، ترڅو د وخت په تېرېدو سره د طالبانو د اطاعت لپاره د انعام په ډول د څاڅکو تغذیه شي. ان مرستندویه موسسو مالي مرستې بندې کړې دي او د جرمني په شمول اروپایي هیوادونه د طالبانو د مشروعیت له وېرې د مرستو د ژمنو نوي کولو ته زړه نا زړه دي.

د بشرپالنې او بشري حقونو له ارمانونو څخه ډېر پورته! هر کله چې حکومتونه د ظالمو نړیوالو قدرتونو غوښتنې ونه مني، نو د لویدیځ د کپیټلېزم ناوړه کړۍ په اسلامي نړۍ او جنوب کې په ښکاره توګه بې ګناه ملکي وکړو ته په ډله یېزه توګه د جزا ورکولو لپاره ده. دا ټولو ته ښکاره ده چې د میلیونونو انسانو مرګ او خرابي په مستقیمه توګه د دوی د سیاست په پایله کې رامنځته کیږي او دا د دوی لپاره بې ارزښته ده! دوی د سلګونو زره کسانو په وینه تویولو کې لاس لري.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د مرستو د کمېدلو له امله د افغانستان له نیمایي څخه ډېر نفوذ د غذایي توکو له کمښت سره مخ کیږي او په راتلونکو میاشتو کې له پینځو کلونو کم عمره دری ملینونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، په بانکونو کې پیسې په خلاصېدو دي او کارګرانو ته تنخوا نه ورکول کیږي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر(UNOCHA) په وینا، سږ کال نږدې ۶۷۷زره کسان بې ځایه شوي دي. ډېری یې اړ دي چې د داخلي بې ځایه شویو کمپونو په خیمو کې ژوند وکړي.

د دغو ویجاړونکو واقیعتونو په نظر کې نیولو سره له بده مرغه د افغانستان خلک په نيږدې او لرې رالتونکې کې له هر ډول سختیو سره د مخ کېدو تمه کولی شي. د دوه مخو نړیوالو لوبغاړو په واسطه د میلیونونو او ان د بلیونونو ډالرو، پونډ او یرو ژمنه خامخا بې ارزښته ده، ځکه چې دغه نړیوال سازمانونه اصلاً د افغانستان د پرمختګ او ژغورنې لپاره هېڅ سیاسي اراده نه لري. طالبان په خپله د دوی په ظالمانه غېږ کې د تړلو په حال کې دي، په اقتصادي او سیاسي ډول یې په خپله ځان محدود کړ او مجبور دي، چې په محدوده برخه کې کار وکړي. دوی نه شي کولی چې یو بنسټیز تغیر رامنځ ته کړي، هېواد یې زېربنا، کار، کور، ټولنیزې او د طبي پاملرنې شتون ته اړتیا لري چې وروسته د سوکالۍ او اسانتیا لامل کیږي.

تر دې به نور هېڅکله هم څرګنده نه شي چې کپیټلیزم د نړۍ په هېڅ ځای کې یووالی او کامیابي نه شي رامنځ ته کولی، ان په غربي هېوادونو کې چې دوی ډېر په مغرورانه ډول ورڅخه دفاع هم کوي. سوسیالیزم هم خپل ځان ثابت کړی چې له یوې ملایمې ایډیولوژۍ څخه پرته بل څه نه دي، چې په مکمل ډول د کپیټلیزم له پارامترو څخه رامنځته شوی دی او هېڅکله به د هغه بدیل نه شي.

نو د دغه حرص او کرکې د وېروونکې ایډیولوژۍ بدیل یوازې اسلام دی. سیالي د عامو خلکو په روحیه کې ځای نیولی دی، مګر پلي شوې اسلامي ایډیولوژي په بشپړه توګه د دې وړتیا لري چې د الهي عدالت په ساتلو سره د منفعت او فردګرایۍ د باورونو مخه ونیسي. چېرته چې حاکمیت له الله سبحانه وتعالی سره وي چې خالق او د انسانانو په حال پوه دی. چېرته چې سیاسي، اجتماعي او اقتصادي حلارې د خلکو د اړتیاوو له پوره کولو سره سمون لري، ترڅو ارامي، سوکالي او حقیقي پرمختګ رامنځته شي.

الله سبحانه وتعالی دې د مسلمانانو او د نړۍ د اوسېدونکو لپاره د نبوت په منهج راشده خلافت یو ځلې بیا راوګرځوي. آمین.

{وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ وَلَـكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ}[الاعراف: ۹۶]

ژباړه: که د سیمو خلکو ایمان راوړی وای او د پرهیزګارۍ کړنلاره یې غوره کړې وای، نو موږ به پر هغو د اسمان او ځمکې د برکتونو دروازې پرانیستې وای، خو هغو د درواغو نسبت وکړ، نو موږ ځکه د هغې ناوړه ګټې په حساب کې هغوی ونیول چې راغونډوله  یې.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: ملیهه فهیم دین

 

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې