پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په امریکا کې د جنین سقطېدل
بسم الله الرحمن الرحيم
په امریکا کې د جنین سقطېدل

د امریکا په تکزاس او یو شمېر نورو سیمو کې یو ځل بیا د جنین د سقط کېدو په اړه بحثونه روان دي. یو قانون جوړ شوی چې له مخې به یې ښځې تر شپږو اونیو وروسته د جنین له سقط څخه منع شي. بلخوا، د دغه قانون بله بحث پاروونکې مسله خلکو ته له چارواکو د اجازې اخیستلو په اړه ده. یعنې د هغو کسانو په اړه دوسیې جوړل چې جنین سقطوي. دغه خلک د یادې مهمې مسلې او په دې اړه چې یو څوک یو قانون په لاس کې اخلي، استدلال کوي؛ یو هوښیار عدالت رامنځته کوي چې په هغه کې هر څوک کولی شي د جنین د سقط رایه ورکوونکو په اړه شکایت وکړي. (سرچینه: واشنګټن پوسټ)

د امریکا سترې محکمې دغه قانون نه دی بلاک کړی. دغه مسله په امریکا کې د خبرو او بحث لپاره د جنین سقط حقونو ته وړاندې شوې ده. د تکزاس قانون دا ښيي چې په ستره محکمه کې د «رای وي ویډي» په قانون کې ډېری کسان د بدلون او سمونو راوستلو غوښتونکي دي. یعنې دوی چمتو دي چې دغه قانون وتوږي. (سرچینه: بي بي سي)

 «رای وي ویډي» هغه قانون و چې په امریکا کې په ۱۹۷۳ میلادي کال کې د سترې محکمې له لوري تصویب شو او د دغه قانون پر اساس هر ښځې دا حق درلود چې د جنین په اړه پخپله تصمیم ونیسي. دا هغه تصمیم دی چې د جنین سقط د یو جرم په توګه د تکزاس قانون شاته غورځوي او د مېرمنو هغه حق ته درناوی لري او پېژني یې چې خپل امیندواري له منځه یوسي. (سرچینه: ډیلاز نیوز)

محکمې حکم کړی چې د امریکا اساسي قانون د یوې ښځې هغه ازادي ساتي، څو هغه پخپله د جنین د سقط واک ولري او په پایله کې ښځو ته د امیندوارۍ په درېیو میاشتو کې اجازه ورکوي، څو د دغه عمل ترسره کولو لپاره له شته مشروطو حقونو برخمنې شي. (سرچینه: بي بي سي)

ځینې وختونه محکمه حق لغوه کوي او د خاوند او والدینو قوانین رعایتوي. د جنین د سقط لپاره ډېر مقررات تنظیموي، خو په ټولیز ډول دا څه پخوا هم وو.

د تکزاس د قانون له بلاک څخه د سترې محکمې د سرغړونې په ځواب کې ډیموکراټانو یوه لایحه وړاندې کړه چې د جنین سقط حقونو ته درناوی پکې شامل دی او تاییدوي یې. همدارنګه د «رای وي ویډي» قانون ساتي. دغه لایحه به ناروغانو ته دا حق ورکړي چې له کوم اړین ټېسټ پرته د جنین سقط ترسره کړي؛ چې د سونوګرافي او یو شمېر نورو روغتیایي پړاونو تمه ترې کېږي.

دغه لایحه همدارنګه دولتونه د جنین تر سقط وړاندې په کلینکونو کې له شتون منع کوي، چې په اغلب ګمان د «دوه سفر» په نوم یادېږي. همدارنګه په دغه لایحه کې دولتونه د هغه جنین له سقط څخه منع شوي چې د ژوندي کېدو پړاو ته رسېدلی وي او د هغه جنین سقط منع دی چې د ژوند کولو وړتیا ولري او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ وي. (سرچینه: سي این بي سي) 

کله چې د امریکا سنا ته دا مسله وړاندې شوه، پایله یې ۲۱۸ پر ۲۱۱ وه. جمهوري غوښتونکو رایه ورنه کړه، له کوم ملاتړ پرته پاتې شوه، خو ډیموکراټانو بیا رایه ورکړه. (سرچینه: ام س این بي سي) کله چې دغه قانون تر سنا مجلس تېر شو، نو دا مانا نه لري چې دا به یو قانون وي. تمه کېږي چې دغه لایحه د جمهوري غوښتونکو له مخالفت سره مخ شي او داسې تمه نه کېږي په مجلس کې به ټول رایه ورکړي او تایید به شي. (سرچینه: سي، این، بي، سي)

که دغه قانون له مخالف سره مخ شي، امریکا به د چین، شمالي کوریا او نورو هېوادونو تر څنګ بل هغه هېواد وي چې تر زیږدو پورې د جنین سقط ته اجازه ورکوي. په پایله کې د نازېږدي ماشوم لپاره ټول ملاتړ له منځه وړي. (سرچینه: ډیلیز نیوز)

په امریکا کې د جنین د سقط شمېرې نه باور کېدونکې لوړې دي. په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس، په همدغه کال کې یوازې نهه هېوادونه راغلي چې تر امریکا پکې د جنین سقط خورا لوړ دی. هغه هېوادونه دا دي: بلغاریا، کیوبا، ایستونیا، جورجیا، قزاقستان، رومانیا، روسیه، سویډن او یوکراین.

هر کال په امریکایي مېرمنو کې نیمایي امیندواري ناغوښتل شوې وي. هر کال د دې ناپلان شوې امیندوارۍ نیمایي ۱.۳ میلیونه یې د جنین په سقطېدو پایته رسېږي. په امریکا چې مېرمنې د جنین سقط ترسره کوي، ۸۳ سلنه ناوده شوې مېرمنې، ۶۷ سلنه هغه مېرمنې دي چې هېڅکله یې واده نه وي کړی، ۱۶ سلنه یې واده شوې وي، یا یې طلاق اخیستی وي او یا هم کونډې وي.  هغه مېرمنې چې له خپلو ملګرو سره ژوند کوي او واده یې نه وي کړی، ۲۵ سلنه د جنین سقط ترسره کوي.

په واده شوو مېرمنو کې بیا د امنیدوارۍ پر مهال د جنین د سقط مسله تر نا واده کړو ډېره کمه وي. راپورونه ښيي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په امریکا کې یوازې څلور سلنه واده کړو مېرمنو خپل جنین سقط کړی دی.

د راپور پر اساس، کابو ۸۸ سلنه جنین سقط د امیندوارۍ په لومړۍ مرحله کې ترسره کېږي. همدارنګه د جنین د سقط نیمایي برخه یې د امیندوارۍ په لومړیو اتو میاشتو کې کېږي.

دا څه ښيي چې د تکزاس قانون د د لامل شوی چې د جنین سقط د مېرمنو د حقونو اساسي برخه شي، چې په ځانګړي ډول د جنسي تېري په پېښو کې مېرمنو ته ډېر زیان رسېږي. شواهد ښيي چې د امیندوارۍ یوه برخه د جنسي تېریو پایله ده. پر همدغه اساس ویلی شو چې یوازې ۷.۵ سنله مېرمنې د بریدونو او نورو مسلو له امله امیندوارې زغمي. د جنین د سقط ډېرېدل د غربي انفرادي نظریو او ازادیو پایله ده، یا د خلکو په مالي او عاطفي امنیت خوندیتوب کې د غرب ناکامي په ډاګه کوي.

زیان منوونکي بشري حقونه: مور د ماشوم پر وړاندې

هغه استدلال چې د جنین د سقط پلویان یې مطرح کوي، دا دی چې د جنین سقط یو اساسي بشري حق دی. دغه امر د ازادۍ اړوند دی. د امریکا د کانګرېس رییسې وویل چې دا څه د کورنیو په ازادۍ پورې اړه لري چې هغوی پخپله دا ټاکنه وکړي (سرچینه: سي، این، بي، سي،)

د دوی استدلال دا دی: د بشري حقونو قانون دا واضح کوي چې ستاسو د بدن واک ستاسو په لاس کې دی او دا څه د بدن د خپلواکۍ په توګه یادېږي. پر یو چا دا فشار راوړل چې امیندواري ونه غواړي، یا پر هغوی دا فشار راوړل چې د خطرناک جنین د سقط غوښتنه وکړي، له بشري حقونو سره په ټکر کې مسله ده او دا څه پر بشري حقونو تېری دی.  (سرچینه: امینستي انټرنېشنل)

د بحث بل اړخ دا دی چې د مورګانو لپاره  د دغه حق ملاتړ د نازېږدلي ماشون حق اخلي. ناېږدلی ماشوم د خپل ځان ساتلو وس نه لري . نو دولت اړ دی چې په دې څه کې لاسوهنه وکړي او دغه قانون منع کړي، په دې سره دغه بشري حق ډاډ من شي. که هدف د ماشوم ساتل وي، نو قانون یوازې د دې څه تضمین نه شي کولی. ځکه شواهد ښيي چې د جنین سقط بندیز دا څه نه شي کمولي. 

د «رای وي ویډي» تر قانون وړاندې د اټکل له مخې هر کال ۱.۲ میلیونه مېرمنونو غیرقانوني جنین سقط کړی دي. (سرچینه: این، بي ، سي نیوز)

 تاریخ ښيي هر ځای چې د جنین سقط غیرقانوني دی، مېرمنې غواړي چې ناغوښتل شوې امیندواري ختمه کړي. نن ورځ په ټوله نړۍ کې تقریبا ۲۱میلیونه مېرمنې ناامنه دي او هر کال غیرقانوني جنین سقطوي.

د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو تر منځ په امریکا کې د جنین د سقط کچه ۲۶ سلنه لوړه شوې ده. تر ټولو ستر دلیل یې د جنین د سقط سخت قانون دی،  دا امیندوارۍ د مخنیوي لپاره تر ټولو ښه لاس رسی دی.

د کلیفورنیا په سن پرانسسکو په پوهنتون کې د (دانا ګرین فوسټر) په نوم یو پروفیسور په ۲۰۱۶ میلادي کال کې (کلیف) ته وویل، کله چې د امیندوارۍ ضد درمل په لاس کې نه وي، مېرمنې جنین سقطوي، حتا که د قانون له مخې هغه ته اجازه هم نه وي ورکړل شوې. کله چې د امیندوارۍ ضد درمل ډېره وي، د جنین سقط بیا کم وي.

خو په داسې حال کې چې د جنین سقط کم شوی دی، دغه طریقه پر خپل حال پاتې ده. دا په دې مانا ده چې په سېکولر ټولنه کې د مجردو خلکو تر منځ اړیکو ټینګېدو ته هڅول ډېر دي او امیندواري هم په اغلب ګمان چې ناغوښتل شوې ترسره کېږي. په داسې حال کې چې د امیندوارۍ طریقي د دې کار مخه نیولی شي.

حکومت ولې دا مسله د یوې موضوع په توګه مطرح کوي؟

جالبه دا ده چې (سي، این، بي، سي) راپور ورکړی چې له مېرمنو څخه د ساتنې قانون کېدایشي د ډیموکراټانو لپاره د ۲۰۲۲ میلادي کال په ټاکنو کې یو څه برابر کړي او د رایه ورکوونکو د پیاوړتیا ټکی شي. په دې مانا چې د سترې محکمې وروستی تصمیم ډېری کسان له حقونو څخه سرغړونه یادوي او داسې تر سترګو کېږي چې د قانون مسله حل شوې ده.

نو دا څه د فردي حقونو او ازادۍ په اړه دي، یا دا مسله د هغه څه په اړه ډاډ تر لاسه کول دي چې ډلې په ټاکنونو کې رایې تر لاسه کولو لپاره ورته اړتیا لري.

دا واقعیت دی چې نیمایي جمهوري غوښتونکي د جنین د سقط پر مسله د «رای وي ویډي»  د قانون لغوه کېدو غوښتونکي دي. خو په ورته وخت کې بیا ۸۱ سلنه ډیموکراټان او ۷۳ سلنه خپلواک خلک د دې غوښتونکي دي چې دغه قانون پر خپل حال پاتې شي.

ستونزه د بشر په لاس جوړ شوي قانون دی:

د خلکو د حقونو او دولت د لاسووهنې تر منځ توازن په داسې بڼه دی چې تل سېکولر ټولنې یو له بله بېلوي او دا موږ ته روښانه نښه ده چې پر بشري قوانینو ولاړه واکمني د بشر ستونزې نه شي حل کولی.

د بشر له لوري جوړ شوی قانون په داسې بڼه دی چې علم پرمختګ کوي، نظرونه بدلون کوي او د خلکو نظرونه شرایطو ته په کتو پلي کېږي.

د جنین د سقط په اړه ډېر بحثونه شوي، خو موږ به هغه څه ته اشاره وکړو چې خالق وضع کړي دي.

په اسلامي دولت کې به د مور او جنین د حقونو په اړه بحث او د نظر اختلاف نه وي. اسلام هغوی ته حقونه ورکړي دي. د خلکو د ګټو پر اساس، د دود او رواج له امله به له منځه نه وړل کېږي.

اسلامي قانون د جنین د حقونو په اړه قانون وضع کړی. کله چې یو ماشوم په ۴۰ ورځو کې د مور په ګېډه کې ساه واخلي، سقطول یې ناروا دي؛ خو که د ماشوم د مور ژوند له ګواښ سره مخ و او یا هم په بیړني حالت کې وه، په هغه صورت کې بیا که جنین سقط شي، کومه ستونزه نه لري. باید د یو مسلمان ډاکتر له لوري د ماشوم د مور معاینات وشي او د هغه له لوري تایید شي. تر دې وروسته د جین حقونه د اسلامي قوانینو پر اساس کېږي او د اسلامي په قضایه قوانینو کې د هغه لپاره (دیه) شته ده.

نور ټول استدلالونه چې په اوسني سېکولر سیسټم کې وړاندې شوي دي، د ټولنې په زیان دي. پر دې مسله د تمرکز پر ځای به غوره دا وي چې د جنین د سقط مسله د یوې ټولنیزې مسلې په توګه تحلیل او تجزیه شي. په اسلام کې د ښځې او نارینه تر منځ په داسې بڼه اړیکې ټینکېږي چې ماشوم پکې ثابت او ښه روزل کېږي. نعمان بن بشیر له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:

«مَثَلُ الْقَائِمِ عَلَى حُدُودِ اللَّهِ وَالْوَاقِعِ فِيهَا كَمَثَلِ قَوْمٍ اسْتَهَمُوا عَلَى سَفِينَةٍ فَأَصَابَ بَعْضُهُمْ أَعْلَاهَا وَبَعْضُهُمْ أَسْفَلَهَا فَكَانَ الَّذِينَ فِي أَسْفَلِهَا إِذَا اسْتَقَوْا مِنْ الْمَاءِ مَرُّوا عَلَى مَنْ فَوْقَهُمْ فَقَالُوا لَوْ أَنَّا خَرَقْنَا فِي نَصِيبِنَا خَرْقًا وَلَمْ نُؤْذِ مَنْ فَوْقَنَا فَإِنْ يَتْرُكُوهُمْ وَمَا أَرَادُوا هَلَكُوا جَمِيعًا وَإِنْ أَخَذُوا عَلَى أَيْدِيهِمْ نَجَوْا وَنَجَوْا جَمِيعًا» (صحح بخاري)

ژباړه: هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی د امر پیروي کوي، (یا هغه کس چې د الله سبحانه وتعالی د مقرراتو ملاتړ او پیروي کوي) د هغو کسانو په پرتله چې تېروتنه کوي او د الله سبحانه وتعالی له امر منلو څخه سرغړونه کوي؛ د هغو کسانو غوندې دي چې په یوه کښتۍ کې د یوې صندلۍ لپاره قرعه کشي کوي. ځینې کسان په لوړه او ځینې نور په ټیټ پوړ کې ځای پر ځای شول. هغوی چې په ټیټ پوړ کې دي، باید له لوړ پوړ تېر شي، څو اوبه تر لاسه کړي او دې چارې دویم مورد له ستونزو سره مخ کړ. له هغوی څخه یو تن تبر واخیست او د کښتۍ سوري کول یې پیل کړل. د لوړ پوړ خلک راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه، ویې وویل: اوس که هغه له دغه کار څخه منع کړي، هغه او خپل ځان ژغوري، خو که یې پرېږدي، هغه او خپل ځان له منځه وړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکواله: د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

فاطمه «مصباح»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې