پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ډاکترې عافیې صدیقي ناحل شوې قضیه
بسم الله الرحمن الرحيم
د ډاکترې عافیې صدیقي ناحل شوې قضیه

زموږ د مسلمانې خور ډاکترې، د عصابو د برخې متخصصې او ساینس پوهې عافیې صدیقي ټکان ورکوونکې قضیه؛ هغه څوک چې په امریکا کې د «ترهګرۍ پر وړاندې جګړې» د پوسټرې په توګه اعلان شوه؛ دا هغه څه دي چې په وروستیو کلونو کې د امریکا د وحشت تر ټولو ښکاره بېلګه په ډاګه کوي.

عافیه په ۲۰۰۳م، کال د مشرف د حکومت په وخت کې د پاکستان د استخباراتو (ای. اېس. ای) له لوري وتښتول شوه او وروسته امریکایي چارواکو ته وسپارل شوه، څو د بګرام په بدنومي او رسوا زندان کې وساتل شي. د هغې درې ځوان زامن هم له کلونو راهیسې ورک دي او داسې ویل شوي، چې هغوی هم بندیان دي؛ خو د عافیې د نوي زیږېدلي ماشوم د زیږېدنې په اړه چې چېرته دی، معلومات نشته.

عافیه په نیویارک ښار کې د سپټمبر میاشتې د ۱۱مې، له پېښې سره د تړاو په تور نیول شوې ده او د دې مسالې د شکمن تور له امله تر نیولو وروسته د وحشت کړیو ته لوېدلې، چې تر نن پورې یې زغمي. د «ایوان ریلي» په نوم بریټانوي ژورنالېستې چې د عافیې د اوسېدو ځای یې معلوم کړ او د هغې په اړه یې څېړنه وکړه، هغه یې تر ټولو مظلومه مېرمنه وبلله. هغې عافیه د بګرام په وحشت ناک زندان کې پیدا کړه. عافیې ته د پینځو کلونو لپاره په دې زندان کې سخته شکنجه ورکړل شوې ده. نوموړې له هغو تېریو او شکنجو څخه سخته ځورېده، چې په همدې موده کې یې لیدلي وو.

په بګرام زندان کې د اوږدې مودې لپاره د هغې پر زنداني کېدو یې بسنه ونه کړه، بلکې عافیه په امریکا کې هم له سترې ازموینې او تور سره مخ شوه. په دې اړه چې هغې له القاعده ډلې سره په لوړه کچه اړیکې درلودې، هېڅ شواهد نشته او نه هم پیدا شوي دي. د هغې د نیولو قضیه په نړیواله کچه او د احساساتو د یوې لویې څپې په توګه وغندل شوه او  د عافیې نیول کېدل د امریکا وحشت او ترهګري ښيي.  

زموږ خور عافیه صدیقي اوس په ۸۶ کاله بند محکومه شوې، هېڅ باور نه کېږي او په تکزاس ایالت کې د (ایف. ایم. سي) په ستر زندان کې زنداني ده. د دغه امر په ښکاره کولو سره، ټولو مفسرینو ته ښکاره ده، چې د هغې له لوري د جنایت ترسره کولو په اړه هېڅ شواهد نشته او هغه ځورونه چې د امریکا حکومت هغې ته ورکړه، د نورو کسانو د چوپتیا لپاره یوه نښه وه. له بده مرغه چې ځینې مسلمانان په عراق او افغانستان کې د امریکا د هغې ناروا جګړې پیروي کوي، چې د دغو هېوادونو پر اوسېدونکو یې ور تپلې ده.

د امریکا د پخواني ولسمشر «بوش» د حکومت ناوړه پلان په وروستي حکومت کې هم پلی شو. دې اوږدې جګړې دوام وکړ، څو په دې سره د اسلام پراختیا شنډه شي او مسلمانان په نړیواله کچه ډاډه کړي، چې له متحده ایالاتونو سره د عافیې قضیه، کوم احساساتي اړخ نه لري. د «کیچ او جفک» په نوم بریټانیایۍ خیریه موسیسې ډاډ څرګند کړی، چې عافیې په همدې موده کې یو وکیل درلود او د هغې دوسیه یې پیدا کړې ده. همدارنګه د هغې له کورنۍ سره یې اړیکه درلوده او د عافیې په اړه په نړیواله کچه خبر او د هغې په اړه اندېښمن وو.

د عافیې په اړه د خبرتیا لپاره تر ډېرو ترسره شوو هڅو وروسته چې په انفرادي ډول ترسره شوي، عافیه اوس هم د تکزاس په زندان کې د بې هوښۍ په حال کې ژوند کوي. په یو محدود ځای کې د کلونو لپاره ساتل شوې او بندي شوې ده، ډبول شوې او په ډېرو ځورونو او شکنجو سره لېونتوب ته رسېدلې ده. همدارنګه پر نوموړې تېره میاشت د همغه ځای د یو وحشي له لوري برید شوی و، چا چې د هغې پر مخ د کهوې جوش اوبه ور اچولې وې. اوس عافیه د دغو ظلمونو له امله پخپلو پښو له تګه لوېدلې ده.

ډاکتره عافیه صدیقي تر ټولو صادقه او مسلمانه مېرمن ده. یوه ځانګړې مور او غوره دعوتګره ده. نوموړې پخپل مسلک کې ښه رسېدلې او د ټولو لپاره یوه ښه بېګله ده، چې نوموړې پېژني. دا مېرمن د خپلو مسوولیتونو ښه ترسره کوونکې او یوه پرهېزګاره مسلمانه وه، پر دې سربېره نوموړې اسلام ته ښه صادقه او په اسلامي ارزښتونو پوه وه. اوسمهال نوموړې د اسلامي خاورو د رهبرانو له لوري په بشپړه ډول هېره شوې، هغه کسانو چې د هغې د راخوشي کېدو لپاره یې هېڅ هڅې نه دي کړي.

د مسلمانانو واکمنان او د پاکستان حکومت داسې ډپیلوماټیک مسایل لري، چې سیاسي او نظامي ملاتړ یې ګواښلی شي او دوی د افغانستان او پاکستان په سیمه کې امریکا ته ځای ورکوي. پر دې ټولو سربېره هر ملت دا امتیاز لري، چې د خپلو بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړي. همدارنګه د نړیوالو قوانینو له مخې د بندیانو خوشي کېدل او د هغوی حق  تامین کړي، چې په ټولنه کې شتون لري او ورکړل شوی دی. یو څه چې د یوه هېواد رښتینولي او صداقت ښيي، هغه رهبري ده چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي او امنیت یې تامین کړي. 

نو ولې د اسلامي خاورو حکومتونه د غرب پر وړاندې بې وسه دي؟ کله به له غرب څخه د دوی وېره له الله سبحانه وتعالی څخه په وېره بدل شي؟ ابوبکر صدیق رضی الله عنه فرمایي:

«إنّ النَّاسَ إِذا رَأوا الظّالِمَ فلَمْ يأْخذُوا على يَدَيْهِ أوْشَكَ أنْ يَعُمَّهُمُ الله بِعِقابٍ منهُ»

ژباړه: کله چې خلک پر کوم چا ظلم ویني، خو د هغه دفاع نه کوي، د دې پایله به دا شي چې الله سبحانه وتعالی دوی ټولو ته جزا ورکړي.

پر همدغه اساس، اوسمهال مسلمان بندیان، ټول نارینه او ښځینه له ظلم او بې عدالتۍ سره مخ دي او د یوې سپېڅلې اسلامي واکمنۍ راګرځېدو ته په تمه دي. نو د رسول الله صلی اله علیه وسلم پر تګلاره اسلامي خلافت به د الله سبحانه وتعالی د کلام اړوند ټولو مسلمانانو ته خپل حقونه ورکړي. هغه وخت به داسې یوه رهبري وي، چې ټول ورته لېوال دي. اسلامي شریعت پوځونو ته امر کوي، چې ظالمانو ته خپل زور وروښيي، څو په دې سره زموږ بندیان ازاد شي او هغه څه ترسره کړي چې ورته اړتیا ده. الله سبحانه وتعالی په قران کریم کې فرمایي:

(وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا) [نساء: ۷۵]

ژباړه: ولې د الله سبحانه وتعالی په لاره او د هغو نارینه، ښځینه او ماشومانو لپاره جګړه نه کوئ چې د ظالمانو له خوا کمزوري شوي او ظلم پرې کېږي. همغه ظلم لیدونکي کسان چې وایي: اې الله سبحانه وتعالی! موږ له دې ښاره (مکې) څخه چې څښتنان یې ظالمان دي، وباسه. ستا له طرفه موږ ته یو سرپرست وټاکه او ستا له خوا موږ ته یو مرسته کوونکی راولېږه.

نو پر همدغه اساس، دا باید د نړیوال او ستر امت غږ وي چې په قصرونو کې قدرت په دې ډول دی، یعنې خلافت ته دعوت کړل. هغه اسلامي حکومت چې په هغه کې زموږ ټولو دنده د اسلام په اړه د الله سبحانه وتعالی اطاعت کړل دي او دغه دین په پیاوړي ډول رامنځته کوي. دا نظام ډېر بې ګناه خلک ژغوري او ډېر ستر ویاړ دی، چې د پانګوالۍ او امپریالیستۍ ایډیولوژۍ شخصي ګټې له ګواښ سره مخ کوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکواله: ملیحه «فهم الدین»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې