شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د شانګهای غړو هېوادونو د همکارۍ په چوکاټ کې په روسیه او ازبکستان کې د حزب التحریر د غړو ډله یيز نیول
بسم الله الرحمن الرحيم
د شانګهای غړو هېوادونو د همکارۍ په چوکاټ کې په روسیه او ازبکستان کې د حزب التحریر د غړو ډله یيز نیول

د سپټمبر په ۱۵مه، سهار مهال د «ځانګړو عملیاتو» تر نامه لاندې، لږ تر لږه ۱۸ مسلمانان د  FBSاو کورنیو چارو وزارت لخوا په مسکو کې ونیول شول. دا راپور د میموریال د بشري حقونو د مرکز لخوا د بشري حقونو د مشهور فعال بخرام خامروف له خوا ورکړل شوی دی.

د نیول شوو کسانو د خپلوانو په وینا؛ دغه تحقیقي عملیات د سهار په پینځو بجو د مسکو په دریو ولسوالیو کې په یوه وخت پیل شول. د دغه پلټنو په جریان کې امنیتي ځواکونو هڅه کوله، چې د حزب التحریر نشرات پیداکړي، ټلیفونونه او الکترونیکي میډیا او همدارنګه د قرانکریم په ګډون چاپ شوي، اسلامي کتابونه یې هم ضبط کړل. همدارنګه دغه ټول نیول شوي کسان ازبک دي، یو له هغو یې د روسیې تبعه دی.

د سپټیمبر په ۱۶مه، د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت له تروریزم او افراطیت سره د مبارزي اصلي ریاست د ازبکستان په پلازمینه کې، د دوی په وینا «د نړیوال ترهګریز سازمان حزب التحریر» د ښځو څانګې پر فعالیت د فشار راپور ورکړ. په تاشکند او د تاشکند په سیمه کې ۲۹ مسلمانې ښځې نیول شوې دي. د امنیتي ځواکونو په وینا دوی په فعاله توګه د دغې افراطي حرکت «حزب التحریر» د نظریو په خپرولو او د خلکو په جذبولو کې برخه درلوده. د دغو نیول شوو کسانو په تلیفونونو او کورونو کې د دغې افراطي حرکت مواد پیدا شوي دي. بیا وروسته راپور ورکړل شو چې د تاشکند د المزار په ولسوالۍ کې لس کسان د دغه افراطي حرکت په فعالیتونو کې د ګډون په شک نیول شوي دي. د سپټمبر په ۱۷مه، د ازبکستان د مرکز د داخلي چارو مطبوعاتي خدمت اعلامیه ورکړې، چې د ازبکستان په مرکز کې یې ۱۲ کسان د حزب التحریر د فعالیتونو په تور نیولي دي. دوی له مشهور قرغزستاني وبلاګر محمدجان خالداروف سره د اړیکې په تور تورن شوي دي. په ازبکستان کې له پنځوسو کسانو ډېر د حزب التحریر په فعالیتونو کې د ګډون په جرم د دغه دوه ورځو په موده کې نیول شوي، چې ۲۹ په کې ښځې دي.

په ورته وخت کې د سپټمبر په ۱۷مه، د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې، د امام علي رحمان په مشرۍ د شانګهای سازمان د مشرانو غونډه ترسره شوه. د روسیې د فدراسیون V.V. مشر پوتین د ویډیو کنفرانس له لارې په کې برخه اخیستې وه.

دا څرګنده ده چې په مسکو او تاشکند کې نیونې د ۲۰۲۱م، د سپټیمبر په ۱۷مه، د شانګهای سازمان په غونډه کې مشخصې شوې وې. د شانګهای سازمان د غونډې اصلي موضوع تل «د ترهګرۍ او افراطیت پ روړاندې مبارزه» وي. وروسته له دې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل روسیې، تاجکستان پر طالبانو ووېراوه او د دوی په پوځي اډه کې یې د ځواک په جوړولو پیل وکړ. د ۲۰۱ موتوري ټوپک لښکر چې په دغه هېواد کې دی، غواړي له افغانستان څخه د امریکا له وتلو ګټه پورته کړي او د دوی موقف کمزوری کړي، ترڅو په اسیایي هېوادونو کې خپل حضور پیاوړی کړي. نو په دې توګه، مسلمانان یو ځلې بیا په مستعمره اسلامي هېوادونو کې د نفوذ لپاره د امپریالیستي دولتونو په کشمکش کې قرباني کیږي.

الله سبحانه وتعالي په قرانکریم کې فرمایلي دي:

﴿وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ﴾ [البقره:۱۱]

ژباړه: کله چې هغوی ته وویل شول: په ځمکه کې فساد مکوئ! نو هغوی همدا وویل: موږ خو اصلاحات راوستونکي یوو.

لیکوال: شیخ الدین عبد الله

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې