پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
عمران خان د مسلمانانو له ځورونکو سره یوځای: د اېغور مسلمانانو پر وړاندې د چین اسلام ضد نظام
بسم الله الرحمن الرحيم
عمران خان د مسلمانانو له ځورونکو سره یوځای: د اېغور مسلمانانو پر وړاندې د چین اسلام ضد نظام

د روان میلادي کال د جولای پر لومړۍ نېټه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو شمېر چنایي رسنیو ته هلته په شرقي ترکستان کې د مسلمانانو پر وړاندې د چین حکومت د رژیم د تګلارې ملاتړ اعلان کړ.

هغه څرګنده کړه چې د چین او پاکستان تر منځ د پیاوړو اړیکو درلودو په دلیل دی پر دې باور دی چې د اېغور مسلمانانو د ځورېدنې په اړه باید شواهد شتون ولري؛ چې ایا دغه مسلمانان رښتیا هم د چین د حکومت له لوري ځورول شوي او که نه؟

نوموړي همدارنګه د چین اوسنی سیاسي نظام وستاییه او زیاته یې کړه چې د ډیموکراټیک سیسټم لپاره د چین د کمونېست ګوند اوسني قوانین ډېر غوره دي. د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا له (ایکسوز) ویبپاڼې سره په مرکه کې په شرقي ترکستان کې د چین د حکومت له لوري د اېغور مسلمانانو ځورېدل رد کړل.  کله چې مرکچي له عمران خان پوښتنه وکړه چې د دې موضوع په تړاو ولې چوپ دی، هغه ځواب ورکړ چې په سرحد کې یې یادو پېښو ته پام شته دی. ژورنالېست بیاځلي پوښتنه وکړه چې دا هرڅه له پاکستان سره پر پوله  پېښېږي.

عمران خان هم د نورو اسلامي خاورو د خاینو مشرانو غوندې خپل خاوره په لوړه بیه پلورلې ده. دی له پیسو او ډالرو پرته بل څه نه ویني، په ځانګړي ډول له چین سره د ۶۰ میلیارده ډالرو په ارزښت تړون چې چین هېواد په پاکستان کې د پاکستان او چین پر اقتصادي کوریډور پانګوونه وکړه.

د مادي ګټو په دلیل عمران خان غواړي چې په شرقي ترکستان کې پر اېغور مسلمانو د چین حکومت وحشییانه وژني، نیول، نسل وژنې او ورته نور ظلمونه دوام وکړي او د پاکستان حکومت یې پر وړاندې غلی پاتې شي.

د بشري حقونو د څار کمېسیون د راپور له مخې، (د هغوی نژاد له منځه یوسئ) او د (هغوی ریښې له منځه یوسئ) تر سرلیکونو لاندې په شرقي ترکستان کې له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې د ټول چین په کچه۲۱ فیصده نیونې شوې او د دې سیمې ۱.۵ سلنه نفوس پکې شاملېږي. راپور زیاتوي چې په همدې سیمه کې په تېرو پنځو کلونو کې د خلکو د نیولو شمېر( ۳۰۶ ) فیصده لوړی شوی دی. له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې په همدې سیمه کې د چین د رژیم له لوري دوه پر درېیمه برخه مسجدونه وران شوي دي.

پر دې سربېره، د اېغور مسلمانانو د بشري حقونو ادارې پخپل راپور کې وویل: اسلام محرم شوی دی: «د چین د حکومت له لوري د اېغور ملاامامانو ځورېدنه» دا ښيي چې په شرقي ترکستان کې تر ۱۰۰۰ ډېر ملاامامان نیول شوي دي او ویل کېږي چې د هېوادونو له ډلې پاکستان له چین سره د دغو امامانو په نیولو کې مرسته کړې ده. ډېری یې یوازې د لمانځه ترسره کولو پرمهال نیول شوي دي.

اوسمهال یو میلیون مسلمانان د چین حکومت له لوري نیول شوي او په متراکمو یا تنګو کمپونو کې اچول شوي دي او هغوی دې ته اړ شوي چې خپلې عقیدې پرېږدي او کمونېست افکار او عقده ومني. همدارنګه پر هغوی په زور شراب څښل کېږي او له ډېرو نورو شکنجو سره مخ دي.

ډېری نیول شوي اېغور مسلمانان اوسمهال د چین حکومت فیزیکي شکنجې زغمي او پر مېرمنو یې سیستماتیک جنسي تېري کېږي. د دغو مسلمانو زامن له خپلو کورنیو بېل شوي دي او په داسې ځایونو او «یتم خونو» کې اچول شوي چې د وخت په تېرېدو سره یې مغزونه ومینځل شي او اسلام پرېږدي. د دې تر څنګ د چین حکومت او رژیم د اېغور او په شرقي ترکستان کې د نورو مسلمانانو د نفوس فلجولو لپاره د «نوزېږدو» ماشومانو د کنټرول پالیسي جوړه کړې ده.

د روان میلادي کال په جون میاشت چې د «ادریان زنز» د «کمونېزم د قربانیانو یادغونډې» تر سرلیک لاندې څېړنیز راپور خپور شو، په دغه راپور کې د پکن محدودیتونه، نورو سیمو ته د کارکوونکو وړل او په پراخه کچه د مسلمانانو نیول په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ۵.۴ میلیونه پورې رسېږي چې اېغور مسلمان او نور اقلیتونه پکې شامل دي. په یاده سیمه کې له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې بیا تر ۲۰۱۹ پورې د زیږېدو کچه ۵۰ فیصده ته راکښته شوې.

د حیرانۍ له مخې باید ووایو چې د چین واکمنان د بشري حقونو ادارو له لوري د بشریت پر وړاندې د جرمونو په ترسره کولو تورن شوي دي او د شرقي ترکستان مسلمانان خپلواک  ژوند ته نه پرېږدي.

عمران خان په بشپړه توګه ځان د اسلام اتل ښيي، خو  د اسلامپالنې پر وړاندې یې د درېدو خبر ورکړ. نوموړي تېر کال د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې وویل چې اسلامپالنه په نړیواله کچه د ډېرېدو په حال کې ده.

په ورته مهال، د اېغور مسلمانانو پر اوسنیو ځورېدنو او شکنجو سترګې پټول دا ښيي چې عمران خان څومره د خلکو جلبولو لپاره له اسلام څخه ناوړه ګټه اخلي.

ده څرګنده کړه چې د خپل ملت په اړه په نېږدې راتلونکې کې د راتلونکو پېښو په اړه فکر کوي. موږ پوښتنه کوو چې ایا د هغه ملت د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت نه دی؟ ایا اېغور مسلمانان د اسلامي امت او اسلام یوه برخه نه دي؟ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ] (انبیا: ۹۲)

ژباړه: په حقیقت کې دغه امت یو امت دی، زه ستاسو مالک یم او یوازې زما عبادت وکړئ. 

پر دې سربېره، خان ادعا کوي چې دی د مدینې د واکمن نظام ملاتړ کوي او په ورته وخت کې د کمونېزم د سیاسي سیسټم ستاینه کوي، هغه سیسټم چې الله سبحانه وتعالی یې رد کړی او د اسلام پر وړاندې یې جګړه اعلان کړې ده. دا ټول ښيي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له پخوانیو سېکولرانو څخه دی او د اسلام او قوانینو پر وړاندې یې د هغه کرکه ښکاره شوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«سَيَأْتِي عَلَى النَّاسِ سَنَوَاتٌ خَدَّاعَاتُ يُصَدَّقُ فِيهَا الْكَاذِبُ وَيُكَذَّبُ فِيهَا الصَّادِقُ وَيُؤْتَمَنُ فِيهَا الْخَائِنُ وَيُخَوَّنُ فِيهَا الْأَمِينُ وَيَنْطِقُ فِيهَا الرُّوَيْبِضَةُ قِيلَ وَمَا الرُّوَيْبِضَةُ قَالَ الرَّجُلُ التَّافِهُ فِي أَمْرِ الْعَامَّةِ»

ژباړه: کلونه به یې خلکو ته خیانت معلوم وي، کله چې درواغجن ته صادق وویل شي او صادق سړي ته درواغجن وویل شي. د خاین به ستاینه وشي او مومن سړی به د یو خاین په توګه وپېژندل شي.« روایبیده» به په دې اړه تصمیم ونیسي. له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه «روایبیده» کوم کسان دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: هغه بې ارزښته خلک چې د خلکو د چارو سرپرستي یې په لاس کې اخیستې وي.

دغو بې ارزښته واکمنانو ته! د اسلام له دښمنانو سره د هغوی نور درواغ ویل بس دي! تر دې وروسته د اسلام له احساساتو او د اسلامي امت له هیلو سره د هغوی لوبې کول بس دي. دغه امت د یوې داسې رهبرۍ وړ دی چې پر خپله ژوره اسلامي عقیده منګولې ټینګې کړي، خپل دین او په ټول نړۍ کې خپل وروڼه او خویندې وژغوري. دا هرڅه د نبوت پر تګلاره د خلافت په بیا تاسیس سره شوني دي. اوس هغه وخت دی چې خپل ټول فکر د الله سبحانه وتعالی د نظام بیا تاسیس ته وګرځوو، هغه خلافت دولت چې د مسلمانانو ملاتړی او ژغورونکی دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکواله: ډاکتر نصرین «نواز»

 په مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د مېرمنو د برخې مسوله

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

Last modified onسه شنبه, 27 جولای 2021

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې