پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په اسلام او پانګوالۍ کې د مېرمنو سیاسي حقونه
بسم الله الرحمن الرحيم
په اسلام او پانګوالۍ کې د مېرمنو سیاسي حقونه

(ژباړه)

غرب د پانګوالۍ ایډیولوژۍ پر مټ پر اسلامي خاورو ویاړ پلوري، په دغه تعبیر چې غربي مېرمنو ته په سیاسي برخه کې ونډه ورکړل شوې او له سیاسي حقونو برخمنې دي؛ د دوی په وینا، هغه څه چې اسلام مسلمانې مېرمنې ترې محرومې کړې دي. د غربي ایډیولوژۍ په خبره چې دوی پخپلو هېوادونو کې مېرمنو ته دا اجازه ورکړې چې د سیاسي مقام تر لاسه کولو لپاره نوماندې شي او د خلکو د استازې په توګه پارلمان ته لاره پیدا کړي. په داسې حال کې چې که د دغه پارلمان واقعیت ته وکتل شي، دا به درک کړې چې هلته د مېرمنو سیاسي مشارکت تش په نوم دی، مېرمنې په پارلمان کې هېڅ رول نه لري. په پارلمان کې د هغوی شتون د ټاکنیزو برنامو لپاره له هغوی څخه د ناسمې ګټې اخیستنې او د ډېرو رایو تر لاسه کولو لپاره دی. هغوی مېرمنو ته په پارلمان کې د څو څوکیو په ورکړې سره دوکه ورکوي.

په دغو نظامونو کې پارلمانونه له اړین رول څخه برخمن نه دي، نو په داسې پارلمانونو کې که مېرمنې رول هم ولري، په هېڅ حساب دی. په پارلمانونو کې د مېرمنو شتون د خلکو په سترګو کې له خاورو اچولو پرته بل څه نه دي. دوی په دې سره غواړي چې خلک داسې تمه ولري چې ګنې استازې یې په پارلمان کې شته چې د دولت له واقعیت سره مخالفت کولی شي او هغه بدلولی شي. په حقیقت کې د پارلمان رول دا نه دی چې په معروف سره امر وکړي او له منع شوو څخه منع وکړي، بلکې نه نیول شوو تصمیمونو ته رایه ورکول؛ یا د شرعي احکامو د ځینو احکامو پلي کېدو او نه پلي کېدو ته رایه ورکول دي. دا هغه واقعیت دی چې موږ یې په سترګو وینو، ځکه د دغو پارلمانونو شتون یوازې تشه بڼه لري او هغه رول چې پارلمانونو ته ورکړل شوی، دلته نه پلي کېږي.

خو د ټاکنو په اړه چې غرب دا ادعا کوي چې مېرمنو ته د ټاکل کېدو اجازه ورکوي، باید ووایو چې په غرب کې مېرمنې د رایې د حق له ورکولو محرمې وې، تر دې چې د یوې اوږدې مبارزې په پایله کې یې د رایې اجازه تر لاسه کړه. د بېلګې په توګه، امریکا په ۱۹۲۲ م کال کې ښځو ته د رایې حق ورکړ. د درواغجنو ازادیو مور فرانسې په ۱۹۴۴ م کال کې مېرمنو ته دا حق ورکړ.

دا د پانګوالۍ تر چتر لاندې د غربي مېرمنو سیاسي رول و، خو د هغه واقعیت په تړاو چې ټولو ته ښکاره دی، داسې کسان پیدا کوو چې د عقیدې د ازادۍ او ډیموکراسۍ ادعا کوي، خو پر دې ټولو سربېره که کوم څوک د هغوی له ایډیولوژۍ سره مخالفت ولري او یا مخالف نظر وړاندې کړي، زندان ته اچول کېږي. د هغوی زندانونه له عقیدتي بندیانو ډک دي. تر ټولو نېږدې بېلګه یې د ترکیې د سېکولر دولت له لوري د حزب التحریر د پنځو ښځینه غړو بندي کېدل دي، چې یوه یې له نوي زیږېدلي ماشوم سره یوځای په بند کې ده. د هغوی د بندي کېدو یوازنی دلیل دا و چې د عموریې په قلعه حومه کې یې د خلافت د سقوط ۱۰۰مې کلیزې په مناسب یوه ویډیو ډکه کړې وه، هغه ځای چې د معتصم له خوا د یوې مسلمانې مېرمنې د مرستې غوښتنې په ځواب کې، چې تېری ورباندې شوی و، فتح شو.

حتا هغه ویبسایټونه او نورې خبري پاڼې څاري چې د هغوی له فاسدې ایډیولوژۍ سره په ټکر کې وي او د سیي ایډیولوژۍ او مفکورې د لېږد مخه نیسي. هغوی څو ځلې د ښځې او شریعت فېسبوک پاڼه وتړله، په داسې حال کې چې په یاده پاڼه کې یوازې د مېرمنو واقعیت او پر هغوی پورې اړوند مسایل بیانېدل او هغه ته یې ارزښت ورکاوه. نو په داسې صورت کې چې یوه مېرمن خپله سیاسي مفکوره نه شي وړاندې کولی، د هغوی سیاسي حقونه چېرته دي؟!

داسې ډېر شواهد شته چې په اسلام کې مېرمنې په سیاسي چارو کې برخمنې وې او د هغوی د سیاسي فعالیتونو او کار پر وړاندې هېڅ خنډ نه و؛ هغه امتیاز چې مسلمانې مېرمنې ۱۴۰۰ کاله وړاندې ترې برخمنې وې. په دې مانا چې اسلام تر غرب ۱۴ پېړۍ وړاندې مېرمنو ته سیاسي حقونه ورکړي وو. په دغه ایت شریف کې قرانکریم مېرمنې او نارینه له کومې استثناء پرته په عام ډول مخاطب کړي دي، د امت کلمه د ټولو لپاره عامه ده، هغه کاروي او یوازې نارینه نه مخاطبوي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾ [النحل:٩٧]

ژباړه: هر څوک چې غوره کار ترسره کړي، هغه که نارینه وي او یا ښځینه، په داسې حال کې چې مومن وي، هغه ته غوره ژوند او د هغو نېکو عملونو ثواب ورکوم چې ترسره کول یې.

﴿وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [آل عمران:١٠٤]

ژباړه: باید ستاسو یوه ډله نېکۍ ته دعوت، په معروف امر او له منکر څخه منع وکړي او هغوی رښتیني او رستګاران دي.

په همغه ډول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له کومې استثناء پرته ښځو او نارینه وو ته په عام ډول د اسلام د لېږد امر کوي او فرمایي:

«بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً»

ژباړه: له ما څخه یې نورو ته ورسوئ، که یو ایت هم وي.

ښځو د اسلامي دعوت په لومړیو ورځو کې په مکه کې مهم رول ترسره کاوه. په همغه بڼه چې په مدینه کې د دولت تر جوړېدو وروسته یې هم رول درلود، د دعوت رسولو په چارو کې برخمنې وې او د خپلو خاوندانو لپاره ښې تکیه وې. حتا د اسلامي دعوت په رسولو کې له ډېرو شکنجو او ځورېدو سره مخ شوې، په داسې کچه چې په یوه الګو بدلې شوې چې تر نن پورې پر هغوی ویاړ کېږي. لکه ام المومنین خدیجه بنت خویلد رضي الله عنهما چې د اسلامي دعوت له لومړیو شېبو څخه یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مرسته وکړه او د هغه تکیه شوه. همدارنګه په اسلام کې لومړنۍ شهیده سمیه بنت خیاط. اسماء بنت ابوبکر، ام عماره او ام منیع چې دواړو د عقبې په دویم بیعت کې له نارینه وو سره یوځای له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیت وکړ؛ هغه بیعت چې د جګړې لپاره و. د عمر بن الخطاب د خلافت په وخت کې یوې مېرمنې په ښکاره بڼه د ټولو په شتون کې عمر رضي الله عنه محاسبه کړ، کله چې هغه غوښتل مهریه تعین کړي. همدارنګه د عمر رضی الله په وخت کې د الشفاء په نوم یوه مېرمن ښارواله وټاکل شوه، یعنې هغې د ښار کنټرولولو مسولیت پر غاړه واخیست. رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیبیې د سولې په وخت کې له ام سلمه سره مشوره وکړه او د هغې د نظر اړوند یې اقدام وکړ. همدارنګه صحابیه فاطمه بنت قیس رضي الله عنهما چې له عمر بن الخطاب رضی الله عنه وروسته د خلیفه په ټاکنه کې له هغې سره مشوره وشوه. دا ټول هغه موارد دي چې د اسلام په پیل کې وو. نو د اسلامي دولت او د اسلامي نظام د قدرت په وخت کې به د ښځو سیاسي موقعیت په کومه کچه کې وو؟ په دې اړه به خبرې بیا هم دوام وکړي.

په هر وخت کې د مسلمانو مېرمنو تر ټولو ستر سیاسي رول د داسې زامنو روزل وو چې هغوی لوی فاتحان او رهبران وو چې مېړانه به یې تل په تاریخ کې لیکلې پاتې وي. هغه کسان چې اسلامي دعوت یې نړۍ ته ولېږداوه او الله سبحانه وتعالی یې راضي کړ. لکه د محمد فاتح مور چې تر قسطنطنیې پورې له خپل زوی سره وه او هغه ته یې ویل: «ته د دغه ښار فاتح یې او همداسې وهم شول چې هغه ښار یې فتح کړ.

دا هغه رول دی چې غرب ترې ډارېږي او شپه او ورځ د مسلمانو مېرمنو د انحراف او بېلارېتوب هڅه کوي، څو په دې سره د خپلې بقا ضمانت وکړي. اې الله سبحانه وتعالی! ژر تر ژره زموږ سترګې په اسلامي دولت سره روښانه کړې، د نبوت پر تګلاره دویم راشده خلافت. اې الله سبحانه وتعالی! موږ ته د اسلام د احکامو تر سیوري لاندې باعزته ژوند راپه برخه کړې.

اللهم آمین!

لیکوال: رولا صلاح؛ د فلسطین له مبارې خاورې څخه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې