پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د راشده خلافت د تاسیس وخت رارسېدلی؛ د هغه امت وخت چې ګټه یې ټولو انسانانو ته رسېدلې ده
بسم الله الرحمن الرحيم
د راشده خلافت د تاسیس وخت رارسېدلی؛ د هغه امت وخت چې ګټه یې ټولو انسانانو ته رسېدلې ده

(ژباړه)

اوسمهال مسلمانان له دغه شرمېدلي حالت څخه د وتو په هڅه کې دي. د امت زخمې بدن هر کافر، منافق او د کفارو مزدورانو وداغه.  انقلابونه ایجاد شول او په هغو اسلامي خاورو کې یې دوام پیداکړ، چې مسلمانان پکې ځورېدل. دغه راز نادانو حکامو او درباري علماوو د مسلمانانو له ژوند څخه د بما انزالله حکم لرې کولو لپاره کار وکړ. د انقلابونو له رامنځته کېدو وروسته پایله یوه وه، چې وژنې، ظلم او د حاکمو نظامونو او همدارنګه ښکېلاکګرو کفارو په وسیله، انقلابونه برمته شول.  

د انقلابونو یوه ګټه دا وه، چې مسلمانان یې د کفارو د توطیو په اړه خبر کړل. دغه راز ټول هغه کسان افشا شول، چې له اسلام سره یې دښمني کوله، د سیکولرانو، سوسیالېستان او کپیټالېستانو جهالت یې غوښت. همدارنګه ټول هغه کسان افشا شول، چې له غرب سره یې تړونونو، انتقالي حکومتونه او له هغوی سره یې نړیوال تړونونه او ډیموکراتیک بدلونونه یې غوښتل لکه؛ ازادې ټاکنې، له یهودو سره د اړیکو عادي کول، سیکولاریستي اساسي قوانین او وضعي قوانین، د ښځې او سړي مساوات، بشري حقونه، د ښځو حقونه، ملیت پالنه، قوم پالنه، د سایکس پیکو پولو ځواکمنول، د دینونو مساوات، ازاد اقتصاد، معتدل اسلام، د ډالرو د بیې بدلون او همدارنګه بهرنیو پانګونو ته مو را دعوتوي. په داسې حال کې چې هره ورځ په زرګونو مسلمانان وژل کېږي، کورنه او جوماتونه یې ورانېږي، خاورې یې نیول کېږي او پانګې یې لوټېږي. شعارونه یې ځلاند او واقعیت یې تت او ټول دروغ دي.

مسلمانان په خپلو خاورو کې له وژونکي بحران سره مخ دي، دغه بحران د ټولو مسلمانانو تر منځ مشترک دی او دښمن یې هم ګډ دی، چې سیکولاریستي سیاستونه پرې پلي کوي او خپل تسلط پرې ساتي. د مسلمانانو په خاورو کې حکام د استعمارګرو کفارو په پله روان دي. کفار په دې پوه شوي، چې مسلمانان فکري روزل شوي، نو پر وړاندې یې سیاسي او اقتصادي فشارونه راوړي او په ټولنه کې فحشا ورته رامنځته کوي. کفار چې د مسلمانانو پر وړاندې هر څه کول وغواړي، دغه حکام به چوپ پاتې وي، نو دا یوه فکري جګړه ده.

د مسلمانانو پر وړاندې د غرب فرهنګي او ثقافتي جګړه د دې لامل شوې، چې د غرب فاسد افکار د مسلمانانو په فکرونو کې ځای ونیسي او د اسلامي شرعیت پر وړاندې د مسلمانانو په زړونو کې شک پیداکړي. دوی وایي چې سیاسي اسلام او په اسلام کې د حکومتولۍ نظام او د خلافت پر اساس دولت، چې د نړۍ رهبري د مسلمانانو په لاس کې ورکوي، په دې وخت کې د پلي کېدو نه دی. له څېرو یې یو پر بل پسې نقابونه لیرې او مسلمانانو ته په ډاګه شول، چې څوک یې واقعي دوست او دښمن دی. له همدې امله مسلمانانو له سیکولرېزم سره کرکه پیداکړه او اسلام ته ورنیږدې شول، د اسلام پر اساس بدلون یې موخه شو او کار ورته کوي. خو لا هم مسلمانانو خپل رهبر نه دی ټاکلی، چې له دغه بحراني حالت څخه یې راوباسي. له مسلمانانو د قدرت راګرځېدو ځواک اخیستل شوی، هغه څه ته دې امت راګرځېدل، چې د یوه داسې دولت تر چتر لاندې ژوند وکړي، چې د شرعیت پر اساس حکم کوي. امت د دې حق لري، چې د اسلامي امت د چارو لپاره یو خلیفه وټاکي. تر څو پر ټولو خلکو د اسلامي دولت نظام حکم، چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی، پلی کړي. حقیقت دا دی، چې اسلامي امت (د محمد صلی الله علیه وسلم امت) بشر نېکمرغه کړی دی. خلک د مسلمانانو په امانت رسونه شاهد دي، چې د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم امانت (د اسلام لوی پیغام) یې رسولی. الله تعالی فرمایلي دي:

﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم ۚ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [آل عمران:110]

ژباړه: اوس په نړۍ کې هغه غوره ډله تاسې یاست، چې د انسانانو د لارښوونې لپاره منځ ته راوړل شوې ده، تاسو په نیکۍ امر کوئ او له بدیو منع او پر الله تعالی اېمان لرئ. که اهل کتابو اېمان راوړی وای، نو د همدوی لپاره ښه وه، که څه هم په هغوی کې ځينې د اېمان خاوندان شته؛ خو د دوی ډېری کسان له امر څخه سرغړونکي دي.

دغه راز فرمایلي یې دي:

﴿الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ﴾ [حج: 41]

ژباړه: هغه خلک چې په ځمکه کې مې د قدرت څښتنان کړل، لمونځ کوي، زکات ورکوي او امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي او د ټولو کارونو عاقبت له الله سبحانه وتعالی سره دی.

الله تعالی مسلمانان په داسې حالت کې بهترین امت بللی، چې په ځمکه کې امربالمعروف او نهی عن المنکر کوي، مسلمانانو ته ځواک ورکوي، دغه راز د نورو امتونو ښځو او سړیو لاسنیوی کوي او له تیارو څخه یې د اسلام رڼا ته دعوتوي. غوره امت کېدل په اسلامي عقیده او اسلام د نظام په توګه منلو، د الله تعالی اوامرو منلو او له منع شویو څېزونو په پرهېز او همدارنګه د نبوت پر منهج شرعي احکامو پر اساس ژوند کولو کې دي. که چېرې د الله تعالی د مقدساتو سپکاوي پر وړاندې سکوت اختیار شي او د داسې کسان نه وي، چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي، نو اسلام به نصرت تر لاسه نه  کړي او قدرت ته به ونه رسېږي.

عَنْ أَبي سَعِيدٍ الخدري رضي الله عنه قال: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ يَقُولُ:«مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَراً فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ»

ژباړه: له ابوسعید خدري رضی الله عنه څخه روایت دی، چې  ویې ویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل، چې ویې فرمایل: «که مو منکر ولید په لاس یې منع کړئ، که مو ونه شوای کولی په خوله ورته ووایئ او که مو په خوله ورته ونه شوای ویلی، په زړه کې یې بد بولئ، چې دا تر ټولو کمزوری اېمان دی.»

«معروف» د هر هغه څه جامع نوم دی، چې د الله تعالی اطاعت او ورته نیږدې کېدلو ته وایي او همدارنګه معروف هغه څه دي، چې الله تعالی او رسول الله صلی علیه وسلم امر پرې کړی وي. خو منکر بیا هغه څه دي، چې شریعت یې ناوړه ګڼي، حرام او ناپاک ورته وایي. یعنې هر هغه څه چې الله تعالی او رسول الله صلی علیه وسلم ترې منع کړي وي.

نو مسلمانان باید د امت پر وړاندې خپل شرعي مسوولیت ومني او د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم اوامرو ته غاړه کېږدي او همدارنګه د اسلام واقعي فکري نهضت ته کار وکړي. اسلام کامله او پوره مبدا ده. د دغې عقیدې افکار او مفاهیم له اسلامي عقیدې څخه اخیستل شوي او د بشر ټول ژوند یې په غېږه کې نیولی دی.

هغه څه چې په خلکو کې د یادولو دي او د مسلمانانو پر کړنو او وینا یې اغېزه کړې هغه په اعمالو کې معیار حلال او حرام دي او همدارنګه د هغو شرعي احکامو پلي کول دي، چې الله سبحانه وتعالی په قرانکریم او نبوي سنتو کې رالېږلي دي. دغه راز همدا شرعي احکام په اسلامي خاورو کې په ارزښتونو او باورونو بدلول دي. شخص او یا هم اشخاص په ټولو هغو برخو کې چې په ټولنیز نظام پورې اړه لري؛ سیاسي، اقتصادي او ټولنیز نظامونه، د حکومتدارۍ جوړښت او د ښوونې په سیسټم کې د الله تعالی حکم ته مراجعه کول یوازې د امربالمعروف او نهی عن المنکر له لارې تر لاسه کېدای شي. په پیل کې هغو افکارو او مفاهیو ته لومړیتوب ورکول کېږي، چې د انسان پر چلند، د ټولنې پر عمومي لید او د دولت پر  سیاستونو اغېزه کوي، ځکه افکار د انسان لوری ټاکي او دین له سیاست څخه بېل نه دی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې راغلي دي:  

...عن الرسول ﷺ قال: «وَمَنْ دَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ فَهُوَ مِنْ جُثَاءِ جَهَنَّمَ، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَإِنْ صَامَ وَإِنْ صَلَّى؟ قَالَ: وَإِنْ صَامَ وَإِنْ صَلَّى وَزَعَمَ أَنَّهُ مُسْلِمٌ، فَادْعُوا الْمُسْلِمِينَ بِأَسْمَائِهِمْ؛ بِمَا سَمَّاهُمْ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ؛ الْمُسْلِمِينَ الْمُؤْمِنِينَ عِبَادَ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ»

ژباړه: کله چې چا د جاهلیت حالت ته وروغوښتئ (قبیله وي او ملیتي تعصباتو او ... لکه په جاهلیت دوره کې یې چې عادت درلود؛ له یوه قوم څخه به یې مرسته غوښتله که به هغه په حقه و، که باطل) له جهنمي ډلو څخه دي. ویې ویل: اې رسول الله! که روژه ونیسي او لمونځ وکړي؟ ویې فرمایل: که لمونځ وکړي او روژه هم ونیسي او ګومان وکړي، چې مسلمان دی، نو مسلمانانو ته په خپلو نومونو غږ وکړئ؛ په هغو نومونو چې الله سبحانه وتعالی پرې یښي دي: مسلمانان، مومنین، د الله تعالی بنده ګان؛ نه د قوم، ملیت، قبیلې او په نورو نومونو.

جاهیلت ته له ورغوښتلو موخه ټول هغه دعوتونه دي، چې له اسلام سره په ټکر کې دي او د امت یووالی له منځه وړي او ټوټه ټوټه کوي یې. یعنې د ټولو اوامرو پر وړاندې خاموشي غوره کول او د ټولو منکراتو منل. ځينې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اشخاصو دنده ده او ځينې د ډلو؛ خو په ټوله کې د حاکم دنده ده، چې د خلکو چارې یې په لاس کې دي، قوانین وضع کوي او امت رهبري کوي.

څېړونکی باید په حل لاره پوه شي، چې یو ځیرک مسلمان د بریا وسایل وپېژني او پر دې پوه شي، چې شریعت د اقوالو او اعمالو برابري ده او باید همدغه مفکوره ولېږدوي. د حق او باطل تر منځ په فکري جګړه کې هغه څوک بریالي کېږي، چې د ظالم پاچا پر وړاندې په لوړ اواز حق وینا وکړي. په بما انزل الله حکم او د راشده خلافت تاسیس د فرایضو تاج دی، ځکه دولت د ټولنې، دولت ان نورو ملتونو ۹۹سلنه منکرات بدلولی او د امت پانګه سم مسیر ته برابروي. خلافت هغه دولت دی، چې د خلکو چارې به په سمه توګه تر سره کوي او په ټولو اوامرو به امر کوي. دغه راز هغه څوک به بریالي وي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه تګلاره حرکت وکړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جهالت په دوره کې ورسره مخ شو او په دغه جګړه کې اسلام پر کفر او لارویانو یې بر لاسی شو. دغه راز لومړی د خلافت دولت یې په مدینه منوره کې تاسیس او پر نړۍ یې حکومت وکړ. اوسمهال به مسلمانان تر هغه بریا ته ونه رسېږي، څو چې د حزب التحریر له مخلصو مسلمانانو سره، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر اساس خلافت تاسیسوي، یو ځای نشي. الله تعالی فرمایي:

﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [آل عمران: 104]

ژباړه: باید ستاسو له ډلې څخه ځينې خیر (اسلام) ته دعوت وکړي او امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي؛ هغوی هماغه رښتیني خلک دي.

ویښ ځوانان باید د حزب التحریر له شبابو سره مرسته وکړي او د هغوی تر څنګ د نادانو حکامو پر وړاندې ودرېږي، چې له دې ستونزو د وتلو حلاره همدا ده. امت باید پر هغه عقیده چې له لا اله الا الله محمد رسول الله منشا اخلي پوه وي، نو امت به نه چاپلوسي کوي او نه به هم کمزوری کېږي. همدارنګه له اسلام څخه لرې نه شي او خپل مسوولیت ومني او هغه امر ته غاړه کېږدي، چې الله تعالی پرې مکلف کړي دي، څو بیا راویښ شي او نړۍ رهبري کړي. مسلمانانو له ۱۰۰کالو انقلابونو وړاندې، په ټیټ حالت کې دي. له کومه وخته چې مسلمانانو په ۱۹۲۴م کال کې خلافت له لاسه ورکړ او هغه وخت د اسلام په نعمت کې له ژوند څخه محروم شول. هغه وخت چې د یوه مسلمان، یوې کورنۍ او ټولنې لپاره یې نیکمرغي رامنځته کړې وه او همدارنګه حاکم او رعیت یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارې په پیروۍ سره، خوځنده قران بلل کېدل، چې د ځمکې پر مخ ګرځېدل. اسلامي امت همېشه د بشر په تاریخ کې د دعوت د امانت لېږدوونکی او نورو ملتونو ته خبرداری ورکوونکی و؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله وسلم د خپل قوم لپاره رالېږل شوی و.

﴿يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا﴾ [احزاب:45]

ژباړه: اې رسول الله! موږ ته د شاهد، زیري ورکوونکي او وېروونکي په توګه رالېږلی یې!

﴿وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا﴾ [بقره: 143]

ژباړه: په همدې ډول موږ یو امت وسط (غوره) ګرځولي یاست، چې تاسې پر نړیوالو شاهدان او پیغمبر پر تاسو شاهد اوسي.

اې د مسلمان بچیانو! د خپل رب، رسول الله صلی الله علیه وسلم، امت او ټول بشریت پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړئ... کله چې مسلمانان د بما انزل الله او غوره اسلام او همدارنګه د مسلمانانو برخلیک ټاکونکې قضیې لپاره کار کوي. د راشده خلافت د تاسیس لپاره یې مټ رابډ وهلي او هغې ته د مرګ او ژوند د قضیې په سترګه ګوري، نو پر باطل به بریالي کېږي. الله تعالی فرمایلي دي:

﴿وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [روم: 47]

ژباړه: له مومنانو سره مرسته، زموږ پر غاړه ده او دا یې حق دی!

کله مو چې د الله تعالی دربار ته وړاندې کړل او پر خلکو مو شاهدي ورکړه، څه ځواب مو تیار کړی!؟

#أقيموا_الخلافة

#ReturnTheKhilafah

#YenidenHilafet

#خلافت_کو_قائم_کرو

#خلافت تاسیس کړئ

لیکوال: غاده محمد حمدي-ولایه سوډان

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ژباړن: حبیب الله حبیب

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې