شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ستاسو دې په الله قسم وي؛ د حزب التحریر مخه مه نیسئ!
بسم الله الرحمن الرحيم
ستاسو دې په الله قسم وي؛ د حزب التحریر مخه مه نیسئ!

بسم الله الرحمن الرحيم

حزب التحریر هر کال د رجب په میاشت کې، ترخه خاطره ژوندۍ کوي، چې خلک ژړوي او زړونه د هغه په نشت کې په لړزه راځي، دا خاطره د بشري تاریخ تر ټولو لوی دولت (اسلامي دولت) دی!
هو! کلونه تېرېږي او یو پر بل پسې پر مسلمانانو غمونه راځي.
د امت پر کوم حالت غواړئ پوه شئ؟
د کډوالو د کمپونو او لوږې حال؟ یا هم د وبايي او غیر وبایي ناروغیو حال، چې ژوند يې راباندې تریخ کړی دی؟
کوم حال؟
هغه چې زموږ په بې سرپرسته، ښځو او خویندو تیری کېږي؟ یا هغه، چې هره ګړی پکې وژنې کېږي او خلک تېښتې ته اړباسي؟ د اسلامي امت پر کوم یوه درد غواړئ پوه شئ؟
د ګاونډیو حال، چې هېڅ خبر نه ترې لرو؟
يا دې پناه غوښتونکو، بې ځایه شویو او کډوالو حال، چې پر سړکونو ویده دي، یا په اوبو کې ډوبېږي او یا هم په هوايي ډګرونو کې د مرستې غږ پورته کوي؟
کوم حال؟
د اسلامي امت د ځوانانو حال؟ هو! تاسو فکر کوئ، چې هغوی ښه حالت لري!؟ ځینې د ظالم حکامو په زندانونو کې دي او ځينې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره سرګردانه هر خوا ګرځي.
د مسلمانو خویندو حال درته ووایم: هغوی صبر غوره کړی، ځکه بله لاره نه لري...
ځينې د خپلو مسافرو په انتظار کې دي، چې یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډوډۍ ورته راوړي، ځينې د خپلو ناروغو خاوندانو او بچیانو د ښه کېدو لپاره شپې او ورځې سبا کوي او په خالي لاس غواړي هغوی تداوي کړي، ځینې د خپلو بچیانو د ژغورلو لپاره چیغې وهي، خو له صبر پرته بله لاره نه لري.
زموږ کوچنیان؛ چې په سالمه تربیه کې یې د تېر په څېر لږ خواږه، ښې خبرې او کیسې اثر نه لري... هغوی ته اوس کورني ارزښتونه، رسم او رواج ارزښت نه دی. فاني نړۍ له هرې خوا غېږ ورته پرانیستې ده؛ انټرنېټ د ژوند مسیر ورته ټاکلی، چې نه يې د دنیا په درد خوري او نه یې اخروي ستونزه حل کوي.
زموږ کوچنیان، نصحیت نه اوري او د ژوند تر پایه يې د مور او پلار پر سینه د اطاعت ارمان پاتې وي.
خپل معصوم کوچنیان لویه وو او وروسته یې د ګناه، خیانت او ظلم نړۍ ته سپارو. هغه نړۍ که وغواړو یا ونه غواړو باید ورته تسلیم شي.
هو! هغوی جسمي او فکري بلوغ ته رسېږي، غربي ارزښتونو ته مخه کړي او بشري مادي نظامونو غوره کوي. پر دغه حالت غم او حسرت کوو، ځکه زموږ نصیحتونه ارزښت نه ورته لري.
له ټولو ځورونکی حالت بیا دا دی؛ چې ته په سطحي فکر له ما پوښتې، چې تاسو پر خپلو اندک منشوراتو او هشتکونو، چې هېڅ درد نه دوا کوي، غواړی څه وګړئ.
هو! دغه هشتکونه او منشورات، ستا هېڅ درد نه دوا کوي، ځکه تا خپل فکر او طریقه پر یوه محور محدوده کړې او له هغې وړاندې نور څه نه ويني.
خو هیله کوم موږ پر خپل حال پرېږدئ!
موږ د امت لپاره کار کوو. په یاد ولره، چې زه او ته دواړه د اسلام دین د نصرت لپاره مکلفیت لرو. پر دې مکلف یو، چې قران کریم، پر خپل ځان حاکم کړو او داسې فضا رامنځته کړو، که مو خطا وکړه، قران مو باید محاسبه کړي او که مو شکایت وکړ بیا هم قران پناه راکړي.
ستا دې پر الله قسم وي! موږ خپل حال ته پرېږده او زموږ پر وړاندې مه درېږه! موږ ښه پوهېږو، چې څه کوو او پر دې هم پوهېږو، چې زموږ کار په دغه ظالمه نړۍ کې څومره خطرونه لري. که ته نه غواړې، چې له موږ سره کار وکړې، مه مو پرېښانه کوه، میندې مو مه ډاروه او کوچنیان مو په وحشت کې مه اچوه!
د نړۍ په ګوډـګوډ کې کوم ظلمونه چې پر مسلمانانو کېږي، که هغو ته نه وې وېښ کړی او د بدولون لپاره یې احساس نه وي درکړی، لا اقل په فلسفي سترګه د نورو کړنو او زحمتونو ته مه ګوره.!
غوره ده چې د حزب التحریر؛ فعالیتونو، کمپاینونو، کتابونو او کوم نظم، چې حزب لري د انصاف په سترګه ورته وګورئ. که تاسو د حزب تاریخ ته دقیق او بې پرې وګورئ، له شک پرته هره منفي تبصره او لیکنه مو چې کړې، له هغه څخه به وشرمېږئ. حزب د دې لپاره، چې امت له ناوړه وضعیت وژغورل شي، یوه ګړۍ یې هم غفلت نه دی کړی.
هر کال زموږ پر اوږو د ملامتۍ بار ږدئ او پوښتنه کوئ، چې تاسو څه کړي؟ ایا له دغو بې ځایه خبرو نه ستړي کېږئ؟
ګرانه ملګریه، چې دغه ملامتونکې پوښتنې موږ ته متوجه کوې!
پوه شه چې حزب التحریر له امت څخه، نارینه، ښځې او ځوانان د قران او سنتو پر اساس تربیه کړي دي، چې د امت لوی شخصیتونه دي؛ هغه شخصیتونه، چې د الهي نظم او قانون د حاکمیت لپاره، له هېڅ ملامت کوونکي وېره نه لري.
پوه شه! چې حزب التحریر په خپلو منشوراتو میلیونونه مسلمانان راټول کړي، د واحد مفهوم او واحد رفتار په وسیله یې وحدت ورکړی دی. هر وګړي، په حزب کې خپل هدف پېژندلی او پوهېږي، کومه لاره یې چې غوره کړې، پایله یې څه ده.
پوه شه! چې حزب التحریر د امت د ډېری ځوانانو سترګې او غوږونه د ګڼو ژبو او رنګونو سره سره خلاص کړي دي او پوه کړې یې دي، چې په ټوله نړۍ کې د الهي دین د نصرت لپاره کار یوه فریضه ده. له امریکا تر چینه، هېڅ دولت، ژبه، حاکم او رییس نشي کولی د حزب مخه ونیسي. حزبي ځوانان د الله سبحانه و تعالی په غوښتنه او ملاټر سره خپلې لارې ته دوام ورکوي او ان شاءالله کامیاب به شي.
الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ(7) وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ(8) ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ﴾ [محمد: 7-9]

ژباړه: اې مومنانو! که تاسو د الله له دین سره مرسته وکړئ، هغه به ستاسو سره مرسته وکړي او ګامونه به مو کلک کړي. پاتې شول هغه کسان، چې کافر شوي دي، د هغوی لپاره تباهي ده او الله یې عملونه ضایع کړې دي؛ له دې امله چې هغوی قران بد وګاڼه، چې الله نازل کړی دی، له همدې امله الله د هغوی عملونه بابیزه کړل.
أقیموا الخلافة#
Return The Khilafah#
YenidenHilafat#
خلافت – کو – قائم – کرو
لیکونکی: دارین الشنطي
ژباړن: الهام پردېس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې