جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سل کاله کېږي، چې وینې مو بهېږي او پانګې مو جور کېږي
بسم الله الرحمن الرحيم
سل کاله کېږي، چې وینې مو بهېږي او پانګې مو جور کېږي

(ژباړه)

دا یادونه مو د خپلو بچیانو لپاره ده؛ د غوره امت بچیان، چې له ختیځه تر لویدیځه د خلکو د ژغورلو دنده لري. دا له سلو کالو وروسته یادونه ده، چې دولت یې له منځه تللی؛ خلافت چې د ۱۳۴۲ ه.ق کال د رجب په میاشت کې له منځه ولاړ.
د دغې یادونې موخه دا نه ده چې وژاړوو، بلکې د نهضت موخه دا ده، چې خلک وېښ شي او دولت بیا ځلې تاسیس کړي، ځکه اسلامي دولت د ټولو مهربانیو مور او د ټولو شفقتونو پلار دی.
دغه راز د دولت تاسیس فرض او د شرعي دلایلو(قران، سنت، اجماع او قیاس) له مخې تاج الفروض دی. د صحابوو اجماع په ډاګه کړې، چې د مسلمانانو یووالی واجب دی او تر هغه لاس ته نه راځي، څو چې خلافت تاسیس نه شي.
د دغه دولت لپاره کار فرض دی او څوک چې دغه لویې فریضې ته شا کړي، ګناه کوي. د خلافت لپاره کار د لمانځه او روژې په څېر فرض دی او تارک یې تر هغه پورې ګنهکار دی، چې خلافت نه وي تاسیس شوی.
دلته پر اسلامي امت ځينې رنځونه، چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان ترې ځورېږي، یادوو او دغه رنځونه له دوو اړخو پر مسلمانانو مسلط دي:
لومړی: د خلافت له سقوط وروسته، د مسلمانانو د وینې تویول؛ په سر کې د فلسطین مبارکې خاورې څخه پیل کوو؛ دغه خاوره د ناوړه مخلوقاتو (یهود) تر پښو لاندې ده، چې په نیولو کې کافر غرب په ځانګړي توګه، فرېب کار او جنایت کار انګلیس ورسره مرسته وکړه.
دغه ذلت په ۱۹۲۴م کال کې، چې کله خلافت نسکور شو، د مسلمانانو په برخه شو. وروسته ملګرو ملتونو په ۱۹۴۷م کال کې د یهود دولت په رسمیت وپېژانده، چې تر اوسه د فلسطین په مبارکه خاوره کې، زموږ د وروڼو وینې بهېږي، کورونه یې ویچاړېږي، هره ورځ ځوریږي او په خوارۍ کې ژوند کوي.
لا هم له خپلې خاورې شړل کېږي او د دغه حالت څخه د ژغورلو په موخه، په خپلو مسلمانو وړنو او پوځونو غږ کوي، چې د اسرا او معراج خاوره، د یهود له چټلیو پاکه او ازاده کړي.
که بل نوي ټپ ته اشاره وکړو، شرقي ترکستان او زموږ د ایغور وړونه دي؛ دوی ډول ډول شکنجه کېږي او عذابونه ویني، څوک يې غږ نه اوري او حتا رسنۍ د دوی په ځورونو او دردونو سترګې پټوي!
په ایغور کې په ۱۹۴۹م کال کې له یو میلیون څخه ډېر مسلمانان ووژل شول.
کله چې کمونیستي ریژیم، په چین کې د ماوتسي تونګ په مشرۍ واکمني پیل کړه، ۳۵ زره جوماتونه ویچاړ شول او نن يې چې د نړۍ نیم اقتصاد خپل کړی، دیانت تر څار لاندې راولي په ځانګړې توګه د مسلمان ځوانانو څارل، د چین له سیاستونو څخه یو سیاست دی.
چین په دغه سیمه کې، چې کوم ظلمونه، اعدامونو او نیول کوي، ډېری اویغوري مسلمانان یې په تېښته مجبور کړل، خو په بهر کې یې هم تر تعقیب لاندې ونیول او د ځینو نړیوالو بنسټونو په وسیله یې، د تندروۍ په نوم بندي کړل؛ په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا او پاکستان مسلمانان.
دغه راز چین د ایغور مسلمانانو پاسپورټونه بند کړل او فضا یې ورباندې تنګه کړه، څو عبادت و نه کړي، عمومي کارمندان او زدکونکي یې د روژې له نیولو منع کړل او چا به چې د اسلام شعایر ښکار کول، هغه به بندي کېدل.
د دغه عنوان لاندې( چین مسلمانان، څېړي، څوک چې د ږيره لرونکو خلکو او حجاب لرونکو ښځو راپور ورکړي، مالي مکافات ورکول کېږي) مسلمانان تر څارنې او پلټنې لاندې دي.
منبع: (دیار ورځپاڼې او وېبپاڼې، د چین له محلي مجلې نقل کړی دی.)
دغه راز د مسلمانو ښځو د شنډولو، پېښې هم په سیمه کې ثبت شوې دي.
د شینګونګ اسنادو د ایغور په اړه داسې ذکر کړي، چې چیني چارواکي هوډ لري، زرګونه ایغوري مسلمانې ښځې شنډې کړي. امریکایي فارین پالیسي مجلې د چین دغه ډول کړنه، ټولوژنه بللې ده.
همدا راز که یمن ته وګورو، هېڅ کور له وژنو نه دی پاتې، که هغه د خلیج د حکامو د الوتکو په وسیله وي، که د ښکېلو مزدورو لورو تر منځ د بل شوي اور، یا د غلام حکامو د نیابتي جګړو چې ډېری کسان پکې، ټپي، معیوب او بندي شوي او فقر هم ورسره ډېر شوی دی.
د یمن د خلکو دغه ذلت او ځورونه د ۲۰۱۵م کال د مارچ په ۲۶ مه نه دی پیل شوی، بلکې د دغو خلکو ځورونه د اسلامي حاکمیت له سقوط وروسته پیل شوې، چې ورسره یمن په وینو کې ډوب شو، هغه هم د غربي هېوادونو په جنجالونو کې.
په تېرو سلو کلونو کې، یمن د ډېرو قربانیو شاهده و، چې د یمن په شمال او جنوب کې غربي حکامو له خلکو واخیسته، سلګونه بې ګناه کسان پکې ووژل شول او مالي تاوانونه خلکو ته واوښتل.
همدارنګه د یاودنې ده، چې په ۱۹۶۳م کال کې د یمن په جنوب کې د ملي او تحریر جبهې تر منځ خونړۍ جګړه وشوه او په ۱۹۸۶م کال کې ډېری کسان ووژل شول. دا راز د یمن منځنۍ سیمه په ۱۹۷۸م کال کې د دغو جبهو د جګړې شاهده وه. په ۱۹۹۴م کال کې د شمال او جنوب حکامو تر منځ جګړه وشوه.
همدار راز شپږ جګړې چې د ۲۰۱۰م کال څخه پیل شوې، خلک او ځمکې یې هلاکه کړه، هغه هم کفارو ته د چاپلوسۍ لپاره او یادې جګړې ټولې نیابتي، جګړې وې. دا د یمن حالت دی، چې یو وخت یې د اسلامي دولت تر سیوري، د عزت او خوښۍ ژوند درلود.
موږ نه غواړو د امت د بچیانو د پوهاوي په اړه دلته ټولې پېښې، چې مسلمانان ترې ځورېږي، یادې کړو. همدا درې بېلګې بس دي، خو مهه دا ده، چې پوه شو، چې د دغه مصیبتونو عامل، کافر غرب، غلام حکام او د امت د سرپرست (خلافت) نشتون دی.
دویمه برخه: د امت د پانګې چور د دښمنانو لخوا، په مستقیم ډول د امت د ځینو ناخلفو بچیانو په وسیله ترسره کېږي.
الله سبحانه وتعالی امت ته بې ساري شتمني ورکړې ده. خو دغه شتمني زموږ لپاره د هوساینې پر ځای د بدبختۍ سرچینه ګرځېدلې ده؛ ځکه د غلامو حکامو پر وسیله، غرب راباندې مسلط شوی دی. تيل، ګاز، معدنونه، حاصل خیزې ځمکې، تنګي، سمندرونه، خلیجونه او سیندونه دغه ټولې شتمنۍ په اسلامي خاوره کې راټولې شوې دي. ډېری اسلامي خاورې وینو، چې شتمني لري، خو خونړۍ جکړې پکې دي او خلک یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د حیرانتیا وړ ده، د خلیج ځينې کوچني دولتونه له پورته طبیعي زېرمو ډک دي؛ خو وګړي یې داسې ګټه نه ترې اخلي، چې الله سبحانه وتعالی ترې راضي شي. مزدور حکامو په دې خاورو کې د فساد دروازې پرانيستې دي. لکه: بهرني بورسونه، سودي بانګونه، سهامي شرکتونه او هټلونه يې پرانیستي، څو داسې اعمال تر سره کړي، چې د الله سبحانه وتعالی د غضب لامل شي او ځینو د امت پانګې، چور کړې، چې په امریکا او اروپا کې پانګونه پرې وکړي.
دواړه لوري(غرب- غلام حکام) هغه څوک دي، چې د اسلامي خاورو او غریبو وګړو شتمنۍ خوري. دلته د یوې شتمنې خاورې بېلګه وړاندې کوو، چې له بده مرغه خلک یې له لوږې مري.
نایجیریا: د هېڅ څېړونکي لپاره، پټه نه ده، چې نایجیریا، غني خاوره ده، چې معدنونه او تېل لري.
نایجیریا د مهمو دولتونو له ډلې ده، چې تیل، ګاز صادروي او د اوپک سازمان غړې هم ده.
دغه هغه پانګې دي، چې د استعماري دولتونو په ځانګړي توګه: انګلیس او امریکا د خولې اوبه یې وچې کړې دي؛ د معدني پانګو او تیلو له امله یې استعمار کړې هم دي. دغه راز چین غواړي په افریقا کې له دغو هېوادونو سره په استعمار کې برخه واخلي او غواړي دلتا سیمه، چې اسلامي خاوره ده پر خپله ولکه کې راولي.
دغه سیمه د طبیعي زېرمو له امله په نړۍ کې بې سارې شتمنه ده. له همدې امله جګړې او وسله وال فعالیتونه پکې کېږي او هر ستونزه هلته د تیلو پر محور را څرخي. په ۱۹۵۸م کال کې، کله چې د نایجیریا دلتا سیمه کشف شوه، له ټولو څخه بې وزله ده او د جګړو له امله ډېره ګکړتیا هم په دغه افریقایي دولت کې شتون لري. د حیرانتیا وړ ده!
نایجیریا د دومداره جګړې شاهده ده. له همدې امله یې خلک هجرت کوي او د دغو ټولو ستونزو اصلي جرړه، نړیواله جګړه ده، چې د امریکا او انګلیس مزدورانو تر منځ ادامه لري.
د خلافت له سقوط وروسته، اسلامي خاورې د هر اشغالګر د جګړو ډګر کرځېدلې دي.
په اسلامي خاورو کې فقر لوړ شوی دی او ۸۷ میلیونه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې ټول ټال ۵۰ سلنه د یادو خاورو وګړي کېږي.
نایجیریا په ۲۰۱۹ م کال کې په نړۍ کې تر ټولو فقیر هېواد و. د هند په اړه وورلد بو فرتي کلوک تحقیقي بنسټ، راپور ورکړی، چې تر ۲۰۳۰م کاله به ۱۲۰ میلیونه کسان فقیر شي؛ مانا دا چې د فقر کچه به د ۴۴.۱ سلنې څخه ۴۵.۵ سلنې ته لوړه شي.
اوس پوښتنه دا ده، چې د پانګې په اړه څېړنې څه کېږي؟ ولې د دغو سیمو خلک، د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي؟ ولې مهاجر کېږي او وژل کېږي؟ د اسلامي خاورو پانګه کفري ملکونو ته د کمو پیسو په بدل کې لېږدول کېږي، صنعتي څرخ یې په حرکت راولي او د راحتۍ زمینه یې د ځان لپاره پرې چمتو کړې ده. خو د دغو پانګو اصلي څښتنان په بدمرغۍ او سختۍ کې ژوند کوي.
دا د اسلامي امت د ځورونو یوه کوچنی برخه وه، چې د نظام د نه حاکمیت له امله پرې تحمیل شوې ده. هغه نظام چې سل کاله مخکې له منځه ولاړ او نن بله هېڅ لاره نه لرو، مګر دا چې له حزب التحریر سره کار وکړو. هغه حزب، چې د اسلامي امت په منځ کې د خلافت لپاره کار کوي.
اې مسلمانو! تاسو د خلافت د تاسیس لپاره رابولو، څو له روانو ناخوالو وژغورل شو او د الله سبحانه وتعالی دین په ځمکه کې بیا عظمت پیدا کړي.



د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالهادي حیدر- ولایه تونس
ژباړن: الهام پردېس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې