جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خلافت بیا تاسیسوو، خپلو جوماتونو او مقدساتو ته له سره ژوند ورکوو او کفر پر خپل ځای کېنوو!
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت بیا تاسیسوو، خپلو جوماتونو او مقدساتو ته له سره ژوند ورکوو او کفر پر خپل ځای کېنوو!

(ژباړه)

په نړۍ کې میليونونو کسانو د یوه کال په موده کې له نړيوالو او داخلي رسنیو څخه، د حاکمو نظامونو، نهادونو او صحي وزارتونو واقعیتونه لیدلي او د ماتې شاهدان يې دي. د دغو نهادونو په سر کې د روغتیا نړيوال سازمان دی. د کرونا وبا پر وړاندې د مقاماتو او مسوولینو ماتې، چې زرګونه کسان يې مړه کړل، سیاسي  او سازماني بې غوري، د مړينو چټک زیاتېدل، د صحي تجهیزاتو کمښت او د حل موندې ورو حرکت، خلک سخت اندېښمن کړي دي. خو دغه ماتې هېڅ د حېرانتیا وړ نه ده؛ ځکه بشر د ژوند په  ایماني، سیاسي، اقتصادي، ټولینزو، پوهنیزو، خدماتي او صحي  برخو  کې، د سقوط په حال کې دی. روغتیايي برخه هم په ټولنه کې د نورو برخو په څېر په نړيوال نظام کې، د یوه بازار په څېر ده، چې واکسین، دارو او خوراکي مواد پکې پلورل کېږي. لکه څنګه چې بیولوژيکي او د تحقیقاتي وسلو فابریکې، په سخت حالت کې د بشریت په وژلو کې لومړی ځای خپل کړی. دغه جنایت په داسې حال کې تر سره کېږي، چې نړۍ په علمي او ټکنالوژيکي ډګر کې پرمختګ کړی دی. وروسته له هغې چې اسلامي خلافت په ۱۳۴۲ هـ.ق کال د رجب په ۲۸ مه، چې د ۱۹۲۴م، د مارچ له درېیمه سره برابره ده، سقوط وکړ او په سلو کلونو کې د پانګوال نظام په پلي کولو سره، دغه ډول پېښې د بشر او امت لپاره یو طبیعی امر دی.

  د نړۍ پر رهبرانو د پوره باور نه شتون، نا امني  او د داسې حاکم نه شتون، چې د خلکو امور سرپرستي کړي، داسې  یوه صحنه ده، چې مسلمانان يې هره ورځ ګوري. مخکې له دې چې الله سبحانه وتعالی کرونا وبا راولي، اسلامي امت له دې څخه په سختو او خطرناکو بلاوو او مصیبتونو کې ګیر دی. ټولشموله او واقعي وبا د مسلمانانو لپاره دا ده، چې په خپله خاوره کې يې کفري نظامونه پلي کېږي، د داسې کسانو غلامان شوي، چې مصیبتونه او بلاوې پرې راولي. په داسې حال کې چې اسلام د ژوند اړوند هېڅ څه نه دي پټ کړي، خو دا چې هغه يې ښکاره کړي؛ لکه څرنګه چې الله سبحانه وتعالی ټول شرعي احکام په فرد، ټولنه او دولت پوري تړاو لري، نازل کړي، څو بشر باثباته او ارام ژوند ولري. هغه څه چې یوازې حکام یې باید وکړي دا دي چې قران کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته مراجعه وکړي. دغه راز لارښوونه ورته کوي چې څرنګه له مصیبتونو سره مبارزه وکړي. له غرب سره د اسلامي خاورو هېوادونو وفاداري د دې لامل شوې، چې مسلمانان منحط کړي. دغه ډول پېښې د پانګوال نظام اصلي څېره ده، دا هغه اېډیالوژي ده چې پر نړۍ د ګډ سياسي او مادي ګټې پر اساس حاکمیت کوي. دغه راز د انسان ژوند ته هېڅ راز ارزښت نه ورکوي؛ ریا، نفاق، بې عدالتي، ظلم او دېته ورته معیارونه او خطرناکه لارې چارې یې په مسلمانانو کې عامې کړي دي.

په اسلامي خاورو کې حاکم سیکولار مشران او نظامونه یې د ښکېلاکګرو په مرسته او له کرونا وبا څخه په استفادې د اسلام پر وړاندې خپلې جګړې ته لار شدت ورکوي. د نړيوالو کفري سازمانونو او روغتیا نړيوال سازمان د لارښوونو له مخې په ټوله نړۍ کې مسلمانان د جمعې له لمانځه منع شوي. تر هغه ځایه چې د جوماتونو ملا امامان يې نیولي او لمونځ کوونکي يې وهلي او ډبولي دي. په اشغال شوي فلسطین کې يې الاقصی جومات بند کړ او مسلمانان له لمونځ کولو محروم شول. په داسې حال کې چې دروازې يې د یهودیانو او سیل کوونکو پر مخ پرانيستې دي. همدارنګه په مصر او تونس کې هم مسلمانان د جمعې لمانځه ته د تللو پر مهال له وهلو او شکنجې په امن کې پاتې نه شول.  

دغو مفسدینو جوماتونه بند کړي، په داسې حال کې چې فساد کوونکي په ډاډه زړه خپل فساد ته دوام ورکوي. دغه راز بازارونه، تجارتي مرکزونه، بانکونه او رسټورانټونه فعالیت کوي. دغه نظامونه اجازه ورکوي، چې لوی دولتي فعالیتونه او کنفرانسونه جوړ شي، پرته له دې چې د وبا د مخنیوي لپاره يې څه کړي وي. هغوی غواړي چې مسلمانان له خپل دين څخه لرې کړي او د لمانځه حلقه وشلوي. جوماتونه بند کړي، لمونځ کوونکي وځوروي او غواړي په دې ډول خپله توطیه په ډاګه کړي. ځک له هغه وخته د فلسطین مبارکه خاوره او الاقصی لومړنۍ قبله او درېیم حرم اشغال شوی. ځکه چې هغه وخته د بما انزل الله حاکمیت او اسلامي دولت سقوط وکړ او د مسلمانانو حالت خراب شو؛ هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي وو او هغه دولت چې اسلام یې پلی کاوه، له منځه لاړ.

له ابو امامه رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«لَتُنْتَقَضَنَّ عُرَى الْإِسْلَامِ عُرْوَةً عُرْوَةً، فَكُلَّمَا انْتَقَضَتْ عُرْوَةٌ تَشَبَّثَ النَّاسُ بِالَّتِي تَلِيهَا، وَأَوَّلُهُنَّ نَقْضًا الْحُكْمُ وَآخِرُهُنَّ الصَّلَاةُ» (رواه ابن حبان في صحيح)

ژباړه: د اسلام حلقې يو پر بل پسې شلېږي، هر کله چې یوه حلقه وشلېږي، خلک پر بله منګولې لګوي، لومړۍ حلقه چې وشلېده د اسلام حاکمیت و او وروستۍ يې لمونځ دی.

که څه هم میلیونونه مسلمانان په نړۍ کې ژوند کوي، خو بیا هم مکي حرم  له لمونځ کوونکو خالي دی، د جماعت او جمعې لمونځ نه اداکېږي، د مکې دروازه د مسلمانانو پر مخ تړل شوې ده، چې دا د مسلمانانو لپاره تر ټولو بد حالت دی. دا هغه څه دي چې د خلیفه پر نشت دلالت کوي. څوک چې د اسلام او د هغه د شعایرو لپاره، په ورته حالاتو کې پاڅون کوي. مسلمانانو نور د اسلامي خلافت نشت درک کړی دی. هغه دولت چې مسلمانانو ته وحدت وربښي او له الله سبحانه وتعالی څخه د مسلمانانو په اړه وېره لري. دغه راز د امورو سرپرستي، له عقایدو یې دفاع، له ذهنونو، بدن، خاورو او پانګو څخه يې هر اړخیزه ساتنه کوي.

د خلافت او د بما انزل الله تعالی له حاکمیت پرته، کفار پر نړۍ حاکم شوي او پرته د مسلمانانو له خلیفه، ځواکمن دولت او ځواکمنې اردو له سر خوږي حکومت کوي. اسلامي امت یو واحد امت دی، خو نن وخت يې وحدت یو دولت نه شي تمثیلولی. پر هغه واحد خلیفه چې یوازې اسلام پلی کوي، حکومت نه کوي. له همدې امله اسلامي امت، سیاسي، اقتصادي او نظامي پرېکړې نه شي کولی. د مسلمانانو دښمنان، د اسلامي خاورو د بېلولو، د مسلمانانو له وژلو او کډوالو څخه لاس نه اخلي، تر دې پورې چې مسلمانان يې مجبور کړي، چې کفري هېوادونو ته کډوال شي، لکه؛ د سوريې، اشغال شوي فلسطین، افغانستان، چیچین، عراق، کشمیر، هند، افریقا، مصر، سوډان، لیبيا، قبرس او اندلس مسلمانان. دغه راز مسلمانان په دغو خاورو کې بې چاره او کمزوري دي. استعمارګر کفار د تړونونو، خاینانه هوکړو، استعماري فرعی او اساسي قوانینو په وسیله پرې حاکم شوي دي. مسلمانان بېوزله شوي، په داسې حال کې چې خپله د ډېرو پانګو مالکان دي. پر حیثیت يې لوبې کېږی، په داسې حال کې چې خپله عفت او پاکي لري. د دین او دنیا په چارو کې غافل او جاهل شوي دي، خو خپله د علومو، فنونو، روغتیا، ریاضیاتو او نجوم برخو بنسټګر دي. ذلیل او حقیر دي، په داسې حال کې چې نیکونه يې فاتحان او مجاهدین وو؛  نیکونه يې هغه کسان وو چې په خپلو وینو يې دنیا وګټله او د تاریخ په لویه برخه (د خلافت په زرین  او فعال اسلامي ژوند کې) پر نړۍ حاکم وو؛. هو! د مسلمانانو د ژغورنې یوازینۍ لار دا ده چې بېرته اسلامي خلافت تاسیس کړي، څو چې اسلامي امت ته بېرته ژوند ورکړي، امت واحد شي او دولت يې راشي، چې له دې سره به الله سبحانه وتعالی راضي شي.  دا هغه څه دي چې هر فعال مسلمان يې باید وکړي.

الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

 ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾

[سورة الأنفال: 24].

ژباړه: اې! هغو کسانو چې ایمان مو راوړی؛ د الله سبحانه وتعالی او پیغمبر صلی الله علیه وسلم دعوت ومنئ، کله چې تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي، چې تاسو ته ژوند درکوي.  پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی او د قیامت په ورځ به د هماغه لوري ته ورغونډ شئ.


لیکونکی: غادة محمد حمدي – ولاية السوډان

ژباړن: الهام پردېس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې