جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
لوېدیځو کفارو خلافت څنګه ونړاوه؟ په حقیقت کې دوی د یوه مهم پلان له مخې دغه کار ترسره کړ، خو هېڅکله به ونشي کولای چې یو غر چپه کړي.
بسم الله الرحمن الرحيم
لوېدیځو کفارو خلافت څنګه ونړاوه؟ په حقیقت کې دوی د یوه مهم پلان له مخې دغه کار ترسره کړ، خو هېڅکله به ونشي کولای چې یو غر چپه کړي.

یوه پېړۍ وړاندې د ۱۳۴۲هـ.ق، د رجب مبارکې میاشتې په ۲۸مه، چې د ۱۹۲۴م، د مارچ له درېیمې سره برابره ده، د بریتانیا په مشرۍ غربي کفارو د فرایضو مور او امت سپر(خلافت) چې له امت څخه به یې د الله تعالی له دشمنانو څخه ساتنه کوله ونړاوه. د خلافت له ړنګولو وروسته، دوی هغه څه ترلاسه کړل چې په پېړیو پېړیو یې ورته زیار ایستلی و. دغه حالت له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د امامة الباهلي په واسطه روایت شوی دی:

«لَيُنْقَضَنَّ عُرَى الْإِسْلَامِ عُرْوَةً عُرْوَةً فَكُلَّمَا انْتَقَضَتْ عُرْوَةٌ تَشَبَّثَ النَّاسُ بِالَّتِي تَلِيهَا وَأَوَّلُهُنَّ نَقْضًا الْحُكْمُ وَآخِرُهُنَّ الصَّلَاةُ»

ژباړه: د اسلام ارکان به یو پر بل پسې نه تطبېقېږي، کله چې یو نشي عملي بیا به خلک بل یو راونیسي، خو هغه چې لومړی به له منځه ولاړ شي هغه به خلافت (د اسلام حاکمیت) وي او اخري به لمونځ وي.

په دغه مبارک حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د تورو او دردوونکو پېښو، چې هغه د اسلام د حاکمیت له منځه تلل دي، یادونه کړې ده. د هغه دولت له منځه تلل دي، چې د ۱۳۰۰ کلونو لپاره یې په ټوله نړۍ باندې حاکمیت درلود. همدارنګه په پورته حدیث شریف کې د خلافت حاکمیت ته هم اشاره شوې ده. خلافت یوازینی نظام دی، چې د مسلمانانو تر منځ د یووالي لامل ګرځي. له هغو وروسته تر نن پورې حاکمان مسوولیت لري، چې پوره اسلام تطبیق کړي، تر څو د الله سبحانه وتعالی دین عملي شي او ټولنه له هر ډول ستونزو او ناورینونو څخه خوندي وساتل شي.

کفارو د اسلامي دولت (خلافت) د له منځه وړلو لپاره د اسلامي امت تر منځ د تفرقې اچولو لپاره بېلا بېلو لارو چارو لکه له نشنلېزم او د تعصبونو رامنځته کولو څخه کار واخیست. بالاخره اسلامي دولت (خلافت) یې له منځه یووړ. اروپایي قدرتونو د بریتانیې، فرانسې او روسیې په مشرۍ په دې اړه فکر کاوه، چې څنکه د مسلمانانو تر منځ وطن پرستي رامنځته کړي او عثماني خلافت ونړوي. دغه مفکوره یې په ټولو هغو اسلامي خاورو کې خپره کړه، چې د اسلام تر بیرغ لاندې د خلیفه په لاس باندې اداره کېدلې، خو د دوی اصلي هدف عرب او ترکیه وه. د دغه خطرناک ماموریت په وسیله یې وکولای شول چې د مسلمانانو د ښارونو تر منځ بېلابېل مرکزونه لکه بغداد، دمشق، بیروت، قاهره او جده رامنځته کړي. دوه ډېر مهم مرکزونه یې جوړ کړل، تر څو دغه ماموریت په ښه ډول تر سره کړي، یو یې استانبول و، چې اسلامي دولت یې همدلته ونړاوه او بل یې بیروت و، چې هغه یې د عربي ژبو مسلمانانو تر منځ په ولایتونو ووېشلو.

د دغو دسیسو یوه مهمه لاسته راوړنه په ۱۹۱۶م، کال کې وروسته له هغه په ډاګه شوه، چې د بریتانیا جاسوس او ټي لاورنس مکې ته راغی او شریف حسین چې د خلیفه له خوا په استانبول کې ګومارل شوی و، نوموړی یې د حجاز مشر وټاکه. دوی نوموړي ته وویل: «موږ به ستاسو خاورو ته چې ترکي عثمانیان ورته په بده سترګه ګوري ازادي ورکړو او تاسو به ازاد کړو او ته به د عربو پاچا وې.» هغه وخت شریف حسین د ۷میلیونه مسلمانانو پروړاندې خیانت کولو ته ملا وتړله. شریف حسین د مسلمانانو ۱۳۰۰ کلن شان او شوکت له خلافت څخه د ازادۍ اخیستلو سره له منځه یووړ او له خپلو یادو کافرو بادارانو (بریتانویانو) سره یې نظامي اتحاد وکړ. شریف هم د عبدالعزیز السعود تګلاره غوره کړه؛ هغه چې نوموړي د ۱۹۱۵م، د ډسمبر په ۲۶مه له بریتانیې سره یو تړون لاسلیک کړی و، چې له مخې یې په ۱۹۳۲م، کې د سعودي پاچاهي تشکیل کړله.    

استامبول چې هغه وخت د خلافت مرکز و، خو د کفارو له خوا د اسلامي دولت په له منځه وړلو کې ورڅخه ګټه اخیستل کېدله. دوی یو څو مهم کارونه وکړل، لومړی مهم او ورانوونکی کار یې دا و چې د ترکي ځوانانو لپاره یې د اصلاح یو سیاسي حرکت جوړ کړ، چې په دغه طریقه یې وکولای شول د عثماني خلافت پر ځای د سېکولر دولت بنسټ کېښود. مصطفی کمال اتاترک د خلافت پر وړاندې جګړه او د خلافت پر ځای د جمهوریت د تاسیس لپاره ترکي جګړه رامنځته کړه. وروسته کمال خپل ماسټر پلان په ډېر احتیاط سره عملي کړ، چې اوسمهال د  کمالېزم یا کمالیستي ایدیولوژي په نوم سره یادېږي. په دغه استراتیژي باندې باورمندو او د اتاترک متحدینو په ښکاره د اسلامي ارزښتونو تر سوال لاندې راوستلو  باندې پیل وکړ او داسې نظریې به یې ورکولې چې اسلام له اوسني ساینس سره سمون نه لري او سېکولرېزم يې د عصري کولو لپاره اړین ګاڼه.  دغه ظالم پاچا په ۱۹۲۳م، او په لاسین کې یو له شرمه ډک تړون لاسلیک کړ، چې په دغه تړون کې بریتانیا د عثماني خلافت پر وړاندې خپلې شومې موخې لکه د خلافت لغوه کول، د خلیفه تبعید یعنې له ترکیې څخه یې د کورنۍ ویستل، د خلیفه د ټولې شتمني ظبتول او د سېکولر دولت اعلانول یې ورباندې ومنل. د مصطفی کمال تر شا کفار ولاړ وو، تر څو دغه لوی خاین یو لوی خیانت لکه په رسمي ډول سره د خلافت لغوه کول یې اعلان کړل او په ترکیه کې یې سېکولر دولت اعلان کړ. دغه راز له هغه اسلامي دولتونو څخه یې ترکیه بېله کړه،  چې د عثماني خلافت یوه برخه وو. په حقیقت کې د دغه تړون توطیې د اسلام د ۱۰۱م عثماني خلیفه په وخت کې ولیدل شوې او سلطان عبدالمجید له اوسنۍ سېکولر ترکیې څخه تبعید شو. 

دا چې ښېکلاکګرو خلافت څه ډول ونړاوه، ځواب دا دی چې هغه وخت اسلامي امت په ناورینونو او کړکېچونو کې و او الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِندَ اللهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ﴾[ابراهیم: ۴۶]

ژباړه: هغوی خپلې ټولې دسیسې په کار واچولې، خو د هغوی د هرې دسیسې له منځه وړل له الله تعالی سره و، که څه ههم چې د هغوی چلونه قوي وو، خو دومره هم قوي نه وو، چې د الله تعالی د محکمو فیصلو مخه ونیسي.  

له استعمارګرانو سره ملیت پالنې د خلافت په راپرځولو کې ډېره مرسته وکړه او د کارتونيک دولتونو په تاسیس کې یې هم له ستعمارګرانو سره مرسته وکړه. دغه راز له مسلمانانو څخه یې د یووالي فکر واخیست. هر وخت به چې د مسلمانانو د یووالي لپاره هڅې ترسره کېدلې، نو د ډېرو کمزور خلکو لکه عربي ټولنې او د اسلامي هېوادونو سازمان په لاس به یې له منځه وړلې. دغه سازمانونه د دې لپاره تیار شوي وو، چې د مسلمانانو د بچیانو تر منځ بېلتون دایمي کړي، لکه څنګه چې دوی د مسلمانانو تر منځ پولې وساتلې او د مسلمانانو تر منځ یې موانع رامنځته کړي، چې په همدې ډول استعمارګرانو د سایکس ـ پیکو خطرناکه برنامه جوړه کړه.

لویدیځ د خلافت په ارزښت ځان ښه پوه کړ او بیا یې له خپلو ټولو هلو ځلو سره خلافت ونړاوه. په واقعیت کې دوی پوه شول چې یوازینی نهاد، چې د مسلمانانو تر منځ یووالی راولي هغه خلافت دی. بالاخره دوی اوس ډېره هڅه کوي چې د خلافت د بیا تاسیس مخنیوی وکړي او دغه کار ته ورځ په ورځ زور ورکوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُون﴾[التوبه: ۳۲]

ژباړه: دوی غواړي چې د الله سبحانه وتعالی نور خاموش کړي، خو الله سبحانه وتعالی دغه کار نه غواړي او خپل نور به پوره روښانه کوي، که څه هم په دې کار کفار سخت خواشیني کېږي.

د خلافت د نړېدو د سلمې کالیزې په یاد کې، یوازې موږ مسلمانان یو، چې د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره خپلې هلې ځلې دوه برابره کړو، ځکه چې خلافت یوازینی بنسټ دی، چې په وسیله به یې مسلمانان سره متحد او یو موټی شي او ارام ژوند به وکړي.

خلافت تاسیس کړئ

أقيموا_الخلافة

#ReturnTheKhilafah

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: شاباني موالیمو

په کینیا کې د حزب التحریر ویاند

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې