جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت د نه شتون مانا
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت د نه شتون مانا

 (ژباړه)

د اسلامي خلافت د نه شتون او د الله سبحانه وتعالی له شریعت پرته حاکمیت، اسلامي امت ته ډېر زیانونه اړولي دي. د امت لپاره نه عزت پاتې دی، نه کرامت او نه هم امن او امان. امت چې له هر غم سره مخ دی او په ژوند کې اغیزمنتیا نه لري او نه پرې حساب کېږي، امت چې غم خوار او سرپرست نه لري او رباني علماوو ته ډېره اړتیا لري؛ هغو علماوو ته چې د حق په ویلو کې پرته له الله سبحانه وتعالی نور له هېچا و نه ډار شي؛ د مرګ وېره، زندان او شکنجه هغوی د لا اله الا الله د لوړولو او حق ادا کولو څخه را و نه ګرځوي،  ویلی شو چې امت د خلافت د نه شتون له امله ټول څه له لاسه ورکړي دي.

اسلامي امت د خلافت په نه شتون کې ځواک او واک بایللی دی او  سیاسي پرېکړې يې د نورو په واک کې دي. کله چې په ۱۹۲۴م کال کې خلافت راوپرځېد، د قوانینو سیادت له اسلام څخه واخیستل شو او له هغه ورځې پر امت انګلیسي، فرانسوي او د نورو کفري دولتونو قوانین حاکم شوي دي. د شریعت لپاره هېڅ سیادت او رهبري نه ده پاتې او په سایکس پيکو دولتونو کې د الله سبحانه و تعالی د دین لپاره هېڅ ارزښت نه لیدل کېږي.

اسلامي امت د نړیوال دریځ د یوه فعال، ژوندي، د ستونزو او پېښو پرېکړه کوونکي او نړيوالو پېښو فیصله کوونکي په توګه خپل حضور له لاسه ورکړی دی.  پر اسلامي امت ټولو نړیوالو پېښو اثر کړی دی او په نړیوال سیاست کې منزوي شوی دی.

امت له ۵۰ څخه په ډېرو کمزورو دولتونو باندې وېشل شوی دی او په هر دولت یو کفري نظام او د غرب یو غلام حاکم دی. غرب د دغو دولتونو تر منځ او ان د یوه دولت په داخل کې، اختلافاتو ته لمن وهلې ده، چې په پایله کې یې وژنې زموږ تر منځ په یوه سنت او تګلاره بدلې شوې دي، بېوزلي عامه شوې ده او جهل زموږ د ژوند کیسه ګرځېدلې ده.

د خلافت په نه شتون کې د مسلمانانو مقدسات تر پښو لاندې کېږي، اسلامي خاورې اشغال او وېشل شوې او مسلمانان يې په خپلو منځو کې سره اچولې دي. څو پيړۍ کېږي چې دا حالت دوام لري؛ دا هغه فتنې دی چې غرب او غلامو واکمنانو د خلافت له سقوط څخه وروسته د مسلمانانو په منځ کې د همدې فتنو اور ته لمن وهلې ده. تر هغه ځایه چې مسلمانانو غربي هېوادونو ته لاس اوږد کړی او د  بېوزلۍ له لاسه غربي هېوادونو ته پناه وړي؛ په داسې حال کې چې اسلامي خاورې له معادنو څخه ډکې دي او باید د مسلمانانو په ژوند کې د ستونزو د هواري لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

دا د خلافت د نه شتون او د امت د ځواک له لاسه ورکولو مانا ده. خو د دغو ستونزو او مصیبتونو څخه د وتلو یوازینۍ لار د نبوت پر منهج د خلافت بیا تاسیس دی.

لیکونکی: استاد فرج ممدوح

ژباړن: الهام پردېس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې