سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ښځې په اړه د اسلام او کپټلېزم نظر
بسم الله الرحمن الرحيم
د ښځې په اړه د اسلام او کپټلېزم نظر

 (ژباړه)

د سوډان د ازادې برخې حرکت رییس مني ارګو مناوي پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي: «په ګارد کې د مېرمنو د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خبرې اترې، چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د نومبر له ۲۵مې سره برابره ده؛ په حقیقت کې دا ورځ د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ورځ ده او بیا څه عیب لري چې په ګارد کې  ګډون وکړي؟) (سرچینه: سکار نیوز، ۲۰۲۰ م د نومبر ۲۷مه)

هغه څه چې د ازادې برخې جنبش رییس یې ترسره کوي، د معمر قذافي لاره ده چې د سوډان د خلکو له ارزښتونو او باورونو سره په ټکر ده. دغه تګلاره ښځې هغه لور ته بیایي چې د مور او د کور د مېرمنې په توګه د هغوی له طبیعت سره ټکر لري؛ ځکه دا هڅه د ټولنې د مفاهېمو د بدلون لپاره ده. نو اسلام د مېرمنې په لوړ دریځ او مقام سره چې په ټولنه کې یې لري، د شرعي احکامو اړوند یې ساتنه کوي. باید له داسې مزد اخیستونکو ځانونه لېرې وساتي او باید د امت له هغو دښمنانو سره مرسته ونه کړي چې د مېرمنو د چلند او تمدني بحران په هڅه کې دي. هغه بحران چې مېرمنې د روح، اساساتو، فرهنګ او اسلامي تمدن له پلوه منحرفوي. همدارنګه د داسې هڅو په پایله کې یوه مېرمن له فکري پلوه اندېښمنه کېږي او په چلند او واقعیت کې له ستونزو او کړکېچ سره مخ کېږي. دا هر څه د مزدورانو او غرب پلوه سیاستوالو له امله دي، هغه سیاستوال چې په مستقیم ډول یې په سوډان کې د مېرمنو په منځوي کېدو او لارورکۍ کې برخه درلوده او مېرمنې یې له لوږې او فقر څخه د خلاصون لپاره په داسې پالیسیو او تګلارو کې کار کولو ته اړې کړې.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي  د نړيوالې  ورځې په نوم او له ښځو څخه په داسې حالت کې ګټه اخیستل د ((دارفور)) د ښځو له حالت سره همغږي نه لري؛ ځکه هغه مېرمنې تر اوسه په کمپونو کې تیت او په بد حالت کې دي. د پلازمېنې په زړه کې، لوړې بیې او د سون توکي پر هغوی ظلم دی، نیمه ورځ د ډوډۍ د وېش لپاره په کتارونو کې ولاړې وي، پرته له درملو له ناروغیو ځورېږي او داسې نور مصیبتونه او رنځونه چې اوږد لېست تر جوړېږي.

رښتیا هم  کار ښځو ته د یوه عسکر په څېر فرصت نه ورکوي چې خپل ځان او ارزښتونه ثابت کړي او خپلو موخو ته د یوه مناسب او عزتمند ژوند لپاره ورسېږي، ځکه دغه ډول کارونه د هغوی له ښځينه طبیعت سره په ټکر کې دي! هغه څوک چې د غربي ارزښتونو د تقلید هڅه کوي، ملاټر ترې کېږي؛ خو د کومو ښځو حقوق چې په خپلو اعمالو کې له غربي ارزښتونو تقلید نه کوي، هغوی به څنګه کېږي؟

د غرب په باور، د ښځو ستونزه دا ده چې د نارینه په څېر کاري فرصتونه او مطلقه ازادي نه لري؛ ځکه پانګوال نظام غواړي چې له نر څخه د خپلواکۍ فرصت واخلي او دغه کړنه هېڅ کله له طبیعت سره همغږې نه ده.

د ښځو د خپلواکۍ او ازادۍ پایله دا ده چې ټولنه د تباهۍ  پر لور بیایي او دا به داسې ټولنه وي چې خلک به يې نه راټولېږي، ښځې به پرته له سکون، د اخلاقو خلاف او نا پېژندل شویو ارزښتونو پر لور درومي.  همدارنګه ښځه په یوه ماشین بدلوي او د امنیت او خوښۍ احساس ترې اخلي. د هيلو پوره کېدل به يې ناشوني وي او سالم ژوند نه شي ورته رسېدلی. ښځې په ټولنیزو رسنیو کې ګماري، له هغوی ګټه اخلي او د نارینه وو په وسیله پرته له هېڅ احساس لارښوونه ورته کېږي. که هر څومره یوه ښځه هوښياره او پاکه وي، له هغو څخه یوازې د دنیوي او مادي موخو لپاره ګټې اخلي.

د ښځو لپاره د خپلواکۍ ګټلو هڅې او یا له هغه څخه بد حالت چې په غربي ټولنو کې دی، شتون لري او د ګڼو فشارونو وسوسو، بې اساسه باورونو پر اساس غواړي چې د ښځو خصوصي حریم ترې واخلي.  ښځو ته د حللارې په توګه غربي مفاهېم ورښيي.

په کوم واقعیت کې چې ژوند کوو، باید پوره بدل شي؛ نه دا چې موږ له ښځو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په وسیله بدل کړي. د ځوانو ښځو له خوا د ټولو مسوولیتونو قبلول زړه نازړه  او مخالف حالت دی چې د منلو نه دی.

اِنَّ اللّه لا یُغّیِّرُ مَا بِقَوّمٍ حَتّی یُغّیِّرُا مَا بِانّفُسهم [رعد: 11]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی د هېڅ قوم او ملت حالت نه بدلوي (یعنې له بدبختۍ څخه نېکمرغۍ، له ناپوهۍ څخه پوهې، له بې عزتۍ څخه عزت ته نه رسوي) څو خپل ځانونه خپله بدل نه کړي.

اړتیا ده چې د اسلامي حاکمیت، چې ښځو ته ځانګړي ارزښتونه ورکوي، د بېرته راګرځولو لپاره يې پوره هڅه وکړو چې د ټولو لپاره د عزت او عظمت سرچینه ده او په پلي کېدو سره يې ښځو ته د غوره او ښکلي ژوند حق ورسېږي.

لیکونکی: استاذ غادة عبدالجبار (ام اواب) – ولایت سودان)

ژباړن: الهام «پردېس»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې