جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له سیکولرېزم سره د اسلام مخامخېدل
بسم الله الرحمن الرحيم
له سیکولرېزم سره د اسلام مخامخېدل

(ژباړه)

اسلام له نورو دینونو، عقایدو او افکارو سره د مبارزې په حال کې نه دی. ځکه مبارزه په هغه حالت کې کېږي، چې دواړه اړخونه سره هموزن وي، یا هم لږ تر لږه مقابل جانب یې د ځواک له پلوه یو څه ورته نیږدې وي. مثلاً په یوه لوبغالي کې د یوه ماشوم او یوه قوي ورزشکار یا حرفه یې بوکس وهونکي له یو بل سره مبارزه عاقلانه کار نه دی. نو اسلام له ټولو هغو دینونو، عقایدو او افکارو سره د مبارزې په حال کې نه دی، چې بشر جوړ کړي او هېڅ پروا یې هم نه کوي. یوازې اسلام پر ټولو دینونو او عقایدو شاهدي ورکوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿ لِیُظهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ﴾ (توبه: 33)

ژباړه: تر څو هغه پر نورو ټولو دینونو بریالی او غوره وګرځوي؛ که مشرکانو ته خوند هم نه ورکوي.

پرمختګونه، طرحې، بې ځایه او باطلې خبرې، دین، عقیده او ټول هغه قوانین چې د کفارو له خوا جوړ شوي، له اسلام سره د تشبه وړ نه دي، نو ورسره سیالي کول خو یې ناممکنه خبره ده. یوازې زموږ عدالت د شرق او غرب له ټولو جوړو شوو اصولو غوره دی. دغه راز موږ ته پکار ده، چې د دا ډول نادانانو خولې ورپټې کړو، څو یې ناداني بیرون ته سرایت ونه کړي.

د دغې مقالې لامل او انګېزه، د فرانسې د کم عقله شخص او ښکېلاکګر دولت حاکم ماکرون برید دی؛ چې قوانیو ده اجازه ورکړې، څو خپل قوانین او اصولو له اسلام سره سیال کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَ کَانَ الکَافِرُ عَلَی رَبِّهِ ظَهِیراً﴾ (فرقان: 55)

ژباړه: کافر همېشه د خپل پروردګار پر وړاندې د شیطان ملګری دی.

په قرانکریم کې د کفري طرحو د څېړنو له مخې په واضح توګه ښکاري، چې الله سبحانه وتعالی دغه ډول طرحو ته هېڅ ارزښت نه دی ورکړی. دغه راز نه علمي ارزښت لري، چې د وخت ورکولو مستحق دې واوسي. دغه ډول سپین سترګۍ او خوارۍ د کتلو نه دي. عاقل او هوښیار کسان دا نه مني، چې د الله سبحانه وتعالی خبرې د هغو کسانو له خبرو سره په یوه ردیف کې راولي، چې د خیر او شر بېل بېل خدایان یې درلودل. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِذاً لَّذَهَبَ کُلّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعضُهُم عَلَی بَعضٍ سُبحَانَ اللَّهِ عَمَّا یَصِفُونَ﴾ (مؤمنون: 91)

ترجمه:  که داسې نه وای، نو هر پیداکوونکي به یې خپل عبادت کوونکي ځان ته رابلل او یو له بل څخه به یې ځانونه بهتر بلل، مګر الله سبحانه وتعالی له دغو شرکي صفاتو څخه پاک او منزه دی.

دغه راز هغه کسان چې الله تعالی ته د پلارتوب خطاب کوي، دغه ډول بې اساسه خبرې یې نه دي درولي او الله سبحانه وتعالی د دغو خبرو د رد په اړه فرمایي:

﴿لَو أَرَدنَا أَن نَّتَّخِذَ لَهواً لَّاتَّخَذنَاهُ مِن لَّدُنَّا إِن کُنَّا فَاعِلِینَ﴾ (انبیاء: 17)

ترجمه:که مو غوښتي وای چې سات تیری مو کړی وای، نو د خپل ځان مطابق څیز به مو انتخاب کړی وای، مګر هېڅکله موږ داسې کار نکوو.

دغه راز د هغو کسانو د ظالمانه خبرو د رد لپاره چې ویل به یې؛  ملایکې د الله تعالی لورګانې دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿تِلکَ إذاً قِسمَةٌ ضِیزَی﴾ (نجم: 22)

ژباړه: هغه وخت دا وېش ناعادلانه دی.

همدارنګه د هغو کسانو د خبرو د رد په اړه چې د مسیح علیه السلام په اړه به يې کولې، الله تعالی فرمایي:

﴿وَإِنَّ الَّذِینَ اختَلَفُوا فِیهِ لَفِي شَکٍّ مِّنهُ مَا لَهُم بِهِ مِن عِلمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ یَقِیناً﴾ (نساء: 157)

ژباړه: هغه کسان چې د مرګ په اړه یې یوله بل سره اختلاف وکړ، په دې اړه په شک کې دي. دوی یوازې د ګومان او وهم پیروي کوي؛ په اړه یې هېڅ نه پوهېږي او په قطعي ډول چې هغه یې نه دی وژلی.

قرانکریم د کم عقلانو د مریضو افکارو د رد لپاره ځانګړې طریقه لري او دغه مریض افکار یوازې د هغو کسانو لخوا خپرېږي، چې فاسد عقل لري او لېونیان دي او یا یې هغه کسان خپروي، چې د خپلو خبرو لپاره کمزوری دلیل هم نه لري.

په رښتیا چې له کفارو سره د اسلامي امت مبارزه د مطلق حق لپاره ده، چې لېږدونکی یې امت دی او مصدر یې الله سبحانه وتعالی دی؛ هغه مبارزه چې عقل ته قناعت ورکوي او له سلیم فطرت سره سمون لري. راتلونکی دولت به (که الله تعالی غوښتي و) په دغه ډول بې اساسه خبرو ډېر وخت ضایع نه کړي. یعني تاسو به د دغه ډول خبرو وخت ورنه کړئ، تاسو به یې خوله ورپټه کړئ، چې په هوښ راشي او یا به هم له خپلو خبرو پښېمانه شي. هغه څه چې ماکرون، د هغوی سیکولاریستي افکار او د مسلمانانو په اړه یې چې کومې رسامۍ کړي، د دوی په عقیده کې نشته.

دا برخه د قرانکریم په هغې مکالمې سره پای ته رسو، چې موسی علیه السلام له فرعون سره درلوده، چې هغه ته یې د صحیح عقیدې په اړه توضیحات ورکول. دا چې موسی علیه السلام د الله تعالی له طرفه رالېږل شوی او وروسته د فرعون له طرفه چې هامان ته یې وویل:  

﴿وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا هَامَانُ ابْنِ لِي صَرْحًا لَّعَلِّي أَبْلُغُ الْأَسْبَابَ36 َسْبَابَ السَّمَاوَاتِ فَأَطَّلِعَ إِلَىٰ إِلَٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ كَاذِبًا﴾ (غافر: 36-37)

ژباړه: فرعون وویل: اې هامانه! داسې برج راته جوړ کړه، څو د اسمان دروازو ته ورورسېږم، د اسمان دروازو ته ولاړ شم او د موسی له خدای سره وګورم، که څه هم موسی درغجن بولم.

نو دې پایلې ته رسېږو، چې فرعون د ذهني حماقت په دلیل، د مقدمات له تیارولو پرته پایله غوښتله.

﴿وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ كَاذِبًا...﴾ (غافر: 37)

ژباړه: که څه هم موسی درغجن بولم...

فرعون د بې کچې لوده ګۍ له کبله د دې ادعا وکړه، چې خدای ناقص دی او دغه ادعا د سلیم عقل پر وړاندې دلیل کېدای نشي. ولې فرعون له هامان څخه وغوښتل چې لوړ برج جوړ کړي، څو د خدای په حقیقت پوه شي؟ ولې پورته ځي، ولې ځمکه نه ژوروي، په داسې حال کې چې دا ښه ده ترې؟

کفر یوه ذهني ناروغي ده، چې د ارواپوهنې مرکزونو ته اړتیا لري او موږ د مسلمانانو په توګه داسې کومه عقیده او فکر نه وینو چې له موږ سره مبارزه وکړي. ځکه زموږ دین د نورو ټولو دینونو او عقیدو شاهد دی او هېڅ نقص پکې نشته، خو چې دولت وي او پلی یې کړي. هغه دولت چې پر ځمکه رڼا او د خلکو په منځ کې عدالت او خیر خپروي او دا هماغه د اسلامي خلافت دولت دی. دغه دولت به ضرور کفارو ته په ډاګه کېږي او خلک به له خپلو کورنیو او ملګرو سره اسلام لېږدوي. دغه راز د اسلام په لېږدولو کې یوازې د ابن سرین او موسی بن نصیر مثالونه نه دي. که کفار لږ عقل هم ولري، باید پوه شي چې ځواک به یې فتح او د اسلام او مسلمانانو په لاس کې لوېږي.

لیکوال: خالد الاشقر (ابوالمعتز بالله)

ژباړن: حبیب الله حبیب

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې