جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې ځوانانو او اې هغو کسانو چې بدلون ستاسو په لاس کې دی؛ د غیرت ملاوې وتړئ او میدان ته ودانګئ!
بسم الله الرحمن الرحيم
اې ځوانانو او اې هغو کسانو چې بدلون ستاسو په لاس کې دی؛ د غیرت ملاوې وتړئ او میدان ته ودانګئ!

(ژباړه)

نن ورځ په اسلامي خاور کې د امت ټوله هیله ګوندونو ته ده. ځکه ګوندونه نن ورځ د خوځېدو او نشاط په حالت کې دي او تل د واکمن جنایت کوونکي رژیم له لوري پر هغوی ظلم، زیاتی او د هغوی له لوري ځورول کېږي. واکمنو حکومتونو د غرب په مرسته وکولای شول چې ګوندونه او انقلابونه مهار کړي. پر همدغه اساس، اوسنی ناوړه حالت د بدلون هیله لري او د لومړني ګوند په تمه دی چې هغه جنبش به خلک له اوسنیو ظلمونو، ځورونو او بدبختۍ څخه وژغوري.

د امت واقعیت داسې دی چې ځني عقاید، مفاهېم او احساسات اوس هم د اسلام پر اساس دي او ټولیز روح یې پر هغه متمرکز دی. په اسلامي خاورو کې واکم فساد، غبن او بې عدالتي د اسلامي امت په ذهنونو کې د بدلون رامنځته کېدو لامل شوي دي. ځوانانو  د جبر او ظلم پر وړاندې پخپل مقاومت سره ثابته کړې چې د بدلون لپاره په کافي اندازه ځواک لري؛ که د امت فکر او احساسات خپل حالت ته پرېښودل شي او له منځه ولاړ نه شي، د وخت په تېرېدو سره به په سیي فکر بدل شي او دغه فکر د امت د ویښېدو لامل کېږي او خپل حالت بدلوي.

څو لسیزې وړاندې حتا د بدلون لپاره فکر کول په عام او ځانګړي نظر بد شمېرل کېدل او هغه سیاسي برنامې چې حزبونو د تغیر لپاره له ځان سره دلودې، وړتیا، صداقت او جذابیت ته له کتو پرته د ځمکې پر مخ د بدلون لپاره د تحقق وړ نه بلل کېدې.

دا هڅې د خلکو په نظر چې ناهیلي یې درک کړې وه، له خیال پرته بل څه نه بلل کېدې او هغه نسلونه چې ستر شوي دي، واقعیت یې داسې دی چې د نجونو غوندې بې مېړه په کور کې پاتې شي، د فرعون د سرتېرو په سپکاوي او غلامۍ کې بند پاتې شوي او د یاد حالت د بدلون لپاره یې هیلې له لاسه ورکړې دي.

دا د بدلون لپاره یو سیاسي پیاوړی واقعیت دی چې ترسره کوي یې؛ خو په تاریخ کې له داسې واقعیت سره نه وو مخ شوي. ځکه دغه خنډونه د سیمه‌ییزو بانډونو واکمنې شبکې او سیمه‌ییز ایتلافي بانډونه دي چې په سیمه کې د واکمن رژیم ګټې خوندي کوي او یاد بانډونه د خلکو په چپ کولو کې له وزیرانو سره له مرستې پرته په هېڅ کار کې بریالي نه وو.

پر همدغه اساس، د حیرانتیا ځای نه دی چې د دغه انقلاب لومړني مخکښان په ځوان نسل پورې اړه ولري، چې تازه یې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې او واکمن بانډونه کولای شول چې د دغه نسل پر روح نفوذ وکړي. همدارنګه دغه ځوان نسل له خپلو پلارانو نه ژر په میدان کې راټیټ شو او د غوسې او غضب چیغې یې وهلې.

دغه جنبش د الکترونیکي شبکو له لارې د واکمن بانډ تر اوباشو او ځپونکو ژر پر واټونو نفوذ وکړ، په داسې حال کې چې واکمن بانډ لسګونه کاله کېږي د خلکو د ځپلو او د هغوی د غږ چوپولو لپاره هڅې کوي. دا پېښه د جنوري پر ۲۵مه رامنځته شوه؛ خو د نظامونو وحشت او ظلم په شتون سره یو ځل بیا ځوانانو خپله کرکه او نفرت تکرار کړ او ویې نه شوکولای چې د دویم ځل لپاره سل وهمونه مات کړي، څو رژیم ته ثابته کړي چې تصمیمونو ته یې غاړه نه ږدي. د رژیم د واکمنۍ د ورځو شمېر محدود شوی او دغه سهار به ډېر ژر ووینو.

که په مکه مکرمه کې د اسلامي دعوت پیل او په مدینه کې د هغه تاسیس ته وګورو، پیدا کوو چې ډېری کسانو چې د هغه دولت په تاسیس کې یې رول درلود، ځوانان وو او عمرونه یې د لسو او ۳۰ کلونو تر منځ وو، لکه حضرت علي رضي الله عنه او همدارنګه عمر بلال بن رباح او عمار بن یاسر رضي الله عنهما. دغو ځوانانو دعوت پخپلو اوږو ولېږداوه او هغه ته یې پراختیا ورکړه، چې په پایله کې بریالي شول او په یو منظم بنسټ بدل شول. په واقعیت کې د هغه ارزښت زرګونه چنده شمېرل کېږي. څنګه چې قران کریم ځوان نسل « ذُرِّیّه» تعبیر کړی او الله سبحانه وتعالی د هغو کسانو په حق کې چې پر سیدنا موسی علیه السلام یې ایمان راوړی، فرمایي:

﴿فَمَا آمَنَ لِمُوسَى إِلَّا ذُرِّيَّةٌ مِّن قَوْمِهِ عَلَى خَوْفٍ مِّن فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَن يَفْتِنَهُمْ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ﴾ [يونس: 83]

ژباړه: د هغه د قوم له ځینو کسانو پرته، نورو پر موسی ایمان رانه وړ. له فرعون او د هغه له پلویانو څخه د ډار له امله چې ګواکي هغوی به یې شکنجه کړي، ځکه فرعون په هغه خاوره کې سرغړونکی و.

څنګه چې ذُرِّیه د ابن کثیر په تفسیر کې د ځوانانو په مانا راغلی دی او د عربي ژبې په ویپانګو کې ذُرِّیه د انسان د نسل او بچیانو په مانا راغلی دی. دې ته په کتو چې ځوانان د تاریخ په اوږدو کې له فساد او استبداد سره مخ شوي دي. مستبدین او مفسدین (فرعون او هغه ته ورته نور) د ځوانانو د قتل او وژنو په برخه کې بشپړ حرص لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعاً يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ﴾. [قصص: 4]

ژباړه: له شک پرته چې فرعون په هغه ځمکه کې تکبر وکړ، خلک یې ډلې ډلې کړل، ځینې ډلې یې  کمزورې کولې، د زامنو سرونه به یې ترې غوڅول، نجونې یې ژوندۍ ساتلې، له شک پرته چې هغه د فاسدینو له ډلې و.

همدارنګه ډېری هغه کسان چې د جنایت کوونکي رژیم له خوا زموږ په خاورو کې تورن شوي دي، له نیوونې، ځورونې او وژنو سره مخ شوي دي. دا ځوان نسل دی. د بدلون په برخه کې ځوان نسل مهم عامل بلل کېږي چې د بدلون اصلي تکیه او د ټولنې په وده کې د انرژۍ سرچینه ده. له همدې امله دغه ځوان نسل د فاسدو رژیمونو هدف ګرځېدلی دی. هغوی غواړي چې په ویجاړۍ، له اسلام څخه په لېرې والي او د جهالت په ترویج سره ځوانانو ته دوکه ورکړي.

نو د حیرانتیا ځای نه دی چې نن ځوانان حیران معلومېږي چې ځینې یې یوازیتوب غوره کړی دی او ځینې نور چې منحرف شوي، غیراسلامي افکار یې اخیستې دي؟ دغه منحرف شوي کسان د هغوی پر وړاندې چې له فساد سره مبارزه کوي، سخت دریځ نیسي. پر دې سربېره چې تر اوسه بدلون ته د ځوانانو غاړه ټیټېږي او له اوسني تپل شوي حالت څخه د غوره حالت په لټه کې دي. د رژیمونو تر منځ اوسنۍ جګړه او د بدلون عوامل دا دي چې ځوانان خپلو لیکو ته دننه کړي، ځکه ځوانان د بدلون ځواک او د هغه جوړېدونکي عناصر دي. د لاندې ځانګړنو پر اساس، د بدلون ځواک او د ټولنې د تحول پېژندل کېږي.

۱. ځوانان د ټولنې تر ټولو لوړه طبقه بلل کېږي، په دې مانا چې د هغوی د بدولن بهیر د رژیمونو په محدودیتونو کې نه درېږي. سیاسي حزب، چې د بدلون په لټه کې دی، باید د ځوانانو وړتیا او استعداد ته په کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړي او له هغوی څخه د ټولنې په بدلون کې ګټه واخلي.

۲. ځوانان تر ډېره بدلون منونکي دي. دا په سیاسي نړۍ کې د رهبرۍ ځانګړی حقیقت دی، چې نړۍ متحرکه او د بدلون په حال کې ده. نو له همدې امله، موږ د ماتې خوړولو نظامونو شاهدان یو چې د ځوانانو پر وړتیاوو او استعدادونو لوبې کوي او هڅه کوي چې ځوانان په تړلې کړۍ کې وساتي، څو هغوی د ټولنې پر واقعیت پوه نه شي او هغه څه چې باید ترسره یې کړي، د هغوی مخه ونیسي.

۳. د یوې فوق العاده انرژۍ لپاره یو فکر په حرکت او پرمختګ کې دی. ځوانان د سیاسي موضوعاتو د تفاعل لپاره لېوال دي چې د دوامداره پرمختګ تضمین څرګندوي. په داسې حال کې چې سیاسي خوځښتونه دا نوښت نه لري او هغو په مرګ ګواښي.

۴. کله چې د ځوانانو له پوهې او خوښۍ پر ته یو څه وبښل شي.

۵. ځوانان د ټولنې مهم قوت او همدارنګه د بشري ټولنې په رهبرۍ کې مهمه برخه ده او د جدي او هڅاند سیاسي حزب په تر لاسه کولو سره د بدلون لپاره چمتو دي.

۶. ځواني د ځوانمردۍ او قوت عنوان دی، دا دوې ځانګړنې د سیاسي کارونو لپاره مهم لوازم دي. هغه حزب چې ځوانان پخپلو لیکو کې ځای پر ځای نه کړي، د وخت په تېرېدو سره به په کمزوري او زاړه حزب بدل شي.

په داسې حال کې چې نوی حزب د ځوانانو په وینې په ټولو برخو کې نوی کېږي، خپل ځوانان ساتي او دا چې موږ سخت بنسټیز بدلون ته اړتیا لرو، نه داسې بڼه چې یوازې څېرې بدلې شي او سیستم او نظام بدل نه شي؛ پر موږ واجبه ده چې د ځوانانو ساتنه وکړو، ځکه چې هغوی د بدلون فریښتې دي. څنګه چې تر ټولو لوی دولت چې پېژندل شوی دی، د ځوانانو پر غاړه و او نن ورځ هم ځوانان د هغوی غوندې دي. ځوانان باید د دعوت لیکو ته تغیر وکړي، څو یو ځل بیا پر خپلو اوږو اسلامي دولت پر غاړه واخلي. هغه دولت چې الله سبحانه وتعالی یې ژمنه کړې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [نور: 55]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او غوره کارونه یې ترسره کړي دي، ژمنه کړې او له شک پرته به هغوی پر دې خاوره ځای ناستې کړي؛ څنګه چې تر هغوی وړاندې وو. هغه دین چې هغوی ته یې خوښ کړی، هغه به پر ځای او محکم کړي. د هغوی ډار په ارامۍ او امنیت بدلوي. ځکه چې یوازې زما عبادت کوي او له ما سره به څوک شریک نه کړي او هغه کسان چې تر دې وروسته کافر شي، هغوی فاسقان دي.

او همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم زیری ورکړی دی:

«تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا عَاضًّا فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، ثُمَّ سَكَتَ»

لیکوال: حامد عبدالعزيز

ژباړه: بهیر «ویاړ»

Last modified onیکشنبه, 22 نومبر 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې