جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اونۍ خبره: " امریکا په نړۍ کې سوله غواړي، خو په دې سوله کې امریکا له یوه ځواکمن دریځه خپله خبره کوي"، (ټرمپ)
بسم الله الرحمن الرحيم
د اونۍ خبره: " امریکا په نړۍ کې سوله غواړي، خو په دې سوله کې امریکا له یوه ځواکمن دریځه خپله خبره کوي"، (ټرمپ)

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملګرو ملتونو سازمان ۷۵ مې کلنۍ غونډې ته په خپله ویډیو یې وینا کې و ویل چې هیواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو بوخت دی او ډېر ژر به خپل پوځیان له دې هېواده وباسي. هغه په نړۍ کې د روانو جګړو او د سولې د روانو هڅو په تړاو زیاته کړه: "امریکا په نړۍ کې سوله غواړي، خو په دې سوله کې امریکا له یوه ځواکمن دریځه خپله خبره کوي".

متحده ایالاتو د ۱۳۸۰ ل کال د تلې په ۱۵مه په افغانستان نظامي یرغل وکړ او د هغه وخت حاکم نظام (د طالبانو اسلامي امات) یې نسکور او د خپلې خوښې ډیموکراتیک نظام او افغان لاسپوڅي یې د قدرت په ګدۍ کښینول. له هغې ورځې بیا تر ننه، په دې هیواد کې خونړۍ جګړه روانه ده او هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي.

متحده ایالاتو  او د ناټو سازمان شاوخوا ۱۵۰ زره نظامي ځواکونه افغانستان ته راواستول، خو په نظامي برخه کې د عام ولس له سخت مقاومت سره مخ شول چې یوازې د متحده ایالاتو کابو ۲۵۰۰ عسکر تر دې دمه وژل شوي دي. متحده ایالاتو د ۱۹ کلو په تېریدو سره و نه شو کړای چې په زور د جګړې ګټونکي شي او د طالبانو تر مشری لاندې د افغان مجاهد ولس مقاومت مات کړي او خپله بریا ونمانځي. بالاخره، د زرګونو عسکرو په وژل کیدو او ټپي کیدو او د ملیاردونو ډالرو په مصرف سره، اړ شو چې د طالبانو تحریک ته د سولې د مذاکراتو د پيلولو لاس وړاندې کړي او په دې توګه، خپله ډوبه شوې کښتې وژغوري.

متحده ایالاتو د ۱۳۹۷ کال د وږي په ۱۳مه نیټه د طالبانو له تحریک سره په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سولې د ټینګولو رسمي خبرې پیل کړې چې په ترڅ کې به یې ټول امریکایي او ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي. متحده ایالاتو او طالبانو د کب په ۱۰مه ۱۳۹۸ نیټه د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې پایله کې له ډیدېرو چنو وروسته، افغان دولت او د طالبانو تحریک ترمنځ بین الافغاني خبرې د وږي په ۲۲ مه نیټه رسما پیل کړې.

د افغانستان جګړه د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده چې حتی د دواړو نړیوالو جګړو څخه هم اوږده شوه. دې جګړې د امریکا برم او حیثیت په نړیواله سطحه را ټیټ کړ او تاریخي هیبت یې تر پوښتنې لاندې راغی. په افغانستان کې له ماتې خوړلو سره، نوره نړۍ کې هم د امریکا په وړاندې ملتونو روحیه واخیسته او پر ضد یې ودریدل. هغه څه چې پخوا ناممکن ښکاریدل.

د طالبانو له تحریک سره د امریکا د سولې تړون یو مجبوریت و. د امریکا متحده ایالاتو سیاستوال او پالیسي جوړونکي پوه شوي وو چې دا جګړه په زور ګټلی نه شي او که ادامه پيدا کړي، نو کیدی شي چې متحده ایالات هم د پخواني شوروي له برخلیک سره مخ شي. د افغانانو له تاریخي هویت سره یو صفت ډير بارز دی چې دوی د پردیو تر حاکمیت ( اشغال) لاندې ژوند نه کوي او په هر قیمت چې وي، هغه له منځه وړي، تاریخ د دې خبرې ښه شاهد دی.

سره له دې چې متحده ایالاتو له طالبانو  سره خپلو خبرو اترو  ته د "سولې مذاکراتو" نوم ورکړی دی، خو په حقیقت کې د سولې خبرې نه دي، بلکې له بن‌بست څخه د تیښتې او خلاصون خبرې دي. ځکه چې امریکا په افغانستان کې د واقعي او سراسري سولې او ټیکا په لټه کې نه ده، بلکې د بندې شوې کښتۍ د نجات په لټه کې ده. له امریکا څخه د سولې تمه، داسې ده لکه څوک چې له اور څخه د نه سوزیدو تمه وکړي.

امریکا د ضعف او مجبوریت له وجې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې. نور امریکا ته هېڅ د زور او ځواک لاره پاتې نه وه. اوس متحده ایالات هڅه کوي چې ځانته د خټو پزه جوړه کړي. امریکا هڅه کوي چې هغه څه یې چې د زور او جګړې له لارې لاسته را نه وړل، د مذاکراتو او ډیپلوماسۍ له لارې لاسته راوړي. دوی خپله ناکامي پټوي، خو د امریکا ناکامي د پټیدو نه ده، ځکه چې هغه ډلې ته چې امریکا ۱۷ کاله ترهګره ډله ویل او په تور لست کې شامل کړې وه، اوس ور سره خبرې کوي او ستاینه یې کوي. دا په نړۍ باندې د امریکایي برلاسۍ او زورواکۍ د زوال د پیل په معنی ده. دا لړۍ به کرار کرار دوام لري چې ژر یا په ځنډ، د متحده ایالاتو ظالمانه امپراتوري به د پخواني شوري له سرنوشت سره مخ کیږي.

که چرته افغان مجاهدین او سیاستوال په خپل اصل (اسلام) ټینګ پاتې شي او په خپل منځ کې متحد شي او د امریکا په وړاندې خپل صف متحد کړي، نو امریکا به په ټیټ سر له دې خاورې وځي او افغانستان به رښتینې آزادي تجربه کړي، داسې آزادي چې هلته به اسلام حاکم وي او دا به د نورې اسلامي نړۍ د رښتینې آزادۍ او اسلامي نظام د حاکمیت پيلامه شي.

خالد مشعل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې