جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خلافت د بشپړ عدالت او بشریت ته د ریښتیني نجات لپاره طرحه شوی دی
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت د بشپړ عدالت او بشریت ته د ریښتیني نجات لپاره طرحه شوی دی

اې ویاړلی امته!

تاسو د ټولو امتونو بهترین امت یئ، چې بشریت ته وړاندې شوی یاست. ځکه تاسو د هغه څه ملاتړ کوئ چې الله سبحانه وتعالی یې امر کړی. تاسو له هغه څه څخه منعه کوئ، چې الله سبحانه وتعالی منعه کړي دي او تاسو پر الله سبحانه وتعالی اېمان او باور لرئ. ستاسو عزت، وقار او پر نړۍ مو حاکمیت ټول د اسلام له برکته وو. که چیرې تاسو پاته راغلي یاست او خپل مقام مو له لاسه ورکړی، نو دا به ستاسو د ژوند په چارو کې د اسلام د یو جامع نظام د نه شتون له امله وي. د خلافت د نشت له امله د ژوند له عملي ډګر څخه اسلام کډه کړې ده. هغه خلافت چي ټول مسلمانان یې د یوه جسد په حیث د خلافت دولت تر چتر لاندې راټول کړي وو او په هغه څه یې حکم کاوه چې الله سبحانه وتعالی ورته را لېږلي وو. په دې ډول خلافت د مسلمانانو او غیرمسلمانانو د ژوند چارې په ټولې نړۍ کې اداره کولې او دا دولت څوارلس پېړۍ د نړۍ ښاغلې او داسې ځلېدونکې ړنا وه چې بشر یې تر ننه ساری نه دی لیدلی. [1]

الله سبحانه وتعالی اسلامي امت د داسې غوره او بې سارې ټولنې په توګه توصیف کړې، چي تر ننه یې ساری نه دی لیدل شوی. اسلام د بشر ټولو ستونزو ته د حل لار لري. د دې تر څنګ اسلامي امت هم هرې ستونزي ته د حل لار لري. دا ثابته شوې چې د دغو ستونزو حلارې یوازې په یوه قوي دولت کې دي، بل هېڅ هم د مسلمانانو ستونزې نه شي حلولای. په ۱۹۹۵م کې د سربرنیسیا د ټولوژنې نه هېرېدونکې پېښه د ګڼو نورو پېښو په څېر داسې بېلګې دي، چې د خلافت تر ړنګېدو وروسته امت ترې ځورېږي. دا پر دې دلالت کوي چې امت به هېڅکله له خلافت پرته ریښتینی امن، عدالت او حفاظت ونه ویني.

د سربرینسیا په داخل او شاوخوا سیمو کې د ۱۹۹۵م د جولای له ۱۰مې څخه تر ۱۹ پورې پېښې ټولو ته څرګندې دي. د دغو څو ورځو په جریان کې ۸ زره بوسنیایي مسلمانان وروسته له هغه د بوسنیا صربي ځواکونو قتل عام کړل،[2]  چې د ملګرو ملتونو ځواکونو بې دفاع مسلمانان همداسې پرېښودل. د اروپا او مرکزي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان پخواني رییس، جان ډالهیشن په ۲۰۱۵ م کې د یوې مطبوعاتي اعلامیې له لارې ویلي: «دوې لسیزې وروسته نړۍ له هغه ناوړه جنایت څخه سترګې اړولي، چې له ۱۹۴۵م وروسته د اروپا پر خاوره ترسره شوی. د سربرینسیا د ټولوژنې قرباني شوې کورنۍ لاهم د عدالت په تمه دي. سربرینسیا نه یوازې دا چې موږ ته د بشر له لوري د ویجاړئ یوه بېلګه راښیي، بلکې دا هم راښیي چې نړیواله ټولنه د ټولو په سر کې د ټولوژنې په مخنیوي کې پاته راغلې. د شلو کلونو په جریان کې د بوسینیا او هرزګوینیا رهبران له دې څخه انکار کوي، چې دا ومني د قربانیانو جسدونه چېرې ښخ شوي دي، دوی نه په لفظي او نه هم په استعاري ډول د دې منلو ته تیار دي. هرڅومره چې مجرم مصؤن وي او مړي په ډلیزو قبرونو کې پاتې وي، هغومره به دغه درناکه ټپ په چټکۍ سره توکمیز بېلتون ته لار هواره کړي.» [3]

امت تر ننه د خپلو کورنیو د قربانیانو ویر کوي او هېڅوک نشته چې د دوی دا ویر ورڅخه لرې او یا د ټولوژنې عاملینو ته شزا ورکړي. د امت پر وړاندې د دې بې عدالتۍ پر خلاف، د اسلام تاریخ موږ ته دا راښیي چې یو وخت د مسلمانانو د وقار ساتلو په موخه څه ډول چلند کېده. د بېلګې په ډول، رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې مسلمانان د یوې ښځې د عزت د دفاع په خاطر چمتو کړل، چې د بني قینقاع د قبیلې د یوه کس لخوا ورته سپکاوی شوی و. همدارنګه خلیفه معتصم بالله یو قوي اسلامي لښکر د روم امپراطورۍ د عموریه نظامي کلا پر لور ولېږه، تر څو د هغې مسلمانې خور ننګه وکړي، چې د یو رومي عسکر له لوري يې حجاب څیرې شوی و. دا د صلاح الدین ایوبي مېړانه او هڅې وې چې صلیبیان یې مات او له بیت المقدس څخه وشړل. دا چې په پخوا زمانه کې مسلمانان د داسې بشپړ خوندیتوب څخه برخمن و، خو اوس نه دي. لامل یې دا دی چې رسول صلی الله علیه وسلم  او صحابوو خلافت درلود، چي د مسلمانانو د عدالت د تامین او د امت د عزت د ساتلو لپاره جوړ شوی و. په اوس وخت کې د مسلمانانو ښځې او ماشومان ځورول کېږي، جنسي تیری پرې کېږي او له خپلو سیمو شړل کېږي. بي دفاع ځوانان او سړي یې په سیستماتیک ډول جلا شوي، په قتل رسیدلې او ښخ شوي، یوازې د دې لپاره چي دوی بوسینیایي مسلمانان وو او نړۍ سترګې پرې پټې کړې.

د بشر په واسطه جوړې شوې ایدیولوژیانې هېڅکله له اسلام سره د پرتلنې وړ نه دي، ځکه دا ایډیالوژیانې کله هم د هغې ایدیولوژۍ په څېر نه شي کاملېدای، چې الله سبحانه وتعالی را لېږلې ده. کله چې امریکایانو، برتانویانو یا اروپایانو بې وزلې او اړمن هېوادونه اشغال کړل او ځانونه یي د دوی مرستندویان وښودل، په اصل کې د دوی هدف د بهرنۍ پالیسۍ موخې لاس ته راوړل و، دوی هلته یوازې په ځورونو، وژنو، تباهۍ او استثمار لاس پورې کړ چې تر اوسه روان دی. د خلافت موخه له جګړې څخه دا نه ده چي خلک تباه کړي او خپل ملکیت ترې جوړ کړي، بلکې موخه یې دا ده چې د دغو سیمو اوسېدونکي د ریښتني عدالت او خوندیتوب میوه وڅکي، ترڅو فاسد حاکمیت ته د پای ټکی کېښودل شي.

نامسلمانانو د اسلامي دولت تر چتر لاندې انصاف، ارامي او خوشحالي درلوده. ان د هسپانیې یهود چې کله په هسپانیه کې د احتساب پر مهال د عیسویانو لخوا قتل عام کېدل، دوی د خلافت د دولت مرکز ته وتښتېدل، هلته یې پناه یوړه او همالته د خلافت لخوا رسیدګي ورته وشوه. یهود هغه مهال او تر دې مخکې زمانه کې په هسپانیه کې د اسلام تر حاکمیت لاندې د خپل ځان لپاره یو طلایي دور ګڼي. ان د هند خلک، هغه که مسلمانان یا نامسلمانان دي او په سلګونو تاریخپوهان په هند کې د اسلام حاکمیت یوه طلایي دور ګڼي. هر کله چې مسلمانانو کوم هېواد فتحه کړی، هلته یې د الله سبحانه وتعالی د احکامو مطابق حاکمیت مخ ته وړی او د نامسلمانو اتباعو سره يي د الهي احکامو مطابق چلند کړی دی، د دوی ساتنه یې کړې او د دوی حقونه یې ورته تضمین کړي دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«أَلاَ مَنْ ظَلَمَ مُعَاهِدًا أَوِ انْتَقَصَهُ أَوْ كَلَّفَهُ فَوْقَ طَاقَتِهِ أَوْ أَخَذَ مِنْهُ شَيْئًا بِغَيْرِ طِيبِ نَفْسٍ فَأَنَا حَجِيجُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»‏(ابوداود او بیهقې)

ژباړه: هر هغه څوک چي له هغه ذمې نامسلمان، چې له مسلمانانو سره د سولې تړون لري، ناوړه چلند وکړي یا د هغوی حقونو ته زیان واړوي یا د هغوی له توانایي څخه زیات بار ورباندې کېږدي، یا د هغوی له  اجازي او قناعت پرته کوم څه ځنې واخلي؛ نو د قیامت په ورځ به زه د هغوی پر خلاف ودرېږم.

د اسلام دغه غوره چلند چې له غریب او خپل نامسلمان (ذمې) تبعه سره یې تر خپل حاکمیت لاندې کوي، د دې لامل شو چې زیات شمېر یې اېمان راوړي. بشپړ عدالت او خوندیتابه د نامسلمانانو په زړونو کې د اسلام پر حاکمیت ډاډ یقیني کړ.

مشهور مالکي عالم امام القرافي په خپل کتاب «مراتب الاجماع» کې د ابن حزم وینا داسې بیانوي: «که چېرې په جنګ کې دوښمنان زموږ خاورې (د خلافت دولت) ته راشي او موخه یې پر کوم ذمي (نامسلمان اتباع) حمله وي، دا زموږ مکلفیت دی چی په پوره توان او وسلو سمبال د دوښمن په مقابل کې جګړه وکړو، ځکه دوی د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په امان کې دي. که چېرې موږ تر دې لږ څه وکړو، دا په دې مانا چې موږ د دوی د ژغورنې په تړون کې پاته راغلي یو.

نو هېڅ ایدیولوژي، هېڅ نظام، هېڅ دین یا هم د ژوند بله تګلاره له نورې نړۍ سره داسې عادلانه اړیکې نه شي تنظیمولای. په دې مانا چې د سربرینسیا ټولوژنه کومه نااشنا پېښه نه ده، بلکې دا اوسني ظالم پانګوال نظام څخه د اغېزمنې نړۍ طبعي پایله ده. اوسمهال هېڅ داسی یو دولت یا سازمان نشته چی د امت د وینې ساتنه وکړي او یا ان د بشر لپاره عدالت تامین کړي. اسلام یوازینۍ ایدیولوژي ده چې وایي: «د دولت له ټولو اتباعو سره باید مساویانه چلند وشي. پرته له دې چې د دوی دین، توکم، رنګ یا بل اړخ په پام کې ونیول شي. دولت له دې څخه منعه شوی دی چې د خپلو اتباعو تر منځ توپیري چلند وکړي. هغه که په هره برخه کې وي لکه، حاکمیت، قضا یا هم د چارو تنظیم.» [4]

 د خلافت تاسیسول د امت وجیبه ده او امت مسوول دی چې د دې هدف لاسته راوړلو لپاره کار وکړي. دا یوازینی دولت دی چې کولای شي په  پوره قوت او موثریت سره ټول بشر داسې رهبري کړي چې په دې دونیا او اخرت کې له ناورین څخه وژغورل شي او عدالت او امن یې تامین شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: امنه عابد

 ماخذونه:

[1] د خلافت دولت جهاد او بهرنۍ پالیسي، ذاهد عوان سلام، د خلافت خپرونې ۲۰۰۱

[2] https://theconversation.com/remembering-srebrenica-more-than-20-years-on-99122.

[3] https://www.amnesty.org.uk/press-releases/srebrenica-families-victims-still-waiting-justice.

[4] د خلافت دولت د اساسي قانون مقدمه، حزب التحریر، شپږمه ماده

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې