شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نړۍ د نوي نظم وخت رارسېدلی
بسم الله الرحمن الرحيم
د نړۍ د نوي نظم وخت رارسېدلی

موږ له څو اونیو د کرونا ټولنیوونکي ویروس سره مخ یو او نږدې ټوله نړۍ په ټپه ولاړ حالت کې ده. د دغه ویروس له کبله یوه مهمه او اساسي برخه چې له منځه تللې هغه د نړۍ رهبري ده. د دغه ویروس له خپرېدو راپه دېخوا امریکا دومره غایبه شوې چې د ځینو په باور امریکا نور په نړیواله رهبرۍ کې ماتې خوړلې ده. ځینو خو ان د دغه ویروس له کبله څو ځلې د امریکا دروازه هم ور وټکوله، خو د څه شي حال نه رامالومېږي. په نړیواله کچه د رهبرۍ تشې امریکايي پوه کیسینجر دې ته اړ کړ چې نور خپله چوپتیا ماته کړي او ویې ویل چې که امریکا د اوسني حالت رهبري په لاس کې وانه خلي، ستر ناورین به رامنځته شي. د امریکا د رهبرۍ کمزوری او په ټپه درېدلی حالت یوازې اوسنی نه دی، بلکې له ډېرې مودې راهیسې د امریکا د کمزورۍ څرکونه لیدل کېږي چې اوسنی حالت دغه حقیقت ډېر ښه په ډاګه کوي.

د یوویشتمي پېړۍ له پیله تر دې دمه متحده ایالتونه تر دې دمه یو داسې نړیوال قدرت و چې چا پرې د اعتراض جرئت نه درلود، د کمونېزم ګواښ یوازې د تاریخ یوه برخه وګرځېدله او امریکایي سیاست جوړوونکو پر دې فکر کاوه چې څه ډول ۲۱مه پېړۍ د امریکایي پېړۍ په نوم ونوموي. دوی د جورج ډبلیو بوش پر ادارې راتاو شوي وو او د پیاوړي اقتصاد، ټکنالوژۍ، سیاست او لایزري پوځ په مرسته یې ځانونه په یوه اړخیزه توګه د نړۍ واکداران بلل. د سپټمبر د یوولسمې بریدونو امریکا ته دا پلمه په لاس ورکړه چې په نړۍ کې خپل پوځي حضور پراخ کړي او د هغو رژیمونو بدلون د امریکا په یوه لویه ستراتيژي وواښتل، چې د دوی نه خوښېدل. دغه راز امریکا دې موخې ته د رسېدو لپاره په کافي اندازه امکانات هم درلودل. امریکا پر عراق د برید پر مهال د ملګرو ملتونو پر دایمې غړو سربېره، پر هغو تړونونو هم کلکې نیوکې وکړې چې په پیل کې د دغو ستونزو د سوله ییز حل په موخه رامنځته شوي وو. نړۍ د امریکا د رهبرۍ اصلي مزه هغه مهال وڅکله، چې ګوانتانامو، ابوغریب او داسې نور زندانونه د شکنجو او ربړو په اوج کې وو.

امریکا په عراق، افغانستان، سوریې، سوډان او وینزویلا کې پرله پسې ماتې وخوړې، خو دوی هڅه کوله چې نړۍ ته ځانونه په دغو هېوادونو کې ګټونکي وښيي او پر داسې اقداماتو یې لاس پورې کړ چې خپله ماتې پکې پټه کړي. په همدې ډول شرایطو کې د امریکا د حکومت اداره د ډونالډ ټرمپ لاسته ولوېده، د هغه بې ثباته او لړزانده رهبري د دې لامل شوه چې ان په ځلونو ځلونو له خپل ځان سره په تضاد کې واقع شي. په هغو ځایونو کې چې متحده ایالتونو تر ډېره پیاوړې رهبرۍ او نړیوال ملاتړ ته اړتیا درلوده، ومو لیدل چې د امریکا ولسمشر ان د دښمنانو په پرتله پر خپلو متحدینو نیوکې سختې کړې. موږ ولیدل چې د امریکا ولسمشر له خپلو متحدینو سره سوداګریزه جګړه پیل کړه او په دې سره یې نړیوال نظم ته لوی ګواښ پېښ کړ.

د کرونا ټولنیوونکي ویروس په اړه د ټرامپ پر مشرۍ د امریکا رهبري هم عجیبه کارونه وکړل، چې په دې ډول دي: ویروس و، خو په کاملاً متفاوته سیمه کې. ویروس په دې لویه وچه کې و، خو ډېر ژر ذوب شو. ویروس شته، خو ویروس پیدا نه کړل شو. دا یو چیني ویروس دی، خو موږ هڅه کوو چې له منځه یې یوسو، هرڅوک چې واکسین غواړي، موږ یې ورکوو. هغه ډېر ښه واکسین دی. ګورئ! خلک باید د غوښتنې په صورت کې په ښه شان واکسین وغواړي. موږ واکسین نه لرو، موږ د واکسین وېشونکي نه یو. خلک باید د خپلو ځانونو لپاره پلان ولري او په خپله ځان ته واکسین جوړ کړي. زه واقعاً فکر نه کوم چې موږ د واکسین ته اړتیا ولرو. موږ واکسین لرو، واکسین به زموږ وي. واکسین د بېړۍ د وروستي کپټان له خوا په ساحل کې پاتې دی. هېچا د ویروس په اړه وړاندوینه نه شو کولی.

د امریکا ولسمشر چې ځان ترې ورک دی او له دې کبله نړیواله رهبري هم اوسمهال تر بله هر وخت ډېره کمزورې شوې، نو چین ته یې د دې فرصت په لاس ورکړی چې د نوې رهبرۍ لپاره ځان چمتو کړي. چین همدا اوس زیان لیدلو  هېوادونو ته د روغتیایي تجهیزاتو پر لېږد بوخت دی، خو تر دې هم د چین لپاره اغېزمن کار دا دی چې د نړۍ رهبران بیجېنګ ته ور وغواړي او پر دې توافق وکړي چې د نړۍ نوې رهبري به د چین په لاس کې وي. چین په ۲۰۲۰م کال کې ځان نړیوالې رهبرۍ ته نیږدې او امریکا کمزورې کوي. دوی به له لېبرال نظم او بنسټونو ګټه واخلي. ښایي چین به د دغه کار لپاره پر ځان پوره باور ونه لري، چین د دغه کار لپاره نړیوالو ته د بدیل په توګه نه ایډيا لري او نه هم ارزښتونه. که څه هم چین په اقتصادي، نظامي او سیاسي لحاظ دغه کار ته جوړ دی، خو د ارزښتونو او نړۍ لید نشت به دوی د دغه رول له ادا کولو عاجز کړي.

هغه څه چې اوسنی حالت یې موږ ته په ډاګه کوي دا دي، چې امریکا او نړیوال نظم په چټکۍ د زوال په حالت کې دی او نړۍ بل بدیل ته د انتظار شېبې شمېري. ښایي پیاوړي هېوادونه لکه چین او روسیه به د دغه کار لپاره غږ اوچت کړي، خو دا د دوی له توان څځه ډېر لوړ دي. د محمد صلی الله علیه وسلم امت پوره وړتیا او سرچینې لري، خو د هغو حاکمانو شمېر پکې ډېر کم دی چې د امریکا پر سقوط دې خوشاله شي.

د کرونا پراختیا او نړیوال اقتصادي رکود اوس دا یقیني کړې چې نړۍ یوه نوي نظم ته اړتیا لري، اوس هغه وخت رارسېدلی چې دغه نوی نظم راڅرګند شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عدنان خان

ژباړن: جواد عثمان

                       

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې