پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
موږ مسلمانان د خلافت له سقوط راهیسې په کړکېچ کې یو، نه د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې!
بسم الله الرحمن الرحيم
موږ مسلمانان د خلافت له سقوط راهیسې په کړکېچ کې یو، نه د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې!

[وَإِذَا مَسَّ الإِنسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنبِهِ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَآئِمًا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُ مَرَّ كَأَن لَّمْ يَدْعُنَا إِلَى ضُرٍّ مَّسَّهُ كَذَلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ]

(یونس: ۱۲)

ژباړه: د انسان حال دا دی کله چې سختي پرې راشي، که په ولاړه، ناسته او یا هم ملاسته وي موږ خپل ځان ته بولي. خو کله چې موږ له هغه ستونزې لرې کړو، داسې نافرماني کوي چې ګواکې هغه هېڅکله په بده ورځ کې موږ ځان ته نه وو بللي. په همدې ډول له حده تيري کوونکو ته د هغوی کړه وړه ښایسته کړل شوي دي.

ډېری کسان چې کله له ستونزو، ناروغیو او ناخوالو سره مخ شي، نو ډېر ناارامه وي. دوی په دغه وخت کې ځانونه دیندارۍ ته ډېر نیږدې کوي او په دې سره له الله سبحانه و تعالی څخه دعا او غوښتنه کوي، چې دا ناخوالې ترې لرې کړي. دعاوې کوي، هیله لري چې دعاوې به یې قبولې شي. خو کله چې الله سبحانه و تعالی ستونزې ترې لرې کړي، نو بیا دومره کبر ته مخه کړي، چې ګویا هېڅ ستونزه نه وه ورته پېښه شوې. په چټکۍ ستونزمنې شېبې له یاده باسي او الله سبحانه وتعالی هم هېروي.

البته دا یو ښه کار دی چې یو مسلمان له الله سبحانه وتعالی څخه مرسته وغواړي او دې ته هیله من وي چې یوازې الله سبحانه و تعالی یې چارې ورته له ارامۍ ډکولی شي. خلک نه یوازې دا چې باید په ستونزو کې الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسي، بلکې خوښیو په شېبو کې هم باید الله سبحانه وتعالی په یاد ولري، داسې شېبې چې هېڅ شی له لاسه نه پکې وځي.

سربېره پر دې، یو مسلمان باید د یوې پېښې پرمهال کوم شی ښه او یا بد ونه ګڼي، بلکې (خیر) ته باید هیله من وي او له هرې پېښې سره باید د اسلامي شرعیت پر اساس چلند وکړي او خپل تکلیف (مسوولیت) وپېژني.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایلي دي:

«عَجَبًا (لِأَمْرِ) الْمُؤْمِنِ لَا يَقْضِي اللهُ لَهُ قَضَاءً إِلَّا كَانَ خَيْرًا لَهُ، إِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ فَصَبَرَ كَانَ خَيْرًا لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ فَشَكَرَ كَانَ خَيْرًا لَهُ، وَلَيْسَ ذَلِكَ لِأَحَدٍ إِلَّا لِلْمُؤْمِن»

ژباړه: د مومن حالت څومره په زړه پورې دی، د هغه لپاره په هر څه کې خیر نغښتی، کله چې له خوښۍ او نېکمرغۍ سره مخ کېږي، د الله سبحانه و تعالی شکر ادا کوي او دا د ده لپاره خیر دی. که له ستونزې سره مخ شي، په صبر کولو یې زغمي او دا هم د ده لپاره خیر دی.

که پورتني حدیث ته د کرونا ویروس له روان کړکېچ سره سر ورکړئ، دا ترې په ډاګه کېږي چې ډېری کسان د دغه ویروس له خپرېدو وروسته تر ډېره اسلام ته رجوع کوي او نن ورځ تر ټولو ډېر د خدای مرستې او ملاتړ ته هیله من دي. دغه کسان فکر کوي چې اوس له سختو شرایطو سره مخ دي. دغه احساس ځکه رامنځته شوی چې اوسمهال د یوې پېښې تر اغېز لاندې دي. دوی فکر کوي چې دغه ویروس د دوی لپاره (شر) دی او د ځان ساتنې په موخه هر ممکنه ځای ته لاس اچوي، ان الله سبحانه و تعالی ته دعا کوي او فکر کوي چې الله سبحانه وتعالی په هغه څه نه پوهېږي چې دی یې په زړه کې لري.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا اسلامي امت تر دې وړاندې د کرونا ویروس په پرتله د بل لوی ویروس تر برید لاندې نه و راغلی؟ ډیموکراسي او د اسلام پر وړاندې د هغه د نظام ناوړه پروګرامونه تر کرونا ویروس خطرناک ویروسونه دي. ایا د خلافت له نسکورېدو وروسته امت تر ټولو ستره غمیزه او ناورین نه دي زغملي؟ ایا امت د ښکېلاک تر ولکې لاندې سیمو کې هره ورځ ناخوالې نه ویني؟ ایا امت د اسلام د دوښمنانو له بمونو او راکټونو وېره نه لري؟ ایا امت د نړۍ په کچه د اسلام په تطبیق کې ستونزه نه لري؟ ایا د دین پرېښودلو لپاره په زندانونو کې نه اچول کېږي؟ ایا هره ورځ زرګونه مسلمانان له لوږې نه مري؟ ایا هره ورځ مسلمانې ښځې تر تیري او شکنجې لاندې نه دي؟

 ایا مسلمانان باید دا فکر وکړي چې د کرونا ویروس له کبله له ستونزو او کړکېچ سره مخ دي، که دا فکر وکړي چې د یوه امت په توګه له اوږدې مودې راهیسې له سخت حالت سره مخ دي؟ په دې مانا چې د کرونا وبا باید مسلمانانو ته د ژوند د ستونزو په توګه ټکان ور نه کړي. دوی باید یوازې هغه مهال اسلام ته لومړیتوب ورنه کړي چې په شخصي ډول له ستونزو سره مخ شي؛ بلکې تل باید په دې پوه شي چې ټول امت نن ورځ له سخت حالت او کړاو سره مخ دی. ځکه دوی ملاتړی او دولت نه لري. نو اوسنی احساس باید تر ډېره لنډمهالی او احساساتي نه وي چې، یوازې تر کرونا ویروس پورې محدود شي، بلکې مومن تل باید د اسلام او امت لپاره په هڅه کې وي، نه د خپل ځان د ارامۍ لپاره.

اما تر ټولو غوره او لوړ ټکی دا دی چې الله سبحانه وتعالی زموږ له تمې لوړ کارونه کوي، توبه قبلوي او زموږ ګناهونه راته بښي. هغه سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې زموږ ګناهونه بښي او موږ یې له اغېزو ساتي. ښایي موږ له ګناه او شرم پرته مخکې ولاړ شو، مهمه نه ده چې ګناهونه مو څومره لوی دي. الغفور ذات یې راته بښلی شي او لا هم ناوخته نه دی. هر مسلمان کولی شي توبه وکړي او په ډېر صمیمانه ډول ځان اسلام ته وقف کړي. مسلمانان باید د کرونا ویروس په خپل لنډ ژوند کې هره ورځ اندېښمن نه کړي، بلکې د امت تریخ ژوند یې اندېښمن کړي. هغوی کولی شي چې د نبوت پر منهج د خلافت تاسیس لپاره کار او هڅه وکړي او د خپل امت پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.

د حزب التحریز موخه ژوند ته د اسلام بیا راوستل او د اسلامي دعوت لېږد دی، چې له دې لارې مسلمانان خپله اساسي ستونزه (د اسلامي حکومت نشت) حل کړي. د اسلامي ژوند طریقه په دې مانا چې مسلمانان په خپلو اسلامي خاورو کې بېرته خپل اسلامي ژوند ته راوګرځول شي او داسې اسلامي ټولنه رامنځته شي، چې پکې اسلامي افکار او احساسات حاکم او اسلامي قانون پکې پلی شي. په دې ډول به ټول کارونه د الهي قانون سره سم مخکې ولاړ شي او په ټولنه کې به د حلالو او حرامو پر اړه واضېح نظر موجود وي. دا هرڅه یوازې د اسلامي حکومت(خلافت) تر سیوري لاندې ممکن دي؛ هغه ځای چې مسلمانان پکې خپل خلیفه وټاکي او بیعت ورسره وکړي. که د کتاب الله او نبوي احادیثو سره سمه پرېکړه کوي، دوی به ورته غوږ نیسي او پيروي به یې کوي. په دې شرط چې خلیفه به د اسلام پیغام د دعوت او جهاد له لارې ټولې نړۍ ته رسوي. د حزب موخه دا ده چې امت د اسلامي عقیدې پر بنسټ نهضت ته ورسوي. دغه حزب هڅه کوي چې اسلامي امت یوځل بیا خپل جلال او ځواک ته ورسوي او په دې ډول له نورو هېوادونو څخه ټول واک بېرته واخلي. دغه راز په نړۍ کې لومړۍ درجه دولت و اوسي او نړۍ د پخوا په شان رهبري او اسلامي قوانین پکې پلي کړي. (د بدلون لپاره د حزب التحریر منهج)

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: امانه ابې

ژباړن: جواد عثمان

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې