پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې مسلمانانو! د فرات ساتنه، زیتون څانګه او د ارامۍ سپرلی عملیات؛ ټول د رژیم د احیا لپاره قدمونه دي
بسم الله الرحمن الرحيم
اې مسلمانانو! د فرات ساتنه، زیتون څانګه او د ارامۍ سپرلی عملیات؛ ټول د رژیم د احیا لپاره قدمونه دي

 (ژباړه)

اردوغان یوازې دې ته ژمن دی چې د امریکا غوښتنې پوره کړي او له نورو نړیوالو او سیمه‌ییزو دښمنانو سره یو ځای د سوریې ظالم رژیم پیاوړی کړي. د سوریې حاکم او د دوی تر شا امریکا، روسیې، ایران، د ترکیې اردوغان او له دوی سره ملګرو ډلو غوښتل چې په شام کې سیکولر نظام لا پیاوړی کړي؛ خو د خلکو مقاومت دوی ته شوک ورکړ. موږ مخکې په ۲۰۱۶م کال د ډسمبر په ۷مه د فرات په ساتنه او د زیتونو په څانګې کې د اردوغان د غولوونکو موخو په اړه سوال او ځواب خپور کړی و، په دغه سوال او ځواب کې هغو کسانو ته واقعیت برملا شوی چې د اردوغان په خبرو غولېدلي او فکر کوي، چې د سوریې د ظالم رژیم په ضد یې ملاتړ کوي. په سوال او ځواب کې راځي: «پر دې سربېره د اردوغان له لوري د فرات ساتنې عملیاتو کمپاین ته دوام ورکول او له جارابلاس وروسته د الباب جګړې ته، ترکیې ته د مخلصو جنګي ډلو د پام را اړولو لپاره د ده هڅې، ټول د دې لپاره دي چې په حلب کې رښتینې جنګي جبهه کمزورې کړي، چې د ښار ژغورنه او پر ښار د خاموشوونکې محاصرې پورته کول غواړې.» په دې توګه حلب ویجاړ شو! هغو جبهو او ډلو باید عبرت اخیستی وی، خو بیا له هماغه سوري (د اردوغان لخوا) وچیچل شول! په زیتون څانګې عملیاتو کې بیا ورسره لاړل، په ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په ۲۴مه مو بیا بل سوال او ځواب خپور کړ، چې پکې راغلي وو: «اردوغان د فرات ساتنې سناریو تکراروي، چې ادلیب ته د رژیم ننوتل اسانه کړي. د زیتون څانګې عملیات د دې لپاره پیل شول، چې ادلیب ته د رژیم په ننوتلو کې مرسته وشي او دا چاره اسانه کړي.»

د یوه بل سوال په ځواب کې چې د ۲۰۱۸م کال د جولای پر ۲۹مه خپور شوی، راځي: «دویم اړخ؛ د ۲۰۱۶م کال د اګېسټ پر ۲۴مه د حلب په شمال کې د فرات ساتنې په جګړه کې او د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۲۰مه د زیتون د څانګې په عملیاتو کې یې رهبري ترکیې کوله، دوی دا چاره اسانه کړه چې رژیم په جنوبي ادلیب کې حلب ته ننوځي. ځکه چې دغو ډلو د ترکیې په امر له رژيم سره جګړه بس کړه او په فرات ساتنې او د زیتون څانګې عملیاتو کې ګډ شول، حلب او جنوبي ادلیب یې بیخي ویجاړ شول!» اوس دغه ډلې د درېیم وار لپاره د ارامۍ سپرلي په عملیاتو کې غولول شوې! د ټرمپ په یوه امر او د ده له لوري په شنو چراغونو، دغه کمپاین رژیم بیا راژوند کړی او ډېرې ګټې یې ورته رسولې دي. ترکي لیکوال او سیاسي شنونکي، جواد چاک وویل: «د امریکا له شنه چراغ پرته ترکیه د فرات ختیځ ته حرکت نه شي کولی... » ( tamuz-net 6/10/2019). سپینې ماڼۍ اعلان وکړ: «دا چې ترکیه د سوریې په شمال کې پوځي عملیات کوي، امریکایي ځواکونه دغه سمیه پرېږدي. دا خبره د ولسمشر ټرمپ او د ده د ترکي ملګري، اردوغان تر منځ له ټلیفوني خبرو وروسته وشوه» (CNN Arabic 7/10/2019). د امریکا امرونه منل او د هغې خوښي لټول: «د سپنې ماڼۍ ویاند د سه شنبې په ورځ امریکا ته د نومبر په ۱۳مه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په اړه –لکه څنګه چې تمه یې کېده- خبر ورکړ...» (Al-Mashhad Al-Araby, 8/10/2019).

د تحریمونو او ګواښونو په اړه د ټرمپ د خبرو: «د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوشنبه پر ترکیې تحریمونه وضع کړل او ترې ویې غوښتل چې د سوریې په شمال کې خپل عملیات ودروي...» (رویټرز 15/10/2019). په دې اړه باید ووایو چې دغه خبرې فرېب او دروغ دي؛ څنګه کېدای شي چې ټرمپ اردوغان ته شنه چراغونه ولګوي، چې خپل کمپاین ته دوام ورکړي، بیا یې په تحریمونو وګواښي چې کمپاین دې بند کړه؟ خو دا چې د ټرمپ په امر د اردوغان کمپاین د تحریمونو له لارې پای ته ورسیږي. اردوغان دغه عملیات د امریکا په امر پیل کړي او کله چې د هغوی له لوري ټاکل شوو حدودو ته ورسېږي، وبه یې دروي؛ که یې د ځان لپاره څه لاسته راوړي وي که نه، ځکه موخه دا ده چې د امریکا پلان پلی شي چې، یعنې هغه سیمې چې د رژیم د واک له ولکې بهر شوې، بېرته د رژیم تر واک لاندې کړي او دولت په نړیواله او سیمه‌یزه کچه رسمي وښيي. د خلکو خبرې دا ښه په ډاګه کوي: نړیوال ایتلاف سه شنبه تایید کړه: «چې د سوریې په شمال کې له منبیج ښار نه خپل ځواکونه وباسي. دا خبره د ایتلاف د (OIR) عملیاتو لپاره د پوځ ویاند ډګروال مایلېس بي کګینز پر ټویټر وکړه...» (Arabi21, 15/10/2019).

د روسیې د دفاع وزارت د وینا له مخې: «د سوریې دولتي ځواکونو د منبیج ښار او د هغه د شاوخوا سیمو بشپړ کنټرول په لاس کې اخیستی...» (France 24 / AFP 15/10/2019). اردوغان منجیب ښار ته د سوریې دولتي ځواکونو ننوتل منفي نه، مثبت وښودل: «اردوغان همداراز ټینګار وکړ چې منبیج ښار ته د دولتي پوځیانو ننوتل منفي کار نه دی...» (Al-Arabiya 16/10/2019). د امریکا د ولسمشر مرستیال وویل: «دی به ډېر ژر ترکیې ته د یوه پلاوي مشري وکړي او دا چې د امریکا ولسمشر له خپل ترکي سیال اردوغان سره خبرې کړې او ترې غوښتي یې دي، چې پر سوریه دې خپل بریدونه ژر تر ژره ودروي...» (Al-Ghad Channel 15/10/2019). ترکي ورځپاڼه جمهوریت د ترکیې د فاع وزیر اکار له خولې لیکي: «چې انقره د سوریې له رژیم سره د خبرو اترو لارې لټوي...» (Arabi21 15/10/2019). بل خوا مسکو اعلان وکړ: «دمشق او انقره د سوریې په شمال کې د ترکي پوځونو په عملیاتو پسې په دوامداره خبرو اترو کې ښکېل دي...» (Petra) Ammon Agency 15/10/2019). نو د ارامه سپرلي عملیات رژیم ته نوې ګټې رسوي، پیاوړی کوي یې او ورسره خبرو اترو ته مقدمه جوړوي؛ دا هر څه له دغو شومو عملیاتو او کمپاین پرته شوني نه وو!

سختۍ دغه کسان نه شي کمزوري کولی، بلکې لا یې پیاوړي کوي. دوی که خدای کول په مستقیمه لار روان دي او د چا مطیع به نه شي، سپکاوي ته به تسلیم نه شي، دوی په سړیو کې نران دي، پوهېږي چې خدای په اسانۍ او سختۍ دواړو کې ورسره دی. د الله سبحانه وتعالی سپېڅلی کتاب او د پیغمبر صلي الله علیه وسلم سیرت ورته د یوه ښه ملګري په څېر انګېزه ورکوي او په حرکت یې راولي، چې خپل کار ته دوام ورکړي او د دغو ظالمو رژیمونو پر ځای د الله قانون پلی کړي او یو ځل بیا راشده خلافت تاسیس کړي. کله چې ژوند ورته سخت شي، ورپسې اساني ده؛ یعنې بې زحمته راحت نشته. امریکا او ملاتړي یې چې کله فکر وکړي چې بریا د دوی ده، بېرته دا درک کوي چې خبره له هغه څه نه چې دوی فکر کوي لویه ده؛ په عملي کولو کې ګیچ شي او په خبرو کې یې تناقض پیدا شي. له دې هر څه ښکاري چې د سوریې د خلکو قربانۍ، تویې شوې وینې، تر پښو لاندې شوی عزت او دغه ټول جرمونه چې د دوی ملاتړو او د لاس الو کړي، د امریکا د خوشالۍ او د پلانونو د پلي کولو په سبب دي، چې د دوی لپاره هېڅ ارزښت نه لري! خدای دې دوی نابود کړي، څومره بد وغولېدل! دوی فکر کوي چې په دغو پوځي عملونو کولی شي، چې د سوریې خلک د استعمارګرو کفارو په مرسته بیا د سوریې ظالم رژیم منګولو ته راولي... خو که خدای کول دغه دسیسه‌جوړوونکي خاینین نابود شي، خالي لاس به تښتي، ځکه هغه کسان چې د رڼا راوستلو لپاره راپورته شوي، چغې وهي او وایي: «دا هر څه یوازې د خدای لپاره دي، دا هر څه یوازې د خدای د رضا لپاره دي....»

هر څوک چې دغه موضوعات څېړي او وینې؛ یو درس نه، بلکې درسونه به ترې واخلي. سره له دې چې په سوریه کې نړیواله او همداراز سیمه‌ییزه شخړه تقریباً هېڅ نشته، ځکه دا هر څه امریکا کنټرولوي، خو تر اوسه امریکا سره له دې چې له لسو کالو راهیسې پوځونه او وسیلې ورته نوې کوي، بیا هم په دې نه ده توانېدلې چې په سوریه کې قدرت تنظیم او خپل نفوذ ټینګ کړي! هر څوک چې په دې اړه فکر کوي پوهېږي چې کذب او درواغ ماتې خوري، که څه هم دغه ماتې به یو څه وخت ونیسي. ان دا چې که ظالم حکام په یوه رونډ کې بریالي شي، نور رونډونه بایلي او د خلکو په منځ کې به د شرایطو د بدلون غږ خور شي....

په پای کې، حزب التحریر له صمیمیت او رښتینولۍ نه په ډک زړه، له هغه څه ځورېږي چې تاسو ترې ځورېږئ او په هغه څه خوښېږي چې تاسو پرې خوښېږئ او په هغو ستړو غږونو سره پر تاسو غږ کوي چې تاسو ته یې د سمې لارې د راتګ لپاره نصیحت پرې کاوه او لارښوونې یې درته کولې. نو خپل بچیان په هغو ډلو کې –یا له ډلو بهر او ... - مه پرېږدئ چې د اردوغان له لوري غولول شوې، په داسې حال کې چې واقعیت ټولو ته روښانه دی. نو خپل کار ته دوام ورکړئ او په مخلصانه ډول دغه ظالم رژیم بدل کړئ، موږ له تاسو سره یو، بلکې صفونه مو رهبري کوو او باوري اوسئ چې الله سبحانه وتعالی به د خپلو رښتینو بندګانو ملاتړ کوي، ان که دا کار وخت هم ونیسي.

﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ﴾

[غافر:۵۱]

ژباړه: باوري اوسئ، چې موږ هرو مرو د خپلو پیغمبرانو او مومنانو مرسته په دې دنیا هم کوو او په هغه ورځ به یې هم وکړو، کله چې شاهدان ولاړ وي.

بریا یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نه ده ورکړل شوې، بلکې (والَّذِينَ آمَنُوا) «هغوی چې ایمان یې راوړی». بریا یوازې په اخرت کې نه ده، بلکې (فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ) «د دنیا په ژوند کې او هم هغه ورځ چې شاهدان ولاړ وي».

﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً﴾

[طلاق:۳]

ژباړه: «... الله سحانه وتعالی د خپل کار پوره کوونکی دی. په یقیني توګه الله سبحانه وتعالی د هر شي لپاره یوه اندازه ټاکلې ده.

حزب التحریر

Last modified onجمعه, 01 نومبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې