جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مال، ځان او وخت قرباني کول؛ د دعوت د لېږد تر ټولو مهم صفتونه!
بسم الله الرحمن الرحيم
د مال، ځان او وخت قرباني کول؛ د دعوت د لېږد تر ټولو مهم صفتونه!

 (ژباړه)

په رښتیا هم چې د دعوت لېږد یو لوی کار او له ستونزو ډکه لار ده. دا لاره رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحابو رضوان الله علیهم مخکې تعقیب کړې او هغو کسانو ته یې په میراث پرېښې چې په دغه دعوت ایمان لري، څو خلک د بندګانو له بندګۍ خلاص کړي او د الله سبحانه وتعالی د بندګۍ په لور یې روان کړي. په دغه لاره کې هغه څوک ستونزې زغملی شي، چې خپل نفس د دعوتګر په ځانګړنو وروزي او عادت کړي؛ چې په دې برخه کې له مهمو ځانګړنو څخه یوه یې قرباني کول دي. 

د قرباني کولو مفهوم: له بدیل پرته د یو څیز ډالۍ ورکول دی؛ د بېلګې په ډول: د ځان، مال، کار، وخت، مقام، علم، منصب او... قرباني کول دي، تر دې چې انسان وانګېري چې له اساسي اړتیاوو څخه زیات په نورو څېزونو کې حق نه لري؛ او د هغې څیزونو په قرباني کولو سره د الله سبحانه و تعالی رضایت او د هغه له دین سره مرسته وغواړي، ځکه بې ځایه هېلې او خیالونه انسان لوړو پوړونو ته نه رسوي. همدارنګه دعوتونه له قربانیو او سرښندنو پرته مخ پر وړاندې نه ځي. که پوه شئ چې د دعوتګرو ابتلاء کول یو پخوانی سنت دی، نو دې ته مو هم باید پام وي چې د حق دعوت له قربانۍ پرته وړاندې نه ځي.

د ځان قرباني کول: دا هغه ځانګړنه ده چې هر دعوتګر یې باید ولري او د شکنجې، تکذیب، تعقیب، د پیسو نشت، زندان او د ژوند د هرې سختۍ په څېر د بېلابېلو ستونزو پر وړاندې باید د مرګ تر پولې چمتو وي. په دغه لاره کې د دعوت الګو یوازې انبیا علیهم السلام او اصحاب رضی الله عنهم دي؛ ځکه زموږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم هم د خپل دعوت د رسولو په لاره کې د مشرکینو لخوا وځورېد. کله چې د صفا غونډۍ ته پورته شو، خپل نژدې خپلوان یې ووېرول، خو دی صلی الله علیه وسلم یې تر دې کچې له ډول ډول ستونزو سره مخ کړ چې د ساحر او لېوني کلمې یې هم ورته وکارولې؛ په داسې حال کې چې له هغه وړاندې په رښتیني او امین مشهور و. همدارنګه پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحاب له سختو ستونزو سره مخ شول او په لویو ازمویښتونو ابتلاء شول، تر دې چې د حج په ورځو کې یې له بېلابېلو قبیلو څخه د تبلیغ او د الله سبحانه وتعالی د دین د رسولو لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړه. وروسته طایف ته لاړ، هیله یې دا وه چې خپلې موخې ته ورسېږي؛ خو په داسې حال کې له هغه ځایه وشړل شو چې بوټان یې له وینو څخه ډک وو. پیغمبر صلی الله علیه وسلم، د هغه اصحاب او ملاتړي یې په شعب (د ابو طالب دره) کې درې کاله کلابند وو او د دغې کلابندۍ پرمهال اړ شول څو د ونو پاڼې وخوري.

د دعوت په لاره کې اصحابو کرامو ډېرې قربانۍ او سرښېندنې زغملې دي؛ د بېلګې په توګه: حضرت بلال، سمیې، یاسر و عمار رضی الله عنهم د الله سبحانه وتعالی په لاره کې تر ټولو سختې شکنجې زغملې؛ لکه څنګه چې حضرت یاسر او سمیې د خپلې عقیدې او ایډیولوژۍ د لېږد او د ثواب او هغه جنت د لاسته راوړلو لپاره چې پراخوالی یې د آسمانونو او ځمکې په څېر دی، خپل روح خالق ته وسپاره. 

همدارنګه د قریشو مشرکینو حضرت عبدالله ابن مسعود په دې ګناه چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوي ایاتونه یې خلکو ته واورول، تردې کچې وواهه چې پر بدن یې وینې روانې شوې. دی د قریشو له دغه چلند څخه خوشحاله و، ځکه پوهېدو چې الله سبحانه وتعالی د دغو شکنجو بدیل ورکوي او حتا ویل یې: «په پروردګار مې دې قسم وي! د الله سبحانه و تعالی دښمنان مې هېڅکله دومره خوار او ذلیل نه وو لیدلي؛ که غواړئ، سبا یو ځل بیا دا کار کوم. ورته ویې ویل: نه بس دی، هغه څه دې ورته واورول، چې نه یې خوښېدل.» وروسته حضرت مصعب رضی الله عنه دی چې خپل ارامه او هوسا ژوند یې پرېښود او مدینې منورې ته یې د دعوت خپرولو په موخه هجرت وکړ. حضرت علي رضی الله عنه د هجرت په شپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بستره کې ویده شو او پر ځان یې د مړینې خطر ومانه. حضرت براء رضی الله عنه په «حدیقة الموت» کې خپل ځان د دښمنانو منځ ته وغورځاوه؛ د هغه دا کار د دې لامل شو چې الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته لویه بریا ورکړه. حضرت ابوالدرداء رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د یوځای کېدو لپاره خپله سوداګري پرېښوده. همدارنګه حضرت خالد رضی الله عنه له امیرالمومنین حضرت عمر رضی الله عنه څخه د پیروۍ لپاره له خپل منصب څخه تېر شو. ابو عبیده رضی الله عنه هم له خپل امارت څخه د مسلمانانو د یووالي لپاره د عمرو ابن عاص رضی الله عنه په ګټه ګوښه شو.

هېڅ دعوت د خپلو پیروانو له زحمت او هڅې پرته نه خپرېږي او د اسلام دین هم په اسانۍ او له زحمت پرته نه دی خپور شوی. دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو او ټولو مسلمانانو لوړ همت و چې اسلام تر موږ پورې راورسېد. هغوی خپل هېواد پرېښود؛ خپلې کورنۍ، اولادونو او سوداګرۍ ته یې هم شا کړه او په دغه لاره کې یې ځان او مال قربان کړل. دوی باور درلود چې د الهي دعوت په رسولو او د خلافت دولت په واسطه د شریعت په پلي کولو کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ځایناستي دي او دغې لویې دندې او مسوولیت ته یې تر بل هر څه ارزښت ورکاوه، څو خلک د اسلام عدالت وویني او ډلې ډلې الهي دین ته داخل شي.

خو د مال قرباني کول: الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَتلُونَ كِتَٰبَ ٱللَّهِ وَ أَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَ أَنفَقُواْ مِمَّا رَزَقنَٰهُم سِرّٗا وَ عَلَانِيَةٗ يَرجُونَ تِجَٰرَةٗ لَّن تَبُورَ لِيُوَفِّيَهُم أُجُورَهُم وَيَزِيدَهُم مِّن فَضلِهِ إِنَّهُۥ غَفُور شَكُور﴾

[فاطر: ۲۹]

ژباړه: هغه کسان چې د الله سبحانه وتعالی کتاب لولي، لمونځ کوي او په پټه او ښکاره د الله سبحانه وتعالی په لاره کې له ورکړل شوو څېزونو څخه انفاق کوي. په رښتینې توګه دوی د یوې داسې سوداګرۍ هېله لري چې په هغې کې به هېڅکله زیان ونه ویني؛ تر دې چې الله سبحانه وتعالی یې په پوره توګه اجر او له خپلې پېرزوینې څخه زیاته برخه ورکړي، ځکه چې الله سبحانه وتعالی قدرتمن او بښونکی دی.

او هم فرمايي:

﴿ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَموَٰلَهُم بِٱلَّيلِ وَ ٱلنَّهَارِ سِرّٗا وَعَلَانِيَةٗ فَلَهُم أَجرُهُم عِندَ رَبِّهِم وَلَا خَوفٌ عَلَيهِم وَلَا هُم يَحزَنُونَ﴾

[بقره: ۲۷۴]

ژباړه: هغه كسان چې شپه او ورځ په پټه او ښکاره خپله شتمني د الله سبحانه وتعالی په لاره کې لګوي، پروردګار به یې اجر ورکړي؛ د هغوی لپاره هېڅ وېره او غم نشته.

په قران کریم کې بل ځای داسې فرمایي:

﴿مَّثَلُ ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَموَٰلَهُم فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَت سَبعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٖ مِّاْئَةُ حَبَّةٖ وَٱللَّهُ يُضَٰعِفُ لِمَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ﴾

[بقره: ۲۶۱]

ژباړه: د هغو  کسانو مثال چې خپله شتمني د الله سبحانه وتعالی په لاره کې لګوي، د هغې دانې په څېر دی چې له کرلو وروسته اووه وږي زرغونوي، چې په هر وږي کې یې بیا سل دانې وي. په همدې ډول کله چې یو چا ته د الله سبحانه وتعالی خوښه شي، په عمل کې یې زیاتوالی راولي؛ د الله سبحانه وتعالی قدرت پراخ او په هر څه خبر دی.

له همدې امله هغه ایتونه ډېر دي چې د الله سبحانه و تعالی په لاره کې انفاق ته هڅونه کوي. همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه و سلم ډېر احادیث شته چې د الله سبحانه و تعالی په لاره کې انفاق تشویقوي؛ لکه څنګه چې هغه صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«ما من يوم يصبح العباد فيه إلا ملكان ينزلان، يقول أحدهما: اللهم أعطِ منفقًا خلفًا، ويقول الآخر: اللهم أعط ممسكًا تلفًا»

(رواه بخاري)

ژباړه: هر سهار دوې ملایکې راښکته کېږي، یوه وایي: یا الله! هغه کس چې انفاق کوي، بدله یې ورکړه او بله وایي: بخیل او هغه کس چې انفاق نه کوي، زیامن یې کړه.

او هم فرمایي:

«قال الله: أَنْفِق يا ابن آدم أُنْفِق عليك»

(رواه بخاري او مسلم)

ژباړه: الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي: اې د آدم اولاده! انفاق وکړه، چې زه پر تا انفاق وکړم.

اصحاب رضی الله عنهم پر دغو مفاهیمو سم پوهېدل او عمل یې پرې کاوه؛ ځکه د هغوی لیدلوری داسې یوه مناره وه چې د تعقیبوونکو کسانو لپاره د لارښوونې لامل ګرځي؛ د بېلګې په توګه: حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه خپله ټوله شتمني رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوړه؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل: «د خپلې کورنۍ لپاره دې څه پرېښودل؟» ویې ویل: «الله او د هغه رسول مې ورته پرېښودل.» حضرت عثمان رضی الله عنه د مسلمانانو اردو تجهیز کړه، چې له ناوړه حالت سره مخ وه؛ تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت عثمان ابن عفان په اړه داسې وویل:

«ما ضر عثمان ما فعل بعد اليوم»

ژباړه: له دې وروسته چې عثمان هر څه سرته ورسوي، هغه ته به زیان و نه رسوي.

همدارنګه حضرت عثمان رضی الله عنه له یهودیانو څخه په مدینه کې د اوبو څاه واخیسته او مسلمانانو ته یې وقف کړه. حضرت ابو طلحه رضی الله عنه چې کله د الله سبحانه و تعالی دا وینا واورېده:

﴿لَن تَنَالُواْ ٱلبِرَّ حَتَّىٰ تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيءٖ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِهِ عَلِيمٞ﴾

[آل عمران: 92]

ژباړه: تاسو به تر هغه وخته پوره نېكۍ (چې تاسو یې په لټه کې یئ او د الله سبحانه وتعال د خوښۍ لامل کرځي) ته ونه رسېږئ، څو چې خپل غوره څیز انفاق نه کړئ او هر څه چې انفاق کوئ، الله سبحانه وتعالی پرې خبرېږي.

تر ټولو خپل غوره مال یې په بیرحاء (په مدینه کې یو ځای دی) کې مسلمانانو ته وقف کړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې راوړ، څو له هرې برخې چې د هغه صلی الله علیه وسلم زړه وي، ګټه واخلي. حضرت صهیب رضی الله عنه د دې لپاره چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مدینې ته لاړ شي، خپله ټوله شتمني پرېښوده.

صحابه کرامو د الله سبحانه و تعالی په لاره کې په بښنې، سرښندنې، قربانۍ کولو او انفاق کولو کې له یو بل سره سیالي کوله. شتمني به یې که هر څومره لږ وه، خو د دغه خیر د لاسته راوړلو لپاره به بیا هم حریص وو؛ ځکه پوهېدل او باور یې درلود چې هر څه لګوي الله سبحانه وتعالی یې بدله ورکوي. دوی په دې برخه کې ډېر حریص وو، نو په همدې توګه بېوزله اصحابو کرامو به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت کاوه، چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د صدقې ورکولو او انفاق کولو لپاره څه نه لري، په داسې حال کې چې شتمن خلک د ثواب په اخیستلو کې له دوی څخه وړاندې دي. مسلم له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کړی:

«أن فقراء المهاجرين أتوا رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالوا: ذهب أهل الدثور بالدرجات العلى و النعيم المقيم، فقال: و ما ذاك؟ قالوا يصلون كما نصلی، ويصومون كما نصوم، ويتصدقون ولا نتصدق، ويعتقون ولا نعتق، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم أفلا أعلمكم شيئًا تدركون به من سبقكم وتسبقون به من بعدكم؟ ولا يكون أحد أفضل منكم إلا من صنع مثل ما صنعتم، قالوا: بلى يا رسول الله، قال: تسبحون وتكبرون وتحمدون دبر كل صلاة ثلاثًا وثلاثين مرة»

ژباړه: «د مهاجرینو بېوزله کسان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او ویې ویل: شتمنو خلکو لوړ مقامونه او هغه جنت چې پکې تلپاتې نعمتونه دي، خپل کړل. ورته ویې ویل: یعنې څه؟ صحابه کرامو ورته وویل: دوی لمونځ کوي موږ یې هم کوو؛ روژه نیسي موږ یې هم نیسو؛ صدقه ورکوي، خو موږ صدقه نه ورکوو، هغوی غلامان ازادوي، خو موږ یې نه ازادوو؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ایا تاسو ته هغه څه در زده نه کړم چې له تاسو څخه وړاندې کسانو پسې ورسېږئ او له هغو کسانو څخه مخکې شئ چې له تاسو به وروسته راځي؟ له تاسو څخه هېڅوک غوره نه وي، پرته له هغو کسانو څخه چې ستاسو په څېر اعمال ترسره کوي؛ اصحابو وویل، ولې نه! ویې فرمایل: له هر لمانځه وروسته دري دېرش ځله سبحان الله، دري دېرش ځله الله اکبر او دري دېرش ځله الحمدلله ووایئ.» 

 د فقر، سختیو او ناورینونو پر مهال چې دعوت ډېرو قربانیو او هڅو ته اړتیا ولري، د مال او شتمنۍ په ورکولو سره د دعوتګر عادت کېدل، له شک پرته د هغه د نفس د پاکوالي او له دنیا څخه د لرېوالي لامل کېږي. په دې توګه د دعوت لپاره د انفاق د دروازې پرانیستل بېرته د مسلمانانو عزت را ژوندی کوي او هغوی یو ځل بیا د دنیا مشران او رهبران ګرځوي او د الله سبحانه وتعالی په اذن دا له فضیلت څخه ډکه دروازه ده.

د وخت قرباني کول: همدارنګه پر دعوتګر لازمه ده چې د خپلې شپې او ورځې یوه برخه وخت د دعوت لپاره ځانګړی کړي او باید خپل غوره وخت د هغه امانت د اداکولو لپاره ولګوي، چې لېږدول یې د ده لپاره اساسي دنده ده. موږ ایمان لرو چې دا د امت لپاره یوازنۍ لاره ده چې له تنګ ژوند، له الله سبحانه وتعالی څخه له لرېوالي او د دښمنانو له واکمنېدو څخه یې ژغوري. دعوتګر باید دعوت د خپل ژوند اصلي محور او د لمړیتوبونو سر وګرځوي او د دغه کار په بدل کې دې د الله سبحانه وتعالی رضا وغواړي. همدارنګه خپل خوب او ارامتیا دې قرباني کړي او حتا ځینې وخت باید د الهي دعوت د لېږد لپاره د خپل کاري وخت یوه برخه هم قرباني کړي. پردې باید ایمان ولري چې الله سبحانه وتعالی به یې دغه قربانۍ هغې ورځې ته وساتي چې هغه وخت به یې شتمني او اولاد ګټه نه کوي او په همدې توګه په ټولو عملونو او وختونو کې به یې برکت واچوي. په رزق باید باور ولري چې ټاکل شوی رزق به ورته رسېږي، هغه که ۲۰ ساعته کار وکړي یا ۸ ساعته او یا هم تر هغه لږ یا ډېر وي؛ له رزق څخه به یې یوه زره هم کم نشي، ځکه چې رزق ویشل شوی او ټاکل شوی دی او د رزق له لاسته راوړلو وړاندې هېڅکله نه مړ کېږي.

 ایمان د دې لامل کیږي چې دعوتګر ټوله ورځ دعوت ولېږدوي. هغه که هر ځای وي په کار کې یا له خپلې کورنۍ او اولادونو سره په کور کې یا له خپلو ګاونډیانو سره او یا هم په سیمه او کلي کې وي؛ ځکه هغه یوازې امر باالمعروف او نهې عن المنکر ته دوام ورکوي. همدارنګه د کار او د ثقافت د درس لپاره خپل وخت تنظیموي او ځانګړو لېدونو ته به ځان تیاروي او هر هغه څه به تر سره کوي چې د دعوت په لېږدولو کې اړین وي.

همدارنګه هغه د خپل مسولیت او مکلفیت د ادا کولو لپاره له ځنډ او خنډ پرته چمتو وي. دعوتګر د قوي هوډ او لوړ همت خاوند او حماسه جوړوونکی وي؛ تر څنګ یې د خلکو پر وړاندې مهربانه او د هغوی خیر غوښتونکی وي. د هغوی د ګټې لپاره حریص وي، څو داسې یو حالت ته یې یوسي چې الله سبحانه وتعالی ترې راضي شي او څه شی چې د ځان لپاره غواړي لکه، فهم، لیدلوری او فکر چې الله سبحانه وتعالی ورته ډالۍ کړی، د دوی لپاره هم غواړي.

هغه ساعتونه او دقیقې چې په دې دنیا کې ژوند کوو، په حقیقت کې زموږ عمر دی؛ نو باید د الله سبحانه و تعالی په اطاعت او هغه څه ځان لګیا کړو چې الله سبحانه و تعالی راضي کوي. خپل وخت په لهو او لوبو تېر نه کړو،که څه هم چې مباح وي یا د هغه څه په اړه بې پروایي ونه کړو چې الله سبحانه وتعالی پر موږ واجب کړي دي. هر انسان په ځانګړې توګه دعوتګر باید د ځان د محاسبې لپاره خپل ورځني پروګرامونه او کارونه تنظیم کړي؛ که نیمګړتیاوې لري، نو وړاندې تر دې چې محاسبه شي، باید په خپله ځان محاسبه کړي.

په دنیا کې د نیمګړتیا جبران امکان لري او انسان هم پرې توانېدلی شي، خو په اخرت کې هېڅ عمل او کار نشته؛ بلکې پر نیمګړتیاوو به پښېماني وي، چې هغه وخت بیا هېڅ ګټه نه لري. ابو برزه نضله له عبید الاسلمي رضی الله عنه څخه روایتوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لا تزول قدما عبد يوم القيامة حتى يسأل عن أربع: عمره فيمَ أفناه؟ وعن علمه فيمَ فعل؟ وعن ماله من أين اكتسبه؟ وفيمَ أنفقه؟ وعن جسمه فيمَ أبلاه»

(رواه ترمذي)

ژباړه: د قیامت په ورځ به هېڅ بنده له خپله ځایه ونه خوځېږي، څو چې څلور شیان ورڅخه ونه پوښتل شي: عمر دې په څه شي کې تېر کړ؟ علم دې په څه شي کې وکاراوه؟ مال او شتمني دې له څه شي څخه لاسته راوړه؟ او خپل بدن دې په څه شي کې وروست کړ؟  

له ابن عباس څخه روایت دی، چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یو کس ته نصیحت کاوه او ویې فرمایل:

«اغتنم خمسًا قبل خمس: شبابك قبل هرمك، وصحتك قبل سقمك، وغناءك قبل فقرك، وفراغك قبل شغلك، وحياتك قبل موتك»

(رواه حاکم بالمستدرک)

ژباړه : پنځه شیان له پنځو شیانو وړاندې غنیمت وګڼه: ځواني دې وړاندې له زوړوالي، روغتیا دې وړاندې له ناروغۍ، شتمني دې وړاندې له لوږې، بیکاري دې وړاندې له بوختیا او ژوند دې وړاندې له مړینې څخه!

څه شی چې د درک وړ دي، هغه د الله سبحانه وتعالی لخوا د صادقو علماوو په وخت کې د برکت اچول دي؛ ځکه دوی هغه څه ترسره کوي چې په مادي حسابونو کې یې تصور ستونزمن دی او د هغوی په خبرو، فعلونو او کتابونو کې برکت نغښتی. دوی په هغه اندازه ګټور او اغېزمن تمام شوي، چې دا حالت یې په ذهن کې هم نه و تېر شوی؛ نو دا حالت به د نورو په ذهن کې څنګه تېر شوی وی، ځکه یوازنی دلیل یې دا دی چې دوی د خپل وخت ډېره برخه قرباني کړې وه.

 نو هغه پایلې، ګټې او لارښوونې چې له دغو ټولو ترسره شوو هڅو او قربانیو څخه لاسته راځي، د خاوند په ذهن کې نه تېرېږي او په دوام یې یوازې الله سبحانه وتعالی پوهېږي. د لاندې حدیث مصداق چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: «څوک چې د خیر په لوري لارښوونه کوي، د هغه چا اجر هم اخلي چې له ده څخه یې پیروي کړې ده، خو د هغه اجر نه کمېږي.» له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِ فَاعِلِهِ»

ژباړه: څوک چې د خیر کار لپاره لارښوونه کوي، ثواب یې د خیر د فاعل په اندازه دی.

پیغمبر صلی الله علیه و سلم د خیبر د فتحې په ورځ حضرت علي رضی الله عنه ته په یوه اوږده حدیث کې وفرمایل:

«...فوالله، لأن يهدی الله بك رجلًا واحدًا خير لك من أن يكون لك حمر النعم.»

ژباړه: ... په الله قسم! دا چې ستا په واسطه الله متعال یو کس ته لارښوونه کوي، تاته د سره اوښ له درلودلو څخه غوره دی.

 دا فضیلت یوازې حضرت علي رضی الله عنه ته ځانګړی نه و، بلکې د پیغمبر صلی الله علیه و سلم ټول امت لپاره عام دی او په پای کې باید وویل شي: کله چې دعوت د قربانیو په ورکولو سره پر مخ ځي، هر دعوتګر باید خپل تکلیف او واجبات وپېژني. 

یا الله! موږ ته نیک درک، عمل، خبرې او وړتیا را په برخه کړې او موږ د هغو کسانو له ډلې څخه وګرځوې چې خبرې اوري او د نېکو خبرو پیروي کوي. اې زموږ پروردګاره! موږ د خیر کیلۍ او د شر قلفونه وګرځوه او په خپل فضل او کرم د نبوت پر منهج د راشده خلافت د راتلو لپاره پر موږ خپل منت ولوروه. 

و آخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمین و صلی الله علی سیدنا محمد و علی آله و صحبه أجمعین.

له الوعې مجلې څخه اخیستل شوی-ګڼه: ۳۸۷

Last modified onچهارشنبه, 20 فبروری 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې