جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ډیموکراسۍ په هکله
بسم الله الرحمن الرحيم
د ډیموکراسۍ په هکله

(ژباړه)

پوښتنه

 السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

په اوسني عصر کې مختلف ناسم افکار او غلطې عقيدې چې له ټولو اسلامي عقایدو او روحیې سره په تضاد او ټکر کې دي، اسلامي امت يي له هرې خوا چاپیرکړی دی؛ چې خورا مهمه یې د ډیموکراسۍ موضوع ده او تر ټولو خطرناکه قضیه ده. دا په داسې حال کې ده چې په اندونیزیا کې ځيني مسلمانان پر دې باور دي چې ډیموکراسي له اسلام څخه ده. دوي د خپلې خبرې د ثبوت لپاره له شرعي دلایلو (قرآن او سنت) څخه په غلطو مفاهیمواو ګمراه کوونکو برداشتونو استدلال کوي. زه غواړم چې خپله پوښتنه په لاندې دریو مواردو کې خلاصه کړم:

۱. ښاغلی شیخ صاحب! د ډیموکراسۍ په هکله ستاسو نظر څه دی؟

۲. له دې خطرناکې ستونزې څخه د نجات لاره څه ده ؟

۳. هوډ لرم چې (له دیموکراسۍ څخه دخلاصون لاره) تر عنوان لاندې یو کتاب ولیکم، په دې هکله ستاسو نظر څه دی او څه نصیحت راته کوئ؟

ځواب

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

ډیموکراسي د خلکو دسیادت او حاکمیت په معنی ده، یعنې خلک خپله شریعت جوړوي او له الله سبحانه وتعالی پرته حلال او حرام ټاکي. دا په داسې حال کې ده چې الله جل جلاله فرمايي:

﴿إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ يَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَيْرُ الْفَاصِلِينَ﴾
[الانعام: ۵۷]

ژباړه: حکم یوازې د الله دی، حق له باطله جدا کوي او هغه د (حق او باطل) تر ټولو ښه جدا کوونکی دی.

په هغه حدیث کې چې طبراني په الکبیر کې له عدي بن حاتم څخه روایت کوي، دی فرمايي: د پیغمبرصلی الله علیه وسلم حضور ته په داسې حال کې حاضر شوم چې، په غاړه کې مې د سرو زرو یو صلیب پروت و، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:

«يَا عَدِيُّ اطْرَحْ هَذَا الْوَثَنَ مِنْ عُنُقِكَ»

ژباړه: اې عدي دا د کفر علامه دې له غاړې لرې کړه.

وروسته مې د سرو زروهغه صلیب له غاړې لرې کړ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته په داسې حال کې حاضر شوم چه هغه صلی الله علیه وسلم د توبې مبارکې سورې په تلاوت بوخت و او دغه مبارک آیت ﴿اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللهِ يي تلاوت کړ. چې له تلاوته فارغ شو، ما ورته وویل: موږ خو خپل دیني علما او پارسایان په خدايي نه دي نیولي؟ ده صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

﴿أَلَيْسَ يُحَرِّمُونَ مَا أَحَلَّ اللهُ فَتُحَرِّمُونُهُ، ويُحِلُّونَ مَا حَرَّمَ اللهُ فَتَسْتَحِلُّونَهُ؟

آیا داسې نه و چې دوی د الله حلال حرامول او تاسو هم هغه حرام ګڼل او د الله حرام يی حلالول او تاسو هم حلال ګڼل؟

ما وویل: هو، همداسې وو. ويې فرمایل:

ترجمه: «دا دوی عبادت دی

 نو پر دغه اساس هر څوک چې له الله سبحانه وتعالی څخه پرته تشریع کوي، د سترې ګناه مرتکب ګرځي. نو ډیموکراسي ځکه یو کفري نظام دی، چې تشریع د بشر د خالق له لورې نه ګڼي، بلکې د بشر تشریع ته ژمن دی. بله خبره دا چې په ډیموکراسي کې څلورګونې آزادۍ شته. د بېلګې په ډول: د عقېدې آزادي، د بیان آزادي، د ملکیت آزادي او فردي آزادي. یعني هر شخص اختیار لري هر ډول عقیده چې وغواړي اختیار کړي. یعنې شخص ته جواز شته، چې هر ډول چې وغواړي خپل دین بدل کړي. همدارنګه اجازه لري چې هر څه ووايی، حتی مقدساتو ته سپکاوی وکړي. انسان ته اجازه ورکوي هر حرام او حلال په نامشروع ډول خپل ملکیت کې داخل کړي. همدارنګه اجازه ورکوي چې انسان هر ډول نامشروع اړیکې (زنا) ترهغه وخته پورې وساتي، چې طرفین خوښ وي. دا په داسې حال کې ده چې دا ټولې چارې په اسلام کې حرامې دي. زنا حرامه ده، په نامشروع وسایلو کې تملیک حرام دی. سپکاوی او ښکنځل حرام دي.

همدارنګه دیموکراسي له مطلقو آزاديو سره کفري نظام دی. دا ځکه چې دا ډول مجوزات په یو ډول په شرعي احکامو کې حلال ګڼل دي. په دې هکله د (ډیموکراسي کفري نظام دی) په نامه یو کتاب لیکل شوی دی. کولای شي نوموړی کتاب په خپل هیواد کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر له لارې ترلاسه کړې. په دې کتاب ډیموکراسي او داچې هغه څه ډول کفري نظام دی، بیان شوي دي.

 په پای کې تاسو ته سلام وړاندې کوم او د هغه څه په بدل کې، چې د اسلام او مسلمانانو د خیر لپاره دې لیکلي، له الله سبحانه وتعالی څخه د اجر او ثواب غوښتنه کوم.

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابوالرشته

Last modified onدوشنبه, 02 اکتوبر 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې