شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
القواعد من النساء
بسم الله الرحمن الرحيم
القواعد من النساء

(ژباړه)

پوښتنه
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

زموږ قدرمن شیخ صاحب، الله تعالی مو برکت په نصیب کړه، علم مو زیات او بدني عافیت مو نصیب شه! غواړم  د نور سورت د تفسیر په هکله چې الله سبحانه وتعالی فرمايلي: أعوذ بالله من الشيطان الرجيم:

﴿وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ...

ژباړه: هغه ښځې چې عمر پرې تېر وي او د نکاح هیله نه وي ورسره، نو که پړونی کېږدي هم څه وبال ورباندې نشته. په دې شرط چې خپل زینت ونه ښيي، خو که چېرې پړونی واغوندي ورته ښه ده. الله تعالی تر هر څه ښه اوري او ښه پوهېږي.

دغه ډول ښځې څوک دي؟ ځانګړي احکام يې کوم دي؟ که مطلب له "لا يرجون نكاحا" څخه د عمر تېرېدل وي، نو عمري کچه يې څومره ده؟ او که دغه حالت د بیولوژيکي بدني بدلون، چې ښځو ته مخکې کېږي، د دغه ایت شامل وي، نو دغه حالت نا امیدي ده او بیا په ځانګړي سن پورې اړه نه لري. الله دې تاسو ته غوره بدله او نصرت نصیب کړي!

ځواب

وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته!

ستاسو د پوښتنې په اړه  له دغه ایت شریف څخه ﴿وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ﴾ لاندې ټکو ته اشاره کېږي:

۱- لکه څرنګه چې پوهېږئ د تفسیر طریقه دا ده، چې لومړی د شرعي حقیقت، چې په نص کې راغلی استناد پرې کوو، که مو پیدا کړ هغه رااخلو او که مو پیدا نه کړ په عربي لغت استناد کوو؛ ځکه قران په عربي ژبه نازل شوی. لکه څرنګه چې الله متعال فرمايلي دي:

﴿وَإِنَّهُ لَتَنْزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ * نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ * عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ * بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِينٍ﴾ [شعراء: 92-95] ﴿إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ﴾ [یوسف: 2]

لکه څرنګه چې پوهېږو د تفسیر په اړه کوم شرعي نص نه دی راغلی؛ نو د (قواعد) په تفسیر کې په لغت استناد کوو. د قواعدو لغت د ښځو لپاره استعمالېږي چې مفرد يې قاعد ده؛ د بېلګې په توګه وایو إمرأة قاعد (متقاعده ښځه) نساء قواعد (متقاعده ښځه) او دلته د متقاعدې معنی د عمر تېرېدو په مفهوم دی او که إمرأة جالسة مو مطلب وي، د (قاعد) پر ځای قاعدة ذکر کېږي؛ نو "القواعد من النساء" هغو ښځو ته ویل کېږي، چې د عمر د ډېروالي په دلیل له واده پاتې وي.

یا به بل عبارت قواعد، ناتوانه او خوارځواکه ښځې دي، چې له حیض، زېږونې او واده پاتې وي، چې نه هغوی ته څوک علاقه ښيي او نه دوی چاته علاقه لري. هغوی ځوانې نه دي چې واده وکړي. له قواعد څخه موخه یوازې "یأسن" له حیض او زېږونې نا امیدې ښځې نه دي، لکه څرنګه چې وايي؛ د یاس( ناامیدی) عمر وروسته له څلوېښت او پنځوسو کلونو پيلیږي؛ خو دوی په دغو عمرونو کې مېړونو ته علاقه لري او مېړونه هم هغوی ته علاقه لري. په دغه ایت کې﴿وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ﴾ زړې ښځې دي چې له حیض او زېږونې څخه لرې وي او د واده لپاره مینه او شوق و نه لري او نور هم هغوی ته علاقه و نه ښيي او قواعد ورته ویل کېږي.

په لغت او تفسیر کې د القواعد معنا توضیح:

لومړۍ: (قواعد) کله چې په ژبه کې د ښځو لپاره استعمال شي.

په عربي ژبه کې راغلي:

«وقَعَدَتِ المرأَةُ عَنِ الْحَيْضِ والولدِ تَقْعُدُ قُاعوداً، وَهِيَ قَاعِدٌ: انْقَطَعَ عَنْهَا، وَالْجَمْعُ قَواعِدُ» ښځه له حیض او بچي راوړلو څخه پاتې شوه او دغه کلیمه تل (قاعد) په معنی راځي او جمع يې هم قواعد دي. لکه څرنګه چې په قران کریم کې راغلي: (وَالْقَواعِدُ مِنَ النِّساء) زجاج د دغه ایت په تفسیر کې ويلي: هغوی له مېړونو څخه پاتې دي. ابن سکیت ويلي: ښځه چې له حیض لرې وي. ابوهیثم ويلي دي: قواعد د مونث له صفاتو څخه دی، او نشو ویلی، چې رجال قواعد، متقاعد نارینه. قواعد جمع قاعد ده او هغو ښځو ته ویل کېږي، چې د عمر د لوړ والي له امله ناستې وي. په عربي ژبه کې کله چې وغواړو ښځه ناسته ذکر کړو قَاعِدَةٌ  استعمالوو، چې جمع يې قواعد دي.

په تاج العروس ۹/۴۹ پاڼو کې راغلي دي:

د مجاز له نظره: «القاعد من النساء هغه ښځه چې له اولاد، حیض او مېړه څخه ناامیده وي او جمع يې قواعد دی.» ابن اثیر ويلي دي: «قواعد جمع قاعد دی، چې لوړ عمر لرونکې ښځې ته وايي او قاعد پرته له "ها" په کور ناستو ښځو ته وايي خو قاعِدةٌ يې فاعلي حالت دی چې عرب ورته قَدْ قَعَدَتْ قُعُوداً وايي او د فاعلي حالت جمع يې قواعد دي.»

دویم: په تفسیر کې د قواعد معنا:

په قرطبي تفسیر کې راغلي: (النور: ۶۰ )

د الله تعالی قول دی چې: (وَالْقَواعِدُ مِنَ النِّساءِ) الْقَوَاعِدُ او مفرد حالت قَاعِدٌ دی، پرته له (ها) چې نشتون يې په لوړ سن دلالت کوي او هغه ناتوانه ښځې ته ویل کېږي، چې له حیض او زېږونې ناامیده وي. د ډېری علماوو نظر داسې دی.

په نسفي تفسیر کې راغلي:

 «قواعد جمع قاعد او له هغو صفاتو دي، چې په ښځو پورې اړوند وي؛ لکه: حائضه چې د زېږونې او حیض څخه د لوړ عمر لرلو په دلیل پاتې وي او د هغوی حالت د آیت شریف مطابق دا دی چې واده ته علاقه ونه لري.»

درېیم: لنډه دا چې قواعد هغو زړو ښځو ته ویل کېږي، چې د لوړ عمر په دلیل له حیض او زېږونې پاتې وې او نه امیندواره کېږي او واده ته هم تمه ونه لري؛ نه هغوی د مېړه کولو ته علاقه لري او نه دوی ته څوک علاقه ښيې؛ یعنې له ټولو کارونو پاتې وي. هیله ده چې موضوع مې روښانه کړې وي.

ستاسو ورور عطا‌ء بن خلیل ابوالرشته

ژباړن: الهام پردېس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې