شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په تفصیلي ډول د تبرج واقعیت
بسم الله الرحمن الرحيم
په تفصیلي ډول د تبرج واقعیت

پوښتنه:

السلام‌علیکم‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

ښاغلی شیخ صاحب! یوه پوښتنه لرم، هغه دا چې کله ښځې عامه ځایونو ته ځي او خپل مخ پر مکیاج سره پټوي، نو ایا دغه ښځې د تبرج په اصطلاح کې شاملې دي؟ په شریعت کې د انوثیت مانا څه ده؟

وعلیکم‌السلام‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

ځواب:

دواړه پوښتنې دې یوه مساله ده، نو دواړو ته یو ځواب ورکوم. پخوا مو څو ځلې د تبرج پوښتو ته ځوابونه ورکړي وو، چې دلته یې د ۲۰۱۶م، د اکتوبر ۹مې ځواب رانقلوم، انشاءالله همدا به بسنه وکړي.

مخکې له دې چې د دغې مسالې تفصیلي ځواب ته ورشم، په اړه یې ځينې موارد بیانوم، چې د اجتماعي نظام، (ښځې ته کتل) په باب کې په تفصیل سره بیان شوي او دلته یې لویې کرښې رانقلوم:

عامه ځایونو ته چې کله ښځه راوځي، باید شرعي لباس؛ جلباب واغوندي، خپل عورت پټ کړي او تبرج ونه کړي.

له مخ او د لاسونو له مخونو پرته د ښځې ټول بدن عورت دی او د عورت لوڅول ورته حرام دي، دغه راز دا مساله په توجه جلبولو نه مقیدیږي. په دې مانا چې که د ښځې عورت د نر توجه جلب کړي او که نه، ښځې ته د عورت لوڅول حرام دي.

تبرج په لغت کې سړیو ته د ښځې د زینت ښکاره کول دي. په عربي کې راغلي دي: تبرج بېګانه وو ته د ښځې د زینت ښکاره کولو دي او دا یو ناوړه عمل دی. خو خپلو مېړونو ته یې زینت ښکاره کول ناوړه او حرام عمل نه دی. په قاموس المحیط کې راغلي (تبرجت)؛ یعنې ښځې خپل زینت خلکو ته وروښود... . په مختار الصحاح کې راغلي: خکلو ته د ښځې ښکلا او زینت ورښودولو ته تبرج وایي. په مقاییس اللغه کې راغلي: تبرج د ښکاره کولو په مانا دی. تبرج د ښځې هغه ښکلا ښکاره کول دي، چې د «اظهار» او  «ښکاره او ظهور» له کلمې څخه پېژندل کېږي. یعنې په تبرج کې لازمه ده، چې د ښځې زینت توجه جلب کړي. داسې لکه، زینت چې د سړي  لپاره نندارې ته وړاندې کړي، نو په دغه ډول یې شرعي مانا هم له لغوي مانا سره یو شی ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ﴾

(النور: 31)

ژباړه: باید پښې پر ځمکه په داسې ډول ونه وهي، چې خلک یې پر پټ زینت پوه شي.

نو باید ښځه په زوره پر ځمکه پښه ونه وهي، چې د زینت غږ یې واورېدل شي او سړی پر دې پوه شي، چې پر پښه یې پایزیب یا کوم بل زینت دی. تبرج په لغت او شریعت کې د ښځې د زینت ښکاره کېدل دي، چې ولیدل شي، نه یوازې زینت.

تبرج د هغه زینت ښکارېدنې په مانا دی، چې نور یعنې پردي خلک یې وویني او دغه مساله د عورت له پټولو سره توپیر لري. ځکه د عورت لوڅول حرام دي، که یې څوک وویني او که نه. تبرج یوازې زینت ته نه وایي او دا باید ووایم چې یو عادي زینت دی، چې د خلکو د توجه لامل نه ګرځي او دا زینت ښځو ته روا دی او بل هغه زینت دی، چې د خلکو د توجه جلبولو لامل ګرځي، چې همدا زینت د تبرج په نامه یادیږي او حرام دی. دغه راز تبرج په دوو حالاتو کې رامنځته کېږي:

د ښځې د بدن پر مباح برخه زینت؛ یعنې هغه غړي چې عورت نه دي. لکه د لاسونو مخونه، مخ او جامې او دا په داسې حال کې دي، چې د خلکو د توجه جلبولو لامل ونه ګرځي.

د ښځې پر نامباح غړي زینت، پرته له دې چې عورت لوڅ کړای شي؛ مثلاً، کله چې ښځه خپل مړوند په دست بند او یا بل کوم څه زینت کړي او کله چې دغه ښځه خپل لاس وښوروي، نو خلک پرې پوه شي د دغه ښځې لباس زینت شوی، نو دا بیا په تبرج کې راځي. دغه راز که چېرې د دغې ښځې لاس پټ هم وي بیا هم تبرج دی.

خو که چېرې د ښځې پر مباح غړي داسې زینت و، چې د خلکو پام یې ځانته رااړاوه، نو دا هم تبرج ګڼل کېږي او حرام دی. یعنې په داسې ډول، چې کله ښځه د سړیو تر څنګ تېره شي، د سړیو توجه د هغې ښځيتوب ته ورواوړي او که وروانوړي بیا تبرج نه ګڼل کېږي. پر دې مسالې پوهېدل کوم ستونزمن کار نه دی، ځکه په ښځو کې د ښځیتوب او نر کې د نارینه نښې ډېرې واضح دي، ښځه او نر یې ښه پېژني او پر دې هم پوهېږي، چې ایا دغه زینت د توجه جلبولو و او که نه. په ځانګړي ډول ښځه؛ ځکه ښځه پر دې ښه پوهېږي، چې زینت یې عادي دی او که غیر عادي؟ ایا د سړیو توجه جلبولی شي او که نه؟

خو د غیر مباح غړي زینت، پرته له دې چې عورت ښکاره شي؛ دا داسې دی لکه ښځه چې په خپله پښه پایزیب ټینګ کړي او د تګ پر مهال پښه په داسې ډول پر ځمکه ووهي، چې خلک یې د پایزیب اواز واوري او پرې پوه شي، نو دا ډول عمل تبرج ګڼل کېږي او حرام دی. که څه هم د ښځې پښه په دغه حالت کې پټه وي.

د پورته مطالبو له بیانولو وروسته، ستاسو د پوښتنې د ځواب جزیاتو ته ورځم:

د ګوتیو په ګوته کولو سینګار په اړه باید ووایم؛ که چېرې ګوتیې په داسې ډول وي، چې د چا توجه نه جلبوي، نو پروا نه لري، خو کله کله داسې ګوتیې هم وي، چې ځلیږي او یا شرنګهار کوي او د خلکو پام ځانته رااړوي، نو په داسې حال کې یې کارول حرام دي. دغه راز کله کله ښځې داسې غوږولۍ او یا نور څه کاروي، چې د خلکو پام ځانته رااړوي.

له جلباب څخه بیرون د غاړکۍ پر غاړه کول، که توجه جلب کړي او که نه روا نه دي. ځکه له جلباب څخه موخه دا ده، چې داخلي زینت پټ کړي. دغه راز دا هم روښانه ده، چې غاړکۍ د غاړې سینګار دی او غاړه پخپله عورت ده او دا لازمه ده، چې عورت تر جلباب لاندې پټ شي. که ښځه غاړکۍ اچوي، باید په جلباب کې یې پټه کړي.

کله چې د لاسونو پر بازوګانو او مړوندونو په داسې ډول د سینګار توکي تړل کېدل، چې که لاسونه وښوروي غږ یې پورته کېږي، نو دغه ډول سینګار بیا تبرج ګڼل کېږي او حرام دی. 

جلباب هغه جامه ده، چې د ښځې جامې او زینت پټوي. یعنې پخپله جلباب د زینت ځای نه دی، نو پر جلباب برسېره زینت روا نه دی.

د ښځې سترګې تورول د خلکو نظر نه راجلبوي؛ ځکه رانجه د سترګو په داخل کې وي او که ښځه رنګ په سترګو او یا له سترګو پورته ځای باندې وموښي، نو نظر راجلبوي.

دغه راز که ښځې خپل مخ پاک کړ او چرک ترې لیرې شو او یا هم که یې پر مخ باندې ځواني دانې وي او د مخ په پاکولو سره یې د مخ ښکلا څرګنده شوه او دا یې د مخ عادي حالت و، نو توجه نه راجلبوي. خو که یې پر مخ رنګ وموښه، دا بیا نظر راجلبوي. دغه راز د نظر په جلبولو کې د اوسېدو ځای توپیر لري. لکه: په کلي او ښار کې ژوند کول. مهمه دا ده؛ هغه زینت چې په غیر عادي ډول وي او په داسې یوه سیمه کې وي، چې هلته توجه جلبوي، نو دا زینت بیا تبرج ګڼل کېږي.

په پای کې باید ووایم: د عادت له مخې ښځه پر دې پوهېږي، چې زینت یې د سړیو توجه راجلبوي او که نه؟ یعنې د هغه زینت پېژندل ستونزمن کار نه دی، چې توجه جلبوي او ښځې په خپل احساس سره دغه مساله درک کوي. مسلمانه او تقوا داره ښځه یوازې له حرامو نه، بلکې له هغه څه هم ځان ساتي، چې شک پکې وي. ځینې صحابه وو له ځينو مباحاتو ځان ساته، ځکه ډېر داسې مباحات شته، چې حرامو ته نیږدې دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَا يَبْلُغُ العَبْدُ أَنْ يَكُونَ مِنَ المُتَّقِينَ حَتَّى يَدَعَ مَا لَا بَأْسَ بِهِ حَذَراً لِمَا بِهِ البَأْسُ»

ژباړه: هغه څوک متقي دی، چې د حرام له وېرې ډېر مباحات هم پرېږدي. (دغه حدیث ترمذي استخراج کړی او ویلي یې دي، چې حسن دی.)

هیله ده چې دغه ځواب به ستاسو لپاره بسنه وکړي. الله سبحانه وتعالی له ټولو دا او باحکمته دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

ژباړن: حبیب الله حبیب

Last modified onچهارشنبه, 14 اکتوبر 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې