جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اړتیا لپاره د سپما جواز د زکات فرضیت نه ساقطوي
بسم الله الرحمن الرحيم
د اړتیا لپاره د سپما جواز د زکات فرضیت نه ساقطوي

عباس حمامده ته!

پوښتنه:

د هغو سرو زرو سپما چې له کلونو راهیسې ساتل شوي وي او زکات یې نه وي ادا شوی، ایا زکات یې هر کال ادا کېږي که په ټول عمر کې یو ځلې؟ ایا دا روا ده چې د جنس پر ځای د هغه د ارزښت په اندازه پیسې په زکات کې ادا شي؟ مننه

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!

۱. ستاسو د پوښتنې تر ځوابولو مخکې غواړم یوې ټکي ته اشاره وکړم. په حقیقت کې له کومې ځانګړې اړتیا پرته سره زر، سپین زر او پيسې ساتل ان که زکات یې ادا هم شي، په خزانه کې راځي او خزانه حرامه ده. د حرمت دلیل یې:

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ * يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ﴾

[التوبه ۳۴-۳۵]

ژباړه: هغه کسان چې سره او سپین زر ذخیره کوي او د الله په لار کې یې نه صدقه کوي، نو هغوی ته د دردناک عذاب زېری ورکړه. یوه ورځ به راشي چې په همدې سرو او سپینو زرو به د دوزخ اور ګرم کړل شي، بیا به په هغه سره د دې خلکو تندي، اړخونه او شاګانې داغ کړل شي. دا هغه څه دي چې تاسو د خپلو ځانونو لپاره ذخیره کړي وو، نو د هغه څه خوند وڅکئ چې  تاسې ذخیره کړي وو.

احمد په صحیح سند سره له ابو امامه څخه راویت کوي چې وایي:

«تُوُفِّيَ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ الصُّفَّةِ، فَوُجِدَ فِي مِئْزَرِهِ دِينَارٌ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «كَيَّةٌ»، قَالَ: ثُمَّ تُوُفِّيَ آخَرُ فَوُجِدَ فِي مِئْزَرِهِ دِينَارَانِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «كَيَّتَانِ»

ژباړه: له اهل الصفه څخه یو سړی وفات شو او د هغه په جامه کې (هغه کمربند چې تر ملا تړل کېږي) یو دینار وموندل شو؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دی به وسوځل شي» بیا یو بل کس وفات شو او له هغه سره دوه دیناره وموندل شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «‌دی به دوه ځله وسوځول شي»

طبري هم د ابو امامه الباهلي څخه همدا روایت را نقل کړی دی. دا په دې مانا چې په ټوله کې د سرو او سپینو زرو ذخیره حرامه ده، که څه هم دوه دیناره وي، یا هم یو دینار وي. ذخیره دا ده چې له کوم دلیل پرته پیسې وساتل شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې دوو کسانو په اړه ځکه داسې وویل چې دوی په غربت کې ژوند کاوه او بیا یې هم د سرو زرو سیکې ساتلې وې. رسول الله وویل: «كَيَّةٌ» (وبه سوځول شي) او بیا یې وویل: «كَيَّتَانِ» (دوه ځلې به وسوځول شي) چې اشاره یې د الله سبحانه تعالی دغه قول ته ده:

(يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ) .

 [التوبة :۳۵]

ژباړه: یوه ورځ به راشي چې په همدې سرو او سپینو زرو به د دوزخ اور ګرم کړل شي، بیا به په هغه سره د دې خلکو تندي، اړخونه او شاګانې داغ کړل شي.

یعنې حکم یې د خزانې ایت ته ور ګرځي. دا په ښکاره د دې دلیل دی چې خرانه حرامه ده. هغه که د زکات نصاب ته رسېدلې وي که نه وي او که شخص يې زکات ورکړی وي که نه، د خزانې ټول ډولونه حرام دي.

البته د اړتيا لپاره د پيسو سپما کول روا دي او د زخيره کولو د تحريم دلایل پرې نه تطبیق کېږي. د سپما او ذخیره کولو تر منځ توپیر دا دی: ذخیره کول د سپما هغه ډول دی چې له کومې ځانګړې موخې پرته پیسې راټولې شي او په بازار کې له دوران څخه راوګرځول شي. سپما د ځانګړې موخې لپاره د پیسو راټولول دي لکه: د کور جوړولو، واده کولو، فابریکې رانیولو، تجارت پیلولو او داسې نورو چارو لپاره.

۲. که یو څوک له کومې ځانګړي موخې پرته سره زر ساتي، نو د ګناه مرتکب کيږي،  ځکه دا د سرو زرو ذخیره کول دي، چې حرام کار دی... که څه هم دی باید د هغو سرو زرو زکات ورکړي چې ده له کومې موخې پرته ذخیره کړي دي، ځکه د ذخیره کولو حرمت د زکات فرضیت نه ساقطوي. همدارنګه د یوه خاص هدف لپاره سپما هم ورته حکم لري، سره له دې چې دا کار حرام نه دی، خو څښتن یې باید زکات ادا کړي. په هغه صورت کې چې نصاب ته ورسېږي او کال پر تېر شوی وي. ځکه د اړتیا په موخه د سپما جواز د زکات فرضیت نه ساقطوي.

۳. د زکات د اداکولو فرضیت د هجري کال پر بنسټ دی. د بېلګې په ډول که شتمني «سره زر» د زکات نصاب پوره کړي او یو کال ور باندې تېر شي، زکات یې باید ادا شي. زکات د شتمنۍ د لسمې څلورمه حصه یا ۲.۵٪ مال دی. که یو څوک د یو کال تر پوره کېدو وروسته د خپل مال زکات ادا کړي، نو فرض یې ادا کړ. که چېري د دې کال زکات وځنډوي، نو د همدغه کال زکات ادا کول پرې فرض دي. د یوه هجري کال زکات ورکول د بل هجري کال ځای نه نیسي، ځکه زکات لکه مخکې چې ذکر شول کالنی فرضیت دی چې هر کال نوی کېږي. البته په هغه صورت کې چې اسباب او شرایط یې پر خپل ځای پاتې وي.

د بېلګې په ډول: یو کس چې سره زر یې د پنځو هجري کالنو لپاره ساتلي وي او سره زر په هماغه لومړي وخت کې نصاب ته رسېدلي وي؛ دی باید د پنځم کال په پای کې د دې سرو زور د پنځو واړو کلونو زکات ورکړي، ځکه د دې پنځو کلونو د هر هجري کال زکات د ده پر غاړه یو فرضیت دی او باید ادا یې کړي.

دی باید د دغه وخت (پنځو کالونو) زکات پنځه ځلې ادا کړي، د هغو سرو زرو چې ده ساتلي دي  ٪۲.۵ یې باید د زکات په توګه ورکړي... باید ووایو چې پر ده فرض نه ده چې هر کال د لومړي کال په اندازه پیسې په زکات کې ادا کړي. د بېلګې په ډول کله چې دی د سرو زرو ٪۲.۵ په زکات کې ورکړي، دی باید بل ځلې د لومړي کال د ٪۹۷.۵ پاتې سرو زرو زکات ورکړي، همداسې دویم کال دی باید د پاتې مبلغ٪۲.۵ برخه په زکات کې ورکړي. په دې ډول د نورو کالونو لپاره مخ ته ځي، دا باید ولیدل شول چې د هر کال په تېرېدو سره د کس په پیسو کې له زکات ادا کولو وروسته د تېرو کالونو په پرتله کموالی راځي.

۴. د شتمنۍ د ارزښت له مخې د زکات د اداکولو په اړه باید ووایو چې د عین شي پر ځای په نغدو پیسو د هغه قیمت ادا کول روا دي، نو د دې پر ځای چې د سرو زرو زکات خپله په سرو زرو ادا شي، دی کولای شي په بدل کې یې د سرو زور د ارزښت په اندازه بانک نوټونه، سپین زر یا بل ورته شی په زکات کې ورکړي.

 (د خلافت دولت مالي سرچینې) په کتاب، (انګلیسي) کې د خزانې د عوایدو په فصلونو کې داسې راغلې دي:

«دا په سنتو کې هم راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحابو د خلکو  مالونو څخه یوه برخه د زکات په ډول غوښتله، بیا یې هغه په داسې شي بدلوله چې ورکونکي ته یې په اصلي پیسو اداکول اسانه شي. همداسې د جزیې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ ته  چې په يمن کې و، لیکي: «پر هر بالغ کس یو دینار یا د هغه په اندازه جامې (موافر) دي.» نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله د خاص شي په بدل کې نور توکي هم قبول کړي دي. یعنې هغه د سرو زرو په بدل کې جامې قبولې کړي دي. همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم د نجران خلکو ته ولیکل: «پر دوی باندې هر کال دوه زره جامې یا د هغه معادل سره یا سپین زر دي.» عمر رضی الله عنه به په جزیه کې د سرو او سپینو زرو پر ځای اوښان اخیستل، همدا راز علي کرم الله وجهه به ستنې، رسۍ، او لویې ستنې په جزیه کې د سرو زرو یا سپینو زرو پر ځای اخستلې. (۱۴۰مخ)

(د خلافت دولت مالي سرچینې) په کتاب (انګلیسي) کې د خزانې د عوایدو په فصلونو کې داسې راغلې دي:

«د سرو زرو زکات په سرو زرو، معروفو او معتبرو پیسو تادیه کېږي. د سپینو زرو زکات په سپینو زرو، معروفو او معتبرو پیسو تادیه کېږي. په همدې ډول د سرو زرو زکات په سپينو زرو او مروجو پیسو هم تادیه کېدای شي په عین حال کې د سپینو زرو زکات په سرو زرو او مروجو پیسو هم تادیه کېدای شي، ځکه دا ټولې پیسې او قیمتونه دي. دوی یو د بل ځای نیولای شي او یو د بل پر ځای تادیه کېدای شي. البته هغه توکي چې دلته یې جواز ورکړل شوی دی. د غلوـ دانو او مېوو د زکات په فصل کې د دې دلایل راغلي دي، چې د فرض شوي زکات په بدل کې د هغه د ارزښت سره سم قیمت تادیه کېدای شي.» (۱۴۷مخ)

له پورتنیو توضیحاتو څخه جوته شوه چې د زکات ورکولو پر مهال د سرو او سپینو زرو زکات په بازار کې د دوی د ارزښت مطابق په مروجو بانک نوټونو تادیه کېدای شي.

فکر کوم چې همدومره ځواب به کفايت کوي.

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو الرشته

ژباړن: بریالی کاکړ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې