جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د الله سبحانه تعالی د ایتونو د متن (رسم) او تلاوت تر منځ د لېږد توپیر
بسم الله الرحمن الرحيم
د الله سبحانه تعالی د ایتونو د متن (رسم) او تلاوت تر منځ د لېږد توپیر

(ژباړه)

 بکر الشامي ته

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!

د مهربانۍ له مخې دغه حديث ماته تشريح کولای شئ، ځکه ماته یو څه ګونګتیا پکې ښکاري. د علماوو د ويناوو تر لوستلو وروسته زه د لاندې حديث په تړاو سم پوه نه شوم:

«قَالَ ابْنُ شِهَابٍ وَأَخْبَرَنِي خَارِجَةُ بْنُ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ سَمِعَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ قَالَ فَقَدْتُ آيَةً مِنْ الْأَحْزَابِ حِينَ نَسَخْنَا الْمُصْحَفَ قَدْ كُنْتُ أَسْمَع ُرَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقْرَأُ بِهَا فَالْتَمَسْنَاهَا فَوَجَدْنَاهَا مَعَ خُزَيْمَةَ بْنِ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيِّ [مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ] ، فَأَلْحَقْنَاهَا فِي سُورَتِهَا فِي الْمُصْحَفِ.»

ژباړه: ابن شهاب وايي ما ته خارجه بن زید بن ثابت خبر راکړ، هغه وايي: ما له زید بن ثابت نه واورېدل«موږ چې کله قرانکریم د یوه مصحف په ډول یوځای کاوه، نو له ما څخه د سورت الاحزاب یو ایت ورک شو او ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه ایت تلاوت اورېدلی و. موږ پلټنه وکړه، تر څو له خزیمه بن ثابت الانصاري سره مو وموند او بیا مو همدا ایت په محصف کې پخپل سورت کې ځای پر ځای کړ. هغه ایت دا و: «ژباړه: په مؤمنانو کې داسې خلک شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې وعده کې رښتیني دي.» (الاحزاب: ۲۳).

زه تر اوسه په دې نه پوهېږم چې څرنګه صحابه وو رضی الله عنهم له ده څخه ياد ايت قبول کړ، په داسې حال کې چې دی يو کس دی او دغه تواتر يې نه دی پوره کړی. که موږ د ده شاهدي د دوو تنو له شاهدۍ سره مساوي وګڼو، نو دغه صحيح دی خو بیا هم تواتر نه پوره کوي!

الله سبحانه وتعالی دې پر  تاسو رحم وکړي، زموږ شېخه.

ځواب:

وعليکم السلام ورحمت الله وبرکاته.

داسې ښکاري چې ستاسو لپاره دا ګونګه ده چې څه ډول له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د قران کریم تلاوت او لیکلې بڼه (رسم) تر موږ پورې رارسېدلې ده. له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په تواتر ډول د صحابه وو د يوې ډلې، الله سبحانه وتعالی دې پر دوی ورحمېږي، له لوري د ایتونو د تلاوت لېږد، تر هغو چې موږ ته په تواتر ډول را ورسېږي او دا چاره به د قيامت تر ورځې پورې د الله سبحانه تعالی په ساتنه کې وي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾

 [الحجر:۹]

ژباړه: په تحقیق سره دا قران موږ نازل کړی او همدا موږ يې ساتونکي یو.

د قرانکريم د متن (رسم) د لېږد په تړاو بايد ووايم، چې صحابه کرامو رضی الله عنهم له يادولو پرته د قرانکريم متن نه ليکه، بلکې خپل هغه ليکلي متنونه يې ټولول چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې يې ليکلي وو. همدغه کفايت کوي چې خپل ليکلي متنونه (صحف) يې له خپل ځان سره لرل، که څه هم صحابه وو الله سبحانه وتعالی دې پرې ورحمېږي، ژمن خلک وو چې د هرې هغې پاڼې د رښتياوالي لپاره چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکلې شوې وه دوه شاهدان د ډېر احتياط په موخه ونيسي. همدغه د الله سبحانه وتعالی له لوري توفیق (بری) دی، چې د خپل کتاب ساتنه کوي او د جعل کارۍ امکان پکې ناشونی دی.

﴿لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ﴾

[فصلت:۴۲]

ژباړه: باطل نه له مخې پرې راتلى شي او نه هم له شا څخه، ځکه دا د حكمت د څښتن او یو ستايل شوي (الله سبحانه وتعالی) نازل کړل شوی کتاب دى.

اصلي موضوع دا ډول ده او تفصیل یې په لاندې بڼه دی:

لومړی: د قران د را ټولولو موضوع:

موږ د اسلامي شخصيې کتاب په لومړۍ برخه، " قران را ټولولو " فصل کې د قران د جمع کولو موضوع په تفصيل سره بيان کړې ده؛ لکه څرنګه چې مو په "تـيـسـيـر الوصول إلى الأصول" کتاب کې د "قران نزول او د هغه متن" تر عنوان لاندې فصل کې او د "قران ټولولو" فصل کې بیان کړې ده. که څوک غواړي په دې برخه کې لا نور زيات معلومات او ثبوتونه ترلاسه کړي، پورته ياد شوي کتابونه دې وګوري... زه به د الله سبحانه وتعالی په خوښه ځينو هغو برخو ته ستاسو د ښه پوهېدو په موخه اشاره وکړم، چې په يادو شويو کتابونو کې بيان شوي دي.

۱- زه تا ته د خپل کتاب "تـيـسـيـر الوصول إلى الأصول"  د «قران را ټولولو» فصل څخه لاندې حواله درکوم:

[... د مرتدينو سره په جهاد کې د ګڼ شمېر حافظانو شهادت، ابوبکر صديق رضی الله عنه ته ويره پيدا کړه، دوی د قران حافظان وو او د فصلونو (سورتونو) په بڼه یې ترتیب کړی و. ده امر وکړ چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له لوري تایید شوي د هر سورت ليکل شوي اياتونه دې په يوه ځای کې راټول او په ترتيب سره دې تنظيم شي. هغه سورتونه چې پر بېلابېلو ټوټو باندې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي او تاييد شوي وو، په ترتيب سره راټول شول او پر هره ليکل شوې ټوټه باندې دوه تنه صحابه د شاهدانو  په ډول ونيول شول، ترڅو دا تصديق کړي چې دغه سورتونه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي دي. صحابه کرامو رضی الله عنهم يوازې پر ليکل شويو متنونو او یا د حافظانو د تلاوت پر ورته والي باندې اکتفا ونه کړه. د يادونې وړ ده چې هر ايت د يو شمېر صحابه وو له لوري په تواتر بڼه حفظ شوی و.

نو کله چې دوی د سورت توبې وروستني ايتونه يوازې له خزيمه رضی الله عنه څخه چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې یې ليکي وو، وموندل او يوازې هغه رضی الله عنه تصديقول. دوی د خزيمه رضی الله عنه متن په قرانکریم کې د یوځای کولو څخه منع کړ، تر هغو چې یې داسې ثبوت یې پيدا کړ چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ده په تړاو فرمايلي و، چې د خزيمه رضی الله عنه شاهدي له دوو تنو عادلو مسلمانان له شاهدۍ سره برابره ده. وروسته دوی هغه ليکل شوې نسخه چې خزيمه رضی الله عنه تصديقول را ټوله او له قران سره یو ځای کړه. د یادونې وړ ده چې صحابه وو دغه ایت په مطلق ډول حفظ کړی و، خو دغه کار د دوی له لوري د ډېر تاييد په موخه تر سره شو، الله سبحانه تعالی دې له دوی څخه راضي شي، ځکه دوی غوښتل چې هغه پاڼې (صحف) چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي دي، جمع کړي او نه يې غوښتل هغه ایتونه ولیکي چې د خلکو په حافظه کې وه.

له همدې امله خو د ابوبکر صديق رضی الله عنه له لوري را ټول شوی قرانکريم د هغو ليکل شويو پاڼو ټولګه وه چې اياتونه پکې ليکل شوي او په سورتونو کې تنظيم شوي وو او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم تاييد ورسره مل و؛ يعني د قران د ټولو سورتونو لپاره يې د هر سورت د اياتونو پاڼې په ترتيب سره يوځای کړي وې] پای.

۲- زه لومړی تاسو ته د اسلامي شخصيې د لومړۍ برخې حواله درکوم، وروسته د ابوبکر صديق رضی الله عنه له ټولګې څخه هغه ایتونه بیانوم، چې په خپلو سورتونو کې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي دي:

 «د قرانکریم د را ټولو په اړه له امر ورکولو څخه د ابوبکر صديق رضی الله عنه موخه دا نه وه، چې قرانکریم دې د یوه مصحف به بڼه ولیکل شي، بلکې د ده موخه د هغو نسخو را ټولول و چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوې وې؛ ترڅو په یوه ځای کې را ټولې او ډاډه شي چې دا هماغه بڼې دي، چې هره نسخه یې د دوو شاهدانو د شاهدۍ ملاتړ له ځان سره لري... دغه پاڼې د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د ژوند پر مهال له ده سره وې او ور پسې د حضرت عمر رضی الله عنه د ژوند پر مهال له هغه سره وې او وروسته د حضرت عمر رضی الله عنه لور حفصې رضی الله عنها ته چې د مومنانو مور ده، له هغه څخه په میراث ورته پاتې شوې.

دا د ابوبکر صديق رضی الله عنه له لوري د قرانکریم د راغونډونې په اړه وه. د حضرت عثمان رضی الله عنه له لوري د قرانکریم راغونډونه د هغه د خلافت په درېيم او د ځينو روايتونو له مخې په دوهم کال، يعني د هجرت پر ۲۵م کال تر سره شوه. حذيفة بن اليمان رضی الله عنه د حضرت عثمان رضی الله عنه د لیدو لپاره مدینې ته راغی. دا هغه وخت و چې د شام او عراق خلکو د ارمینیا او اذربایجان د فتحه کولو په موخه جګړه پیل کړې وه. حذیفه رضی الله عنه له دې ډارېده، چې د قرآنکریم په تلاوت کې د شام او عراق د خلکو لهجې سره بېلې دي.

نو دی عثمان رضی الله عنه ته راغی. حذیفه رضی الله عنه له دې ډارېده چې د شام او عراق خلک د قرآنکریم د تلاوت په لهجه کې اختلاف ونه کړي. ده وويل: اې اميرالمومنينه! وړاندې له دې چې دا امت په قرانکریم کې اختلاف سره وکړي، ويې ژغوره. لکه په پخوا زمانه کې چې یهودو او نصاراوو په خپلو منځونو کې اختلاف سره کړی و. نو حضرت عثمان رضی الله عنه حضرت حفصه رضی الله عنها ته داسې پیغام ولېږه: «موږ ته د قرانکریم نسخه راولېږه، موږ به له دې نسخې څخه نور مصحفونه جوړ کړو او تاسې ته به یې بیرته اصلي نسخه در ولېږو.» حفصې خپله نسخه حضرت عثمان ته رضی الله عنه ولېږله. حضرت عثمان رضی الله عنه زيد بن ثابت رضی الله عنه، عبدالله ابن الزبير، سعيد ابن العاص او عبدالرحمن ابن حارث ابن هشام ته دنده وسپارله، چې له يادو متنونو څخه ورته بشپړې نسخې ولیکي؛ دوی همداسې وکړل. کله یې چې له دغې نسخې څخه ګڼې نورې نسخې ولیکلې، نو عثمان رضی الله عنه اصلي نسخه بیرته حفصې رضی الله عنها ته ولېږله. حضرت عثمان رضی الله عنه د لیکل شویو نسخو څخه یوه نسخه هر ولايت ته ولېږله او امر يې ورکړ چې ټولې هغه نورې قراني نسخې چې نيمګړې يا بشپړې وي باید وسوځول شي. له اصلي نسخې څخه د جوړو شويو نسخو شمېر اوه نسخې و. دغه اوه نسخې مکې، شام، يمن، بحرين، بصرې او کوفې ته واستول شوې او يوه نسخه يې په مدينه منوره کې وساتل شوه.

له همدې امله د حضرت عثمان رضی الله عنه دا کړنه د قران کريم راغونډونه نه وه، بلکې دا يوازې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه د قران کریم د همغه متن د بیا لیکلو او رانقولو د چارې بنسټیز کول و، کوم چې د ده صلی الله علیه وسلم په مخ کې لیکل شوی و. ده پرته له دې چې د حفصې رضی الله عنها په ملکیت کې د شته قرانکریم څخه  اوه نورې نسخې ولیکي، بل کار نه دی کړی. ده رضی الله عنه مسلمانان پر همدغې واحدې نسخې راټول کړل او له دې پرته يې نورې ټولې نسخې منعه کړې. ټوله موضوع د ده رضی الله عنه له امر سره سم د همدې نسخې له بیا لیکل کېدو سره حل شوه. دا همغه نسخه او نقل دی چې د وحیو د نزول پر مهال د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل کېده. دا هماغه نسخه ده چې ابوبکر رضی الله عنه را ټوله کړې ده. وروسته مسلمانانو له همدغه قران څخه نورې نسخې اخيستلې او له دې پرته یې له بل شي څخه نورې نسخې نه لیکلې. په متن کې له عثماني مصحف پرته بل شی پاتې نه شول. کله چې د چاپ ماشین جوړ شو، له همدې نسخې او نقل څخه بیا مصحف چاپ شو.»

۳- لکه څنګه چې تاسو وینئ، دا د قرانکريم  د تلاوت د انتقال موضوع نه وه. قرانکريم د يو شمېر صحابه کرامو له لوري د نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه په قطعي تواتر ډول را نقل شوی دی. دا د هغه څه انتقال دی چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي دي... له همدې امله د قران دغه نسخه (رسم) توقيفي ده (څه ډول چې وه، همغسې اخيستل شوې ده او بدلون پکې نه دی راغلی) او يوازې پر همدغه بنسټ پاتې ده. دا حرامه ده چې له ياد متن پرته دې په بله بڼه وليکل شي. دا هم روا نه ده چې ټول متن ته دې بدلون ورکړل شي... که څه هم موږ بايد د قران عثماني (د عثمان رضی الله عنه) متن په پام کې ونيسو، ځکه دغه متن د ټول قران لپاره ځانګړی دی. که چېرې قران د ثبوت او زده کړې یا نورو موخو لپاره پر تخته ليکل کېږي او یا هم په يو بل ځای کې د قران له مصحف پرته ليکل کېږي؛ بیا نو د دې اجازه شته چې بل ډول ولیکل شي لکه «الرِّبَوا» (سود).

په قران کې پر تخته باندې «الربا» ليکل کېدای شي، ځکه چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم تایید او د صحابه وو رضی الله عنهم اجماع يوازې د قران کريم د مصحف لپاره وه، نه د بل ځای لپاره. د نورو شيانو لپاره دغه ځانګړتیا نشته، ځکه قران توقيفي دی (څه ډول چې و، همغسې اخيستل شوی دی او بدلون پکې نه دی راغلی)، د دې لپاره اسماني دليل نشته او دلته د قياس مجال هم نشته.

دویم هغه حديث چې تاسو يې په اړه پوښتنه کړې ده، هغه امام بخاري روايت کړی او په لاندې ډول دی:

«4604- حَدَّثَنَا مُوسَى حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ حَدَّثَنَا ابْنُ شِهَابٍ أَنَّ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ حَدَّثَهُ أَنَّ حُذَيْفَةَ بْنَ الْيَمَانِ قَدِمَ عَلَى عُثْمَانَ وَكَانَ يُغَازِي أَهْلَ الشَّأْمِ فِي فَتْحِ إِرْمِينِيَةَ وَأَذْرَبِيجَانَ مَعَ أَهْلِ الْعِرَاقِ فَأَفْزَعَ حُذَيْفَةَ اخْتِلَافُهُمْ فِي الْقِرَاءَةِ فَقَالَ حُذَيْفَةُ لِعُثْمَانَ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ أَدْرِكْ هَذِهِ الْأُمَّةَ قَبْلَ أَنْ يَخْتَلِفُوا فِي الْكِتَابِ اخْتِلَافَ الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى فَأَرْسَلَ عُثْمَانُ إِلَى حَفْصَةَ أَنْ أَرْسِلِي إِلَيْنَا بِالصُّحُفِ نَنْسَخُهَا فِي الْمَصَاحِفِ ثُمَّ نَرُدُّهَا إِلَيْكِ فَأَرْسَلَتْ بِهَا حَفْصَةُ إِلَى عُثْمَانَ فَأَمَرَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ وَعَبْدَ اللَّهِ بْنَ الزُّبَيْرِ وَسَعِيدَ بْنَ الْعَاصِ وَعَبْدَ الرَّحْمَنِ بْنَ الْحَارِثِ بْنِ هِشَامٍ فَنَسَخُوهَا فِي الْمَصَاحِفِ وَقَالَ عُثْمَانُ لِلرَّهْطِ الْقُرَشِيِّينَ الثَّلَاثَةِ إِذَا اخْتَلَفْتُمْ أَنْتُمْ وَزَيْدُ بْنُ ثَابِتٍ فِي شَيْءٍ مِنْ الْقُرْانِ فَاكْتُبُوهُ بِلِسَانِ قُرَيْشٍ فَإِنَّمَا نَزَلَ بِلِسَانِهِمْ فَفَعَلُوا حَتَّى إِذَا نَسَخُوا الصُّحُفَ فِي الْمَصَاحِفِ رَدَّ عُثْمَانُ الصُّحُفَ إِلَى حَفْصَةَ وَأَرْسَلَ إِلَى كُلِّ أُفُقٍ بِمُصْحَفٍ مِمَّا نَسَخُوا وَأَمَرَ بِمَا سِوَاهُ مِنْ الْقُرْآنِ فِي كُلِّ صَحِيفَةٍ أَوْ مُصْحَفٍ أَنْ يُحْرَقَ.»

 ژباړه: (۴۶۰۴؛ موسی له ابراهیم، ابراهیم له ابن شهاب څخه روایتوي، چې ابن شهاب وايي؛ ما ته انس ابن مالک وویل، چې حذیفه بن الیمان حضرت عثمان رضی الله عنه ته راغی. دا هغه وخت و چې د شام او عراق خلکو د ارمینیا او اذربایجان د فتحه کولو په موخه جګړه پیل کړې وه. حذیفه رضی الله عنه له دې ډارېده، چې د شام او عراق خلک د قرانکریم د تلاوت په لهجه کې اختلاف سره ونه کړي. ده حضرت عثمان رضی الله عنه ته وویل: اې امیرالمومنینه! وړاندې له دې چې امت په قرانکریم کې اختلاف وکړي، ويې ژغوره. لکه په پخوا زمانه کې چې یهودو او نصاراوو په خپلو منځونو کې اختلاف کړی و. نو حضرت عثمان رضی الله عنه حضرت حفصې رضی الله عنها ته داسې پیغام ولېږی: «موږ ته د قرانکریم نسخه راولېږه، موږ به له دې نسخې څخه نور مصحفونه جوړ کړو او اصلي نسخه به یې بیرته در ولېږو.» حفصې خپله نسخه حضرت عثمان رضی الله عنه ته ولېږله. حضرت عثمان رضي الله عنه زید بن ثابت، عبدالله ابن الزبیر، سعد بن العاص او عبدالرحمن بن الحارث بن هشام وګمارل ترڅو له دې نسخې څخه نورې نسخې په صحیح شکل ترتیب کړي. حضرت عثمان رضی الله عنه دریو واړو قریشو ته وویل: په هغه صورت کې چې تاسې له زید بن ثابت سره د قرانکریم د کوم ایت د تلاوت پر سر اختلاف پیدا کړ، نو د قریشو په لهجه يې ولیکئ، ځکه قرانکریم د هغوی په ژبه نازل شوی دی. دوی همداسې وکړل، کله چې يې د حضرت حفصې رضی الله عنها له نسخې څخه ګڼې نسخې ترتیب کړې، بیا نو حضرت عثمان رضی الله عنه د هغې اصلي نسخه بیرته ور وسپارله. حضرت عثمان رضی الله عنه له دې نسخو څخه یوه یوه نسخه ټولو ولایاتو ته ولېږله او امر يې وکړ، چې له چا سره له دې پرته د قرانکریم بله کومه بشپړه نسخه او یا په څو ټوټو کې لیکل شوې نسخې وي، نو باید وسوځول شي.)

«4604- قَالَ ابْنُ شِهَابٍ وَأَخْبَرَنِي خَارِجَةُ بْنُ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ سَمِعَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ قَالَ فَقَدْتُ آيَةً مِنْ الْأَحْزَابِ حِينَ نَسَخْنَا الْمُصْحَفَ قَدْ كُنْتُ أَسْمَعُ رَسُولَ اللَّهِ يَقْرَأُ بِهَا فَالْتَمَسْنَاهَا فَوَجَدْنَاهَا مَعَ خُزَيْمَةَ بْنِ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيِّ [مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ] ، فَأَلْحَقْنَاهَا فِي سُورَتِهَا فِي الْمُصْحَفِ.»

ژباړه: (4604- ابن شهاب وايي: ما ته خارجه بن زید بن ثابت خبر راکړ، چې ما له زید بن ثابت څخه واورېدل: «موږ چې کله قرانکریم د یوه مصحف په ډول یوځای کاوه، نو له ما څخه د سورت الاحزاب یو ایت ورک شو او ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه ایت تلاوت اورېدلی و. موږ پلټنه وکړه، ترڅو له خزیمه بن ثابت الانصاري سره مو وموند او بیا مو همدا ایت په محصف کې په خپل سورت کې ځای پر ځای کړ.) هغه ایت دا و:

 ﴿مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ﴾

[الاحزاب:۲۳]

ژباړه: په مومنانو کې داسې خلک هم شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې ژمنه کې رښتیني دي.

نو په ډاګه شوه چې دا حديث د حضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کې د قران کريم د نسخو د بیا لیکلو له پېښې څخه بحث کوي. هغه رضی الله عنه زيد بن ثابت او نورو ته دنده وسپارله، چې د قران کريم له هغو نسخو او پاڼو څخه نورې نسخې ولیکي، چې ابوبکر صديق رضی الله عنه د خلافت په دور کې يوځای کړې وې او د حضرت حفصې رضی الله عنها په کور کې وې. يعني دغه حديث د هغو پاڼو د بیا لیکل کېدو په تړاو بحث کوي، چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په مخ کې ليکل شوې وې او د تلاوت د انتقال په تړاو بحث نه کوي. نو قرانکريم له هغه متن څخه ليکل شوی، چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوی دی. اصلاً تواتر ته اړتيا نه لري، خو دا کفايت کوي چې د هغه په تړاو صحيح روايت شتون ولري. پر صحابه کرامو دې الله سبحانه وتعالی ورحمېږي، دوی د زيات احتياط او پاملرنې په موخه د هرې نسخې لپاره دوه تنه شاهدان هرو مرو غوښتل. د قرانکریم تلاوت موږ ته د هغو صحابه کرامو رضی الله عنهم له لوري را انتقال شوی، چې هغوی له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه نيغ په نيغه اورېدلی دی.

په دې ډول د الله سبحانه تعالی په خوښه ستا د پوښتنې ځواب روښانه شو او الله سبحانه وتعالی د قيامت تر ورځې پورې د خپل کتاب ساتوونکی دی.

﴿إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾

[الحجر:۹]

ژباړه: پاتې شو دا ذکر (قران)، دا موږ نازل کړی او موږ یې په خپله ساتونکي یو.

درېيم، دوه موضوعات پاتې شول، چې هغه هم بايد روښانه شي:

لومړی، هغه کوم ایاتونه دي چې وموندل شول او يوازې خزيمه رضی الله عنه ليکلي دي... ؟

دویم، ايا دغه ايتونه له خزيمه سره پيدا شوي دي او که له ابو خزيمه سره... ؟

د الله سبحانه تعالی په توفیق سره ځواب په لاندې ډول دی:

۱- د لومړۍ موضوع په تړاو چې کوم ایتونه دي، امام بخاري «رح» په دې تړاو دوه روایتونه لري؛ د ۴۳۱۱ شمېرې او ۴۶۰۴ شمېرې تر عنوان لاندې چې په دې ډول دي:

 «4311 حدثنا أَبُو الْيَمَانِ أَخْبَرَنَا شُعَيْبٌ عَنْ الزُّهْرِيِّ قَالَ أَخْبَرَنِي ابْنُ السَّبَّاقِ أَنَّ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ وَكَانَ مِمَّنْ يَكْتُبُ الْوَحْيَ قَالَ أَرْسَلَ إِلَيَّ أَبُو بَكْرٍ مَقْتَلَ أَهْلِ الْيَمَامَةِ وَعِنْدَهُ عُمَرُ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ إِنَّ عُمَرَ أَتَانِي فَقَالَ إِنَّ الْقَتْلَ قَدْ اسْتَحَرَّ يَوْمَ الْيَمَامَةِ بِالنَّاسِ وَإِنِّي أَخْشَى أَنْ يَسْتَحِرَّ الْقَتْلُ بِالْقُرَّاءِ فِي الْمَوَاطِنِ فَيَذْهَبَ كَثِيرٌ مِنْ الْقُرْآنِ إِلَّا أَنْ تَجْمَعُوهُ وَإِنِّي لَأَرَى أَنْ تَجْمَعَ الْقُرْآنَ قَالَ أَبُو بَكْرٍ قُلْتُ لِعُمَرَ كَيْفَ أَفْعَلُ شَيْئاً لَمْ يَفْعَلْهُ رَسُولُ اللَّهِ rفَقَالَ عُمَرُ هُوَ وَاللَّهِ خَيْرٌ فَلَمْ يَزَلْ عُمَرُ يُرَاجِعُنِي فِيهِ حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ لِذَلِكَ صَدْرِي وَرَأَيْتُ الَّذِي رَأَى عُمَرُ قَالَ زَيْدُ بْنُ ثَابِتٍ وَعُمَرُ عِنْدَهُ جَالِسٌ لَا يَتَكَلَّمُ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ إِنَّكَ رَجُلٌ شَابٌّ عَاقِلٌ وَلَا نَتَّهِمُكَ كُنْتَ تَكْتُبُ الْوَحْيَ لِرَسُولِ اللَّهِ فَتَتَبَّعْ الْقُرْآنَ فَاجْمَعْهُ فَوَاللَّهِ لَوْ كَلَّفَنِي نَقْلَ جَبَلٍ مِنْ الْجِبَالِ مَا كَانَ أَثْقَلَ عَلَيَّ مِمَّا أَمَرَنِي بِهِ مِنْ جَمْعِ الْقُرْآنِ قُلْتُ كَيْفَ تَفْعَلَانِ شَيْئاً لَمْ يَفْعَلْهُ النَّبِيُّ r فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ هُوَ وَاللَّهِ خَيْرٌ فَلَمْ أَزَلْ أُرَاجِعُهُ حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ صَدْرِي لِلَّذِي شَرَحَ اللَّهُ لَهُ صَدْرَ أَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ فَقُمْتُ فَتَتَبَّعْتُ الْقُرْآنَ أَجْمَعُهُ مِنْ الرِّقَاعِ وَالْأَكْتَافِ وَالْعُسُبِ وَصُدُورِ الرِّجَالِ حَتَّى وَجَدْتُ مِنْ سُورَةِ التَّوْبَةِ آيَتَيْنِ مَعَ خُزَيْمَةَ الْأَنْصَارِيِّ لَمْ أَجِدْهُمَا مَعَ أَحَدٍ غَيْرِهِ: [لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم ] إِلَى آخِرِهِمَا وَكَانَتْ الصُّحُفُ الَّتِي جُمِعَ فِيهَا الْقُرْآنُ عِنْدَ أَبِي بَكْرٍ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ ثُمَّ عِنْدَ عُمَرَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ ثُمَّ عِنْدَ حَفْصَةَ بِنْتِ عُمَرَ... »

ژباړه: (۴۳۱۱- ابو اليمان له شعيب او شعیب له الزهري څخه روایت کوي، دی وایي: ابن السباق ما ته وویل چې زيد بن ثابت الانصاري رضی الله عنه له هغو کسانو څخه دی، چې سپېڅلي وحې يې ليکلې او وایي: وروسته له دې چې ګڼ شمېر حافظان د يمامه په جګړه کې په شهادت ورسېدل ابوبکر صديق رضی الله عنه ماته خبر راکړ چې راشه. حضرت عمر رضی الله عنه د ابوبکر صديق رضی الله عنه په څنګ کې ناست و. ابوبکر را ته وويل، چې عمر ماته راغلی او وایي چې د يمامه په جګړه کې ګڼ شمېر حافظان شهيدان شول او زه وېرېږم که چېرې قرانکریم را ټول نه کړې، نو په نورو جګړو کې به هم قرا (هغوی چې قران یې په سینو کې حفظ کړی دی) په شهادت ورسېږي او په دې توګه به د قران یوه لويه برخه له لاسه ورکړو. زه په دې اند يم چې تاسو بايد قران را ټول کړئ. ابوبکر صديق رضی الله عنه زياته کړه، ما عمر رضی الله عنه ته وويل: زه څنګه داسې يو کار وکړم، چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم نه دی کړی؟ عمر رضی الله عنه ماته وويل: په الله قسم دا د خیر او ښه کار دی. نو عمر رضی الله عنه ټينګار وکړ او زه يې وهڅولم، چې د ده وړانديز ومنم؛ تر دې چې الله سبحانه وتعالی زما ټټر پرانيست او ما هم د عمر رضی الله عنه په څېر نظر خپل کړ. زيد بن ثابت زياتوي: عمر رضی الله عنه له ابوبکر رضی الله عنه سره ناست و او خبرې یې نه کولې. ماته يې وويل: ته يو هوښيار ځوان يې او ستا په تړاو موږ (د درواغو ويلو يا هېرولو) شک نه لرو او ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وحيې کاتب وې. له همدې امله په قران پسې وګرځه او په يوه نسخه کې یې راټول کړه. په الله قسم که ده (ابوبکر صديق) ماته دستور راکړی وای چې له دغو غرونو څخه يو غر له خپل ځای څخه لېرې کړه، دا به زما لپاره اسانه وه، تر دې چې ده دستور راکړ چې قران را ټول کړم. ما دوی دواړو ته وويل: تاسو څنګه د داسې يو کار جرات وکړ، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی کړی؟ ابوبکر رضی الله عنه وويل: په الله قسم دا یو ښه او د خیر کار دی. نو ما له ده رضی الله عنه سره په دې تړاو استدلال کاوه، تر هغو چې الله سبحانه وتعالی زما ټټر هم د هغه کار لپاره پرانيست چې د ابوبکر او عمر رضی الله عنه ټټر یې ورته پرانيستی و. نو ما د قرانکریم په راټولولو او یوځای کولو پیل وکړ. د قرانکریم هغه ایتونه چې د حیواناتو پر څرمنو، د وزر پر هډوکو، د خرما پر پاڼو لیکل شوي وو او هغه چې خلکو حفظ کړي وو (په سینو کې یې محفوظ وو)، په راغونډولو کې مې يې درېغ ونه کړ. له خزیمه رضي الله عنه سره مې د سورت التوبه دوه داسې ایتونه وموندل، چې تر اوسه ما له بل چا سره نه وو موندلي او هغه په دې ډول وو؛ ژباړه: «په تحقیق سره موږ تاسې ته ستاسې له منځه رسول (محمد) درلېږلی دی. دی (محمد) پر تاسې مهربانه دی او پر دې حریص دی، چې تاسې پر مستقیمه لار(هدایت) لاړ شی.» (التوبه:۱۲۸) د قرانکریم اصلي نسخه له حضرت ابوبکر صدیق سره وه، کله چې هغه وفات شو بیا دا نسخه حضرت عمر رضي الله عنه ته ورسېده؛ خو کله چې هغه هم وفات شو، بیا دا نسخه د حضرت عمر رضي الله عنه لور حضرت حفصې رضي الله عنها ته پاتې شوه.)

لکه څنګه چې د حدیث په متن کې څرګنده شوه، دا د ابوبکر صدیق رضی الله عنه زمانه وه، چې له حضرت خزیمه رضی الله عنه سره د قرانکریم هغه لیکلې پاڼه پیدا شوه، چې په هغې کې د سورت التوبه دا دوه وروستي ایتونه شته وو.

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم﴾

 [التوبه: ۱۲۸]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص دی.

والثانية: «4604- حَدَّثَنَا مُوسَى حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ حَدَّثَنَا ابْنُ شِهَابٍ أَنَّ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ حَدَّثَهُ أَنَّ حُذَيْفَةَ بْنَ الْيَمَانِ قَدِمَ عَلَى عُثْمَانَ وَكَانَ يُغَازِي أَهْلَ الشَّأْمِ فِي فَتْحِ إِرْمِينِيَةَ وَأَذْرَبِيجَانَ مَعَ أَهْلِ الْعِرَاقِ فَأَفْزَعَ حُذَيْفَةَ اخْتِلَافُهُمْ فِي الْقِرَاءَةِ فَقَالَ حُذَيْفَةُ لِعُثْمَانَ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ أَدْرِكْ هَذِهِ الْأُمَّةَ قَبْلَ أَنْ يَخْتَلِفُوا فِي الْكِتَابِ اخْتِلَافَ الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى فَأَرْسَلَ عُثْمَانُ إِلَى حَفْصَةَ أَنْ أَرْسِلِي إِلَيْنَا بِالصُّحُفِ نَنْسَخُهَا فِي الْمَصَاحِفِ ثُمَّ نَرُدُّهَا إِلَيْكِ فَأَرْسَلَتْ بِهَا حَفْصَةُ إِلَى عُثْمَانَ فَأَمَرَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ وَعَبْدَ اللَّهِ بْنَ الزُّبَيْرِ وَسَعِيدَ بْنَ الْعَاصِ وَعَبْدَ الرَّحْمَنِ بْنَ الْحَارِثِ بْنِ هِشَامٍ فَنَسَخُوهَا فِي الْمَصَاحِفِ وَقَالَ عُثْمَانُ لِلرَّهْطِ الْقُرَشِيِّينَ الثَّلَاثَةِ إِذَا اخْتَلَفْتُمْ أَنْتُمْ وَزَيْدُ بْنُ ثَابِتٍ فِي شَيْءٍ مِنْ الْقُرْانِ فَاكْتُبُوهُ بِلِسَانِ قُرَيْشٍ فَإِنَّمَا نَزَلَ بِلِسَانِهِمْ فَفَعَلُوا حَتَّى إِذَا نَسَخُوا الصُّحُفَ فِي الْمَصَاحِفِ رَدَّ عُثْمَانُ الصُّحُفَ إِلَى حَفْصَةَ وَأَرْسَلَ إِلَى كُلِّ أُفُقٍ بِمُصْحَفٍ مِمَّا نَسَخُوا وَأَمَرَ بِمَا سِوَاهُ مِنْ الْقُرْآنِ فِي كُلِّ صَحِيفَةٍ أَوْ مُصْحَفٍ أَنْ يُحْرَقَ.»

دویم؛ ژباړه: (۴۶۰۴ موسی له ابراهیم، ابراهیم له ابن شهاب څخه روایت کوي، چې ابن شهاب وايي: ما ته انس ابن مالک وویل، چې حذیفه بن الیمان حضرت عثمان رضی الله عنه ته راغی. دا هغه وخت و، چې د شام او عراق خلکو د ارمینیا او اذربایجان د فتحه کولو په موخه جګړه پیل کړې وه. حذیفه رضی الله عنه له دې ډارېده، چې د شام او عراق خلک د قرانکریم د تلاوت په لهجه کې اختلاف سره ونه کړي. ده حضرت عثمان رضی الله عنه ته وویل: اې امیرالمومنینه! وړاندې له دې چې دا امت په قرانکریم کې اختلاف سره وکړي، ويې ژغوره. لکه څنګه چې پخوا یهودو او نصاراو په خپلو منځونو کې اختلاف سره کړی و. نو حضرت عثمان رضی الله عنه حضرت حفصې ضی الله عنها ته داسې پیغام ولېږه: «موږ ته د قرانکریم نسخه راولېږه، موږ به له دې نسخې څخه نور مصحفونه جوړ کړو او تاسې ته به یې بیرته اصلي نسخه در ولېږو.» حضرت حفصې خپله نسخه حضرت عثمان رضی الله عنه ته ولېږله.

حضرت عثمان رضي الله عنه زید بن ثابت، عبدالله ابن الزبیر، سعد بن العاص او عبدالرحمن بن الحارث بن هشام وګمارل، ترڅو له دغې نسخې څخه نورې نسخې په صحیح شکل ترتیب کړي. حضرت عثمان رضی الله عنه دریو واړو قریشو ته وویل: په هغه صورت کې چې تاسې له زید بن ثابت سره د قرانکریم د کوم ایت د تلاوت پر سر اختلاف پیدا کړ، نو د قریشو په لهجه يې ولیکئ، ځکه قرانکریم د هغوی په ژبه نازل شوی دی. دوی همداسې وکړل؛ کله چې يې د حضرت حفصې رضی الله عنها له نسخې څخه ګڼې نسخې ترتیب کړې، نو بیا حضرت عثمان رضی الله عنه د هغې اصلي نسخه بیرته ور وسپارله. حضرت عثمان رضی الله عنه له دغو نسخو څخه یوه یوه نسخه ټولو ولایاتو ته ولېږله او امر يې وکړ چې له دې پرته د قرانکریم ټولې بشپړې او نابشپړې نسخې باید وسوځول شي.)

«قَالَ ابْنُ شِهَابٍ وَأَخْبَرَنِي خَارِجَةُ بْنُ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ سَمِعَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ قَالَ فَقَدْتُ آيَةً مِنْ الْأَحْزَابِ حِينَ نَسَخْنَا الْمُصْحَفَ قَدْ كُنْتُ أَسْمَعُ رَسُولَ اللَّهِ يَقْرَأُ بِهَا فَالْتَمَسْنَاهَا فَوَجَدْنَاهَا مَعَ خُزَيْمَةَ بْنِ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيِّ [مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ] ، فَأَلْحَقْنَاهَا فِي سُورَتِهَا فِي الْمُصْحَفِ.»

ژباړه: (ابن شهاب وايي: ما ته خارجه بن زید بن ثابت وویل، چې ما له زید بن ثابت څخه واورېدل: «موږ چې کله قرانکریم د یوه مصحف په ډول را ټولاوه، نو له ما څخه د سورت الاحزاب یو ایت ورک شو او ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه ایت تلاوت اورېدلی و. موږ پلټنه وکړه، ترڅو له خزیمه بن ثابت الانصاري سره مو وموند او بیا مو همدا ایت په محصف کې په خپل سورت کې ځای پر ځای کړ. هغه ایت دا و: «په مومنانو کې داسې خلک شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې ژمنه کې رښتیني دي.» (الاحزاب: ۲۳).

د حدیث له متن څخه ښکاري، چې دا د عثمان رضی الله عنه زمانه وه او له هغې پاڼې څخه چې دوی له حضرت خزیمه سره موندلې وه، دا څرګندېږي چې په هغې کې د سورت الاحزاب دا ايت و:

 ﴿مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ﴾

[الاحزاب:۲۳]

ژباړه: په مومنانو کې داسې خلک شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې ژمنه کې رښتیني دي.

که ۴۳۱۱ او ۴۶۰۴ شمېرو احادیثو ته ښه ځیر شو، دواړه بخاري روایت کړي دي او په سند کې يې صحیح ګڼلي دي او دا خبره روښانه ده چې:

الف: په پیل کې موږ دا روښانه کړه، چې دا دواړه احادیث د دغو ایتونو د تواتر په اړه نه دي راغلي. د دواړو روایاتو اصلي موخه متن دی، نه د حفظ د تواتر ثبوتول. هر ایت د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د څو نفرو صحابه وو په سینه کې محفوظ و. صحابه وو غوښتل دا نسخې کټ مټ په هغه شان ولیکي، چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر وړاندې لیکل شوي وې. دوی نه غوښتل چې د خلکو د حفظ په ډول يې ولیکي، چې بیا به په الفاظو کې اختلاف رامنځته شوی وی، بلکې دوی غوښتل کټ مټ يې هغه شان ولیکي، څه ډول یې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکې صحابه وو لیکلي وو. د لا ښه احتیاط او توفیق په اړه العزیز او الحکیم ذات داسې فرمایي: 

﴿إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾

 [الحجر:۹]

ژباړه: په تحقیق سره قران موږ نازل کړی او همدا موږ يې ساتونکي یو.

له همدې ځایه شرعي حکم استنباط کېږي او هغه داسې چې له عثماني نسخې پرته حتا د یوه مصحف د چاپ اجازه نشته. له عثمان رضی الله عنه څخه دې الله سبحانه تعالی راضي شي.

ب: د هغو پاڼو راټولول چې قرانکریم پرې لیکل شوی و د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه په زمانه کې و او په صحیح روایاتو سره مو ثابت کړل، چې د هرې پاڼې لپاره به دوه شاهدان اړین و او دا روایت هم د سند په لحاظ صحیح دی. د حضرت عثمان رضی الله عنه د واکمنۍ په زمانه کې د قرانکریم نسخې له هغه مصحف څخه ولیکل شوې، چې د حضرت ابوبکر رضی الله عنه په وخت کې لیکل شوی و. هغه مهال له حضرت حفصې رضی الله عنها سره موجود و، حضرت عثمان رضی الله عنه غوښتنه ځنې وکړه، چې وريې کړي. عثمان رضی الله عنه حضرت زید رضی الله عنه او دری نور کسان په دې وګمارل، چې له دغه مصحف څخه یو شمېر نورې نسخې ترتیب کړي.

نو دلته د دې شونتیا نشته، چې د عثمان رضی الله عنه په زمانه کې دې کومه لیکل شوې نسخه ورکه شوې وي. هغه مهال به ورکه شوې وي، کله چې د حضرت ابوبکر رضی الله عنه په زمانه کې د قران کریم نسخې را ټولېدلې او دا هغه نسخه وه چې د سورت توبه دوه وروستي ایتونه پکې لیکل شوي وو:

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ * فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ﴾

  [التوبه: ۱۲۸-۱۲۹]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص او د مومنانو لپاره خواخوږی او زړه سواندی دی. اوس که دغه خلک ستا څخه مخ اړوي، نو اې پیغمبر صلی الله علیه وسلم! دوی ته ووایه: زما لپاره الله کافي دی، له هغه پرته بل هېڅ د عبادت وړ کس نشته، پر هغه مې توکل کړی او هغه د لوی عرش څښتن دی.

نو دغه ورکې پاڼې د حضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کې د نسخو د لیکلو پر مهال نه وې، ځکه د قران د راټولولو چاره د حضرت ابوبکر رضی الله عنه په زمانه کې ترسره شوه، نه د حضرت عثمان رضی الله عنه په وخت کې. له همدې امله د بخاري د ۴۶۰۴ شمېرې حدیث معنی د «درایه» له لوري رد شوې ده، چې په لاندې ډول دی:

«قَالَ ابْنُ شِهَابٍ وَأَخْبَرَنِي خَارِجَةُ بْنُ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ سَمِعَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ قَالَ فَقَدْتُ آيَةً مِنْ الْأَحْزَابِ حِينَ نَسَخْنَا الْمُصْحَفَ قَدْ كُنْتُ أَسْمَع ُرَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقْرَأُ بِهَا فَالْتَمَسْنَاهَا فَوَجَدْنَاهَا مَعَ خُزَيْمَةَ بْنِ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيِّ [مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ] ، فَأَلْحَقْنَاهَا فِي سُورَتِهَا فِي الْمُصْحَفِ.»

ژباړه: (ابن شهاب وايي: ما ته خارجه بن زید بن ثابت وویل، چې ما له زید بن ثابت څخه واورېدل: «موږ چې کله قرانکریم د یوه مصحف په ډول را ټولاوه، نو له ما څخه د سورت الاحزاب یو ایت ورک شو او ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه ایت تلاوت اورېدلی و. موږ پلټنه وکړه، ترڅو له خزیمه بن ثابت الانصاري سره مو وموند او بیا مو همدا ایت په محصف کې په خپل سورت کې ځای پر ځای کړ. هغه ایت دا و: «په مومنانو کې داسې خلک شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې ژمنه کې رښتیني دي.» (الاحزاب: ۲۳).

۲ـ د دویمې موضوع په اړه، چې ایا زید په لیکل شوې پاڼه کې د سورت التوبه دوه ایتونه یوازې له یوه صحابي سره موندلي و؟ ایا دغه صحابي خزیمه وو او که ابو خزیمه؟ د دغه ځواب په لاندې ډول دی:

ـ البخاري دوه ډوله روایتونه رانقل کړي دي: (۴۳۱۱) او (۴۶۰۳)

د ۴۳۱۱ شمېره روایت چې موږ پورته بیان کړ، داسې وايي:

نو ما د قرانکریم په راغونډولو پیل وکړ (د هغو پاڼو چې قرانکریم پرې لیکل شوی و) د خرما پاڼې، سپیني نازکې ډبرې او له هغه چا څخه چې په سینه کې يې حفظ کړی و؛ ترڅو ما د سورت التوبه وروستي ایتونه له ابوخزیمه الانصاري سره وموندل او له ده پرته مې له بل هېچا سره ونه موندل. هغه ایت په دې ډول دی:

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ * فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ﴾

  [التوبه: ۱۲۸-۱۲۹]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص او د مومنانو لپاره خواخوږی او زړه سواندی دی. اوس که دغه خلک ستا څخه مخ اړوي، نو اې پیغمبر صلی الله علیه وسلم! دوی ته ووایه: زما لپاره الله کافي دی، له هغه پرته بل هیڅ د عبادت وړ کس نشته، پر هغه مې توکل کړی او هغه د لوی عرش څښتن دی.

 «4603 - حَدَّثَنَا مُوسَى بْنُ إِسْمَاعِيلَ عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ سَعْدٍ حَدَّثَنَا ابْنُ شِهَابٍ عَنْ عُبَيْدِ بْنِ السَّبَّاقِ أَنَّ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ أَرْسَلَ إِلَيَّ أَبُو بَكْرٍ مَقْتَلَ أَهْلِ الْيَمَامَةِ فَإِذَا عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ عِنْدَهُ قَالَ أَبُو بَكْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ إِنَّ عُمَرَ أَتَانِي فَقَالَ إِنَّ الْقَتْلَ قَدْ اسْتَحَرَّ يَوْمَ الْيَمَامَةِ بِقُرَّاءِ الْقُرْآنِ وَإِنِّي أَخْشَى أَنْ يَسْتَحِرَّ الْقَتْلُ بِالْقُرَّاءِ بِالْمَوَاطِنِ فَيَذْهَبَ كَثِيرٌ مِنْ الْقُرْآنِ وَإِنِّي أَرَى أَنْ تَأْمُرَ بِجَمْعِ الْقُرْآنِ قُلْتُ لِعُمَرَ كَيْفَ تَفْعَلُ شَيْئاً لَمْ يَفْعَلْهُ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ  قَالَ عُمَرُ هَذَا وَاللَّهِ خَيْرٌ فَلَمْ يَزَلْ عُمَرُ يُرَاجِعُنِي حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ صَدْرِي لِذَلِكَ وَرَأَيْتُ فِي ذَلِكَ الَّذِي رَأَى عُمَرُ قَالَ زَيْدٌ قَالَ أَبُو بَكْرٍ إِنَّكَ رَجُلٌ شَابٌّ عَاقِلٌ لَا نَتَّهِمُكَ وَقَدْ كُنْتَ تَكْتُبُ الْوَحْيَ لِرَسُولِ اللَّهِ ﷺ  فَتَتَبَّعْ الْقُرْآنَ فَاجْمَعْهُ فَوَاللَّهِ لَوْ كَلَّفُونِي نَقْلَ جَبَلٍ مِنْ الْجِبَالِ مَا كَانَ أَثْقَلَ عَلَيَّ مِمَّا أَمَرَنِي بِهِ مِنْ جَمْعِ الْقُرْآنِ قُلْتُ كَيْفَ تَفْعَلُونَ شَيْئاً لَمْ يَفْعَلْهُ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ قَالَ هُوَ وَاللَّهِ خَيْرٌ فَلَمْ يَزَلْ أَبُو بَكْرٍ يُرَاجِعُنِي حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ صَدْرِي لِلَّذِي شَرَحَ لَهُ صَدْرَ أَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا فَتَتَبَّعْتُ الْقُرْآنَ أَجْمَعُهُ مِنْ الْعُسُبِ وَاللِّخَافِ وَصُدُورِ الرِّجَالِ حَتَّى وَجَدْتُ آخِرَ سُورَةِ التَّوْبَةِ مَعَ أَبِي خُزَيْمَةَ الْأَنْصَارِيِّ لَمْ أَجِدْهَا مَعَ أَحَدٍ غَيْرِهِ [لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ] حَتَّى خَاتِمَةِ بَرَاءَةَ فَكَانَتْ الصُّحُفُ عِنْدَ أَبِي بَكْرٍ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ ثُمَّ عِنْدَ عُمَرَ حَيَاتَهُ ثُمَّ عِنْدَ حَفْصَةَ بِنْتِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ.»

ژباړه: ۴۶۰۳ـ موسی ابن اسماعیل له ابراهیم ابن سعد څخه روایت کوي، ابراهیم ابن سعد بیا له ابن شهاب څخه روایت کوي او هغه بیا عبید ابن السباق څخه روایت کوي او وایي چې زید ابن ثابت رضی الله عنه وویل: زه د اهل یمامه (د یمامه په جګړه کې چې له مسیلمه سره وه، یو شمېر صحابه هم شهیدان شول) تر وژل کېدو وروسته حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته ورغلم، له ده سره حضرت عمر رضی الله عنه هم و. ابوبکر رضی الله عنه ما ته وویل: عمر ما ته راغی او ويې ویل، چې د قرانکریم د قاریانو (هغوی چې قران یې په سینه کې حفظ کړی) مرګ ژوبله د یمامه په جګړه کې خورا ډېره وه او زه وېرېږم که چېرې دا ډول د قرانکریم قاریان د جګړې په نورو ډګړونو کې شهیدان شي، نو هسې نه چې د هغوی په سینو کې د حفظ شوي قرانکریم ډېره برخه له لاسه ورکړو. حضرت عمر رضی الله عنه ابوبکر ته وویل: زما مشوره دا ده چې د قرانکریم د را ټولېدو امر وکړې. ابوبکر صدیق رضی الله عنه وایي، ما عمر رضی الله عنه ته وویل: «ته څنګه داسې یو کار کوې، چې رسول الله صلی الله عیله وسلم نه دی کړی؟» عمر راته وویل: «په الله قسم دا یو غوره کار دی.» عمر زما سره پر همدې مسله بحث کاوه، ترڅو الله سبحانه تعالی د عمر د دغه وړاندیز په اړه زما سینه هم راخلاصه کړه او پوه شوم چې د عمر دغه مفکوره غوره ده او دا وړاندیز زموږ په خیر دی. بیا ابوبکر ما ته وویل: «ته یو هوښیار ځوان يې او موږ ستا په اړه کومه بدګماني هم نه لرو. تا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکې وحې لیکلې. نو ته باید د قرانکریم (د پاشل شویو ټوټو) په موندلو او د یوه کتاب په بڼه په یوځای کولو کې خپلې هڅې پیل کړې.» په الله قسم که هغوی ما ته د یوه غره د خوځولو ویلي وی، پر ما به دومره دروند نه وای تمام شوی؛ لکه څه ډول چې د قرانکریم د یوځای کولو امر را ته سخت و. بیا ما ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته وویل: ته څنګه داسې یو کار کوې، چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دی کړی؟ ابوبکر راته وویل: په الله قسم دا یوه غوره کار دی. ابوبکر تر هغه وخته زما سره بحث کاوه، ترڅو الله سبحانه تعالی زما سینه د دغه کار لپاره پراخه کړه؛ لکه د ابوبکر او عمر سینه یې چې خلاصه کړې وه. نو ما د ټولو هغو څیزونو په راغونډولو پیل وکړ، چې قرانکریم پرې لیکل شوی و؛ هغه پاڼې، نازکې سپینې تيږې وې او ځینې هغه برخه چې په سینو کې يې حفظ کړی و. ترڅو د سورت التوبه اخرنی ایت مې له ابوخزیمه الانصاري سره وموند او له ده پرته له بل چا سره نه و. هغه ایت په دې ډول و:

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ﴾

  [التوبه: ۱۲۸]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص دی.

 همداسې د سورت التوبه تر پایه و. بیا د قرانکریم مکمله نسخه له ابوبکر سره د هغه د ژوند تر پایه پرته وه. د ابوبکر تر وفات وروسته بیا دا نسخه له حضرت عمر رضی الله عنه سره وه او د ده له وفات څخه وروسته د حضرت حفصې بنت عمر رضی الله عنها سره پاتې شوه.

د ده له دغې خبرې څخه څرګندېږي چې:

ما د ټولو هغو څیزونو په راغونډولو پیل وکړ، چې قرانکریم پرې لیکل شوی و؛ پاڼې، نازکې سپینې تيږې او هغه چې په سینو کې يې حفظ کړی و. ترڅو د سورت التوبه وروستی ایت مې له ابو خزیمه الانصاري سره وموند او له ده پرته له بل چا سره نه و. هغه ایت په دې ډول و:

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ﴾

  [التوبه: ۱۲۸]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص دی.

د پورتنیو دوو حدیثونو د متنونو په ځیر لوستلو او فکر کولو څخه وروسته دا څرګندېږي، چې د دغه صحابي نوم خزیمه ابن ثابت الانصاري و او ابوخزیمه نه و او ثبوت یې دا دی، چې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه دا شرط ایښی و چې د قرانکریم د هرې پاڼې د تصدیق دوه شاهدان اړین دي، ترڅو دا ثابته شي چي په واقعیت کې هم دغه نسخه یا پاڼه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې لیکل شوې ده. زید د هر لیکل شوي ایت لپاره دوه شاهدان وموندل، پرته د سورت التوبه له دوو وروستيو ایتونو څخه. د یوه روایت له مخې دا ایت پر يوه پاڼه لیکل شوی و او پاڼه یوازې له خزیمه سره پرته وه او په يوه بل روایت کې له ابو خزیمه سره پرته وه او پایله يې دا شوه، چې زید دا ایتونه په قرانکریم کې ترتیب کړل. په دې ترتیب سره دا ایتونه چې له کوم چا سره موندل شوي هغه څوک دی، چې یوازې د ده شاهدي له دوو شاهدانو سره مساوي ده، که چېرې داسې نه وای دا ایتونه به لکه څنګه چې ابوبکر صدیق لارښوونه کړې وه، په قرانکریم کې نه وای ځای پر ځای شوي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په يوه حدیث کې چې روایت يې صحیح ګڼل شوی دی راغلي، چې د خزیمه ابن ثابت الانصاري شاهدي د دوو کسانو له شاهدۍ سره برابره ده. الله سبحانه تعالی العزیز الحکیم ذات ته دې حمد او ثناء وي، چې د خپل کتاب ساتونکی دی. د خزیمه حدیث په لاندې ډول دی. دا حدیث امام احمد په خپل کتاب مسند او امام ابو داود په خپل کتاب سنن کې روایت کړی دی او د احمد الفاظ په دې ډول دي:

«حَدَّثَنَا أَبُو الْيَمَانِ حَدَّثَنَا شُعَيْبٌ عَنِ الزُّهْرِيِّ حَدَّثَنِي عُمَارَةُ بْنُ خُزَيْمَةَ الْأَنْصَارِيُّ أَنَّ عَمَّهُ حَدَّثَهُ وَهُوَ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ ﷺ أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ ابْتَاعَ فَرَساً مِنْ أَعْرَابِيٍّ فَاسْتَتْبَعَهُ النَّبِيُّ ﷺ لِيَقْضِيَهُ ثَمَنَ فَرَسِهِ فَأَسْرَعَ النَّبِيُّ ﷺ  الْمَشْيَ وَأَبْطَأَ الْأَعْرَابِيُّ فَطَفِقَ رِجَالٌ يَعْتَرِضُونَ الْأَعْرَابِيَّ فَيُسَاوِمُونَ بِالْفَرَسِ لَا يَشْعُرُونَ أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ  ابْتَاعَهُ حَتَّى زَادَ بَعْضُهُمْ الْأَعْرَابِيَّ فِي السَّوْمِ عَلَى ثَمَنِ الْفَرَسِ الَّذِي ابْتَاعَهُ بِهِ النَّبِيُّ ﷺ  فَنَادَى الْأَعْرَابِيُّ النَّبِيَّ ﷺ  فَقَالَ إِنْ كُنْتَ مُبْتَاعَا هَذَا الْفَرَسَ فَابْتَعْهُ وَإِلَّا بِعْتُهُ فَقَامَ النَّبِيُّ ﷺ  حِينَ سَمِعَ نِدَاءَ الْأَعْرَابِيِّ فَقَالَ أَوَلَيْسَ قَدْ ابْتَعْتُهُ مِنْكَ قَالَ الْأَعْرَابِيُّ لَا وَاللَّهِ مَا بِعْتُكَ فَقَالَ النَّبِيُّ ﷺ  بَلَى قَدْ ابْتَعْتُهُ مِنْكَ فَطَفِقَ النَّاسُ يَلُوذُونَ بِالنَّبِيِّ ﷺ  وَالْأَعْرَابِيِّ وَهُمَا يَتَرَاجَعَانِ فَطَفِقَ الْأَعْرَابِيُّ يَقُولُ هَلُمَّ شَهِيداً يَشْهَدُ أَنِّي بَايَعْتُكَ فَمَنْ جَاءَ مِنْ الْمُسْلِمِينَ قَالَ لِلْأَعْرَابِيِّ وَيْلَكَ النَّبِيُّ ﷺ  لَمْ يَكُنْ لِيَقُولَ إِلَّا حَقّاً حَتَّى جَاءَ خُزَيْمَةُ فَاسْتَمَعَ لِمُرَاجَعَةِ النَّبِيِّ ﷺ  وَمُرَاجَعَةِ الْأَعْرَابِيِّ فَطَفِقَ الْأَعْرَابِيُّ يَقُولُ هَلُمَّ شَهِيداً يَشْهَدُ أَنِّي بَايَعْتُكَ قَالَ خُزَيْمَةُ أَنَا أَشْهَدُ أَنَّكَ قَدْ بَايَعْتَهُ فَأَقْبَلَ النَّبِيُّ ﷺ  عَلَى خُزَيْمَةَ فَقَالَ بِمَ تَشْهَدُ فَقَالَ بِتَصْدِيقِكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ فَجَعَلَ النَّبِيُّﷺ  شَهَادَةَ خُزَيْمَةَ شَهَادَةَ رَجُلَيْنِ»

د عماره ابن خزیمه اکا روایت کوي:

 ژباړه: (ابو الیمان له شعیب، شعیب له الزهري، او الزهري له عماره ابن خزیمه څخه روایت کوي. الزهري وايي چي عماره بن خزیمه راته وویل: زما اکا د رسول صل الله علیه وسلم صحابي و. اکا مې راته وویل، چې رسول  الله صلی الله علیه وسلم له یوه صحرايي عرب څخه یو اس اخیستو. رسول الله صلی الله علیه وسلم دا عرب له ځان سره روان کړ، ترڅو پیسې يې ورکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم چټک روان و، خو صحرايي ورو ورو تګ کاوه. خلکو دا صحرايي عرب ودراوه او د اس د رانیولو په موخه يې ورسره چنې وهل پیل کړې، خو دا خلک نه خبر چې اس له وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم پېرلی دی.

صحرايي عرب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: که چېرې دغه اس غواړې، را څخه ویې پېره؛ کنه زه يې خرڅوم. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله د دغه صحرايي خبره واورېده، ودرېد او ويې ویل: ایا دا اس ما له تا څخه نه دی پېرلی؟ صحرايي عرب وویل: په الله قسم ما دا اس پر تا نه دی پلورلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دا اس ما له تا څخه پېرلی دی. اعرابي وویل: شاهد دې راوله. خزیمه ابن ثابت رضی الله عنه وویل: زه پر دې شاهدي ادا کوم چې تا دا اس پېرلی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم خزیمه رضی الله عنه ته مخ واړاوه او ويې ویل: ته پر کوم بنسټ دا شاهدي ادا کوې؟

هغه ورته وویل: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! په دې چې ته د باور وړ يې. همدلته رسول الله صلی الله علیه وسلم د خزیمه شاهدي له دوو کسانو سره برابره کړه. دا روایت الحکیم په خپل المستدرک کې په دوو صحیحو روایتونو کې راوړی دی او وايي: دا صحیح حدیث په سند کې روایت شوی دی او د دوو شیخانو د توافق پر اساس دا راویان رښتني دي، خو دوی یې روایت نه دی را نقل کړی.)

له دې ټولو څخه دا خبره جوتېږي، چې له کوم صحابي سره چې د سورت التوبې د ایتونو دا لیکل شوې پاڼه موندل شوې او له بل چا سره نه وه، هغه خزیمه  دی، نه ابوخزیمه. په قرانکریم کې ځکه دا ایتونه ځای پر ځای شول، چې د دغو ایتونو د لېږدونکي شاهدي د دوو کسانو له  شاهدۍ سره برابره وه. دا د خزیمه په اړه واقعیت دی، نه د ابوخزیمه په اړه. داسې برېښي چې په نومونو کې کوم شک را منځ ته شوی و، دا ځینې وخت پېښېږي... په هرصورت دا سړی ابوخزیمه ابن ثابت الانصاري وو، لکه پاس مو چې وښود.

په دې ډول ستاسو پوښتنې ته ځواب وویل شو... همدا راز ځواب د دوو پورتنیو پوښتنو په اړه و. الله سبحانه تعالی پوره پوهېږي او حکیم ذات دی.

ستاسو ورور

عطا بن خلیل ابو رشته

۱۴۴۱ هـ.ق د ربیع الاول ۱۲مه

۲۰۱۹م کال، د نومبر ۹مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې