جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ميانمار (برما)
بسم الله الرحمن الرحيم
ميانمار (برما)

پوښتنه:

د مهربانۍ له مخې د ميانمار (برما) د سياسي وضعيت او هلته د مسلمانانو ځورونې په تړاو معلومات راکړه او همدا رنګه په دې تړاو سيمه ييز او نړيوال درېځونه څه دي؟ ستاسو څخه ډېره مننه.

ځواب:

د دې موضوع په تړاو لازم معلومات په لاندې ډول دي:

۱- د برما هيواد نفوس د ۲۰٪ مسلمانانو په ګډون ۵۰ مېليونه دی. مسلمانان په پلازمينه رنګون، مندلي او اراکان ولايت کې مېشت دي. ۷۰٪ اوسېدونکي يې بودايان او پاتې نور هندوان، عيسويان او د نورو مذهبونو پيروان دي. که څه هم برما ته د ۴٪ مسلمانانو ټاټوبي په سترګه کتل کېږي او پاتې نور مسلمانان بهرنيان ګڼل کېږي. له همدې امله د برما حکومت د هغوی د شړلو هڅه کوي او هغوی ته تابعيت نه ورکوي او نه هغوی ته حقوق ورکوي. بودايان د رژيم په ملتيا پر هغوی د مرګ تر بريده بريدونه کوي او اړباسي يې چې کډوال شي.

۲- تاريخ پوهان ليکي چې اسلام په ۷۸۸ هجري کې د خليفه هارون الرشيد په زمانه کې ياد هيواد ته تللی دی، اسلامي خلافت د ډېرو پيړيو راهيسې په نړيواله کچه لومړی درجه دولت و او په نړيوالو معضلو کې يې وروستۍ پرېکړه کوله. کله چې برمايانو د اسلام عظمت، حقيقت او عدالت وليد، اسلام په ټوله برما کې خپور شو. مسلمانانو پر ارکان ولايت له ۱۴۳۰ او ۱۷۸۴ هجري کلونو ترمنځ تر درې نيمو پيړيو زياته واکمني کړې ده. په همدغه کال کفار د ياد ولايت پر ضد سره يوځای شوه او په پرله پسې ډول يې هغه سيمه اشغال کړه، ګډوډي يې رامنځ ته کړه، مسلمانان په ځانګړي ډول علما او دعوتګران يې ووژل، د هغوی وينه يې توی کړه، د هغوی شتمني يې لوټ او تالان کړه او له بودايې جهالت څخه را پيدا شوي کرکې او تعصب له امله يې د مسجدونو او ښونځيو سبک ړنګ کړ.

۳- هلته  په سيمه کې د برتانيې او فرانسې استعماري ويش او سيالي روانه وه. برتانويانو په ۱۸۲۴ هـ. ق کې برما اشغال کړه، په داسې حال کې چې فرانسې په ګاونډ کې لاوس اشغال کړ. برتانيې په ۱۹۷۳ م کال کې برما د برتانوي – هند له حکومت څخه بېله کړه او هغه يې برتانوي مستعمره وګرځوله چې برتانوي-برما حکومت تر نامه لاندې يې اداره کوله او د اراکان ولايت يې د بودايانو په مټ د ياد حکومت ګوډاګی کړ.

۴- په ۱۹۴۰ م کال د دوېمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې  د «دېرش ملګري- د برما خپلواک پوځ» په نامه يو حرکت په برما کې رامنځ ته شو. ياد حرکت د برما د ېرشو تنو وګړو څخه جوړ، چې په جاپان کې روزنه ليدلې وه او ژمنه يې کړې وه چې برتانوي نيواکګر به له برما څخه شړي. دوی له جاپاني نيواکګرو سره مله په ۱۹۴۱ ياد هيواد ته دننه شوه. په هغه وخت کې برما د برتانيې او جاپان ترمنځ د مخامخ کېدو کرښه وه، تر هغه چې د دوېمې نړيوالې جګړې په پای ۱۹۴۵ م کې جاپان ماته وخوړه. برتانيې يو ځلې بيا د برما استعمار ته دوام ورکړ. په ۱۹۴۲ م کې مسلمانان د بودايانو په لاس قتل عام شوه چې شمېره يې زرو تنو ته رسېده او په سل ګونو زرو نور له هيواده وتو ته اړ شوه. په ۱۹۴۸ م کې برتانيې برما ته رسمي خپلواکي ورکړه او په ۱۹۴۷ م کې له خپلواکۍ يو کال مخکې د ازادۍ ورکولو په پار يو کنفرانس جوړ کړ او په هيواد کې ټولو ډلو او توکمونو ته په کنفرانس  کې د ګډون بلنه ورکړه، خو مسلمانان يې ترې منعه کړه. برتانيې په کنفرانس کې يو سند وړاندې کړ چې له مخې به يې هرې ډلې او توکم ته د خپلواکۍ اخيستلو په درشل کې د لسو کلونو موده کې حقونه ورکول کېږي. که څه هم برمايي حکومت هغه پلی نکړ او دمسلمانانو ځورولو ته يې دوام ورکړ.

۵- په ۱۹۶۲ م کال کې د نظامي جنرال ني وين تر مشرۍ لاندې کودتا وشوه. نوموړي د قانون او نظم ستنولو لپاره يوه نظامي شورا د دولتي شورا تر نامه لاندې جوړه کړه او تر ۱۹۸۸ م پورې يې  په مستقيم ډول خپله هيواد اداره کاوه او ياده شورا د نوموړي تر مشرې لاندې تر ۱۹۹۷ پورې پاتې شوه. په ۱۹۹۰ م کال کې ټاکنې ترسره شوې او اپوزيسيون ملي ديموکراتيک ګوند رايې په اکثريت سره وګټلې. خو پوځي حکومت د نوي اساسي قانون تر جوړېدو پورې واک انتقال نکړ او  ۱۹۹۳ م پورې پر له پسې ناستې ترسره شوې چې نوی اساسي قانون جوړ کړي. تر کودتا وروسته مسلمانان د متعصب بودايي نظامي دولت له لوري سخت وځورېدله چې تر درو زرو زيات مسلمانان بنګله ديش ته په جبري توګه کډوال شوه. د ملګرو ملتونو ګډوالو ادارې شمېرو له مخې، تر نيم مېليون زيات مسلمانان په ۱۹۷۸ م کال کې له هيواد څخه وشړل شوه چې له ډلې يې تر څلويښت زرو زيات د بوډاګانو، ښځو او ماشومانو په ګډون د سختو تپل شويو حالاتو له امله مړه شوه. په ۱۹۸۸ م کال کې تر ۱۵۰ زرو زيات مسلمانان بهر ته کډوال شوه او تر نيم مېليون زيات مسلمانان له هيواد څخه کډوالۍ او جبري ايستلو ته مجبور شوه، ځکه چې هغوی د مخالف ګوند ملاتړ کړی وو او هغه ګوند په ۱۹۹۰ م کال کې اکثريت رايې ګټلې وې. حکومت مسلمانانو ته د پرديو په سترګه ګوري، نه د خپل هيواد د وګړو په توګه، د هغوی ماشومان له زدکړو او تر دېرش کلنې مخکې له واده کولو بې برخې کوي. حکومت پر هغوی باندې د درو کلونو لپاره د واده کولو بنديز لګوي تر ځو د هغوی شمېر کم شي  او داسې نور ډېر ناوړه مقررات يې پر وړاندې وضع کوي. په ۱۹۸۹ م کال کې حکومت خپل انګريزي نوم برما په ميانمار واړوه. ځينې هيوادونه دا وروستی نوم په رسميت پېژني، په داسې حال کې چې ځينې نور بيا لومړی نوم د ياد هيواد لپاره په رسميت پېژني.

۶- ځينې وخت د انګريزانو مستقيم ملاتړ په مټ د برما پوځ هغه هيواد اداره کاوه او ځينې وخت بيا په هند کې د انګريزانو د مزدور په مټ برما اداره کوله. په برما/ميانمار کې شته رژيم کمونيستانو ته نژدې ښوول کېده تر څو د روسيې او چين ملاتړ ترلاسه کړي په داسې حال کې ياد رژيم خپل واقعيت پټ کړی و، لکه په عربي نړۍ کې چې ځينې رژيمونه ځان امريکا او برتانيې ته وفادار ښيي خو خپل دغه واقعيت پټوي، تر څو له کمونيستي هيوادونو په ځانګړي ډول روسيې او چين سره ښې اړيکې وپالي. د هند ملاتړ د برما له نظامي رژيم او له هغه سره نژدې همکاري په مخکنيو وختونو کې  امريکا تر نيوکې لاندې راغلي وې. د فرانسې خبري اژانس راپور له مخې، د هند لومړی وزير منموهن سينګ ۲۸/۵/۲۰۱۲ م کې له برما څخه ليدنه وکړه او يو شمېر تړونونه يې ورسره لاسليک کړه او ويې ويل چې هند د نويمو کلونو په وروستۍ لسيزه کې د برما له نظامي شورا سره ښيې اړيکې جوړې کړي وې په ځانګړي ډول په امنيتي او انرژي سکتورنو کې. په ۲۰۱۰ م کال کې واشينګټن په برما کې د بشري حقونو سرغړونې په تړاو د هند چوپتيا وغندله. ان ان سان سوچي چې د خپلو زده کړو يوه برخه ېې په هند کې بشپړه کړې ده، هغه وخت چې د هغې مور په هند کې سفيره وه، د نظامي رژيم څخه د هند ملاتړ په تړاو يې اندېښنه څرګنده کړې وه. په نومبر ۲۰۰۷ م کې، ځينې خبري اژانسونو د واشنګټن هغې غوښتنې ته اشاره وکړه چې له هند او چين څخه غوښتنه کړې وه چې د برما نظامي رژيم ته د وسلو چمتو کولو څخه دي لاس واخلي. په برما کې نظامي رژيم چين ته په بنګال خليج او هند سمندر کې بندرونه ورکړي دي، تر څو د امريکا د نظامي بريد پر وړاندې د چين له ملاتړ څخه برخمن وي او همدا رنګه د چين لپاره هم په برما کې د هند لور ته بندر مهم دی. هند په شمالي ختيځ کې له چين سره دوه زره کيلومتره ګډه پوله لري او هند هم له برما سره په شمال لوېديځ کې پوله لري چې هند برتانوي حکومت په هغه وخت کې برما له همدې پولې له لارې اداره کوله. کله چې برتانيه په رسمي توګه له برما ولاړه، نو هند د برتانيې د ځای ناستي په توګه برما تر خپل ساتنې او ملاتړ لاندې راوسته .

۷- امريکا د نظامي رژيم پر ضد په برما کې له عامه رايې څخه کار واخيسته او د خلکو پام يې مخالفي مشرې انګ سان سوچي ته واړوه، تر هغه وخته چې نوموړې په ۲۰۱۰ کې له زندان څخه خوشي کېدله. وروسته يې پر نظامي شورا فشار راوړ او عامه رايه يې د نظامي شورا پر ضد وکاروله، تر څو نظامي شورا لغوه شي او واک ملکي حکومت ته انتقال شي. خو برتانيې له هند سره يوځای په هوښيارۍ سره موضوع څارله. هغوی پر شورا د عمومي ټاکنو ږغ وکړ، له هغې طريقې يې کار واخيست چې هغوی پکې ښه مهارت درلود، نو په ۲۰۱۰ کې ټاکنې ترسره شوې او د پيوستون او پرمختيا ګوند چې پوځ پورې اړوند دی ۸۰٪ چوکۍ وګټلې. نظامي شورا لغوه شوه او واک ملکي ادارې ته انتقال شو. د ملکي ادارو مشران پخواني تقاعد شوي جنرالان دي چې مشري يې تين سين کوي چې په ۲۰۱۱  مارچ کې دواک پر ګدۍ کېناست.

۸- امريکا تراوسه پورې هم پر برمايي رژيم باندې فشار راوړي، ترڅو د متقاعدو جنرالانو رژيم نسکور او مخالف ګوند واک ته ورسوي، د ان سانګ سوچي او د هغې د ملي ديموکراتيک ګوند بشپړ ملاتړ ډاډ ورکوي. د هغوی راتلونکي تحليل له مخې د ۲۰۱۵ عمومي ټاکنو کې مخالف ګوند مشره ګټونکې ده. د امريکا بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن د ۲۰۱۱ ډيسمبر مياشت کې له برما څخه ليدنه وکړه او اعلان يې وکړ چې د هغې هيواد به په تېرو شلو کلونو کې خپل سفير د برما لپاره وټاکي او په برما کې د ډيموکراتيکو اصلاحاتو ته په کتو پر برما په بنديزونو کې نرموالی راولي. د ۱/۴/۲۰۱۱ م په برما کې قسمي ټاکنې د ۴۵ چوکيو لپاره ترسره شوې چې د ان سانګ سوچي په مشرۍ ملي ډيموکراتيک ګوند ۴۳ چوکۍ وګټلې. له دې سره سره، د امريکا بهرنيو چارو وزيرې وويله، «اوس وختي دی چې په دې ورستيو مياشتو کې په برما کې د پرمختګ په تړاو قضاوت وشي او دا چې هغه به دوام ولري»، (ای ايف في، ۲/۴/۲۰۱۱). په دې توګه د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې غوښتله پر برمايي رژيم نور فشار هم زيات کړي او د ټاکنيزي پروسې اعتبار يې تر شک لاندې راوست، ځکه نظاميان په ملکي جامو کې هيواد اداره کوي او د برما سياسي صحنه مهاروي. هغه اساسي قانون چې د پوځ له لوري په نيويمو کلونو کې جوړ شو، په پارلمان کې يو پر دريېمه چوکۍ پرته له ټاکنو څخه د پوځ له لوري  خلک ورته غوره کېږي.

له همدې امله امريکا په برما کې له سياسي وضعيت څخه خوښه نده، که څه هم هغوی د مخالفې مشرې چې ګوند يې سياسي فعاليت کوي په خوشي کولو سره پرمختګ وکړ. خو بيا هم امريکا پر رژيم باندې پرله پسې فشارونه راوړي او په ډاګه د هغوی اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او د نورو فشارونه غوښتنه هم کوي، ترڅو پوځ چې برتانيې ته وفادار دی له واک څخه وپرځوي.

۹- له بل لوري، برتانيه د ملاتړي رول لوبوي، د برتانيې به‍رنيو وزير ويليم هاګ هغه څه چې په برما کې پېښ شوه ‍مثبت وارزول او ويې ويله، «برتانيه چې د برما خلکو يو ستره مرسته کوونکې ګڼل کېږي، چمتو ده چې په برما کې د سياسي پروسې ملاتړ وکړي» (اسوشيټيد پريس، ۳/۴/۲۰۱۲). د ۱۹۶۲ کودتا راهيسې، د برتانيې لومړی وزير ډېويډ کامرون تر ټاکنو وروسته لومړی غربي مشر و چې له برما څخه يې ليدنه وکړه او برمايي رژيم يې وستايه، «اوس دلته يو حکومت شته چې اصلاحاتو ته ژمن دی او په دې برخه کې يې ځينې ګامونه اخيستي دي او زه فکر کوم چې دا يو ښه وخت دی چې دلته راشئ او ياد اقدامات وهڅوئ»، (اسوشيټيد پريس، ۱۳/۴/۲۰۱۲). هغه د برما له ولسمشر تين سين سره وکتل. تين سين وويله، موږ ستاسې له ملاتړ څخه خوښ يو چې د ډيموکراسۍ او بشري حقونو ودې په موخه په برما کې له موږ سره کوي». نو برتانيه په ميانمار کې له سياسي وضعيت څخه خوښه ده او ملاتړ يې هم کوي.

۱۰- ۳/۶/۲۰۱۲ م کال کې، يوه ډله بودايانو پر هغه بس باندې بريد وکړ چې مسلمانان پکې سپاره وو او نهه تنه يې ترې مړه کړه. له دې پېښې وروسته د بودايانو او مسلمانانو ترمنځ د کورونو سوځونه او جبري ايستنه پيل شوه او يادې پېښې دمسلمانانو ګڼو سيمو ته پراخې شوې او په لس ګونو زرو مسلمانانو له خپلو مېنو په کډوالۍ پيل وکړ. بنګله ديش له يادو تښتېدلو مسلمانانو له مرستې ډډه وکړه، هغوی يې بيرته ستانه کړه او د هغوی پرمخ يې خپله پوله وتړله. تېر کال په ورته فصل کې مسلمانان له ورته بريدونه سره مخ شوه او هيواد پرېښېدو ته اړ شوه. د لسيزو راهيسې هر کال هغوی د وژنې، بې ځايه کېدنې او کورونو څخه د جبري ايستنې سره مخ کېږي او همدا رنګه د متعصبو بودايانو له لوري چې د رژيم له ملاتړه برخمن دي د هغوی مېنې ويجاړيږي. غرب چې امريکا يې په راس کې ده، په برما کې د مسلمانانو ځورونې ته له پام پرته، د مخالفې مشرې خوشي کولو او دهيواد ديموکراتيک کولو هرکلی وکړ. د امريکا سفارت برما کې په يوه بيان کې وويل چې  د امريکا شارژدافير ميکايل تورسټن په يانګون کې د مسلمانانو ځايي شورا او په اراکان کې د ملي ديموکراتيک ګوند سره جلا جلا ليدنې درلودې. تورسټن وويل، «اوس مهال تر ټولو مهم شی دا دی چې ټولې غاړي بايد له ارامۍ څخه کار واخلي او زياتو مذکراتو ته اړتيا شته چې بايد ترسره شي په دې شرط چې ارامۍ شتون ولري». هغه زياته کړه، «د امريکا سفارت د برما حکومت هڅوي چې د پېښو څېړنه په داسې ډول ترسره کړي چې قانوني پروسې او د قانون حاکميت ته پکې درناوی وشي» (اسوشيټيد پريس، ۱۴/۶/۲۰۱۲). ياني امريکا هغه خلک چې له وژنو او جبري ايستنې سره مخ شوي وي سلا مشوره ورکوي چې ارام واوسي، د خبرو اترو لاره غوره کړي او د قانوني طرزالعملونو درناوی وکړي! ځکه هغه وژل شوي او بې ځايه شوي مسلمانان وو. خو کله چې ۲۰/۹/۲۰۰۷ م کال کې بودايي راهبانو لاريون وکړ او په برما کې د پوځي رژيم له لوري وځپل شوه، امريکا ږغ پورته کړ، اندېښنه يې څرګنده کړه او پر برما يې سخت بنديزونه ولګول او نورو غربي هيوادونو هم په ورتو اقداماتو لاس پورې کړ. له دې څخه ښکاري چې امريکا د مسلمانانو ځورونې په تړاو اندېښنه نلري او نه ورته پام کوي. سربېره پردې، امريکا د خپلو ګټو تامينولو او نفوذ پراخولو کې ليوالتيا لري او په ټوله کې دا د ټول غرب چې د مسلمانانو او اسلام دښمن دی درېځ دی.

۱۱- په لنډ ډول ويلی شو چې برما يې رژيم په تېر کې په مستقيم ډول نظامي يونيفورم لرونکو جنرالانو اداره کاوه  او اوس هغه متقاعد شوي جنرال په ملکي جامو کې د برما رژيم اداره کوي. هغوی برتانيې ته وفادار دي، په هند کې برتانوي مزدورانو په پټه او ښکاره، مستقيم او غېر مستقيم ډول د هغوی ملاتړ کاوه. همدا رنګه برتانيې د مسلمانانو په وژنو او ځورونو کې نه يوازې په دې وروستيو کې، بلکې هغه وخت چې په ياد هيواد کې اسلام دولت له منځه ولاړ د بودايانو ملاتړ کاوه.

برتانيې د سياسي تېرايستنې له لارې په برما کې نظامي رژيم په روسيه او چين کې کمونيستي چارواکو ته نژدې کړ، ترڅو د امريکا د بريد پر مهال د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.

امريکا د ان سانګ سوچي د ملي ديموکراتيک ګوند ملاتړ کوي او ۱۹۹۱ کال کې يې هغې ته د سولې نوبل جايزه ور په برخه کړه، د هغې پلار انګ سانګ د برتانيې مخالف او ۱۹۴۷ م کال کې ووژل شو او مخالف ګوند د هغه په وژلو تورن شو. د هغې پلار ته د خپلواکۍ اتل په سترګه کتل کېده.

په برما کې د امريکا او برتانيې سياسي مبارزې سره سره هم، هغوی دواړه د مسلمانانو په ځورولو کې د بودايانو ملاتړ کوي. غرب دمسلمانانو په تړاو له ادعا شوې خواخوږي پرته چې هغه هم کله تش بيانونه خپروي نور هيڅ نه کوي. خو غرب اعتراضونه کوي کله چې بودايي راهبان د سيالو بودايانو له لوري د پرلتونو له امله وځپل شي يا بنديان شي.

چين د خپلو اقتصادي او ستراتيژيکو ګټو لاسته راوړلو په موخه پرته له دې چې هلته سياسي نفود ترلاسه کړي، د برمايي رژيم ملاتړ کوي.

د اسلامي نړۍ حاکمان د امريکا او په ټوله کې د غرب لاسپوڅي ګوډاګيان دي. هغوی په بشپړ ډول غېر فعاله دي، ان ګاونډی هيواد بنګله ديش د مسلمانانو، چې له سلو کلونو زيات وخت راهيسې له ځورونو او نسل جارو کونې سره مخ دي له ملاتړ څخه ډډه کوي. سربېره پردې، بنګله ديش نه يوازې د هغوی له مرستې څخه ډډه کوي، بلکې هغه کسان نيسي چې هلته پنا اخلي او د هغوی پر وړاندې پولې تړي. ياد حاکمان د دې پرځای چې د الله سبحانه وتعالی امر ته غاړ کېږدي،

[وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْر] [الانفال: ۷۲]

«که هغوی په دين کې له تاسې څخه مرسته وغواړي، ستاسې وجيبه ده چې د هغوی مرسته وکړي» د امريکا او غربي هيوادونو مرستې ته وردانګي او خپل سرتېري د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونو تر نامه لاندې نورو جګړيزو سيمو ته لېږي.

د نيکو عملونو تمه له يادو حاکمانو څخه لېري ده، بلکې هغوی د شيطان لاره غوره کړې ده او يادو هيوادونو ته به تر هغه وخت امنيت رانشي تر څو خلافت راګرځېدلی نه وي. د خليفه هارون الرشيد په زمانه او درې نيمو پيړيو نورو کې مسلمانانو خليفه ته پنا وړله او په هغه سره يې ځان ساته، ځکه يوازې خلافت خلکو ته امنيت چمتو کوي او په ټوله نړۍ کې خلک نيکو عملونو ته هڅوي او خلافت انشاالله رانژدې دی.


نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې