جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د قرغزستان پېښې
بسم الله الرحمن الرحيم
د قرغزستان پېښې

پوښتنه

تېره جمعه د قرغزستان پارلمان د ولسمشر استعفا ومنله او هغه بېړنی حالت، چې یوه اونۍ مخکې یې په پلازمېنه بېشکېک کې اعلان کړی و، پای ته ورساوه. منبع:  (www.yenisafak.com/ar/,16/10/2020) د قرغزستان په مرکز کې سخت لاریونونه وشول، لاریون کوونکو د دولتي مرکزونو کنټرول په خپل لاس کې واخیست او د ولسمشر  سورانبای جینبیکوف، چې د روسیې ځانګړی کس و، د لیرې کولو  غوښتنه کوله او بالاخره خپلې موخې ته هم ورسېدل. په قرغزستان کې د دغو پېښو تر شا څوک دي؟ ایا په دغه اسلامي هېواد کې د روسیې نفوذ له منځه تللی دی؟ ایا په دغه جنجالونو کې امریکا څه رول لوبوي؟ جزاک الله خیر!

ځواب

د دې لپاره چې د پوښتنې ځواب ښه روښانه شي او د قرغزستان د پېښو په هکله وپوهېږو نو لومړی باید لاندې مسایلو ته اشاره وکړو.

لومړی: په قرغزستان کې عمومي حالت:

۱ـ قرغزستان په مرکزي اسیا کې د نورو اسلامي هېوادونو (ازبکستان، قزاکستان او تاجکستان) په پرتله لاندې ځانګړنې لري: یاد هېواد یوازینی هېواد دی، چې د ختیځ ترکستان له خوا له چین سره ګډه پوله لري. قرغزستان له ۱۸۷۶م، راهیسې د تزاري روسیې تر اشغال لاندې و، خو په یاد هېواد کې د تزاري روسیې د اشغال پر وړاندې ډېر انقلابونه وشول او روسیې دغه انقلابونه کنټرول او چپ کړل. قرغزستان په تزاري روسیه کې یو جمهوریت شو. یعنې یاد هېواد ۱۹۷۶-۱۹۹۱ پورې په مستقیم ډول له مسکو څخه اداره کېده، تر هغه چې قرغزستان خپله خپلواکي اعلان کړه. خو بیا هم هلته داسې سیاسي ګوندونه وو، چې روسیې ته وفادار وو. په همدې توګه له دغې ازادۍ څخه وروسته هم روسیې په قرغزستان باندې ډېر نفوذ درلود.

۲ـ قرغزستان له دغې خپلواکۍ وروسته هم د روسیې د کمونیستي ګوندونو د رهبرانو له خوا اداره کېده، دوی یوازې خپلې څېرې بدلې کړې او په نورو نومونو سره یې ګوندونه جوړ کړل. په مستقیم ډول د مسکو تر امر لاندې وو، خو په نوییمه لسیزه کې روسیه دلته کمزورې شوه او امریکا پخپله د دوی ځینو سیاسیونو ته په دغه سیمه کې کامیابۍ ورپه برخه کړې ده. د جورج بوش د ولسمشرۍ په دوران کې، چې په ۱۹۸۰م، کې د امریکا او انګلیس تر منځ د نويو ساتونکو قواوو تړون وشو او امریکا د اسلام پر وړاندې جګړه پیل کړه،  د افغانستان او عراق جګړه یې هم پیل کړه، نو په دغه وخت کې امریکا د مرکزي اسیا هېوادونو د رهبرانو او سیاسیونو په منځ کې نفوذ پیداکړ او د قرغزستان مرکز بېشکېک ته نږدې یې پوځي اډه جوړ کړه، تر څو دغه هېواد له امریکا سره د افغانستان پر وړاندې جګړه کې مرسته وکړي. 

۳ـ  له ۲۰۰۳م، څخه تر ۲۰۰۹م، پورې چې کله امریکا په عراق کې سخته بوخته شوه او په روسیه کې د ویلاد میرپوتین له واک ته رسېدو وروسته، د روسیې په حکومت کې هم ځینې توانایۍ راپیدا شوې. امریکا په ۲۰۱۴م، کې غوښتل په زور سره د ماناس له نظامي تړون څخه ـ چې په ۲۰۰۳م، کې یې امضا کړی و، د بېشکېک سره نږدې یې د همدغې تړون له مخې اډې درلودې ـ ځان بېل کړي او په قرغزستان کې بېرته د روسیې ځواکونه پیاوړي کړي. په ۲۰۱۵م، کې قرغزستان له امریکا سره دغه تړون لغوه کړ. د قرغزستان لومړي وزیر  ټامیر سارییف خپل دولت ته امر وکړ، چې له امریکا سره د ۱۹۹۳م، دوه اړخیزه تړون باید لغوه کړي.  دولت په یوه اعلامیه کې وویل چې نور به دغه تړون دومره اثر ونه لري. منبع: (Al-Jazeera Net, 22/7/2015) ځکه نو روسیې وکولای شول چې په پوره کامیابۍ سره په قرغزستان کې د امریکا نفوذ له منځه یوسي. وروسته له دې روسیې قرغزستان له ځان سره د امنیتي ګواښونو له منځه وړلو په سازمان کې شامل کړ. دغه سازمان له ۱۹۹۲م، راوروسته د شوروي اتحاد له پاشل کېدو سره سم تاسیس شوی و. قرغزستان غوښتل چې په هر حالت کې د دغه سازمان غړیتوب ولري، ځکه چې امریکا په بېشکېک کې خپل نفوذ درلود. دغه تړون  تقریباً په ۲۰۱۴م، کې د اروپایي او اسیایي هېوادونو په اقتصادي اتحادیو باندې هم عملي کړل شو.

۴ـ  که په عام ډول وګورو نو د قرغزستان سیاسي ګوندونه هم د نورو هېوادونو د ګوندونو په څېر د شوروي اتحاد له پاشلو کېدو وروسته خپلواک شول او دا د دوی له سخت فساد څخه په ډاګه کېږي. د قدرت د ترلاسه کولو لپاره دوی ډېرې او تېزې هڅې وکړې، څو د امت پانګه ترلاسه کړي. دغه راز د خلکو خدمت او هغوی ته پام خیالي و، چا یې حس نه شوای کولی. خلک پرته له کوم رهبر څخه همداسې سرګردانه پاتې شول. ځکه د فساد رېښې ډېرې ژورې لاړې. د قرغزستان خلک په ۲۰۰۵م، کې په ولسمشر اکایف پسې راپورته شول او نوموړي د خپلواکۍ له اخیستو راهیسې دولت اداره کاوه. نونوموړي روسیې ته فرار وکړ، په ۲۰۱۰م، کې  په ولسمشر باکیېف پسې قهرجن لاریونونه راووتل او ډيری قربانیانو ادعا کوله، چې له دوی سره توتریخوالی، خیانت او زیاتی کړی دی. بالاخره د ولسمشر پر وړاندې د کودتا مخه یې د امنیتي ځواکونو په زور ونیوله او نوموړی د هېواد جنوبي سیمو ته وتښتېده، وروسته له قرغزستان څخه وواته او  اټامبایېف د موقت ولسمشر په توګه کار پیل کړ.

۵ـ که څه هم په مرکزي اسیا کې روسيې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې حالات ډېر تنګ کړي وو، خو بیا هم روسیې هڅې کولې چې د خپلې خوښې حاکمان قدرت ته ورسوي. تر اوسه له دغې خپلواکۍ څخه مخکې او هم وروسته په قرغزستان کې اسلامي فکر خپور دی او حزب التحریر د اسلام د حاکمیت او د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره خلکو ته دعوت ورکاوه. که څه هم په قرغزستان کې چارواکي او حاکمیت په مستقیم ډول د روسیې تر کنټرول لاندې دی او روسیه له اسلام څخه سخت نفرت هم لري. د حزب فعالیتونه ډېر ښه روان وو، په ځانګړي ډول په جنوبي سیمو کې، چې د جغرافیې له مخې د فرغانې یوه برخه ده؛ لکه د ازبکستان ظالم حاکم او په نورو مرکزي اسیا هېوادونو کې. دوی به د حزب فعالیتونه له سختو ګواښونو سره مخ کول، خو د قرغزستان په ځینو سیمو کې اسلام تراوسه پورې هم ښه هویت لري، سربېره پردې چې د روسیې او پلویانو له خوا یې، هلته پر اسلام سخت بریدونه هم کېږي.

دویم: په پلازمېنه بېشکېک کې وروستي ناورینونه:

۱ـ ولسمشر سورانبای جین بیکوف، چې له ۲۰۱م، راهیسې دغه هېواد اداره کوي، د پارلمان د اکثریت رایو ترلاسه کولو لپاره یې په هېواد کې په ښه ډول بنسټیز کارونه وکړل. ځکه خو نوموړي وکولای شول، چې یو ځل بیا د ولسمشرۍ لپاره وټاکل شي. دغه ټکان ورکوونکی اعلان د ۲۰۲۰/۱۰/۴، په پارلماني ټاکنو کې نوموړي او ده ته د وفادارو او نیږدې ګوندونو لپاره یوه لویه بریا وه. له شپاړسو ګوندونو څخه یوازې څلورو یې په پارلماني ټاکنو کې ۷٪ رایې ترلاسه کړې وې. دا په دې معنا چې په پارلمان کې ۱۲۰کسانو، یاد ولسمشر او هغه کسانو ته چې په صادقو او نیږدې ګوندونو پورې یې تړاو درلود، څوکۍ ترلاسه کړې. د ټآکنو مرکزي کمیسیون له شپاړسو ګوندونو څخه دغه څلور ګوندونه ګټونکي اعلان کړل  او یاد کمیسیون بیا د دغو ۱۲ نورو ګوندونو ملاتړ هم نه کاوه، چې د پایلو اعلان د نه منلو لپاره لاریون وکړي. منبع:( Turkish Daily Sabah 6/10/2020)). یاد پلان د دغې ۱۲نورو ګوندونو، چې پارلمان ته کامیاب نه شول، حقونه تر پښو لاندې کړل او یادو ګوندونو ویلي وو، چې د دغو ټاکنو پایلې ورته د منلو نه دي. منبع:((TRT Arabic, 6/10/2020.

۲ـ  د سیاسي ګوندونو ملاتړ کوونکو د انتخاباتو پایلې رد کړې او سهار وختي یې د الاټو په څلور لارې او د لومړي وزیر دفتر څنګ ته لاریون پیل کړ. دوی قهرجنې چیغې وهلې او د ولسمشرۍ تر ماڼۍ ورسېدل، بالاخره د پارلمان او ولسمشرۍ ماڼۍ ودانۍ هم تر خپل کنټرول لاندې راوستلې او په زندانونو یې بریدونه وکړل، ځینې خاص بندیان یې راخوشي کړل. دوی په پلارمېنه بېشکېک کې د ملي امنیت پر ودانۍ برید وکړ او پخوانی ولسمشرـ چې د مالي فساد له کبله په ۱۱کاله زندان محکوم شوی و، راخوشې کړ. ساډیر جاپاروف هم ازاد شو او محکمې هم د نوموړي دوسیه پاکه او خلاصه کړه. جاپاروف په  ۲۰۱۳م، کې نیول شوی و، هغه یې پلازمېنه ته راوست او په لاندې مواردو یې تورن کړی وو؛ وایي چې په مرکزي سیمه کې یې پراخ لاریونونه ترتیب کړي وو، دغه راز حکومت یې محکوماوه او پر ولسمشر یې غږ کاوه چې له دندې ګوښه شي. نوموړي په جنوبي سیمو کې د ولسمشر څېره درلوده او په ملاتړ یې ځينې خلک راټول شوي وو، خو په دې کچه هم نه وو قهرجن چې د نوموړي د لیرې کېدو غوښتنه دې وکړي.

۳- دغو لاریونونو ټول هېواد په وېره کې واچاوه. لومړي وزیر او د پارلمان ویاند د ځینو سیمو د مشرانو په حیث خپل ځانونه راجستر کړل. ولسمشر جین بیکوف او امنیتي ساتونکي یې په کوڅو کې ورک شول. ولسمشر خپل بیان د انټرنټ له لارې له یوه نامعلوم ځای څخه خپور کړ او اعلان یې وکړ چې زه له امنیتي ساتونکو څخه غواړم، چې په لاریون کوونکو باندې برید ونه کړي. نوموړي خپل مخالفین په کودتا کولو او واک اخیستلو باندې متهم کړل او ویې ویل چې زه د حل یوې هوکړې ته چمتو یم. نوموړي د انتخاباتو له مرکزي کمیسیون څخه وغوښتل چې باید بې نظمیو ته رسیدګي وکړي او که اړتیا شي نو باید د ټاکنو پایلې لغوه کړي. کله چې  د نوموړي پر وړاندې لاریون کوونکو زور واخیست، نو ده سیاسي ګوندونو ته وویل، چې حوصله وکړي او ځوانانو ته ووایي چې تاسو باید د قرغزستان ارزښتونو ته د قدرت له لاسته راوړلو څخه ډېره پاملرنه وکړئ. دغه راز په دغه لاره کې باید عملي ګامونه پورته کړئ؛  نه دا چې یوازې په خبرو بسنه وکړئ. زموږ هدف په خپل هېواد کې د سولې راوستل دي. زه پوره باور لرم چې که موږ او تاسو یو ځای په ګډه سره کار وکړو، نو له دغه بحران څخه به په بریالي ډول راووځو او زیاته یې کړه: زه له ځوانانو مننه کوم، چې دوی د خپل وطن   پر وړاندې خپل مسوولیت اداکړ. منبع: (AR Haberler.com 7/10/2020)

۴- د انتخاباتو مرکزي کمیسیون هم د ټاکنو پایلي لغو کړې او د مخالفو ګوندونو د خبرو لپاره یې یو کمیسیون جوړ کړ، چې بالاخره په لومړنۍ بېړنۍ جلسه کې ـچې په پلازمېنه کې نیول شوې وه ـ سادیار جاپاروف یې د لومړي وزیر په توګه وټاکه. دی د مخالفینو له لوري له زندانه ازاد کړای شوی و. په بېړنۍ جلسه کې له رایې وروسته سادیار جاپاروف ته د پخواني لومړي وزیر پر ځای د نوي ولسمشر په توګه اشاره وشوه، چې نوموړي مخکې له مخکې ځان راجستر کړی و. ده وویل؛ اوسنی پارلمان به تر راتلونکو پارلماني ټاکنو پورې خپلې دندې ته دوام ورکوي. نن چهار شنبه په بېړنۍ جلسه کې له ۱۲۰ کسانو څخه ۸۰کسه موجود وو، چې دوی جاپاروف ته د د دولت د مشر په توګه، رایه واچوله او تایید شوه. وروسته جین بیکوف د ولسمشرۍ له فرمان سره سم د جاپاروف د لومړي وزیر په توګه حکم لاسلیک کړ. منبع: (Al-Mayadeen, 14/10/2020)

۵ـ  نن د جمعي په ورځ سهار وختي د قرغزستان پارلمان د ولسمشر سورانبای جینبیکوف نوملیکنه تایید کړه او هغه بېړنۍ خبرې یې چې یوه اوونۍ مخکې په پلازمېنه بېشکېک کې کړې وې، لغوه کړې. دواړو لومړي وزیر جینبیکوف، سادیارجاپاروف او د پارلمان ویاند کنات اسیېف او هغو نورو چې د ولسمشر د ثبت کېدو او بېړني حالت د لغوه کولو په جلسه کې یې ګډون کړی وو، هغو ټول له دغه تړون سره موافق وو. جینبیکوف له رایې ورکولو مخکې د پارلمان غړو ته خپله وروستۍ وینا کړې وه، نوموړي ویلي وو: چې زما استعفا، په هېواد کې د سولې راتلو او د ټولنې د له منځه تلو د مخنیوي لپاره وه. منبع: (Yenisafak Arabic, 16/10/2020) د قرغزستان لومړي وزیر ته  سادیار جاپاروف ـچې کله د ولسمشر سورانبای جینبیکوف له ثبت څخه وروسته واک ته ورسېد، تېره ورځ یې په خپلو خبرو کې وویل او ژمنه یې وکړه، چې د هېواد بهرني سیاست ته به ځانګړې پاملرنه کوي. نن جمعه جاپاروف د پارلمان مخې ته وویل: «زه د الله تعالی شکر ادا کوم چې د قدرت انتقال په سوله ییز ډول تر سره شو. زه به ډېره هڅه کوم چې په خپل بهرني سیاست او نورو مهمو پېښو او کارونو کې ښې لاسته رواړنې ولرم. منبع:((Sputnik, 16/10/2020

درېیم: په قرغزستان کې د روسیې نفوذ:

۱ـ په قرغزستان کې د روسیې نفوذ پاشلی او پياوړی دی. روسیې په قرغزستان کې هغه وخت پوځي اډه جوړه کړه، چې امریکا پکې خپله پوځي اډه جوړوله، نو د روسیې نفوذ ان په هغه وخت کې په قرغزستان کې و، چې امریکا وکولای شوای، خپل نفوذ هلته رامنځ ته کړي. روسیې په ۲۰۰۳م کې یوه پوځي اډه جوړه کړه. «د روسیې کانټ هوایي اډه د ۲۰۰۳م، په اکتوبر کې د قرغزستان د جمعیت امنیتي تړون سازمان د چټک پلي کولو ځواک د هوایي برخې په توګه پرانیستل شوه. د دې اصلي دندې د CSTO ځمکنیو عملیاتو هوايي پوښښ وو. د Su-25SM او Mi-8MTV پر الوتکو سمبال دي (۲۰۱۹م کال، د مارچ ۲۸مه). په همدې پنجشنبه، مسکو او بېشکېک د قرغزستان پلازمېنې ته د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د سفر پر مهال یو پروتوکول لاسلیک شو، چې په قرغزستان کې د روسیې د پوځي اډې په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ تړون کې تعدیلات راولي. د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري عشاکوف وویل:

 «په قرغزستان کې د روسیې د پوځي اډې د موقعیت او شرایطو په اړه د ۲۰۱۲م، د هوکړه لیک په ګډون یو لړ تړونونه لاسلیک شوي دي.» دا دې هغې برخې لپاره دي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: «په قرغزستان کې د روسیې پوځي اډه په مرکزي اسیا کې د امنیت او ثبات لپاره مهم فکتور دی او د قرغزستان دفاعي وړتیا کې برخه اخلي.» په دې اډه کې د سکوی ـ۲۵ برید الوتکې او Mi-8 چورلکې شاملې دي...» منبع: (۲۰۱۹م، د مارچ ۲۸مه، الدستور ورځپاڼه) نو د قرغزستان ولسمشر ژینبکوف په بشپړ ډول روسیې ته وفادار دی او همغږي ورسره لري. د ټولنیز امنیت تړون او په هر څه کې چې وغواړي پیروي کوي، لکه د نظامي اډې پراختیا.

۲ـ روسیه وېره لري چې هغه مخالف ګوندونه، چې له امریکا سره اړیکې لري، په بشکېک کې به واک غصب کړي او د روسیې یوازینی نفوذ به پکې مات کړي. له دې حقیقت سربېره چې روسیه په قرغزستان کې له ډېرو مخالفو ګوندونو سره اړیکې رامنځ ته کوي، تر څو ډاډه شي چې دوی له روسیې سره دښمني نه لري او دا چې ځینې ګوندونه روسیې ته وفادار دي او د نفوذ له ساحې څخه یې د باندې نه دي، خو بیا هم روسیه د دې مبارزې لپاره څارنه کوي. ځواک په دې هڅه کې دی چې د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي لپاره هڅه وکړي او امنیتې خدمات مهار کړي، تر څو په مهم وخت کې لاسوهنه وکولی شي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن چهارشنبه وویل: «مسکو د شخړې په خاطر له ټولو اړخونو سره په اړیکه کې دی او ډېر ژر ډیموکراتیک بهیر ته د بېرته راستنېدو تمه لري.» منبع: (۲۰۱۰م ، د اکتوبر ۷مه، الجزیره) هغه څه چې د روسیې وېره زیاتوي؛ هغه کله ناکله د وفادارو ځواکونو تر منځ د درنې شخړې رامنځ ته کېدل دي. لکه څرنګه چې په دوره یې ډول لیدل شوي دي، په ځانګړي ډول په دې وروستیو کې، وروسته له هغې چې ولسمشر سورون بینا زیبکوف ـ چې له ۲۰۱۷م، راهیسي پر هېواد واکمن دی ـ هڅه کوي د ټاکنو پایلو ته یې اړ کړي. هغه کولای شي د اساسي قانون د مودې له ختمېدو وروسته، ټاکنو ته ودرېږي او ښايي بیا ګډوډي رامنځ ته شي. په ځانګړې توګه که په ټاکنو کې درغلي وشي، دا د دې امکان رامنځ ته کوي، چې د امریکا پلویان ګټه ترې پورته کړي ان که دوی نسبتاً لږ هم وي، خو په دې توګه روسیه وارخطا کولای شي... .

۳ـ د روسیې اصلي دریځ د هغو ولسمشرانو په اړه دی چې روسیې ته وفادار دي. دا د روسیې دریځ دی، پرته له دې چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د بل چا ساتلو ته اړ نه وي، ځکه نه پرېږدي حالت له خپل کنټرول ځخه بهر کړي.کرمیلین غواړي چې دغه هېواد د ګډوډۍ حالت تجربه کړي. د روسیې ولسمشرۍ ویاند، دیمیتري پيسکوف وویل: «روسیه مسوولیت لري، چې په قرغزستان کې د وضعیت د بشپړ سقوط مخنیوی وکړي.» منبع: (۲۰۲۰م کال، د اکتوبر ۱۰مه، الجزیره) روسیه هغه ګوندونه نه پرېږدي په بېشکېک کې د صحنې رهبري وکړي چې په قرغزستان کې پر امنیتي خدماتو کنټرول لري. دغه راز اجازه نه ورکوي، چې له امریکا او د هغوی له پلویانو سره اړیکه وساتي. ولسمشر ژینبکوف اعلان وکړ، تر هغه چې روسیه د ګټو پر اساس پرېکړه کوي، دی به استعفا ورکړي. له همدې امله روسیې په روانه اونۍ کې په کرمیلین دیمتري کوزک کې د ولسمشرۍ د ادارې مرستیال جین بیکوف او جیاروف د خبرو لپاره ولېږل، تر څو وضعیت له نیږدې وڅېړې... د روسیې سفارت وویل: «پرون، سه شنبه د کوزک د لیدني پر مهال د قرغزستان راتلونکي پرمختګ په تضمین کې د دولت د مشر پر لازمي رول ټینګار شوی...» منبع: (۲۰۲۰م کال، د اکتوبر ۱۴مه، المیدین) دا ټول د لازمي اقداماتو اخیستل دي. د دې احتمال شته،  چې روسیه نېغ په نېغه په پوځي برخه کې لاسوهنه وکړي، ځکه دوی په دې باور دي چې پلویان یې د معاملاتو کنټرول اداره کولای شي. قرغزستان او امنیتي ځواکونه یې تر نظر لاندې دي. دغه راز  د دې په لټه کې دي چې د ولسمشر او خپل پلویان له یو بل سره بدل کړي، ځکه چې ډېری سیاسي قواوې یې پلویان دي!

۴ـ اوس چې لاریونونه ډېر شوي، روسیې پرېکړه وکړه چې حالت ارام کړي، تر څو د قرغزستان ولسمشر د صدیر جیاروف د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېدل تصویب کړي او پارلمان د ۲۰۲۰م، د اکتوبر په ۱۴مه، واک ته د هغه د بېرته راستنېدلو لپاره د هغه په ګټه رایه وکاروله. دا یې د پلویانو په لاس له زندان څخه د تازه خوشي کېدو څخه وروسته و، چې هغه له ۱۱ کلونو څخه ډېر پر بند محکوم و. المیادین راپور ورکړ: «نن چهارشنبه، له ۱۲۰ څخه تر ۸۰ ډېرو د پارلمان استازو په غیر معمولي ناسته کې ګډون وکړ، چې په ترڅ کې یې د هغه وړاندیز شوي حکومت سره دریځ ته د جیاروف د ټاکلو د تصویب لپاره رایه ورکړه. جین بیکوف بیا د ولسمشر په وینا د جیاروف د لومړي وزیر په توګه د ولسمشر له بیان سره سم، د هغه د حکومت په توګه ټاکل کېدو فرمان لاسلیک کړ...» منبع: (۲۰۲۰م کال، د اکتوبر ۱۴مه، المیادین)

۵ـ یوه اونۍ وړاندې په پلازمېنه بیشکېک کې اعلان شوی و «... نن وختي، د جمعې په ورځ، د قرغزستان پارلمان د ولسمشر سوروبي ژینبکوف استعفا منظور کړه او بېړنی حالت یې لغوه کړ..» په داسې حال چې د ولسمشر استعفا او د بېړني حالت لغوه کول، په متفقه توګه تصویب شول. دواړه د جین بیکوف او لومړي وزیر صدیر جپاروف په ګډون د پارلمان رییس کانات اساییف شامل وو. د رایې له مخې، جین بیکوف د پارلمان غړو ته خپله وروستۍ وینا وکړه او ویې ویل؛ چې د هغه استعفا په هېواد کې د سولې د تامین او د ټولنې د وېش د مخنیوي لپاره وه...» منبع: (۲۰۲۰م کال، د اکتوبر ۱۶مه، ییني سفاک عربي)

له همدې امله د قرغزستان لومړي وزیر، سیدر جپاروف، وروسته له هغه خپل واک پیاوړی کړ، چې د ولسمشر سورین بینا جینبکوف له استعفا وروسته د ولسمشرۍ واک هغه ته وسپارل شو. هغه ژمنه یې وکړه چې د هېواد بهرنی سیاست به وساتي. جپاروف نن جمعه، د پارلمان په مخ کې وویل: «زه د الله تعالی شکر اداکوم چې د قدرت بدلون سوله ییز و ... او زه د بهرنۍ پالیسۍ او نورو مهمو لارښوونو د خوندي ساتلو لپاره پوره هڅه کوم.» منبع: (۲۰۲۰م کال، د اکتوبر ۱۶مه، سپتونیک)

څلورم: د امریکا رول:

۱ـ لکه څنګه چې د امریکا دریځ روښانه و، هغه څه چې په ټاکنو کې پېښ شوي د روسیې او قرغزستان چارواکو د وارخطایۍ لپاره یې کاروي. امریکا په قرغزستان کې له ټولو ښکېلو اړخونو وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي او یوه سوله ییزه حلاره ورته راپیداکړي. دغه راز د هغو کړنو په اړه اندېښنه څرګندوي، چې ټاکنې یې ګډوډې کړې او د لوی لاریون لامل شوې دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند خبري اژانس ته وویل: «موږ پر ټولو اړخونو غږ کوو، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د ټاکنو پر سر لانجه په سوله ییزه توګه حل کړي.» دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اشاره وکړه: «په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان له لوري د څار ماموریت ملاتړ شوی دی او د رایو د پېرودلو په معتبرو معلوماتو درلودلو سره دې پایلې ته رسېدلي، چې ټولټاکنې یې ګډوډې کړې.» منبع: (۲۰۲۰م کال د اکتوبر ۷مه، د الجزیره)

دا په دې مانا ده چې په قرغزستان کې نوي شرایط ـچې د سیاسي ابهام له لوري مشخص شوي دي ـ امریکا دې ته چمتو کوي، چې دې هېواد ته د داخلېدو مناسبه فضا برابره کړي. له شک پرته چې له یو شمېر مخالفو ګوندونو سره هم اړیکې لري او پر دوی تور پورې شوی، چې د سږ کال په پيل کې د پارلماني کاندیدانو او ټولنو د ملاتړ لپاره ۶۰میلیونه ډالر لګولي دي، تر څو یې پیروان یو څه نفوذ ولري. له نورو پانګونو سربېر، د جورج سوروس بنسټ له لوري د روسیې تر نفوذ لاندې هېواد د بې ثباته کولو لپاره لګول شوې دي. د وخت کمپنۍ د وېب پاڼې په وینا دا ټولې پیسې د جین بیکوف حکومت له پوهېدو پرته لګول شوي دي.

۲ـ امریکا د قرغزستان په اپوزسیون کې پلویان لري، خو کم دي او تر ننه پورې په قرغزستان کې د روسیې نفوذ ،په له منځه وړلو کې اغیزمن نه دي واقع شوي. د واک لپاره د روس پلوو سیالي کوونکو تر منځ د هر ډول نارواوو کارولو لپاره فعال دي، دوی به بریا ته نږدې شي. که روسیه جینبکوف ته امر ونه کړي چې وضعیت ارام کړي. روسیه هڅه کوي پر ټاکنو تر نظارت وروسته د نورو کسانو په ګومارلو کار وکړي.

پنځم: پایله:

۱ـ په قرغزستان کې د واک پر سر مبارزه یوه سیمه ییزه جګړه ده او د اسلامي هېوادونو د مشرانو  د سیاسي صحنې او حکومتوالۍ ذهنیت د بشپړتیا نه درولودو له امله یې دوام کړی دی. له همدې امله جګړې او جنجالونه راپورته کېږي او په اصل کې توکمیز، سیمه ییز یا قبیلوي او هر څوک خپلو ګوندونو ته وفادار دي ان که دوی عمومي نومونه هم ولري. کارپوهان په دې پوهېږي، چې دوی له قومي او سیمه تعصب څخه مخ نه اړوي. دا جګړه د دې لپاره نه ده، چې روسیه په دغه کوچني جمهوریت کې نفوذ وکړي، بلکې روسیه د پارلماني ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د امریکا له اړیکو وېره لري. دا وېره ده، چې کله روسیه له قرغزستان او شاوخوا سیمو ووځي، نو امریکا به هلته نفوذ پیداکړي.  

۲ـ دا به په قرغزستان  او نورو ځایونو کې د دې لامل شي، چې مسلمانان په همدې حال پاتې شي. کله چې دا واکمنان واکمني کوي، نو یوازې د خپلو شخصي ګټو اندېښنه ورسره وي او امت ښکته ټېل وهي. دوی حکم ته په سپکه سترګه ګوري، دوی د امت د چارو په اړه هېڅ نظر نه لري. دغه راز دوی یې ګوماري او یا د کافر له لوري د دوی د ټاکل کېدو په اړه غلي پاتې کېږي. دا حالت به تر هغه وخت دوام وکړي، تر څو چې تر ټولو غوره ډله (امت) راپورته شي او دغه واکمنان له واک څخه لیري او په اسلامي هېوادونو کې کفري استعمار پای ته ورسوي. د دین پر اساس اسلامي دولت (خلافت) جوړ کړي، د هغو احکامو پر اساس حکم وکړي، چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي، چې د ښه ژوند او جنت ته د رسېدو لپاره لاره هواروي. انشاءالله!

﴿يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ * وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾. [الصف: ۱۲-۱۳]

ژباړه: لله سبحانه وتعالی به ستاسو ګناهونه دروښيي او وروسته به تاسو هغو باغونو ته ننباسي چې لاندې به یې ویالې بهېږي او د ابدي استوګنې په جنتونو کې به ډېر غوره کورونه درکړي. دا ستر بریالیتوب دی،  هغه بل شی (دنیوي نعمت) چې تاسو یې خوښوئ، هغه به هم درکړي؛ د الله سبحانه و تعالی له لوري مرسته او ډېر نیږدې په برخه کېدونکی بری دی او [اې پیغمبره (ص)!] مومنانو ته دغه زیری ورکړه.

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې