جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په دارالکفر کې په رسمي بڼه د حزب ثبتول
بسم الله الرحمن الرحيم
په دارالکفر کې په رسمي بڼه د حزب ثبتول

عرفان ابو نوید ته:

 (ژباړه)

پوښته:

زموږ ښاغلی شیخ او جلیل القدره عالم شیخ عطاء بن خلیل ابوالرشته صاحب. الله سبحانه وتعالی دې تاسو وساتي.

په اندونیزیا کې د حزب التحریر په اړه یوه اړینه پوښتنه:

په اندونیزیا کې مسلمانو ځوانانو له ما څخه په دې هېواد کې د حزب التحریر په اړه پوښتنه وکړه، چې په اندونیزیا کې په رسمي ډول د دولت د چارو په وزارت کې ثبت او راجسټر دی. همدا شان ځینې (لږ) خلک دا ادعا کوي چې حزب په اندونیزیا کې د حق او باطل تر منځ توپیر نه کوي. العیاذبالله.

۱. شیخ صاحب، دې پوښتنې ته یو جامع ځواب څه کېدای شي؟

۲. د اندونیزیا په څېر دارلکفر دولتونو کې د حزب د راجسترولو حکم څه دی؟

ایا موږ ته په دې اړه دلایل وړاندې کولی شئ؟ الشافعي په الامم کې ویلي:  هغه څه چې په دارالاسلام کې حلال دي، هغه په دارالکفر کې هم حلال دي او هغه څه چې په دارالاسلام کې حرام دي هغه په دارالکفر کې هم حرام دي... دروند شیخ صاحب، موږ غواړو ستاسې له پوهې ځانونه برخمن کړو،  الله سبحانه وتعالی دې تاسې ته نصرت درکړي او تاسې ته دې د اسلامي امت په ملاتړ کې د کوټلو ګامونو د اوچتولو توفیق در په برخه کړي او زه له الله سبحانه وتعالی غواړم چې دا ستاسو په نیکو اعمال کې حساب کړي.

ستاسې ورور عرفان ابو نوید.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

هو زما وروره هغه څه چې په دارالاسلام کې حلال دي هغه په دارالکفر کې هم حلال دي او هغه څه چې په دارالاسلام کې حرام دي هغه په دارالکفر کې هم حرام دي. خو ستاسې پوښتنه په اداري چارو پورې اړه لري او دا د مباح چارو تر عنوان لاندې راځي. هغه که دارالاسلام وي یا دارالکفر. د مثال په توګه د هویت تذکرې یا پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک ډکول یا د ترافیکي نښو مراعتول یا د الوتکې او اورګاډي ټکټ اخیستل یا په کارځای، پوهنتون او ښوونځي کې د کاري وختونو مراعتول، یا په کارځای کې د حاضرو او غیرحاضرو کسانو لېست چمتو کول. دا ټولې اداري چارې دي چې په دارالاسلام او دارالکفر دواړوکې جایز دي او دې چارو ته غاړه ایښودل جواز لري.

ان دا هم جواز لري، چې د دارالکفر ځینې اداري سبکونه دارالاسلام ته رانقل شي. د عمر رضی الله عنه له لوري له رومیانو او فارسیانو څخه د دیوان د رانقلولو کیسه خورا مشهوره ده، په دیوان کې به د غنیمتونو د وېش ثبت ايښودل کېده.

خرج ابن أبي شيبة في مصنفه عَنْ أَبِي سَلَمَةَ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّهُ قَدِمَ عَلَى عُمَرَ مِنَ الْبَحْرَيْنِ، قَالَ: فَقَدِمْتُ عَلَيْهِ فَصَلَّيْتُ مَعَهُ الْعِشَاءَ، فَلَمَّا رَآنِي سَلَّمْتُ عَلَيْهِ فَقَالَ: «مَا قَدِمْتَ بِهِ؟» قُلْتُ: قَدِمْتُ بِخَمْسِمِائَةِ أَلْفٍ... فَقَالَ لِلنَّاسِ: «إِنَّهُ قَدِمَ عَلَيَّ مَالٌ كَثِيرٌ فَإِنْ شِئْتُمْ أَنْ نَعُدَّهُ لَكُمْ عَدًّا، وَإِنْ شِئْتُمْ أَنْ نَكِيلَهُ لَكُمْ كَيْلًا» ، فَقَالَ رَجُلٌ: يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ إِنِّي رَأَيْتُ هَؤُلَاءِ الْأَعَاجِمَ يُدَوِّنُونَ دِيوَانًا وَيُعْطُونَ النَّاسَ عَلَيْهِ، قَالَ:فَدَوَّنَ الدَّوَاوِينَ وَفَرَضَ لِلْمُهَاجِرِينَ فِي خَمْسَةِ آلَافٍ خَمْسَةَ آلَافٍ وَلِلْأَنْصَارِ فِي أَرْبَعَةِ آلَافٍ أَرْبَعَةَ آلَافٍ، وَفَرَضَ لِأَزْوَاجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فِي اثْنَيْ عَشَرَ أَلْفًا اثْنَيْ عَشَرَ أَلْفًا

ژباړه: ابن شیبه په خپل مصنف کې له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کوي چې وايي: زه له بحرین څخه عمر رضی الله عنه ته راغلم بیا وايي: زه ده ته راغلم او د ماخوستن لمونځ مې یو ځای ورسره ادا کړ، ده چې کله زه ولیدم، ما سلام ورواچاوه. عمر پوښتنه راڅخه وکړه: «څه شي دلته راوستی یې؟» ما ورته وویل: «ما تا ته پنځه سوه زره درهمه راوړي دي...» په دې سره عمر منبر ته پاڅېد، د الله سبحانه وتعالی له حمد او ثناء وروسته يې وویل: اې خلکو! یوه لویه اندازه مال موږ ته رارسېدلی دی، که چېرې ستاسې خوښه وي په مناسبه اندازه به يې په پر خلکو وویشو او یا که مو خوښه وي په حساب به يې جمع کړو. د خلکو له منځ څخه یو نفر وویل: اې امیرالمومینیه! ما عجم لیدلي دي چې د حساب کتاب (دیوان) لري، دوی د همدې دیوان له مخې خلکو ته مرستې ورکوي او ثبتوي یې. عمر رضی الله عنه وویل: تاسې هم دیوان تاسیس کړئ او مهاجرینو ته په پنځو زرو کې پنځه زره او انصارو ته په څلورو سوو کې څلور سوه او امهات المومنین ته په دوولس زره کې دوولس زره ونډه وټاکئ.

اوس بیرته ستا پوښتنې ته راګرځو: د اندونیزیا له دولت سره د حزب د ثبتولو حکم څه دی؟

کوم څه چې هلته ترسره شوي، یوازې د خبرولو او مالوماتو برابرولو تر کچې دي، هغوی ته د حزب د نوم، د کار د طریقې او د فعالیت په اړه خبر ورکړل شوی دی... او په دې شیانو باندې د دوی په خبرولو کې کومه ستونزه نشته. که چېرې موږ پوه شو، چې دوی له کفري قوانینو پرته زموږ معلومات قبلوي، بیا نو زموږ حزب د یوې اداري چارې په توګه ثبتوو. په اوس وخت کې هېڅ هېواد هم د کفري قوانینو له پلي کولو پرته د یوه حزب ثبتولو ته اماده نه دی؛ پرته له دې دریو هېوادونو څخه لکه: لبنان، اندونیزیا او تونس... ان دا درې هېوادونه هم یوه بهانه لټوي، ترڅو حزب له ثبت څخه وباسي...

ستاسې د مالوماتو لپاره، په عثماني خلافت کې قانون داسې وو، چې د حزبونو د ثبتولو لپاره یوازې خبر او معلومات ورکول کافي وو، دا د ۱۹۰۹ زیږدیز کال د ګوندونو قانون وو، دا قانون له یوه حزب څخه یوازې دومره غواړي چې دولت ته د خپلې اصلې پتې او رسمي مرکز په اړه خبر ورکړي او دا قانون اوس هم په لبنان کې پلی کېږي. ځکه دوی تراوسه د دې قانون له تعدیل سره موافقه نه ده کړې. له همدې کبله د حزب د ثبتولو پر مهال دا جمله هم ورسره اضافه شوه: «د عثماني دولت د ۱۹۰۹ کال د قانون له مخې»

په لنډ ډول هغه څه چې په دارالکفر کې حرام دي هغه په دارالاسلام کې هم حرام دي. معنی دا چې شراب په دارالکفر او دارالاسلام دواړو کې حرام دي، که یو مسلمان په دارالکفر کې شراب څښي نو ده یو حرام عمل ترسره کړی دی.

او د حلالو چارو په برخه کې، که چېرې په دارالاسلام کې اداري چارو ته غاړه ایښودل کېږي، لکه د کار وختونه، د سهار له اتو بجو څخه بیا د غرمې تر دوولسو بجو پورې، دا پابندي بیا په دارالکفر کې هم روا ده. دا حکم د ګوند پر ثبتولو او د هویت تذکرې پر اخیستلو او د پاسپورټ پر جوړولو هم پلی کېږي... خو دا جواز نه لري چې حزب دې د کفري قوانیونو په ړنا کې ثبت شي. دا کار حرام دی او همدا ډول دا هم جایز نه ده چې د هویت کارډ دې د شراب څښلو په شرط سره ترلاسه شي، دا او دې ته ورته نور جواز نه لري.

که اداري چارې په دارالاسلام کې جایز وې، نو په دارالکفر کې هم جایز دي، تر هغو چې داسې شرط نه وي ایښودل شوی چې حرام وي. په اندونیزیا کې د حزب د ثبتولو په اړه، دا یوازې یوه اداري چاره ده، په دې چاره کې کوم کفري قانون ته غاړه نه ده ایښودل شوې، یوازې خبر او معلومات ورکړل شوي دي. هر هغه هېواد چې زموږ ثبتول د یوې اداري چارې په توګه یوازې په خبر او معلوماتو ورکولو سره ترسره کوي، پرته له دې چې کفري قوانین پکې مراعت شي، دا کار روا او جایز دی. البته که چېرې دوی په دې لړ کې له کفري قوانینو څخه یو شرط کېږدي، بیا نو دا کار حرام دی او جواز نه لري. زه هیله لرم چې موضوع به روښانه شوې وي.

ستاسې ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

ژباړن: سطان ولید

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې