شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په عراق کې سیاسي پرمختګونه او د امریکا په چوپړ کې د الکاظمي دنده
بسم الله الرحمن الرحيم
په عراق کې سیاسي پرمختګونه او د امریکا په چوپړ کې د الکاظمي دنده

پوښتنه: لکه څنګه چې پوهېږو، الکاظمي د ایران پلوه پارلمان اکثریت باور تر لاسه کړ، په داسې حال کې چې هغه په عراق کې ایران ته د وفادارو ګوندونو له لوري د سلیماني په وژنه کې د امریکا سره په ملګرتیا تورن شوی و، ځینې ایرانیان یې د امریکا سړی بولي. نو ایا د دې مانا دا ده چې امریکا د الکاظمي کلک ملاتړ کوي او په دې توګه په عراق کې د ایران او د دې سړي لاسوهنو ته هېڅ پام نه کوي؟ دا چې الکاظمي د امریکایانو نوکر دی او په دې مرکز کې خپل نفوذ ساتي، ایا امریکا اوس هم عراق د جاذبې د مرکز په توګه فکر کوي؟ الله سبحانه و تعالی د ښه درسره وکړي. 

ځواب: د پورته پوښتنې د روښانه ځواب د تر لاسه کولو لپاره موږ لاندې مسئلو ته کتنه کوو:

۱ـ امریکا، عراق ته د ډېر ارزښت په سترګه ګوري، لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې وویل: «عراق یو غښتلی او مهم هېواد دی، دا په سیمه ییز او نړیوال ټیکاو کې مرکزي رول لري. ټینګار یې وکړ چې امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو ته لېوالتیا لري او هېواد یې چمتو دی چې د عراق د اقتصادي ملاتړ لپاره لازمې اقتصادي مرستې وکړي...» (انډېپنډېټ او نړۍ، ۲۰۲۰م کال، د مې ۱۱مه»، نو ځکه امریکا پرې تمرکز وکړ. د همدې لپاره یې یو ستر پوځ چې ۲۵۰ زرو سرتېرو څخه جوړ و، هلته ولېږلو، تر څو عراق اشغال کړي. د ۴۹ هېوادونو ګډ ائتلاف یې جوړ کړ، چې ۵۰ زرو سرتېرو پکې برخه واخیسته، ځینې ناوړه امنیتي شرکتونه، لکه امريکایي بلک واټر چې مرکز یې د شمالي کارولینا په ایالت کې دی، هلته د وژنو، غلاوو، اختطافونو لپاره ولېږل شو چې ناوړه امنیتي ماموریتونو تر سره کړي او د دوی مرکزي دفترونه، نظامي اډې، ماموریتونه او تاسیسات وساتي چې اوسمهال یې دری دایمي اډې رامنځته کړي چې په انبار ولایت کې عین الاسد، په صلاح الدین ولایت کې د بالاد هوايي اډه او د بغداد په شمال کې التاجي اډه ده. د ستراتېژيک چوکاټ تړون شته، چې د امریکا و عراق له لوري د ۲۰۰۸م کال، د نومبر په ۱۷مه خپور شو.

د دغه ستراتېژيک چوکاټ په تړون کې ویل شوي: «...د همکارۍ او ملګرتیا د اوږدمهاله اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره د دوو هېوادونو په اقتصادي، ډيپلوماټيک، فرهنګي او امنیتي برخو کې همدا اوږدمهاله اړیکې تصدیقوي. دا تړون به تر هغه وخته پورې د عملي کېدو وړ وي، تر څو چې کوم لوري لیکلی اعلان نه وي وړاندې کړی او د دغه تړون د لغوه کولو اراده ولري، د پای اعلان به د همدې خبرتیا له نېټې یو کال وروسته نافذ کېږي.... په عراق کې د امنیت او ثبات د ټينګښت لپاره دواړه لوري به د دفاع او امنیت ترتیبات او داسې نورو په اړه په خپل منځ کې د نږدې همکارۍ اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړي». دا د کلمې د بشپړې مانا له مخې، یو استعماري تړون دی چې امریکا ته د «د دوی تر منځ د دفاع او امنیتي ترتیباتو په اړه د همکارۍ نږدې اړیکې» تر سرلیک لاندې د عراق په چارو کې د لاس وهنې حق ورکوي!

۲ـ په عراق کې د اداري فساد، د چارواکو له لوري د اختلاس ملاتړ، په خلکو کې د بېکارۍ خپرېدو، د عامه چوپړتیاوو خرابېدل او د هغوی د ژوند شرایط، لوړې بیې، په ځانګړې توګه د برېښنا د بیو د خرابېدو پر وړاندې لاریونونه پیل شول. په دې کې هغه سیمه هم شامله ده، چې له رژيم څخه یې کلک ملاتړ کولو. لاریونونه د ۲۰۱۰م کال راهیسې پيل شوي دي، چې هر کال د چارواکو له لوري د لاریون کوونکو غوښتنو د پوره کولو لپاره د درواغو ژمنې کوي، تر فشار لاندې راوستل کېږي او  له ځپل کېدو وروسته یا له رژيم سره د ښکېلو سیاسي قدرتونو له لوري له منځه وړل کېږي. په هر صورت، وروستي لاریونونه چې د ۲۰۱۹م کال، د اکټوبر له پیل څخه راپورته شوي وو، توپیر درلود؛ ځکه چې لاریون کوونکو پر زور زیاتي سربېره خپلو لاریونونو ته دوام ورکړ، دوی هغه سیاسي قدرتونه چې د لاریونونو د کنټرول لپاره یې کار کولو، رد کړل، نو په همدې توګه پر لاریون کوونکو ظلم زور واخیست، نه یوازې ټپي، بندي او ظلم ورسره وشو، بلکې ویې وژل. دا ځل په لاریونونو کې پر ایران برید شامل و او لاریون کوونکي غوسه وو او د هغوی کونسلګرۍ او مرکزونه یې وسځول؛ ځکه چې په عراق کې د ایران سازمانونو د دوی پر وړاندې غبرګون ښودلی و؛ ځکه دوی ولیدل چې رژیم سیاسي بلاکونه او وسله والې ملېشې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له امریکا سره تړلې دي، د لاریونونو ځواک ډېر پیاوړی و. د رژيم او لومړي وزیر عادل المهدي وښودله چې دوی د وضعیت کنټرول، ستونزو ته د رسېدو او د لاریون کوونکو د غوښتنو د پوره کېدلو توان نه لري، چې د رژيم د راپرځولو غوښتنه لري، عبدالمهدي یې دې ته اړ ایست چې د رژيم د ساتنې لپاره د ۲۰۱۹م کال، د نومبر په ۳۰مه خپله استعفا اعلان کړي او پارلمان سمدلاسه ومنله. عبدالمهدي د سرپرست حکومت مشري پر غاړه واخیسته. پر جمهور ريیس برهم صالح د ۲۰۱۹م کال، د ډسمبر په ۱۲مه فشار راوړل شو چې له اساسي قانون څخه سرغړونه وکړي او اسد العیني د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په ۲۶مه د (البنأ) لوی پارلماني ګروپ نوماند رد کړي، چې حکومت تشکیل کړي؛ ځکه چې لاریون کوونکو دغه نوماند د بصرې د والي په توګه د دې لپاره رد کړی و، چې له لاریون کوونکو سره یې له ناوړه چلند څخه کار اخیستی و، دا لاریونونه تر پخوانیو هغو ډېر اغېزمن وو.

۳ـ په همدې وخت کې الهشد اششابي د کرکوک سیمې ته نږدې پر یوې امریکايي اډې له کوم دلیل پرته د ۲۰۱۹م کال، د ډسمبر په ۲۸مه د میزایل برید وکړ، یو امریکایی یې ووژلو چې په همدې اډه کې یې کار کاوه. داسې ښکاري چې دا کار له شرایطو څخه د باندې تر سره شوی؛ ځکه چې د مشهور لاریون مشر الهاش اششابي، فلاح الفیاض دوې میاشتې وړاندې واشنګټن ته تللی و، هلته یې د دفاع له وزیر مارک ایسپر سره د ګډو ځواکونو د لوی درستیر په حضور کې وکتل. هغه اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې، په ځانګړي ډول د نظامي همکارۍ په اړه خبرې وشوې، اوس وینو چې دا وژنه کېږي! د دغه امریکايي عنصر د وژنې په پایله کې د امریکا پوځ د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په ۲۹مه د حزب الله پر ډلې چې یوه مشهوره وسله واله ډله دی، هوايي بريدونه ترسره کړل. اعلان یې وکړ چې لږ تر لږ ۲۷ غړي یې ور وژلي او ۶۲ نور یې ټپیان کړي دي. امریکا د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د ۲۰۲۰م کال د جنوري په ۳مه د ډرون الوتکې په وسیله هوایي برید وکړ، چې هلته د ایران د انقلابي ګارد د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د وژل کېدلو اعلان وشو، چې په مشهوره ډله یې تر اغېز لاندې وه. د مشهور لاریون مرستیال ابو مهدي المحسني المهندس او څلور نور افسران، چې د انقلابي ګارد په رتبو کې چې د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د دویم ځل ټاکنو د امکاناتو د لوړولو لپاره غواړي نمرې وټاکي، برید جنرال، سمونوال، تورن او جګړن شامل دي. په هر صورت، داسې ښکاري چې دې پېښو د امریکا خلاف فضا رامنځ ته کړه، له همدې امله د عراق پارلمان د ۲۰۲۰م کال، د جنورې په ۵مه پرېکړه وکړه چې د بهرنیو ځواکونو د هر ډول حضور پای ته رسولو لپاره کار وکړي، دوی پر لومړي وزیر غږ وکړ چې د دوی پرېکړه پلې کړي. د سرپرست حکومت ولسمشر عبدالمهدي له دوی سره همکاري وکړه. د عراقي پارلمان دې پرېکړې ته د امریکا ځواب د ولسمشر ټرمپ له لوري په عراق باندې د بندیزونو د لګولو په ګواښلو سره ورکړل شو، هغه وویل: «امریکا تر هغه وخت پورې له عراق څخه نه وځي، تر څو چې عراق هلته د امریکايي اډو لګښت نه وي ورکړی». بیا یې وویل: «موږ دلته هوایي اډه لرو چې لګښت یې ډېر لوړ دی، وړاندې له دې چې زه راشم، د رغولو لپاره یې میلیاردونو ډالرو ته اړتیا وه. موږ تر هغه وخت پورې عراق نه پرېږدو، تر څو چې یې زموږ لګښتونه نه وي راکړي. که عراق بیا هم د امريکايي ځواکونو وتل غواړي، دا به بیا د ملګرتیا پر اساس نه وي، موږ به پر دوی داسې بندیزونه ولګوو چې مخکې یې هېځ نه دي لیدلي، دوی ته نږدې پر ایران بندیزونه به یې په پرتله ډېر لږ وي.» (سکای نیوز، د ۲۰۲۰م کال، د جنورې ۵مه)

۴ـ ایران بیا د تهران پر مهال له غرمې وروسته په ۱:۲۰ بجو د ۲۰۲۰م کال د جنوري په ۸مه اعلان وکړ چې په عراق کې به د امریکايي ځواکونو پر اډو توغنديز بريدونه پیل کړي، دوی لږ تر لږه په دغه بریدونو کې ۸۰ امریکایان ووژل، چې پر ټلوېزیونونو د خبرونو سرلیک یې و: «موږ د سلیماني غچ واخیست»، امریکا دغه برید ومنلو، خو د دوی د کوم غړي له وژلو څخه یې انکار وکړ! په دې سره د پېښو سرعت راټيټ شو! بیا د المالکي په حکومت کې د مخابراتو پخواني وزیر، محمد توفیق علوي د ۲۰۲۰م کال د فبرورې پر لومړۍ اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست دفتر هغه ته د حکومت جوړولو دنده سپارلې. لاریون کوونکو د علوي له نوماندۍ څخه انکار وکړ؛ ځکه دوی اعلان کړی و چې هر هغه سیاسي شخصیت چې د ۲۰۰۳م کال راهیسې له امریکا سره په اشغال کې دخيل دي، هغوی  د منلو وړ نه دي، مخکې له دې چې د هغه ګمارنه ډېر وخت ونیسي، هغه خپله له دندې ګوښه شو. بیا د ۲۰۲۰م کال، د مارچ په ۱۶مه، جمهور رییس عدنان الظریفي د حکومت د جوړلولو وړانديز وکړ.

هغه په رژيم کې ډېری امنیتي موقفونه درلودل او له استعمار وروسته د نجف والي  شو، مګر الظریفي د ۲۰۲۰م کال، د اپرېل په ۹مه د حکومت په تشکیل کې د وړتیا نه درلودلو له امله بښنه وغوښته. د ۲۰۲۰م کال د اپرېل په ۹مه عراقي ولسمشر برهم صالح اعلان وکړ چې د عراق د استخباراتو ادارې مشر، مصطفی الکاظمي ته مسوولیت وسپارل شو، تر څو داسې یو حکومت رامنځ ته کړي چې له ګوندونو سره تړاو ونه لري، چې دا له اساسي قانون څخه بله سرغړونه ده. راپور لیکي چې مصطفی الکاظمي په بهر کې د صدام د رژیم له مخالفینو څخه و، له ۲۰۰۳م کال وروسته د عراق سلیمانیه ته راستون شو. په داسې حال کې چې هغه وخت یې د امريکا په خبري سایټ کې د عراقي چارو د کارپوه په توګه کار کولو، په یوه مقاله کې یې ویلي وو: «له ۲۰۰۳م کال راهیسې د عراق ـ امریکا اړیکو ته په کتلو سره د دوی اړیکې کمزورې شوې دي، ښايي دا له یوې خوا د نورو بهرنیو ګوندونو د ننوتلو لپاره دروازه پرانیزې او په سیمه کې د عراق او امریکا ګډو ګټو ته زیان ورسوي، له همدې امله عراق امریکا ته اړتیا لري. د ستراټيژيکو او پیاوړو اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره باید د دوی اړیکې بیا وارزول شي، تر څو په سیمه کې د دواړو لورو د متقابلو ګټو د تضمین لپاره د توازن په ساتلو کې مرسته وکړي.» (المانيټور، یوه امریکايي وېب پاڼه، ۲۰۱۵م کال، د اکټوبر ۲مه)]

دی په پټه او ښکاره د امریکا د امنیتي دستګاه د ګټو لپاره کار کوي، دی په ۲۰۰۳ کې له راتګ وروسته د امریکايي اشغال پوره همکار دی، ډېری عراقیان په ۲۰۱۶م کال کې د حیدر العبادي له لوري د استخباراتو د رییس په توګه د ده په ناڅاپي ګومارل کېدو حیران شول، دا ډېر حساس مقام و او امریکا ته د باور وړ کس ورته پکار و. « په ۲۰۱۶ کې، لومړي وزیر حیدر العبادي د مصطفی الکاظمي غوندې کس په ګومارلو ټول عراقیان حیران کړل چې څنګه یو ژورنالېسټ او د بشري حقونو فعال د استخباراتو رییس شو. دا وخت له داعش سره جګړه په اوج کې وه، دغه وخت داعش د دغه هېواد یوه برخه په خپل واک کې لرله چې بیا وروسته عراقي پوځ د نړیوال ائتلاف په ملاتړ مات کړل ... » (فرانس ۲۴، ۲۰۲۰/۵/۸)].

سربېره پر دې، امریکا له ده سره – کله چې په استخباراتو کې و، – خپلې اړیکې پټې نه کړې. د امریکا په وال سټریټ ژورنال کې، په منځني ختیځ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي، ډیویډ شینکر په حواله لیکلي وو چې الکاظمي د استخباراتو مشري په ښه توګه مخ ته وړې وه او دې ته یې زړه و چې د لومړي وزیر په توګه کار ورسره وکړي.(الجزیره نېټ، له وال سټریټ ژورنال څخه، ۲۰۲۰/۵/۳۰)]. دی په ۲۰۱۷ م کې له لومړي وزیر حیدر العبادي سره سعودي ته لاړ، هلته ولیدل شو چې خپل شخصي ملګري، ولیعهد محمد بن سلمان چې د امریکا پوه غلام دی، ته ټینګه غېږ ورکوي.

۵- په ۲۰۲۰/۵/۷ نېټه د الکاظمي دولت د عراق له پارلمان څخه د باور رایه واخیسته، له ټولو ۳۲۹ غړو څخه ۲۵۵ یې منلی و، که څه هم دی تورن و چې د قاسم سلیماني او المهندسي په وژنه کې یې له امریکا سره مرسته کړې وه. په عراق کې د حزب الله ډلې یوه امنیتي چارواکي ابو علي العسکري پر ده نیوکه وکړه او د استخباراتو مشر، مصطفی الکاظمي یې تورن کړ چې د قدس ځواکونو قوماندان، قاسم سلیماني او مهدي المهندسي په وژنه کې یې همکاري کړې. ( الحوره، ۲۰۲۰/۳/۳).

د ایراني با نفوذه کسانو په لومړي غبرګون کې سخت دریځه روحاني علي الکوراني، چې د لبنان د حزب الله ډلې ته نږدې کس دی، پر الکاظمي نیوکه وکړه چې د امریکا اجنډاوې پلې کوي. (العین نیوز، ۲۰۲۰/۵/۱۵) که ځیر شو، ایران ته د مخلصو ګوندونو غړو ده ته د باور رایه ورکړه، تورن یې کړ چې امریکا ته کار کوي او د دوی د بچیانو، سلیماني او المهندسي په وژنه کې یې همکاري کړې ده.

یوازې دا نه، بلکې نوموړي د دوی ټولې غوښتنې او ښکاره برخې یې رد کړې چې په دغه کار سره یې ډېری د وزارتونو وېشونکې ډلې له منځه یووړې. دا ټول شیان دا په ډاګه کوي چې امریکا په دغو ډلو باندې مستقیم او یا د ایران له خوا لوی نفوذ لري. او له ایران سره د کشمکش ښکاره کول یوازې د خلکو د غولولو لپاره دي. حتی د سلېماني په وژلو باندې هم په تهران کې یوازې خبرې وشوې چې ډېر ژر پای ته ورسېدې؛ ځکه ډېر عکس العمل ونه ښودل شو چې د پردې تر شا یې له امریکا سره لاس درلود. شاید په عراق کې دغو فرقه يي ډلو دا نه وي درک کړې چې له وزارتي برخو څخه د دوی جلا کول د دوی لپاره جزا ده، مګر د دې پر ځای یې د عراق په کوڅو کې قهرجن موجونه خپاره کړل، چې دغه موجونه په عراق کې د کرونا ویروس له اسانه تېرېدو څخه وروسته بیا راپیداشول. دا په دې مانا چې ډېری یادو ډلو ته مستقیماً د امریکا یا د ایران په واسطه د اخلاص ضمانت ورکړل شوی و او دوی ته باور ورکړل شوی و چې دغه لارې ته به رسانه یي رنګ ورکړل شي تر څو د دغو توافقونو او معاملو په اړه خبرې وکړي.

ابراهیم الزبیدي لندن مېشتې ورځپاڼې العرب ته وویل: «په عراق کې ځینې ایتلافونه او سیاسيي اړخونه، مصطفی الکاظمي نه مني او د ده پر وړاندې یې بیانیې خپرې کړې چې دی یې پکې د امریکا غلام بللی او پر دې یې تورن کړی چې د قاسم سلیماني او ابو مهدي المهندس د وژنې پلان یې جوړ کړی.» الزبیدي زیاتوي: « لکه څنګه چې تاسو ولیدل او وینی یې، لکه هېڅ چې نه وي شوي، یوازې کله چې ده ته په بغداد کې د ولایت الفقیح د سفارت او د «ډونالډ ټرمپ کاکا» د سفارت لارښوونې او امرونه راولېږل شول. دا یوه مسخره ننداره نه ده؟» ( العرب ورځپاڼه، لندن، ۲۰۲۰/۵/۸)، بیا الکاظمي له تورونو سره سره باور لاسته راوړ! دا په هغه څه سربېره دي چې د الکاظمي د پاکولو لپاره په هغه بیانیه کې پېښېدای شي چې د عراق او امریکا تر منځ د ستراتېژیکو خبرو اترو په اړه خپرېږي، ښايي د دغې میاشتې په نیمایي کې (دواړه هېوادونه به د راتلوکې میاشتې په نیمايي کې ستراتېژیکې خبرې اترې ولري، د دغو خبرو اترو موضوع به د دواړو هېوادونو راتلونکې اړیکې وي) (الجزیره نېټ، له وال سټریټ جورنال څخه، ۲۰۲۰/۵/۳۰)]

۶- د باور په همدغه پړاو کې الکاظمي خپل حکومت موقتي بولي او له وخت مخکې ټاکنو په لټه کې دی، ده وویل: « د دولت له لومړیتوبونو مې یو له وخت مخکې ټاکنې دي، دا کار د خلکو د مشروع غوښتنو پر بنسټ کېږي». له مخالفانو او لاریون کوونکو څخه د ګټلو په هڅه کې،‎ ده زیاته کړه: «د ښو ټاکنو تر سره کولو لپاره باید پر ټولو سیمو د دلوت واک ثابت شي او تر هر څه لومړی، باید پوځ د دولت په کنټرول کې شي، هېواد د جګړې په ډګر بدل نه شي او د عراق خاوره پر نورو د برید لپاره ونه کارول شي» (بي بي سي، ۲۰۲۰/۵/۷)]. پر ځان د الکاظمي باور لاسته راوړل د امریکا لپاره مهمه لاسته راوړنه او ښه خبر و، امریکا په دې هڅه کې ده چې په عراق کې په خپل لاس جوړ شوی نظام وپايي، د دوی نفوذ ورباندې وي او مشروع یې وښيي؛ ځکه خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ژر له مصطفی الکاظمي سره ټلیفوني خبرې وکړې او په پارلمان کې د باور او لومړي وزیر کېدو مبارکي یې ورکړه، همداراز یې په ۲۰۲۰/۵/۷ نېټه پر خپل ټویټر ولیکل: «د عراق له نوي لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره خبرې په زړه پورې وې، اوس مهم کار د هغو اصلاحاتو راوړل دي چې د عراق خلک یې غواړي». ده زیاته کړه: «ما ژمنه وکړه چې له ده سره به د ده د زړورې اجنډا په پلي کولو کې مرسته کوم.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، مورګان اورتاګوس وویل:[« د نوي حکومت د ملاتړ لپاره ...    بیا پخپله د امریکا ولسمشر له الکاظمي سره خبرې وکړې. د سپینې ماڼۍ ویاند، جاد ډایر وویل «ولسمشر ټرمپ په ۲۰۲۰/۵/۱۱ نېټه له الکاظمي سره ټلیفوني خبرې وکړې، په پارلمان کې د باور رایې اخیستو او لومړي وزیر کېدو مبارکي یې ورکړه ... ولسمشر ټینګار وکړ چې له عراق سره د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي، له عراق سره یې پر ګډو ګټو تاکید وکړ چې د تل لپاره داعش مات کړي ... همداراز یې د عراق لومړی وزیر وهڅاوه چې له وخت مخکې ټاکنو او اصلاحاتو په اړه د عراق د خلکو غوښتنو ته رسیدګي وکړي ... » (رویټرز، الحوره (امریکایي) ۲۰۲۰/۵/۱۲.

۷- د الکاظمي په لومړیو اقداماتو کې، کله چې ده په ۲۰۲۰/۵/۹ نېټه له خپلې کابینې سره وکړه او عبدالوهاب السعدي یې یو ځل بیا د تش په نامه ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې دستګاه مشر وټاکه، په یوه مطبوعاتي بیانیه کې وویل: « موږ پرېکړه کړې چې اتل، ورور، عبدالوهاب السعدي بېرته پر خپل مقام، له ترهګرۍ سره د مبارزې دستګاه د مشر په توګه وګومارو». له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونه د عراق د پوځ هغه ځانګړي ځواکونه دي چې د امریکایي ځواکونو لخوا روزل شوي او سمبال شوي دي چې درې کاله (۲۰۱۴-۲۰۱۷) د داعش پر وړاندې په لومړۍ لیکه کې وجنګېدل. (د ترکیې انادولو اژانس، ۲۰۲۰/۵/۹). العربیه ټلوېزیون په ۲۰۲۰/۵/۱۱ رپوټ ورکړ چې د الکاظمي له لوري د عبدلاوهاب السعدي بیا ګومارنه د خلکو په غوښتنه وه، په عراق کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د دستګاوو هسته امریکایۍ ده. (د ۲۰۱۷م کال په نیمایي کې د امریکا په یوه رپوټ کې راغلي وو چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې اداره په عراق کې د دوی لخوا جوړو شوو ادارو تر ټولو غوره ده).

د منځني ختیځ د پالیسیو لپاره د واشنګټن انسټېټیوټ په خبره، د عراقي پوځ دستګاوې داسې جوړې کړې چې د جذب معیارونه یې لوړ وو او روزنه یې هم سخته وه، نوو جذب شوو کسانو ته داسې روزنه ورکول کېده لکه د امریکا ځانګړو عملیاتي ځواکونو ته ( اربیک ۲۱، ۲۰۱۹م/۹/۳۰). د یادې سرچینې په خبره، السعدي په استثنایي توګه او ژر ژر په ۲۰۰۶م کال او بیا د امریکا د غلام المالکي له لوري په ۲۰۰۸م کلونو کې لوړې پوځي رتبې، دا ښيي چې امریکا له دغه عراقي پوځي څخه څومره راضي ده.

دغه دستګاه په دوو خبرو د خلکو په منځ کې مشهوره شوه چې د عراق لاریون کوونکو نه دي درک کړې؛ لومړی دا چې امریکا پخپله ونه غوښتل چې لاریون کوونکي ونه وژل شي، عین کار یې په ۲۰۱۱م کال کې په مصر کې هم وکړ، هغه وخت چې د مصر پوځ ژمنه وکړه چې له لاریون کوونکو سره به له زوره کار نه اخلي، په همدې سبب عامو لاریون کوونکو د حسني مبارک له لرې کېدو وروسته پوځي شورا جوړه کړه، په دې معنی چې امریکا په عراق کې له ترهګرۍ سره د مبارزې دستګاه، لاسونه پاک غوښتل تر څو له هر ډول بدلون وروسته ځایناستي وي. دویمه دا چې، د عراق خلکو فکر کاوه چې السادي، په دې سبب چې عادل عبدالهادي یې له ترهګرۍ سره له مبارزې لرې (تبدیل) کړ، د عبدالهادي په مشرۍ نظام مخالف دی، ځکه خو خلکو غوښتل چې السادي دې ځایناستی وي؛ که داسې نه وی، عراقي لاریون کوونکو په عراق کې د امریکا او ایران، دواړو د نفوذ سخت مخالفین وو.

موږ په دې اړه په ۲۰۱۹/۱۲/۴ نېټه په خپلو خپرونو کې یادونه کړې وه، موږ ویلي وو: « د عراق په اړه: عراق د امریکا له لوري د پردې تر شا تقریبا مستقیم اداره کېږي.

په عراق کې د دوی سفارت ۱۶ زره کارکووونکي لري چې د عراق د ټولو وزارتخونو، په ځانګړې توګه د امنیت او نفتو د برخو کارونه تعقیبوي او دا د امریکا لپاره په نړۍ کې تر ټولو لوی سفارت دی. دغه هېواد په عراق کې ډېرې نظامي اډې لري، چې تر ټولو مشهوره یې په انبار ولایت کې د عین الاسد پوځي اډه ده. د تېرې میاشتې په وروستۍ اونۍ کې امریکا دغه هېواد ته د خپلو استازو د لېږلو لړۍ چټکه کړه چې په دې کې په 23/11/2019  کې له عین الاسد پوځي اډې څخه د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پېنس ناڅاپي سفر او له هغه یوه اونۍ وروسته امریکا خپل لوی درستیز مارک میلي د په 27/11/2019 تاریخ بغداد ته ولېږه.

دغه ټول دا ثابتوي چې امریکا څومره عراق څاري او دا ترې په ډاګه کېږي چې عراق د امریکا لپاره څومره حساس او ځانګړی ارزښت لري. بیا بیا لیدل شوي چې په عراق کې د ترهګرو ضد په نوم ځواک چې د دغه هېواد له پیاوړي ځواک څخه دی، د امریکا له لوري جوړ شوی او په پرمختللو وسلو سمبال ځواک دی، د اعتراضونو د ځپلو له سیاست څخه لرې دي او داسې ښکاري چې د تحریر په څلورلارې کې لاریونوال دوی د خپل ځان ساتونکي بولي؛ ځکه چې د عبدالمهدي له لوري د ایجنسي له مشرانو څخه د جنرال عبدالوهاب ال سعدي له لرې کېدو وروسته د هغه لوی تصویر مطرح کوي چې ګواکې دغه ځواک د منلو وړ دی، ځکه چې د لاریونونو په تنظیم کې یې مهم او رغنده رول ادا کړ».

۸- پایله دا ده چې د الکاظمي په عراق کې د امریکا غلام او خدمتګار دی

الف- د خپل ټول کار په تاریخ کې؛ کله چې په عراق کې د المانیټور په نوم امریکایي خبري سایټ لپاره د عراق د چارو د مسوول مدیر په توګه کار کوې او په ۲۰۱۵ ز کال کې د په شدت سره له دې دفاع کوې چې د امریکا او عراق اړیکې باید پیاوړې شي.

ب- په ۲۰۱۶ ز کال کې د اطلاعاتو د مشر په توګه د هغه ټاکل کېدل او د سټريټ ژورنال ورځپاڼې لخوا د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډیویډ شکنر له قوله د وال دا ویل چې کاظمي د کاري ریاست په موده کې «ښه کار» وکړ او د لومړي وزیر په توګه یې له هغه سره له همکارۍ هرکلی وکړ.

ج- له دې وروسته له محمد بن سلمان سره ښکاره اړیکه، په ځانګړې توګه چې نوموړي په ۲۰۱۷ ز کال کې له پخواني لومړي وزیر حیدارالعبادي سره یوځای له سعودي عربستان څخه لیدنه کوله چې د ده شخصی ملګری او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان یې په غېږ کې ټینګ نیسي، هغه کس چې ټول عمر یې د امریکا خدمت ته ځانګړی کړی دی.

د- په 7/5/2020 تاریخ باندې د امریکا په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه له پارلمان څخه د باور رایې ترلاسه کول چې پر هغو ګوندونو یې فشار راوړ چې ایران ته وفاداره دي، که څه هم چې الکاظمي پر دې تورن دی چې له امریکا سره یې د قاسم سلیماني او المهندس په وژنه کې مرسته وکړه. دغه راز نوموړی پر دې هم تورن دی چې امریکایي پروګرامونه پلي کوي. دا ټول د دې څه څرګندویي کوي چې امریکا پر ایران پراخ اغېز لري او له دغه هېواد سره یې د کړکېچ اعلانول هم د عامه ذهنیت د بدلون او فرېب هڅه وه.

هـ - له دې وروسته عبدالوهاب السعدي په 9/5/2020 تاریخ باندې نوموړی یوځل بیا د ترهګرۍ ضد ځواک د مشر په توګه وټاکه. هغه ځواک چې ټول تجهیز او روزنه یې امریکا کوي. په هغه راپور کې چې په منځني ختیځ کې د واشنګټن د انسټیټيوټ له خوا په ۲۰۱۷ ز کال کې خپور شو، په عراق کې یې د دغه ځواک د جوړېدو ستاینه وکړه... (Arabic 21,30/9/2019)

پورتنیو ټولو موضوعاتو ته په پام، امریکا الکاظمي ته د یوه وړ شخص په سترګه ګوري او د عراق خلک باید له پېښمانۍ څخه وړاندې له دغه څه څخه خبر وي!

9- زه په یوه پیغام سره خپلې خبرې خلاصه کوم او وایم چې د امریکا او برېټانیا په څېر استعمارګرو هېوادونو په شتون کې د عراق لپاره د نجات او بیا رغېدنې هېڅ لاره نشته، مګر د نبوت د منهج پر اساس د راشده خلافت د بیاځلي په تاسیس سره. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[وَلِلّٰهِ العِزَّةُ وَلِرَسُولِه وَلِلمُؤمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لا يَعلَمُونَ]

ژباړه: او عزت د الله، رسول الله او مومنانو لره دی، خو منافقان پر دې نه پوهېږي.

(المنافقون- ۸)

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې