جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نفتو بحران او په اړه یې غبرګونونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د نفتو بحران او په اړه یې غبرګونونه

(ژباړه)

پوښتنه:

داسې راپورونه خپاره شول چې د نفتو بیې په ناڅاپي ډول ډېرې راټيټې شوې، په ځانګړې توګه د تګزاس د نفتو بیې ان له صفر هم ۳۰ ډالره ټېټې شوې. ان د برېنټ خام نفت چې د منظمې سوداګرۍ له کبله ډېر مشهور دي، په هر بېرل کې یې بیه نهه سلنه چې ۲۵ ډالره کېږي، راټيتې شوې. دلایل یې ډېر دي، یو دلیل یې دا هم بلل کېږي چې د نفتو د تولید کچه لوړه او تقاضا ډېره ټيټه شوه، خو داسې نظر هم شته چې دا هرڅه د کرونا ویروس له کبله نړیوال بازار له رکود وروسته رامنځته شول. خو پوښتنه دا ده چې د دغه بحران علت څه و؟ ایا دا به نور هم دوام کوي؟ او څه ډول به پر نړیوال او په ځانګړې توګه د امریکا پر اقتصاد اغېز وکړي؟

ځواب:

د دې لپاره چې په نړیواله کچه د نفتو د بحران او په ځانګړې توګه د امریکا(تګزاس) او پر نړیوال او د امریکا پر اقتصاد یې پر اغېزو پوه شو، نو اړینه ده چې درې شرایط(اقتصادي، سیاسي او د تګزاس پر نفتو یې اغېز) وپېژنو، له هغې وروسته به یې د برېنټ پر نفتو او له هغې وروسته به یې د امریکا او نړۍ پر اقتصاد د اغېز په اړه وغږېږو.

لومړی: د نفتو پر مصرف د کرونا اغېز:

د روان میلادي کال له پیل سره سم چې کله کرونا ویروس په چین کې راپیدا شو، له هغه ځایه بیا امریکا او اروپا ته خپور شو، ورسره سم په ډېرو هېوادونو کې قرنطین او د اقتصاد د ډېرو برخو فلج هم شروع شو. د کرونا ویروس د انتقال له وېرې چې کوم فلج حالت رامنځته شو، له یوه هېواد څخه بل ته او په ځانګړې توګه اروپا او امریکا ته یې د هوا له لارې د مسافرو پر تګ راتګ ناوړه اغېز وکړ او بندیز پرې ولګېد. سربېره پر دې، کله چې د هوا او ځمکې له لارې د غذایي او نورو موادو پر تګ راتګ هم بندیز ولګېد او دا چې د دغه تګ راتګ له کبله د نړۍ ۶۸ سلنه نفت مصرفېږي، نو په دې ډول سره نړیوال تجارت په ټپه ودرېد.(انډېپېنډېنټ اربیک، ۲۰۲۰/۴/۲۴).

پر دې اساس کرونا په نړیوال بازار کې د نفتو تقاضا راټيټه کړه او د دې وبا په زیاتېدو سره دغه بحران ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې و. کرونا ویروس اقتصادي څرخ نږدې په ټوله مانا له درېدو سره مخ کړ، خو په ځانګړې توګه یې له نفتو سره اړیکه ډېره نږدې او اغېزناکه وه. په دې مانا، په هره اندازه به چې د کرونا ویروس ګواښ ډېرېده، په هماغه کچه به ورسره د نفتو بازار هم له رکود سره مخ کېده. وروسته له هغې چې کرونا وبا د نړۍ د نفتو تر ټولو ډېرې مصرفوونکې جغرافیې(اروپا) ته ورسېده او دا لویه وچه یې له ګواښ سره مخ کړه، ورسره سم په نړیواله کچه د نفتو لپاره په بازار کې غوښتنه(تقاضا) هم په بې ساري ډول راټيټه شوه. تر هغې هم دا ستونزه هغه مهال ډېره جدي شوه، چې د نړۍ د نفتو ۲۰ سلنه مصرف کوونکی هېواد(امریکا) د کرونا له خطرناکې او چټکې څپې سره مخ شو، پر دې اساس د نفتو بیه نورو هم راټيټه شوه.

له ډیجیټلي اړخه، دا چې د نړي د نفتو مصرف کوونکو هېوادونو به په ورځني ډول ۱۰۰ میلیونه بېرله نفت مصرفول، نو په دې کچه کې ټولټال ۳۰ سلنه ټيټوالی راغی او موږ هم له ټولو بیانیو څخه یوازې دوو بیانیو ته اشاره کوو چې دغه رکود او سقوط تاییدوي:

۱-[د نړیوالې انرژۍ اژانس نن چهارشنبه(۲۰۲۰/۴/۱۵) وړاندوینه کړې چې اپرېل میاشت کې په ورځني ډول په نړۍ کې د نفتو مصرف ۲۹ میلیونو بېرلو ته رسېدلی چې دا په تېرو ۲۵ کلونو کې بې مخینې رکود دی... .(د الوېفډ ورځپاڼې وېب سایټ(۲۰۲۰/۴/۱۵)].

۲- [د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک اعلان وکړ چې د نفتو تقاضا په ورځني ډول له ۲۰ تر ۳۰ میلیونو بېرلو راټيټه شوې ده. هغه وایي: ((موږ په نړۍ د نفتو د تقاضا تر ټولو ډېرې ټيتې کچې ته رسېدلي یو)). (الاربیه نېټ، ۲۰۲۰/۴/۲۲)].

له همدې کبله، د نړۍ په بازارونو کې د نفتو لپاره تقاضا تر هغې کچې راټيټه شوه چې ساری یې یوازې د نړیوالو جګړو په وخت کې لیدل کېږي. دا هر څه له تېرو نیږدې دریو یا څلورو میاشتو راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو له چټکتیا سره وشول. تر دې چې د تګزاس د نفتو بیه د ۲۰۲۰/۴/۲۰ تر ټولو ټيټې کچې(۳۷ـ) ته ورسېده چې دا ورځ «توره دوشنبه» ونومول شوه.

دویم- دویم مورد یې د سیاسي شرایط دي:

دا چې نن ورځ نفت په نړۍ کې یو ستراتېژیک توک ګڼل کېږي، نو له همدې کبله ځينې هېوادونو یې پر ځينو نورو هغو د فشار د وسیلې په توګه کاروي او موږ په دغه ځای کې د امریکا د سیاست په اړه خبرې کوو چې یوه میاشت مخکې یې سعودي یې له روسیې سره د نفتو جګړې ته وهڅاوه، د دغې موضوع د وضاحت لپاره:

۱- د دې لپاره چې د امریکا د شیل د نفتو کمپنۍ په نړیوال بازار کې سیالي وکړی شي، امریکا، روسیه اړ کړه چې ‎نفتو د تولید کچه راټيټه کړي، ترڅو د نفتو قیمتونه وساتل شي؛ ځکه چې د امریکایي کمپنیو لپاره د نفتو استخراج په ډېره لوړه بیه تمامېږي. د دې پالیسۍ له مخې سعودي په تېرو دریو کلونو کې پر دې وتوانېد چې روسیه له اوپېک سازمان سره یوځای کړي او د تولید د کمولو لپاره یې نوي چوکاټ اوپېک پلس ته چې له مخې یې په ورځني ډول ۲.۱ میلیون بېرله نفت تولیدول، یوځای کړي. د عربستان او روسیې ترمنځ دغه تړون د ۲۰۲۰ کال د مارچ په وروستیو کې پای ته ورسېد، دغه تړون د کرونا ویروس له خپرېدو وړاندې د پلي کېدو وړ و، خو له کرونا وروسته هم ومنل شو.

۲- کله چې په چین کې کرونا ویروس را پیدا شو او ايټالیا ته هم خپور شو، ورسره سم د د برېنټ د نفتو په هر بېرل کې ۴۵ ډالره رکود هم رامنځته شو او د دغه حالت دوام د امریکا د نفتو تولیدوونکو ته د خطر زنګ دی او په دې سره له بازار څخه د امریکايي تولیدوونکو د لرې کېدو ګواښ هم زیات کړی دی. له همدې کبله باید د نفتو قیمتونه بېرته لوړ شي. په دې سره امریکا پر سعودي فشار راوړ چې روسیه دې ته اړ کړي چې د نفتو تولید راټيټ کړي، په دې سره په ۲۰۲۰/۳/۶ نېټه د اوپېک پلس په ناسته کې روسیې د سعودي دغه غوښتنه رد کړه.

۳- کله چې د اوپېک پلس سازمان یاده غونډه بې پایلې او ناکامه شوه، ورسره سم د نفتو بیه ۱۰ سلنه نوره هم راټيټه شوه. 

۴- د دغې ناستې له ناکامېدو وروسته سعودي د نفتو په جګړې سره روسیه دې ته وهڅوله چې په پنځو پړاوونو کې ورسره یو نوی جریان ومني:

الف- لومړی پړاو: دغه تړون، لومړنی تړون (۲.۱ میلیونو بېرل) ته د تولید کچې راټيټول، لغو کړ؛ سره له دې چې روسیې ژمنه کړې وه چې لومړی هم مني.

ب- دویم پړاو: له کرونا ویروس سره سره، د اپرېل له لومړي(د تړون له پای ته رسېدو وروسته) به په ورځني ډول له ۱۲- ۱۳ میلیون بېرل پورې د نفتو تولید ډېرېږي.

ج- د لومړي ځل لپاره د خپلو اساسي هېوادونو پېرونکو ته په هر بېرل کې د شپږ ډالرو تخفیف ورکول(په لومړي ځل دومره ډېر تخفیف).

د- پر دې اساس، د مشتریانو په کمېدو سره، هغه مشتریان چې د روسیې په نفتو مشارکت کوي، د روسیې ونډه له بازار څخه ترلاسه کوي.

۵- د سعودي عربستان لخوا د ۲۰۲۰ م کال د مارچ په ۶ مه د اوپیک پلس له ناکامې ناستې څو ورځې وروسته دغه اقدامات اعلان شول، چې ورسره د تیلو د بیو ۱/۳ برخه راټیټې شوې. دا په ۱۹۹۱ م کال د فارس د خلیج له جګړې وروسته لومړی ځل دی چې د تیلو بیې د خپلې دریمې برخې په اندازه ټیټېږي. سعودي عربستان په داسې حال کې د بازار د ونډو د ډېرښت پر موخه د تولید د زیاتوالي اعلان وکړ چې د کرونا ویروس خپرېدل خپله په بازار کې د تقاضا پر پرتله د عرضې د زیاتوالي سبب شوی. له هغه وروسته د خامو تېلو د هر بېرل بیه له ۲۲ سلنه کمښت سره ۳۷.۰۵ ډالر او له ۳۱ سلنه کمښت سره ۳۱.۰۲ ډالر ته راښکته شوه، چې دا  د ۲۰۱۶ م کال د فیبروي له ۱۲ مې وروسته تر ټولو ټيټه کچه ده... (رویټر ۲۰۲۰/۳/۹)

(دغه خام تېل په شمالي بحر کې د تېلو له ساحو څخه اخیستل شوی) برنټ کروډ د خامو تېلو او Forties, Oseberg and Ekofisk ګډ ترکیب دی، چې د نړۍ د تېلو د ۲/۳ برخې د تولیداتو د بیو د ټاکلو د معیار په توګه استفاده کېږي او د لېږد د لګښتونو په نظر کې نیولو وروسته په ځانګړې توګه په اروپایي او افریقایي بازارونو کې د بیو د مناسبوالي په صورت کله امریکا او کله هم افریقایي هېوادونو ته استول کېږي. برنټ کروډ په لندن کې د انټرکانټینیټل تبادلې مارکېټ کې معامله کېږي. سعودي عربستان د ۲۰۲۰م کال د اپریل له لومړۍ نېټې وروسته د دغو ګامونو په پورته کولو سره د تېلو بیې ټیټې کړې دي او  د مارچ په اخر کې له اوپېک پلس سره د روسیې له تفاهم وروسته په بازار کې د تقاضا پر وړاندې د عرضې اندازه زیاته شوې، چې د برنټ په پرتله د تېلو بیې د اپریل په میاشت او د ۲۰۲۰ م کال د اپریل تر ۲۰ مې وړاندې نیژدې د ۳۰ ډالرو په اندازه ښکته راغلې دي.

۶- په حقیقت کې د سعودي دغه نوې پالیسې د امریکا پالیسي وه چې پر روسیه باندې د فشار اچولو په موخه شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په واشینګټن کې د تېلو د سقوط لپاره په امریکا کې د تقاضا د نوو ابعادو په نظر کې نیولو لپاره چې د کرونا ویروس د ناورین له امله پېښ شوي وو، ورامنځته شوه. دغو دوو ټکو ته په کتو (د امریکا تر فشار لاندې د عربستان پالیسي او د تېلو د تقاضا د بېړني سقوط) له لارې ټرمپ پرته له دې چې د خپلو د تېلو شرکتونه خوندي والی په نظر کې ونیسي پر روسیه باندې تخریبي ګزارونه وکړل. په بل عبارت امریکا فکر نه کاوه چې د دوی پلان به د تېلو بیې په دومره لوړه کچه راټيټې کړي، خو دغو دوو فکتورونو په ګډه د تېلو بیې هغې اندازې ته راټیټې کړې چې تمه یې نه کېدله. د روسیې پر وړاندې د امریکا (سعودي) تګلاره او د نړۍ د تیلو د تقاضا دوامداره کمښت، د امریکايي تګلارې په ترتیب کولو کې دومره څرګند نه و. په امریکا کې د تېلو د شېل شرکتونو باندې فشار ډېر شوی دی. د ۲۰۲۰ م کال د اپریل پر ۲ مه نېټه د وېټینګ پترولیم شرکت خپل افلاس اعلان کړ او ددې ترڅنګ د تېلو نور ۱۰۰ شېل شرکتونه د افلاس پر څنډه ولاړ دي، ځکه چې په بازار کې د تېلو بیې د تولید د لګښت څخه ټیټې دي، د هر شېل شرکت د هر بېرل حاشیي لګښت ۳۵ ډالره دی (Arab Markets website, 11/3/2020). د The Independent Arabic د ۲۰۲۰م کال د اپریل د ۲۴ مې د راپور له مخې د غربي تکزاس د تېلو تحویلي د پنجشنبې پر ورځ ۲۰۲۰ م کال د اپرېل پر ۲۳ مه د جون تحویلي ۱۵ ډالره او د سیپټمبر تحویلي شاوخوا ۲۷ ډالره وه او د ۲۰۲۰ م کال تر اخره پورې ټول راتلونکي قراردادونه تر ۳۰ ډالرو ښکته دی او همدغې د شېل پر شکتونو باندې فشار ډېر کړی دی.

۷- د کرونا ویروس د خپرېدو په وجه د امریکا د تېلو صنعت له خطرناک حالت څخه تېرېږي. امریکا څو ځله د سعودي او روسیې ترمنځ د خپلې مداخلې نیت اعلان کړی، ترڅو دوی د تولید بندولو ته وهڅوي. د امریکا ولسمشر له خپل روسي سیال څخه د خبرو اترو غوښتنه وکړه او د روسیې ولسمشر هم له سعودي سره نه بلکې له امریکا سره د تېلو پر بیو باندې د خبرو لېوالتیا درلوده. ټرمپ له سعودي سره هم په اړیکه کې و، هغه وویل: «موږ له ولسمشر پوتین سره ګټورې خبرې اترې درلودې.له ولیعهد سره مو هم ګټورې خبرې درلودې.» (یورو نیوز1/4/2020)

په مجموع کې ویلی شو چې امریکا د تېلو د تولید د کمولو په موخه د تاریخ تر ټولو لوی تړون، (په ورځ کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه بېرل) د روسیې-سعودي تړون سپانسر کړی دی. د اوپېک غړي او د دوی متحدین هغې معیاري هوکړې ته ورسېدل چې په سبب یې د تقاضا په کمېدلو سره د تېلو تولید ۱۰ سلنه کمېږي. هغه څه چې تر اوسه تائید شوي دی، هغه دادي چې اوپېک او د هغوی متحدین به د تېلو تولید په ورځ کې ۹.۷ میلیونه بېرله کموي (بې بې سي ۲۰۲۰م کال د اپریل ۱۲ مه). دا تړون به د ۲۰۲۰ م کال د مې له لومړۍ نېټې څخه پلی کېږي او تر دوو میاشتو به دوام کوي، ترڅو لاسلیک کوونکي هېوادونه د نړیوالې تقاضا واقعیت درک او د راتلونکي ګام اخیستلو لپاره مناسبه پرېکړه وکړي. دا یوه لنډ مهاله پرېکړه ده، چې د جون میاشتې په پای کې د تېلو نړیوالې تقاضا د لوړوالي انتظار باسي. په هر حال، دغه حالت دا په ډاګه کوي چې د تېلو د بیو ناورین دومره ژور تللی چې د دغه لوی توافق پر ترسره کېدلو سره هم په بازارونو کې د تېلو په بیو کې د ډېر کم زیاتوالی سبب نه دی شوی، خو د برانټ نرخ د ۳۰ ډالرو په انداره ښکته شوی. دغه حالت دا څرګندوي چې ۳۰ میلیونه بېرلو نړیواله ورځنۍ تقاضا ټېټه شوې ده او په ورځ کې د ۱۰ میلیونه بېرلو تولید کمښت کومه مرسته نه شي کولی!

درېیم:  درېیمه خبره د امریکا د تېلو ذخیره ده. په امریکا کې د تېلو دوه ډوله ذخیرې موجودې دي، لومړی د دولت سټراټیژیکې ذخیرې دي او دویم د شرکتونو ذخیرې. د دوو نورو شرحو او خبرو ترڅنګ دغې شرحې هم د تېلو د ناورین په ژورولو کې خپله ونډه ادا کړې ده، چې یوه برخه یې په سټراټيژیکو زېرمو پورې تړلې او بله برخه یې د لوېدیځ تګزاس په تیلو پورې تړلې ده، چې په لاندو ټکو کې روښانه کېږي:

۱- د امریکا سټراتژیکې ذخیرې چې معمولا تر ځمکه لاندې دي او د ناورین د له منځه وړلو په موخه تېل ذخیره کوي او ډېری هېوادونو  په ۱۹۷۳ م کال کې د انرژۍ د نړیوال سازمان په وړاندیز په جګړه کې د تېلو د کړکېچ یا ناورین له امله جوړ کړي دي. د تېلو هر اصلي مصرف کوونکی هېواد خپل د تېلو ټانکونه لري چې د تېلو د پرې کېدلو په صورت کې د ۳۰-۹۰ ورځو پورې د خپلو تېلو اړتیا پوره کولی شي.

۲- په ۱۹۷۵ م کال کې د امریکا کانګریس یو قانون تصویب کړ چې فدرالي حکومت اړ کوي ترڅو د اړتیا وړ اندازه تېلو د ذخیره کولو لپاره سایټونه رامنځته کړي چې د تېلو د عرضې د پرې کېدلو په صورت کې ترې استفاده وشي. د امریکا د تيلو د ذخیره کولو سایټونه د تکزاس او لوییزیانا ایالت په څنډو کې موقعیت لري او دولت یې د ساتنې مسؤلیت پر غاړه لري. په ۲۰۰۹م کال کې یې ظرفیت تر ۷۲۷ میلیونه بېرلو پورې رسېده. د فدرالي حکومت د ذخایرو سربېره د امریکا هغه شرکتونه چې د انرژۍ په برخه کې کار کوي، هم د تېلو د ذخیره کولو سایټونه لري چې په مجموعي ډول د فدرالي دولت د ذخایرو سره مساوي دي. د دغو شرکتونو ټانکونه د امریکا په ترټول لوی ایالت تګزاس کې په لوی شمېر شتون لري، په دغه ایالت کې له اوږدې مودې را په دېخوا تېل تولیدیږي او د لوېدیځ تګزاس د خامو تېلو په نوم مشهور شوي. همدارنګه په ګاونډي اوکلاهوما ایالت کې هم ذخایر شته او د تګزاس تیل له همدغه ځایه د امریکا د اصلي ځمکې ژورو ته لېږل کېږي.

۳- د نفتو د بیې له تېر ځل 6/3/2020  ټېټېدو او د سعودي او روسیې تر منځ د بیې پر سر جګړې سره، ډېرو هېوادونو، په ځانګړي ډول چین او امریکا د خپلو سټراټېژیکو زېرمو ډکول پیل کړل او ټرمپ دغه وخت له ټیټو بیو خوشاله و. امریکا له سعودي او نورو هېوادونو څخه په ارزانه بیه نفت وپېرل او مخکې له دې چې «توره دوشنبه» راورسېږي، د تګزاس ټانکونه که ټول نه وو، خو تر ډېره حده ډک شول. په دې توګه د نفتو د ذخیرو ستونزه لا ډېره شوه، ذخیرو ته د نفتو استخراجول –په داسې حال کې چې پلورل کېدل نه- په یوه پېچلې موضوع بدل شول، په ځانګړي ډول په تګزاس کې د نفتو د تولیدوونکو لپاره د ذخیرو د کانالونو بندول یوه حللاره ښکارېده.

۴- په دې توګه د امریکا د نفتو سټراټېژیکې ذخیرې په لوړه فیصدۍ ډکې شوې، د نفتو له ټانکرو څخه د ذخیرو د اسانتیاوو په توګه کار واخستل شو او د ذخیرو ستونزه یې لا لویه کړه، ځکه چې د لوېدیځ تګزاس د ذخیرو اسانتیاوې د تګزاس تر شمال، د اوکلاهوما ایالت تر کشېنګ سیمې پورې، چې د عرضه کولو یا پیل ټکی دی، اوږدې شوې، له بلې خوا تصفیه‌خونو خپل کار د تقاضا د کمښت په وجه کم کړ (الجزیره نېټ، ۲۰۱۲/۴/۲۰)، د کشېنګ سیمې د ذخیرو د ظرفیت لوړ حد ۷۶ میلیونه بېرله دی. د نفتو قراردادیان کولی شي دغه نفت د قرارداد له لاسلیک څخه وروسته تر هغه چې د امریکا له لویې وچې یې خپلې سیمې ته وړي، په دغو ذخیرو کې وساتي، خو څه وشول:

 [د اوکلاهوما ایالت په کشېنګ سیمه کې، چېرته چې د تګزاس خام تېل ذخیره کېږي، موجوده ظرفیت پنځه میلیونه بېرله لوړ شوی او اعظمي حد ته نیږدې دی. د امریکا د سونګ موادو او تصفیه شوو تولیداتو ذخیرې هم لوړې شوې، په داسې حال کې چې اونیز مصرف یې له یوه کال راهیسي تر ۲۵ سلنه ډېر ټیټ شوی. (رای الیوم, 25/4/2020)]. نو ویلی شو چې د نفتو د بیو د پرلپسې لوېدلو اصلي او لومړنی سبب په بې ساري ډول په نړیواله کچه د تقاضا کمېدل دي، کابو ۳۰ سلنه، یعنې هره ورځ شاوخوا ۳۰ مېلیونه بېرله. دا چې پر روسیې د امریکا-سعودي د فشار راوړلو پالیسي د تقاضا د بحران په وخت کې نه، بلکې یوازې په عادي حالت کې کار ورکوي، دا کار د نفتو په بیه کې د لویې ستونزې سبب شوی.

څلورم: دغو ټولو د لوېدیځ تګزاس نفت اغېزمن کړل. د اوکلاهوما د ذخیرو اسانتیاوې ډکې شوې وې او له ډېرې لوړې بیه پرته نور د ذخیرو لپاره ځای نه و، هغه قراردادونه باید په هر قېمت چې وي، تنظیم شوي وی. د دې پایله دا شوه چې په 20/4/2020 نېټه «توره دوشنبه» او د لوېدیځ تګزاس د نفتو بحران راغی، هر بېرل نفت په منفي ۳۷ ډالر وپلورل شول او د امریکا د اسهامو په بورس کې معامله کوونکي له لوی زیان سره مخ شول. څه چې دغه ټکي ته ارزښت ورکړ او وضعیت یې لا خراب کړل، موږ یې پورته یادونه وکړه؛ دا په کشېنګ کې د ټانکرونو ډکېدل وو، کله چې ذخیرې خپل اعظمي حد ته ورسېدې – دا کار ډېر کم پېښېږي- د ذخیرو بیه لوړه شوه او په دې سبب چې د نفتو د مصرف په اړه لرلید د روان تړلي اقتصاد به سبب لا له شکه ډک و، په کشېنګ کې د ذخیرو بیه ډېره لوړه شوه او د مې میاشتې د نفتو پر قراردادیانو د فشار بل فکټور شو. دوی هڅه وکړه چې په هره بیه وي، ځان ترې خلاص کړي، نو د هغو قراردادونو بیې لسو ډالرو ته راښکته شوې، بیا پنځو ته او ان په یوه ډراماټیکه صحنه کې تر صفره ښکته شوې، بیا له صفره هم ښکته شوې، تر ټوله ټیټه بیه یې ان تر منفي ۳۷،۶ را ښکته شوه، په دې منځ کې لویه حیرانتیا د حاملینو او د سهامو د بورس معامله کوونکو لپاره وه. د لوېدیځ تګزاس د نفتو لپاره په 20/4/2020 نېټه د «تورې دوشنبې» بحرانونه داسې پېښ شول، دا یې عاملونه وو چې سره یو ځای شول او بحران ترې وزیږېد. دغه ناورین د ټرمپ هغه خوشالي لرې کړه چې په 12/4/2020 نېټه یې د روسیې او سعودي تر منځ د اوپېک پلس هوکړه‌لیک پر وخت ویلي وو: « دا به په امریکا کې سلګونه زره دندې رامنځته کړي. زه د روسیې ولسمشر، پوتین او د سعودي پاچا، سلمان بن عبدالعزیز ته مبارکي وایم او مننه ترې کوم». د ټرمپ خوشالي ریښتینې نه وه، ځکه چې په داسې ناوړه لار د بیو ټېټېدلو یوازې په امریکا کې نه، بلکې په ټوله نړۍ کې لویه وېره پیدا کړې وه. کله چې اقتصادي بحرانونه راورسېدل، دغو خبرو یې نیږدې وو چې انفجار وکړي!

د یادولو ده چې د لوېدیځ تګزاس منځني نفت د امریکا د نفتو له سیمو استخراج شوي، له تګزاس، لوييزیانا او شمالي ډاکاټا؛ بیا د پایپ لین په وسیله د اوکلاهوما کشېنګ ته د ارایې لپاره انتقالېږي او د لوېدیځ تګزاس منځني خام تېل د New York Mercantile Exchange (NYMEX) په واسطه چې د Chicago Mercantile Exchange (CME) اړوند دی، سوداګري پرې کېږي.

پنځم: له بل لوري، د کرونا ویرویس د بحرانونو له پیل راهیسې امریکا د ملاتړ، ژغورنې او انګېزې لپاره پلانونه ونیول او دا نور پلانونه یوې خواته شول، لومړی یې د ۸،۳ بېلیونو ډالرو په ارزښت د بېړني مصرف یو کوچنی پلان دی چې د روغتیايي پروګرامونو ملاتړ وکړي او دا وړتیا ورکړي چې په امریکا کې د کرونا وبا له خپرېدو جوړ راووځي. وروسته له دې چې کرونا ویروس  له روغتیايي سکتور بهر اقتصاد ته ضربه وروسوله، [امریکا متحده ایالاتو د سود کچه کابو تر صفره راښکته کړه او د ۷۰۰ بېلیونه ډالرو په ارزش انګېزشي پروګرام یې پیل کړ، دا دې لپاره یوه هڅه وه چې اقتصاد یې د کرونا ویروس له اغېزه وساتي. (BBC, 16/3/2020)]، بازارونو په نغدو ډالرو راکړه ورکړه ډېره شوه چې د نغدو پیسو له کموالي سره مخ شول. بیا یې په 27/3/2020 د ۲،۲ ټرېلیونو ډالرو انګېزشي پلان ونیو چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی پلان دی، ډېره برخه یې د هغو شرکتونو د پور اخیستو ته ځانګړې شوه چې ورشکستګۍ ته نیږدې وو. ضمناً [ د امریکا مرکزي بانک وختي اعلان کړی و چې لږ تر لږه د ۵۰۰ بېلیونو ډالرو ارزښتمن اسناد او تر ۲۰۰ بېلیونو ډالرو د ګرو د پشتوانې اسناد اخلي. د دغه بانک سیسټم همداراز اعلان کړی و چې یو داسې پروګرام جوړوي چې په نوو مالیاتو کې تر ۳۰۰ بېلیونو ډالرو پورې برابرولی شي، دا مامورینو، مصرفوونکو او کمپنیو ته د کرېډېټ له بهیر څخه د ملاتړ هڅه ده. (Traders (App), 24/3/2020)]. اټکل شوی چې په امریکا کې به پر کرونا د اخته کسانو د درملنې لګښت بې خي زیات وي او د بیمې کمپنۍ به له ماتې سره مخ کړي، که څه هم کمپنۍ ډېرې لویې دي. امریکا همداراز د خپلو خلکو له بېکاریو ځورېږي، د کرونا ویروس په بحران کې شاوخوا ۳۰ میلیونه امریکایان بې دندو شول او په هغو کمپنیو کې یې چې کار کاوه، له ډېر ناوړه حالت سره مخ شوې او بېرته یې کارونو ته ورتګ دومره ژر شونی نه دی. دا زیات شمېر له دې منعکسېږي چې د دولت د مرستو لپاره بېکاره امریکایانو غوښتنه کړې او دا بحران لا روان دی. که دا هېواد له ستونزو په همدې لارو تښتي، پولي واحد یې ښایي په وحشتناکه توګه راولوېږي، دا کار به هم امریکا زیانمنه کړي او هغه هېوادونه او خلک چې راکړه ورکړه یې په ډالر ده.

شپږم: دې بحران یوازې پر امریکا نه بلکې پر نورو هېوادونو هم اغېز کړی او بې رحمانه یې ځپلي.

۱- دا چې د اروپا حالت تر امریکا ښه نه ده، د کرونا ویروس اغېزې د اقتصادي اغېزو تر څنګ د هغې سیاسي جوړښت له ګواښ سره مخ کړی. په ایټالیا، فرانسه، هسپانیه، جرمني او بریتانیا کې د بحران نښې ښکاره دي. د فرانسې ولسمشر ماکرون د ۲۰۲۰ م کال د مارچ په ۲۶مه په مطبوعاتي کنفرانس کې د ټلیفوني اړیکې له لارې ګواښ ورکړ چې «د کرونا ویروس د بلاک مرکزي ستنې د ړنګېدو له ګواښ سره مخ کړي» هغه وویل: «څه چې مهم دي د اروپایي پروژې ساتل دي ... له هغه ګواښ سره چې موږ مخ یو د شېنګېن مړینه ده. (Russia today، ۲۰۲۰ د اپرېل ۲۶مه؛ رویټرز ۲۰۲۰ د مارچ ۲۷مه)». د جرمني لومړۍ وزیرې مېرکل وویل: «زما په اند اروپایي ټولنه له خپل پیدایښت راهیسې تر ټولو لویې ازموینې سره مخ ده... مهمه خبره دا ده چې بلاک د ویروس له امله رامنځته شوي اقتصادي بحران څخه اغېزمن شوی» ... (رویټرز ۲۰۲۰ د اپرېل ۷مه). د هسپانیې لومړي وزیر پېډرو سانچېز د ۲۰۲۰ د اپرېل په ۵مه وویل: «اوسني حالتونه استثنايي دي او بېړنی موقف غواړي. که موږ د دې ننګونې پر وړاندې بریالي شو او که پاتې راشو...» (German Frankfurter Allgemeine، ۲۰۲۰ د اپرېل ۵مه). د اروپايي ټولنې مشرانو د ۲۰۲۰م کال د اپرېل په ۲۳مه په خپله ویډیويي ناسته کې پر یوه ۵۰۰ بیلیونه یورویي بېړنۍ مرسته هوکړه وکړه. خو د نورو مرستو جنجالي مسلې یې تر اوړي پورې وځنډولې. هغوی د مالي مرستې او د کرونا ویروس ګډو ټولګو رامنځته کولو په هکله خبرې وکړې. خو جرمني، هالند، اتریش او فنلنډ د دې ګډو ټولګو له رامنځته کولو سره مخالفت وښود او دا مالي مرسته یې رد کړه. فرانسې، ایټالیا او هسپانیې له دې پروژې ملاتړ وکړ او تر ټولو اغېزمن هېوادونه دي. د جرمني ردول په دې دلیل دي چې هغه غواړي چې په خپل نامه پور ورکړي چې دا هېوادونه نوموړي هېواد ته پوروړي وي او جرمني وکولای شي نور اروپایي هېوادونه کنټرول کړي.

۲- د چین په اړه، نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې « د نړیوال اقتصاد شاته تګ د چین پر اقتصادي وده هم اغېز ښندي، د دوی اقتصادي وده په تېر ۲۰۱۹م کال کې له ۶،۱٪ څخه سږ کال ۲،۳٪ ته راټیټه شوې» (Alhurra.com/usa 10/4/2020) . دغه پاڼه د چین د مرکزي بانک د یوه چارواکي په حواله وايي: « دی وايي، بیجینګ روان کال د اقتصادي ودې لپاره ټارګېټ نه دی ټاکلی، ځکه چې له ګڼو احتمالاتو او شکونو سر مخ دی». Economic Daily Newspaper ورځپاڼه د چین د خلکو بانک د پیسو د پالیسۍ کمېټې د یوه غړي، ما جون له خولې لیکي: « سخته به وي چې ۶ سلنه ودې ته ورسېږو». دی زیاتوي: « د یوه ټارګېټ ټاکل له ویروس سره په مخ کېدو کې رسمي اندازه محدودولای شي».

۳- د روسیې په اړه، دا نفتو او ګازو په ۶۰ سلنه صادراتو پورې اړه لری. نفت د روسیې د اقتصاد لپاره بیخي ډېر اړین ګڼل کېږي، خو دوی زیان پکې کړی او د روسیې پولي واحد، روبل هم اوس په ډېر ناوړه حالت کې دی، روبل تر دې کچې راټيټ شوی چې د نفتو د بیې له جګړې وروسته یو ډالر ۷۹ روبله کېږي. رویټرز خبري اژانس د روسي بانک په حواله رپوټ ورکوي چې: « که د یوه بېرل نفتو بیه له لسو ډالرو ټیټه شي، د ناخالصو داخلي تولیداتو کچه ۱۵٪ کمېږي».

اووم: د پانګوال نظام ناکامي نوره هم ښکاره شوه، دا ایډیالوژي د کرونا ویروس له بحرانونو سره په مقابله کې ناکامه ده، په هېوادونو کې یې ځانغوښتنه پیدا شوې، دا وضعیت د دوی له خپله لاسه دی او اوس یې سمولی هم نه شي؛ یوازینۍ لار چې د اسلام ځواکمنه، توانمنده او سمه ایډیالوژي تاسیس کړو. دا د اسلامي امت لپاره یو فرصت دی چې بیا راولاړ شي. که څه هم د امت د خوښځت پر وړاندې د دوی نظامونه او د دغو نظامونو ملاتړ کوونکي ولاړ دي، د دوی حکام له اسلام سره پر دښمنۍ ولاړ دي او له لویو استعماري دولتونو سره اړیکه لري.

امت یوې مخلصې او ریښتینې رهبرۍ ته اړتیا لري چې د ریښتیني اسلام مطابق یې رهبري کړي. حزب التحریر هغه مخکښ دی چې خپلو خلکو ته درواخ نه وايي، ورسره یو ځای شئ او په صداقت کار ورسره وکړئ.

(وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ)

ژباړه:« الله به هرو مرو د هغو کسانو مرسته وکړي چې له هغه (سبحانه و تعالی) سره مرسته کوي، الله ډېر زورور او بلاسی دی »[حج: ۴۰]

ګرانو وروڼو او خویندو، دا پېښه ښیي چې نړیوال نظم به له کرونا ویروس وروسته د پخوا پشان نه وي. هغه هېوادونه چې ځان ورته د ځمکې پر سر خدایان ښکاري؛ د هغه څه خلاف قوانین جوړوي چې الله سبحانه و تعالی یې پر خپل پیغمبر صلي الله علیه وسلم نازل کړي؛ ریښتیا، دروغ او دروغ، ریښیا کوي؛ دوی د یوه داسې کوچني مخلوق پر وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلې چې په ډېره سختۍ په سترګو لیدل کېږي، همدغه کوچني مخلوق دوی پر ځمکه راویشتلي، مبارزه نه شي ورسره کولی، دوی لا هم د خپلې بې عدالتۍ په تیاره کې لوېږي، تر هغه چې د الله القوي العزیز دغه کلام پرې ولګېږي:

(وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً)

ژباړه: « او اعلان وکړه چې؛ حق راغی او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونکی دی»[اسراء :۸۱]

د خلافت نور به بیا ټوله نړۍ روښانه کوي او په ټوله نړۍ کې به خیر او نېکي خورېږي.

(وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً)

ژباړه: «... او دوی به د سر په خوځولو پوښتنه وکړي: ښه نو دا به کله وي؟ ورته ووایه: ولې حیرانېږئ؟ دا وخت نیږدې راتلونکی دی »[اسراء : ۵۱]

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې