پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د کورونا ویروس پایلې
بسم الله الرحمن الرحيم
د کورونا ویروس پایلې

(ژباړه)

پوښتنه:

چين په لومړي ځل د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۴مه نېټه په ځانګړي توګه په ووهان ښار کې پر کورونا د لسګونو خلکو د اخته کېدو خبر ورکړ او د دې ویروس نوم یې کويد ـ۱۹ کېښود،  وروسته په تلو تلو کې یې نږدې د نړۍ ټول دولتونه ونیول. ډېرو دولتونو خپلې پولې وتړلې او په تګ راتګ یې بندیز ولګولو. وروسته د جمعې او جماعت پر لمونوځونو هم د بندیز خبر ورکړل شو. دغه ناروغۍ نړیوال اقتصاد  ته ټکان ورکړ او امریکا او چین پر یو بل د تورونو لګول پیل کړل.

کومې پوښتنې چې مطرح کېږي هغه دا دي چې د دغه ساري ناروغۍ سرچینه څه شی ده؟ پر نړیوال اقتصاد یې عملي اغیزه څه ده؟ د دغه ناورین د درملنې سمه لاره کومه ده او دا چې ایا روا ده چې د جمعې او جماعت پر لمونځونو باندې د دغه ناروغۍ له امله بندیز ولګېږي؟

ځواب:

د دغه ناروغۍ انګریزي نوم (Crown)دی چې په پښتو کې «تاج» ورته ویل کېږي، په دې دلیل سره چې میکروسکوپي شکل یې تاج ته ورته دی. دغه ناروغۍ په ۱۹۶۰م کال کې د فېريدي کورونا په نوم کشف شو. په ۲۰۰۳م د همدې کورنۍ څخه یو بل ویروس د سارس په نوم په هانکانګ سیمه کې ښکاره شو چې ۸۴۲۲ کسان پرې اخته شوي و چې له دې ډلې ۹۱۶ کسان مړه شول. په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵م کې له هغوی څخه نوي سلولونه ښکاره شول، په وروسته کلونو کې، په ځانګړي ډول په ۲۰۱۲م او ۲۰۱۴م کې هم بېلا بېلې بڼې راڅرګندې شوې؛ خو په لږ توپیر سره په ځینو سیمو کې. بلاخره یو ځل بیا د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په لومړیو کې و د چین په ووهان ښار کې چې له سارس ویروس سره یې ۹۶٪ ورته والی درلود راڅرګند شو. د هغه نوم یې (۲۰۱۹ کورونا» کېښود او په لنډه توګه په ۲۰۱۹م کال کې د پيدایښت له امله یې کويد ـ ۱۹ بولي. لومړني کسان چې پرې اخته شول په ووهان ښار کې هغه کسان وو چې  په ځانګړي ډول د بحري او حیواني خوړو پر پېر او پلور بوخت وو او وروسته د چین ډېرو ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدول شو. دغه ویروس د تاج لرونکي شب پرک ویروس ته ورته دی چې دا خپله ښيي چې ډېر احتمال لري دا ویروس د شب پرک حیوان له امله رامنځته شوی وي. پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو مړینه په تلو تلو کې ډېره شوه، پر دغه ویروس ډېری اخته کسان په چین کې وو چې شمېر یې له ۸۱۱۹۳ کسانو زیات شو، او همداسې یې د مرګ ژوبلې شمېر له ۳زرو څخه ډېر شو. له چین څخه وروسته په دې ناروغۍ د ايټالیا وروسته ایران، اسپانیا، فرانسه او امریکا خلک پرې اخته شول.  د دې ویروس د خپرېدو له امله ټوله نړۍ ډار او وېرې په سر واخیستله چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۲۴مه په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰۴زرو ته ورسېد او د دې ناروغۍ له کبله د مړو شمېر ۲۰زرو کسانو ته ورسېد (سرچینه: دویچ ویله ۲۰۲۰م کال د مارچ ۲۵مه). انتونیو ګوتیریش د ملتونو سازمان سرمنشي وویل: «که چېرته د کوید ـ ۱۹ وبا د خپرېدو مخه ونه نیول شي ښايي میلیونونه کسان ووژني» (سرچینه: یورو نیوز ۲۰۲۰م کال د مارچ ۱۹مه). په همدې دلیل سره ډېری دولتونو ښوونځي، پوهنتونونه او تجمعاتو باندې بندیز ولګولو او د تګ راتګ او همدا راز د جمعې او جماعت د لمونځونو د بندېدلو غوښتونکي شول. چې دغه بدلونونه تفصیل ته اړتیا لري:

لومړی: ایا دغه ناروغۍ د کوم چا له خوا جوړ شوی او یا هم لکه د نورو ناروغۍونو په څېر الهي قضا ده چې د خلکو د اعمالو له امله پر دوی راغلې ده؟

دویم: ایا پانګوال نظام دغه ستونزه په سمه بڼه حل او فصل کړې ده؟ او دا چې په داسې مسایلو کې شرعي معالجه څه ده؟

دریم: د دغه ناروغۍ «کرون» اغیزه پر نړیوال اقتصاد او د نفتو پر بیه څه ده؟

څلورم: ایا روا ده چې د دغه ناروغۍ له امله د جمعې او جماعت پر لمونځونو بندیز ولګول شي؟

لومړی: د دغه ناروغۍ پيدایښت او دا چې څوک یې تر شا لاس لري؟

۱ـ د کورونا «کوید ـ۱۹» د خپرېدلو پيل له چین څخه و او علمي او روغتیایي څېړني ادعا کوي چې له حیواناتو څخه انسان ته یې سرایت کړی دی، ځکه چې په چین کې خلک معمولاً د هر ډول حیوان، حتی خبیثه حیواناتو څخه ځان ته خواړه برابروي، ځکه چې هغه بت پرست کفار دي او د طیب او خبیث پر توپير نه پوهېږي. لکه څرنګه چې مخکې اشاره وشوه؛ رسنیز راپورونه ښيي چې د ووهان ښار د همدې خبیثه غوښو  سوداګریز مرکز بلل کېږي او همدا ښار و چې دغه ناروغي ترې پورته شوه. په دې ډول د کورونا ناروغي له چين څخه خپره شوه او وروسته د راه آهن شرکت د چیني کارګرو له خوا چې د قم ښار کې د لارې پر جوړولو بوخت وو، ایران ته ولېږدول شوه او په منځني ختیځ کې ایران د دغه ناروغۍ د خپرېدو مرکز بلل کېږي. همدا راز ايټالیا د چین له زیربنایي برخو نېولې تر لېږد رالېږد توکو پورې یې د پانګه اچونې پر مخ دروازې پرانېستې وې او راپورونه ښيي لومباردي او توسکانا دوې سیمې دي چې هلته چین ډېره پانګه اچونه کوي او په عین حال کې دغه سیمه لومباردي وه چې د تېرې فبروري میاشتې په ۲۱مه پر کورونا د اخته کس په لومړی ځل پکې وپېژندل شو او همدا سیمه تر اوسه پورې تر ټولو ډېره د اخته کسانو شاهده ده.

۲ـ امریکا، چین د دغه وبا د مخنیوي سره په مبارزه کې د پاتې راتللو او د پېدایښت پر وخت د پټ ساتلو له امله ګرم وبللو. شاولی جیان د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا دغه عمل په سختو ټکو وغندلو او د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۱۳مه یې پر خپل ټوېټر پاڼه ولیکل: «ښايي دا د امریکا پوځ وي چې د کورونا ویروس یې د چین ووهان ښار ته راوړ». (سرچینه: الشرق الأوسط د ۲۰۲۰م کال د مارچ ۱۳مه). د امریکا ولسمشر ټرمپ د د غه غبرګون له امله بیا خپل د خبرو برید وکړ او تکرار یې کړه: «نړۍ په ځانګړي ډول د نوي کورونا په اړه د چين د معلوماتو د ځنډ له امله  ستره بیه ورکوي». (سرچینه: یورو نیوز د ۲۰۲۰م کال د مارچ۱۹مه)

ټرمپ همدا راز د کورونا ویروس په هغه ټوېټ کې چې د مارچ په ۱۶مه یې کړی و «چیني ویروس» وبللو: «امریکا چې د چیني ویروس څخه ډېره اغزمنه شوې ده ډېره مرسته به وکړي، لکه د هوانوردۍ په برخه کې».

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۱۷مه داسې ځواب ورکړ: «دغه نظر د چین څېره ناسمه انځوروي، موږ سخت په غوصه یو او په شدت سره یې ردوو» (سرچینه: ننۍ روسیه د ۲۰۲۰م کال د مارچ ۱۸مه). کله چې چین د تور لګولو پر خپرېدو پیل وکړ چې د دې کار تر شا د امریکا لاس دی، امریکا د چین سفیر د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۱۳مه راوبللو او د امریکا د بهرنیو چار وزرات مسوول وویل: «له دسیسې د ډکو نظرونو خپرول ډېر خطرناک دي. موږ غوښتل چې د چین هېواد ته اخطار ورکړو چې په ټوله نړۍ کې د چین د خلکو د مصلحت لپاره به موږ د دغه اخطارونو څخه بې پروا نه شو. چین غواړي په نیوکو سره  په ځانګړي ډول د دغه وبا خپرېدل وپوښي». د شینخوا اژانس ټینګار وکړ: «هغه ګامونه چې پکن واخیستل، د میلیونونو کسانو قاطع او جدي قرنطین کېدلو په شمول، نړۍ ته یې «قیمته فرصت» ورکړ تر څو یې چمتووالی ونیسي او دا هغه څه دي چې نړیوال سازمان پر هغه اعتراف کوي» سرچینه: ننۍ روسیه د ۲۰۲۰م کال د مارچ ۱۵مه).

په دې ډول د امریکا او چین ترمنځ د Covid19 – SARS CoV2 د ویروس د خپرېدلو پر سر باندې لفظي جګړه پیل شوې ده او دواړه لوري یو بل د ویروس پر مستقیم خپرواي باندې تورنوي. که څه هم  په امریکا او چین کې پلي کېدونکو نظامونو ته پر کتلو سره دا هرڅه امکان لري اما له څېړنو وروسته هم کوم داسې ثبوت شتون  نه لري چې پر امریکا یا چین دې د ویروس جوړولو او یا نورو سیمو ته د لېږد تور ثابت کړي. دوه دلیله شتون لري:

اول: په دغو دواړو دولتونو کې دغې ناروغۍ ښه زور اخیستی:په چین کې د ذکر شوو معلوماتو پر اساس ۸۱۲۷۲ کسه پر دغه ویروس باندې اخته شوي او ۳۲۷۳ تنو نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه ارقام د چین د روغتیا د ملي کمېټې لخوا خپاره شوي. (سرچینه: ۲۰۲۰م کال، مارچ ۲۳مه)

که چېرته چین د دغه ویروس د خپرېدلو په هڅه کې وو نو لږ تر لږه خپل ځان خو یې باید د دغه ویروس پر وړاندې خوندي کړی وای.

"CNN Health" لخوا نشر شوی راپور ښیي چې دغه ویروس په امریکا کې ۷۰۴ تنه وژلي او ۵۲۹۷۶ تنه نور پرې اخته شوي دي. (سرچینه: ۲۰۲۰م کال، مارچ ۲۵ مه سي ان ان عربي)

امریکا په دغه ویروس باندې د اخته شوو کسانو د ارقامو له مخې له چین او اېټالیا وروسته دریم ځای لري. ددې ترڅنګ د وروستیو پرېکړو پر بنسټ په اوو ایالتونو کې دریمه برخه امریکایان اړ شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د  نیویارک، کالیفورنیا، الینوی، کونیتیکت او نیوجرسی څخه وروسته په لویزیانا او اوهایو کې تېره ورځ پر ګرځېدلو باندې پراخه بدېزونه  ولګول شول.  (سرچینه:الجزیره: ۲۰۲۰ م کال، مارچ ۲۳ مه)

نو که چېرته امریکا د دغه ویروس د خپرېدلو په هڅه کې وه نو لږ تر لږه خپل ځان خو یې باید ددغه ویروس پر وړاندې خوندي کړی وای.

دویم: په دغه دوو هېوادونو کې د ویروس د جوړولو ادعا سمه نه ده، ځکه هېڅ داسې ثبوت نه شته چې دا په ډاګه کړي چې دغه ویروس د په کوم لابراتوار کې جوړ شوی وي. د (nature Medicine) مجله کې راغلي: «د تاج لرونکي ویروس په جوړښت کې د موجودې جنیتیکي سلسلې د پرتلې پر بنسټ په ډاډ سره ویلی شو چې دغه تاج لرونکی ویروس په یوه طبیعي پروسه کې رامنځته شوی دی.» یاده مجله همدارنګه زیاتوي چې:«د ویروس د ملا د تیر او د ویروس د سلولي جوړښت په هکله معلومات د دغې نظریې په تایید کې پوره مرسته کوي او هر کله چې یو څوک وغواړي دا ډول ویروس په لابراتوار کې جوړ کړي نو د هغې د مصنوعي جوړېدلو نښې د ویروس د ملا په تیر کې معلومېږي.» (سرچینه: https://www.npr.org).   

دا مسله د روسیې، اروپا، اېران او ډېری اسلامي هېوادونو په څېر هر بل هېواد باندې هم تصدیق کېږي، ځکه په غالب ګمان سره دغه ټول هېوادونه له چین او یا امریکا څخه د دغه ویروس د لېږد په خاطر اغېزمن دي.

ځکه خو له هغه څه پرته چې الله سبحانه وتعالی په قرانکریم کې ورته اشاره کړې بل هېڅ دلیل نه پاتې کېږي:

﴿ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

[الروم: 41].

ژباړه: په وچه او لمده کې د خلکو د لاسونو پر عملونو سره فساد ښکاره شوی دی، نو الله سبحانه وتعالی پر دوی باندې د هغو عملونو د سزا خوند څکي چې دوی ترسره کړي دي، ښایي چې دوی رجوع وکړي.

ټول پوهېږي چې کپیټلستانو او ملګرو یې نړۍ له پراخې ګډوډۍ سره مخ کړې ده ځکه دوی له خپلې ګټې پرته بل هېڅ شي ته ارزښت نه ورکوي. د امریکا، چین، روسیې اروپا او ... حاکمان د خپل ځان او خپلو خلکو د بدبختیو اصلي عاملین دي. د بشر پر وړاندې د دوی جنایتونه بې شمېره دي، دوی د نړۍ تر ټولو بې وسه خلکو باندې، اتومي، یورانیمي او سوزونکي بمونه وکارول، دوی په وحشیانه ډول له افریقایي قبایلو څخه خپل غلامان جوړ کړل او له دوی څخه یې د خپلې بیولوژیکي او کېمیاوې ټکنالوژۍ د لابراتوار په توګه کار واخیست. د هند د سور پوستو د له منځه وړلو جګړې د دوی پر تندي باندې د بدنامۍ تور داغ دی، د اېغور د مسلمانانو پر وړاندې د چین جنایتونو ټول اسمان پوښلی، په منځني اسیا کې د مسلمانانو پر وړاندې د روسانو او صربیانو د جنایتونو ترخې خاطري لاهم تکرارېږي. دغه جنایات په ډاګه کوي چې اوسني حاکمان چې د نړۍ د ملتونو پر سر یې پښې ایښې خپله د بشریت د ټولو بدبختیو اصلي عاملین دی، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَالَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ هَؤُلَاءِ سَيُصِيبُهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَمَا هُمْ بِمُعْجِزِينَ

[الزمر: 51]

ژباړه: او بیا هغوی د خپلې ناوړه ګټې پایلې وزغملې، او له دغه خلکو څخه هم چې څوک ظالمان دي هغوی به هم ډېر ژر د خپلې ناوړه ګټې پایلې و ګالي، دوی زموږ عاجزونکي نه دي.

دویم: د دغې ستونزې د حل په اړه کپیټالېزم لا هم اشتباه کوي، ځکه اصلي نسخه شرعي حللاره ده

کپیټالېستانو او د هغوی ملګرو په دریو پړاونو کې ددغې ستونزې حلولو ته را دانګلي دي:

لومړی: د ستونزې نه په ډاګه کول:

۱. په چین کې په یو خپور شوي راپور کې راغلي چې د چین د دولت چارواکو د دغې وژونکې ناروغۍ په اړه د ۲۰۱۹ م کال د
دسمبر  میاشت څخه وړاندې خبر درلود خو دوی نړۍ د هغه له واقعیت څخه پر وخت نه ده خبره کړې، دوی د کال په وروستیو کې کله چې پر دغه ناروغۍ باندې د اخته شوو کسانو شمېر زیات شو د ویروس پر خپرېدو باندې اعتراف وکړ. یو چینایي-امریکاي خبریال "شانگ وی وانگ" تایید کړې چې چینایي چارواکو د ووهان په ښار کې د سمندري غذا د خرڅلاو بازار تر جنوري پورې ونه تاړه. دا هغه ښار و چې ویروس په کې خپور شوی وو. په دغه راپور کې همدارنګه راغلي چې ۸ کسه چینایي ښاریان د ویروس د خپراوي په پیل کې د مالوماتو په تبادله کولو سره په دې تور نیول شوي وو چې ګواکي دوی د ناموثقو مالومات په خپرولو سره له قانون څخه سرغړونه کړې ده. ده زیاته کړې چې د ووهان ښار محلي چارواکو د ستونزې په طبیعي ښودلو سره د جنوري په ۱۸ مې دودیز مراسمو ته اجازه ورکړې وه چې شاوخوا ۴۰ زره کورنۍ په کې برخه اخلي.(سرچینه: ۲۰۱۰م د فبرورۍ ۱)

۲. چینایي چارواکو خپل خلک د یاد ناروین څخه بې خبره ساتلي وو، دوی هغه وخت خبر شول کله چې بیجینګ یاده مسله د دسمبر په ۳۱ مه د نړۍ روغتیاي سازمان ته وړاندې کړه. د چین حکومت په هغه وخت کې وویل: کولی شي د دغې ناروغۍ درملنه وکړي او هغه کنټرول کړي. د جنوري په ۲۳ مه  چارواکو د ووهان ښار وتاړه او پرېکړه یې وکړه چې هېڅ کس د تګ راتګ اجازه نه لري. (سرچینه: مصراوی ۲۰۲۰ م کال د مارچ ۲۳ مه)

دویم: قرنطین او جزیی محدودیت:

۱. «د متحده ایالتونو د عامې روغتیا مسوولینو د شنبې پر ورځ د کورونا ویروس نوې اته پېښې ثبت کړې. د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د هغو کسانو لپاره ځانګړی ځای چمتو کړي چې له بهر څخه راځي او حالت ته یې په کتو سره باید قرنطین شي. د ووهان ښار او ټول هوبي چې د چین په منځ کې موقعیت لري او ویروس پکې ښکاره شوی عملا قرنطین شو»(سرچینه: اسکای نیو عربی ۲۰۲۰ د فبرورۍ ۱۲مه)

۲. د امریکا د نیویارک ایالت مشر اندروکومو وویل: « موږ په قرنطین کې یو. هغه ټینګار وکړ چې تر ټولو شدید ګامونه به واخیستل شي. په نیویارک، کالفورنیا، نیوجیرسی او ایلینوی کې په قرنطین سره اوس مهال ۸۵ میلیونه کسان په خپلو کورونو کې قرنطین دي. یوازې پلورل او پېرل استثنا دي». (سرچینه: دویچ ویله ۲۰۲۰ د مارچ ۲۱مه)

دریم: په کورونو کې پاته کېدل

« د نړۍ سلګونه میلیونه خلک اوس مهال په خپلو کورونو کې بند دي په دې هیله چې د کورونا ویروس له پراختیا څخه مخنیوی وکړي، هغه ویروس چې تر اوسه یې ۱۱۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې. د بشر په تاریخ کې دا بې ساری ګام په بېلابېلو ځایونو کې په بېلو کچو اخیستل شوی.  له ۳۰ زیاتو دولتونو کې تر ۸۰۰ میلیونه زیات انسانانو څخه غوښتنه شوې چې خپلو کورونو کې پاته شي او دلیل یې عام قرنطین یا هم توصیه او یا هم د ګرځېدلو منع کېدل دي. څرنګه چې په المان کې مسوولین په دې بوخت دي چې خلک دې ته اړ کړي چې خپلو کورونو کې پاته شي او عامه ژوند محدود کړي. ایټالیا د دې ویروس له امله په اروپا کې زیاته خساره ولیده او ۴ زره کسانو ته یې مرګژوبله واوښته او په دې لویه وچه کې دا لومړی هېواد وو چې خپل ټول خلک یې قرنطین کړل او د دې ویروس له پراختیا څخه د مخنیوی لپاره یې ګامونه اوچت کړل. ایټالیا د دې ویروس له امله په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۲۷ کسانو د مرګژوبلې له اعلان وروسته ټول تفریحي ځایونه د اونۍ د رخصتۍ په پای کې په بشپړه توګه بند کړي. نور محدویتونه هم لګوي چې خلک په کورونو کې پاته شي.» (سرچینه: دویچه ویله ۲۰۲۰ د مارچ ۲۱مه)

دې درېیو معالجو ته په کتو سره په ډاګه کیږي چې ستونزه نه حل کوي او اقتصادي لړۍ لا د ناکامۍ پر لور بیایي او د دې ناروغۍ حجم او همداسې د خلکو د رنځ او درد څو برابره زیاتوي څرنګه چې له داسې حالتونو څخه په پانګوالۍ ټولنو کې ډېر معلومات غوږو ته رسیږي...

نو د دې ناروغۍ سمه معالجه هماغه ده چې د الله سبحانه و تعالی په شریعت کې وړاندې شوې او هغه دا ده چې دولت باید له هماغه لومړیو څخه دا ناروغي په جديت تعقیب کړې وی او د هغې د پیل ټکي لپاره او د مخنیوي لپاره یې اړین ګامونه اخیستي وی او نورو سیمو خپل کار ته دوام ورکړی وی.

بخاري په خپل صحیح کتاب کې له اسامه بن زید او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلَا تَدْخُلُوهَا وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا مِنْهَا»

ژباړه: کله مو چې واورېدل چې په یوه ځمکه کې طاعون رامنځته شو هغې ځای ته مه ځئ او کله چې په داسې ځای کې اوسېدۍ چې طاعون رامنځته شو له هغې څخه بهر مه ځئ.

په بل حدیث کې د بخاري او مسلم په روایت چې الفاظ یې مسلم روایت کړي له اسامه بن زید څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:

«الطَّاعُونُ رِجْزٌ أَوْ عَذَابٌ أُرْسِلَ عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَوْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ بِأَرْضٍ فَلَا تَقْدَمُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا فِرَاراً مِنْهُ»

ژباړه: طاعون هغه عذاب دی چې پر بني اسرائیل یا له تاسو مخکې ځینو کسانو نازل کېده، نو که مو واورېدل چې په کوم ځای کې رامنځته شوی، هغې خوا ته مه ځئ او که په یوه داسه ځای کې وی چې هغه ځای کې رامنځته شو له هغه مه تښتئ.

همداسې په بل روایت کې بخاري د رسول الله له مېرمن عائشه رضی الله عنه څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د طاعون په هکله پوښتنه وکړه:

«أَنَّهُ عَذَابٌ يَبْعَثُهُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَأَنَّ اللَّهَ جَعَلَهُ رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنِينَ لَيْسَ مِنْ أَحَدٍ يَقَعُ الطَّاعُونُ فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابِراً مُحْتَسِباً يَعْلَمُ أَنَّهُ لَا يُصِيبُهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ إِلَّا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ شَهِيدٍ»

ژباړه: داسې عذاب دی چې الله سبحانه و تعالی پر هر چا چې وغواړي نازل کوي او الله هغه د مومنانو لپاره رحمت جوړ کړی هر څوک چې د طاعون د راتګ پر مهال په هماغه ځای کې پاته شي او صبر وکړي او پوه شي چې د الله سبحانه و تعالی له غوښتنې پرته بل څه نه پرې نازلیږي، هغه ته به د شهید اجر ورکړل شي.

دا خپله په یوه داسې یوه دولت کې قرنطین دی چې یو وخت کې د ټولو دولتونو سردار وو، هغه متمدن او پر مختللی دولت چې مشر یې رسول الله صلی الله علیه وسلم و او نبي یې و هغه رسول چې وحی ورته کېده او اسلام به یې پرې پلي کولو او په پلي کولو کې یې ښه بېلګه و. ابن حجر په فتح الباري کتاب کې لیکلي چې عمر رضی الله عنه شام ته تللی و، کله چې «سرغ» کلي ته ورسېده هغه ته یې خبر ورکړ چې په شام کې وبا ناروغي پیدا شوې، عبدالرحمن بن عوف عمر رضی الله عنه ته خبر ورکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ بِأَرْضٍ فَلَا تَقْدَمُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا فِرَاراً مِنْهُ»

ژباړه: کله مو چې واورېدل چې په یو ځای کې رامنځته شوی هغه ځای ته مه ځئ او کله چې په یو ځای کې وی او دا ناروغي رامنځته شوه له هغه ځایه مه تښتئ.

عمر د دې حدیث په اورېدلو سره شام ته له تګ څخه منصرف شو او بېرته راستون شو، نو کله چې د طاعون د خپرېدو خبر یې واورېد مسلمانان یې راوګرځول.

نو دولت مسوولیت لري چې دا ډول ناروغۍ د رامنځته کېدو په ځای کې ایسارې کړي او د هغې ځای اوسېدونکي اړ کړي چې هماغه ځای کې پاته شي او د نورو ځایونو اوسېدونکي هغه ځای ته د ننه نشي. اسلامي دولت باید خپل مسوولیت په سمه توګه تر سره کړي ځکه چارې یې باید په امانت دارۍ تر سره شي همداسې د وبا ناروغیو په رامنځته کېدو سره دولت مسوول دی چې یاد شوي مسایل تر سره کړي. او مکلفیت لري چې ټولې صحي اړتیاوې، صحي خدمات او اړین درمل په وړیا توګه خپلو ټولو اتباعو ته ورکړي. روغتونونو، لابراتوارونو او نورړ بنسټیزو اړتیاوو لکه ښوونه او روزنه او د اتباعو لپاره د امنیت ټینګښت د دولت دنده ده.

په ورته مسایلو کې صحي ګامونه دا دي چې وبا ناروغي په عاجله توګه ایساره شي ناروغان یې قرنطین شي او په وړیا توګه یې درملنه وشي او سالم کسان په عادي توګه خپل ټولنیز او اقتصادي ژوند د مخکې په شان پر مخ بوزي او نه دا چې عامه ژوند ودرول شي او په خپلو کورونو کې بندیان شي او په دې کار سره اقتصادي ژوند ته ضربه ورسیږي او د بحران پایلې لا زیاتې شي.

دریم: پر نړیوال اقتصاد او د تېلو پر بیو د دغه وېروس اغېزې

پوهېږو چې د نړۍ اوسنی اقتصاد په عادي حالت او د وبا په شتون کې کمزورې وده لري، نو د نړۍ اوسنی قرنطین او محدود حالت به څه اغېز ولري؟ په دې کې شک نشسته چې دغه اقدامونه به د نړۍ اقتصادي وده په بشپړه توګه ودروي او اغېزمنه به یې کړي:

دغه وېروس د نړۍ سوداګریز حرکت له پښو غورځولی او د تېلو بیې یې ډېرې راټیټې کړې دي. همدارنګه دغه چاره د روسیې او سعودي تر منځ د تېلو د بیو لوړېدو لامل شوې ده. روسیې په دغه دلیل چې صنعت یې تر ډېره پر تېلو راڅرخي، دې ته اړه شوې چې تولید یې ډېر کړي. بلخوا، امریکا سعودي عربستان دې ته هڅولی، څو له روسیې سره د مخامخ کېدو لپاره د تېلو تولید ډېر کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ م د مارچ پر ۱۹مه روسیې ته ګواښ وکړ او ویې ویل: «په مناسب وخت کې به د روسیې او سعودي عربستان تر منځ د تېلو د بیې پر سره په جګړه کې ورګډ شم.» (سرچینه: االحره امریکا، ۲۰۲۰م د مارچ ۱۹مه)

سعودي عربستان هڅه کوي چې د امریکا د ګټو د خوندي کېدو لپاره د تېلو په بازار کې له روسیې سره جګړه وکړي، چې لومړی اقدام یې د تولید په برخه کې د دواړو لورو د هوکړې لغوه کول و؛ چې درې کاله یې دوام درلود. دغه دواړه هېوادونه په داسې حال کې په ټول وس تېل تولیدوي چې تېلو ته نړیواله اړتیا د کورونا وېروس د خپرېدو په دلیل د ټیټېدو په حال کې ده او دغه کار په روانه اونۍ کې د تېرو ۲۰ کلونو په پرتله د تېلو بیې په بېساري ډول راټیټې کړې دي.

څنګه چې د برنټ مخلوط د هرې بشکې بیه ۲۸.۷۵ ډالرو ته راټیټه شوه. که څه هم روسیه پر امریکا پورې د سعودي پر تړل کېدو خبره ده. د وسنفت شرکت ویاند میخایل لیونتیف د روسیې خبري اژانس ته وویل: «د تېلو هغه ټول کمیت چې د اوپک د څو اړخیزې هوکړې په غځېدو کې راټیټ شو، په چټکۍ او په بشپړه ډول په نړیوالو بازارونو کې د امریکا له خوا د تېلو د تولید د پارونې په وسیله جبران شو.» (سرچینه: رویټرز، ۲۰۲۰م د مارچ ۸مه)

د روسیې بازارونو په دې اړه هېڅ اقدام ونه کړ، خو سعودي عربستان د مخکنۍ هوکړې (۲.۱ میلیون بشکو تېلو د تولید ټیټېدو) د نه غځېدو او د تولید د ډېروالي پر بنسټ د روسیې پر وړاندې دغه کړکېچ نور هم پراخه کړ. څنګه چې د دوشنبې په ورځ تېلو یو پر دریمه برخه خپله بیه له لاسه ورکړه او په همدغه ترتیب په ۱۹۹۱ م کال کې د خلیج تر جګړې وروسته دا په ورځني ډول د تېلو د بیې تر ټولو ډېره ټیټېدنه بلل کېږي. په ۳۷.۰۵ ډالرو سره د برنټو پېر او پلور هم په هره بشکه کې ۲۲ سلنه ټیټوالی تجربه کړ، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې یې ۳۱.۰۲ ډالر په هره بشکه کې ۳۱ سلنه ټیټوالی تجربه کړی و؛ چې د ۲۰۱۶ م کال د فبرورۍ له ۱۲مې وروسته تر ټولو ستره ټیټېدنه وه».(سرچینه: رویټرز، ۲۰۲۰ م کال د مارچ نهمه) له دې داسې معلومېږي چې امریکا پر خپلو اسیایي مزدورانو د تېلو بیه شپږ ډالر راټیټه کړه. دا چې روسیه یو ځل بیا د «اوپک پلس» هوکړې ته د بیرته ګرځېدو هوډ لري، د بیو په ټیټېدو کې یې مېړانه ښيي. له همدې امله نړیوال اقتصاد د کورونا وېروس د خپرېدو په پایله او د تېلو د بیو د ټیټېدو په ترڅ کې سخت ټکان خوړلی او که دغه حالت دوام وکړي، نړیوال اقتصاد به وپاشل شي...

څلورمه: خو دا چې په مسجدونو کې لمنځونه وشي او که نه، باید ووایو:

د داسې ډول ناروغیو خورېدو په حالت کې د جماعت او جمعې لمنځونو په عام او بشپړه ډول پرېښودل او نه ادا کول جایز نه دي، بلکې یوازې باید پر دې ناروغۍ اخته ناروغان قرنطین شي او هغوی ته پر جماعت د جمعې او ورته نورو لمنځونو کړلو او مسجدونو ته د داخلېدو اجازه ورنه کړله شي. په ورته وخت کې د پاکوالي او نظافت لپاره جدي تدابیر ونیول شي، ضد عفوني شي او د اړتیا پر مهال له ماسک او ورته نورو څیزونو ګټه واخیستله شي.

روغ کسان دې له دمې پرته پر جماعت سره د جمعې او نورو لمنځونو ته دوام ورکړي او که اړتیا وي، روغتیایي ټیمونه دې په مسجدونو کې ځای پر ځای شي او پر کورونا وېروس اخته شکمن کسان دې معاینه کړي؛ خو په مسجدونو کې دې د روغو کسانو د جمعې او نورو لمنځونو کړلو ته له تعطیلۍ پرته دوام ورکړل شي. هغه دلیلونه چې د مسجد او د جمعې د لمنځونو په تړاو شته، د هغه تلپاتې کېدو او بندېدو ته یې هېڅ اشاره نه ده کړې. په ورته وخت کې دغه دلیلونه ښيي چې ډېری کسان باید د دغو حکمونو په ترسره کولو کې شتون ولري. جزیات به یې په لاندې ډول څرګند کړو او دا هم باید ووایو چې ځینې مسلمانان د ځانګړي حالت په درلود سره په مسجد کې له شتون څخه معاف او بښل شوي دي:

۱. د مسجد د لمانځه په تړاو باید ووایو چې فرض کفایي دی:

د مسجد لمونځ فرض کفایي دی، چې باید خلکو ته څرګند شي. ابو دردا رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی، چې هغه وفرمایل:

«مَا مِنْ ثَلَاثَةٍ فِي قَرْيَةٍ وَلَا بَدْوٍ لَا تُقَامُ فِيهِمْ الصَّلَاةُ إِلَّا قَدْ اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمْ الشَّيْطَانُ، عَلَيْكَ بِالْجَمَاعَةِ فَإِنَّمَا يَأْخُذُ الذِّئْبُ مِنَ الْغَنَمِ الْقَاصِيَةَ»

ژباړه: هر کله چې درې کسان په یوه دښته کې وي او په جماعت سره لمونځ ونه کړي، شیطان به پرې واکمن شي. تل هڅه او پام کوئ، چې په یوه ټولي کې وئ، ّځکه لېوه له رمې په پاتې مېږه او پسه پسې ځي.

دغه حدیث ابو داود له حسن اسنادو سره روایت کړی، چې د مسجد په لمانځه پورې اړه لري. د مسجد لمونځ فرض کفایي دی، ځکه ځینې مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې په لمانځه کې ګډون ونه کړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته ګواښ وکړ؛ چې کورونو ته یې اور اچوي. وروسته یې هغوی پخپل حال پرېښودل. بخاري له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ بِحَطَبٍ فَيُحْطَبَ ثُمَّ آمُرَ بِالصَّلَاةِ فَيُؤَذَّنَ لَهَا ثُمَّ آمُرَ رَجُلاً فَيَؤُمَّ النَّاسَ ثُمَّ أُخَالِفَ إِلَى رِجَالٍ فَأُحَرِّقَ عَلَيْهِمْ بُيُوتَهُمْ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَوْ يَعْلَمُ أَحَدُهُمْ أَنَّهُ يَجِدُ عَرْقاً سَمِيناً أَوْ مِرْمَاتَيْنِ حَسَنَتَيْنِ لَشَهِدَ الْعِشَاءَ»

ژباړه: قسم په هغه ذات چې ځان مې د هغه په قبضه کې دی، قسم مې کړی، چې امر ورته وکړم، څو لرګي راټول کړي، وروسته د لمانځه کولو امر وکړم. یو تن د لمانځه لپاره اذان وکړي، وروسته یو کس ته د امامت امر وکړم او زه پخپله په هغو کسانو پسې لاړ شم، چې د مسجد په لمانځه کې یې ګډون نه دی کړی. زه به د هغوی کورونو ته اور ورته کړم. قسم په هغه ذات چې ځان مې د هغه په قبضه کې دی، چې که پر دې پوه شي، چې په مسجد کې غوړې ډوډۍ ته بلنه ورکړل شوې او په دوو نېزو به ښه ښکار ورکړل شي، هغوی به هرومرو د مسجد په لمانځه کې ګډون وکړي.

نو که د جمعې لمونځ پر هر مسلمان فرض وی، نو رسول الله ص له دې خبرداري وروسته پر خپل حال نه پرېښود او په ډاډه سره ویلی شم چې موخه یې د جماعت لمونځ و، ځکه چې د ماخستن د لمانځه یادونه یې کړې ده. د جماعت د لمانځه تر ټولو لږ شمېر د امام او مقتدي په ګډون دوه تنه دی، مالک ابن حویرث په دې اړه له رسول الله څخه یو حدیث هم روایت کړی دی:

«أَتَيْتُ النَّبِيَّ أَنَا وَصَاحِبٌ لِي فَلَمَّا أَرَدْنَا الْإِقْفَالَ مِنْ عِنْدِهِ قَالَ لَنَا إِذَا حَضَرَتْ الصَّلَاةُ فَأَذِّنَا ثُمَّ أَقِيمَا وَلْيَؤُمَّكُمَا أَكْبَرُكُمَا»(مسلم)

ژباړه: زه له یوه کس سره یوځای رسول الله ص ته ورغلم، کله مو چې غوښتل له هغه صلی الله علیه وسلم څخه بېرته راوګرځو، راته ویې ویل، هروخت چې د لمانځه وخت راورسېد، اذان وکړی او په تاسو کې چې هرڅوک لوی و، هغه دې امامت وکړي. دغه حدیث مسلم روایت کړی دی.

د جماعت لمونځ له کوم شرعي عذر څخه چې د هغه په اړه به نص راغلی وي، لکه، په یخه شپه، سخت باران او له نورو استثناتو پرته هېڅکله یې پرېښودل جواز نه لري. د دلیل په اړه یې بخاري له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو حدیث روایت کړی چې فرمایي:

«كَانَ يَأْمُرُ مُؤَذِّناً يُؤَذِّنُ ثُمَّ يَقُولُ عَلَى إِثْرِهِ أَلَا صَلُّوا فِي الرِّحَالِ فِي اللَّيْلَةِ الْبَارِدَةِ أَوْ الْمَطِيرَةِ فِي السَّفَرِ».

ژباړه: هغه صلی الله علیه وسلم به چې چاته د اذان امر وکړ، نو وبه یې فرمایل: لمونځونه مو د یخې شپې یا د سفر پرمهال د سخت باران له کبله په خپلو ځایونو کې وکړئ.

۲­- د جمعې لمونځ فرض عین دی او له کوم شرعي عذر پرته یې پرېښودل جواز نه لري، چې په دې اړه ډېر دلیلونه راغلي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿إِذَا نُودِي لِلصَّلاَةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ

ژباړه: اې مومنانو! کله چې د جمعې د لمانځه لپاره اذان وشو، د الله د ذکر او عبادت پر لور بېړه وکړئ او ټول کارونه او چارې مو پرېږدئ. که پام وکړی، دا ستاسو لپاره غوره او ګټور دی.

په دې ایت کې امر پر وجوب او لازم والي دلالت کوي، ځکه چې په دې ځای کې له مباح د نهې قرینه پر جازمې غوښتنې دلالت کوي. دغه راز الحاکم په خپل کتاب المستدرک کې په صحیحین ډول له طارق بن شهاب او هغه لهابوموسی څخه روایت کوي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي:

«الْجُمُعَةُ حَقٌّ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ فِي جَمَاعَةٍ إِلَّا أَرْبَعَةٌ: عَبْدٌ مَمْلُوكٌ، أَوِ امْرَأَةٌ، أَوْ صَبِيٌّ، أَوْ مَرِيضٌ»

ژباړه: د جمعې لمونځ حق پر هر مسلمان واجب دی چې پر جماعت سره یې وکړي، بدون له څلورو ډوله کسانو څخه چې: هغه غلام چې واک یې له نورو سره وي، ښځه، ماشوم او ناروغ. حاکم وايي چې دغه حدیث د مسلم او بخاري په شرط صحیح حدیث دی.

دغه راز د جمعې لمونځ پر هغو کسانو هم واجب نه دی، چې هلته له تګ وېره ورسره وي، ځکه چې ابن عباس رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَنْ سَمِعَ النِّدَاءَ فَلَمْ يُجِبْهُ فَلَا صَلَاةَ لَهُ إلَّا مِنْ عُذْرٍ، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ وَمَا الْعُذْرُ؟ قَالَ: خَوْفٌ أَوْ مَرَضٌ»

ژباړه: چاچې د اذان غږ واورېدو او د هغه استجابت یې ونه کړ، له کوم عذر پرته د هغه لمونځ نه قبلېږي.  وویل شول، یا رسول الله! په دې ځای کې عذر څه دی؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: وېره یا ناروغي. دغه حدیث په سنن کبری کې بیهقي روایت کړی دی.

له همدې کبله د جمعې لمونځ له کوم شرعي عذر او نص پرته پر ټولو مسلمانانو فرض عین دی. دغه راز په دې اړه شرعي عذرونه هم په ښکاره ډول بیان شوي او پر هغه نور څه نه شي قیاس کېدلی؛ ځکه چې شرعي عذر هغه څه ته ویل کېږي چې په هغې اړه واضح نص موجود وي او په عبادتونو کې قیاس نه کېږي؛ ځکه چې په هېڅ نص کې د عبادت علت نه دی راغلی او چې علت نه وي، نو قیاس نه شو کولی. د جمعې د لمانځه شرط دا دی چې یوشمېر مسلمانان باید په هغه ځای کې حضور ولري، په دې اړه د د اصحابو اجماع هم دا په ډاګه کوي چې د جمعې د لمانځه ادا کولو لپاره باید یوشمېر کسان حضور ولري. د کسانو د ځانګړي شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي چې دا شمېره باید څو تنه وي، یانې هغه شمېر کسان چې یوه ډله ورته وویلی شو، او حساب یې کړو، په دې مانا چې تعداد یې ډېر وي، د جمعې لمونځ کولی شي او لمونځ یې سم دی؛ ځکه چې د طارق په مخکني روایت کړي حدیث کې د دوی ډله یا ټولی ثابت شو. دغه راز د صحابوو شمېر هم په دې اړه دلیل دی او د مشخص شمېر په اړه یې هېڅ ډول حدیث نه دی راغلی. خو دا چې ډله یا ټولی درېیو او له درېیو ډېرو کسانو ته ویل کیږي، نو له همدې کبله دوو کسانو ته ډله یا ټولی نه شو ویلی. نو له همدې کبله د دې لپاره چې د جمعې لمونځ سم شي، نو باید لږ تر لږه درې کسان چې د جمعې لمونځ پرې واجب وي، موجود وي، که دغه شمېر له دریو کسانو لږ وي، ټولی یا ډله نه ورته ویل کېږي، له همدې کبله یې د جمعې لمونځ هم سم نه دی. د جمعې د لمانځه لپاره د کسانو پر شمېر او ډله یا ټولي د صحابوو اجماع دلیل دی.

له همدې کبله د خلافت په دولت کې جمعې او جماعت لمونځ هېڅکله نه رخصتېږي، بلکې یوازې هغه کسان چې شرعي عذر ولري، ګډون پکې نه کوي او نور کسان باید پکې ګډون وکړي.

خو دا ادعا چې ښایي ټول به پر ناروغۍ اخته شي او په دې اړه هېڅ ډول تدابیر هم مخنیوی نه شي کولای، باید ووایم چې دا احتمال ډېر کمزوری دی، په ځانګړې توګه دې ته په پام سره چې د جماعت د لمانځه لپاره تر ټولو کم شمېر دوه او د جمعې د لمانځه دری تنه دی. که فرض کړو چې که دغه ډول احتمال هم موجود وي، یوازې په هماغه سیمه کې یې په اړه تدبیر اړین دی، نه په نورو ځایونو کې. له همدې کبله دغه مسئله باید په پوره غور او امانتدارۍ سره وڅېړل شي. داسې چې که په غالب ګومان تعداد یې محقق هم و، د جمعې او جماعت لمونځ نه رخصتېږي، بلکې په دې اړه پوره احتیاطي تدابیر نیول کېږي، ځکه چې احتراز د فرضو د پرېښودو په مانا نه دی، بلکې په دې مانا دی چې فرض باید ادا شي، خو په ورته وخت کې باید د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره هم جدي تدابیر ونیول شي.

په دې مسئله کې تر ټولو غوره حکم همدا و چې وړاندې بیان شو، که دولت بیا هم پرته له دې چې د غالب ګومان د تحقق په اړه د خپل توان په اندازه هڅه ونه کړي او جوماتونه بند کړي، خلکو ته جومات ته د تلو اجازه ورنه کړي، قطعاً د جومات د بندولو له کبله د لویې ګناه مرتکب کېږي. 

په پای کې باید وویل شي، تر ټولو ستونزمنه او د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د اسلامي هېوادونو حکام ګام پر ګام له استعماري کفارو تقلید کوي او د دوی لاره تعقیبوي. په دې مانا چې کله چې کفري دولتونو د یوې ستونزې او ناروغۍ په درملنه او حل کې پاتې راشي، دغه حکام هم له هغوی تقلید او پیروي کوي او که یوه حل لاره پیدا کړي، که سمه هم نه وي، د اسلامي هېوادونو خاین حکام ورته چکچکي وهي او هغه ورته شفا او په پوره مانا روغه او سمه ښکاري. دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې اوسنۍ وبا( کرونا) به په هېوادونو کې د الله د بندګانو کموالي لامل شي، داسې چې اوس نږدې ده چې د خلکو عام ژوند نور په ټپه ودرېږي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم په مسلمانانو ورته حالتونه راغلي دي. د بېلګې په توګه، د هجرت په اتم کال، کله چې مسلمانان له روم سره پر سختې جګړې بوخت وو، طاعون ناروغي راپیدا شوه. دغه راز دا امت د شپږمې هجري پېړۍ په نیمایي کې له یوې بلې بلا(شقفه) چې اوس ورته جمره وایي، مخامخ شو. هغه مهال دې ناروغې له شام څخه تر المغرب پورې ټولې سیمې ونیولې. په همدې ډول یوه بله ناروغي چې اوس هم له ډېرو جدي ناروغیو شمېرل کېږي، د خوشه یي مکورتونو( چې یو ډول باکتریاوې دي) له یوه کس څخه بل ته انتقالېږي. دغه راز مسلمانان د اتمې هجري پېړۍ په نیمایي (۷۴۹ هـ) کې په دمشق کې له یوه بل لوی طاعون سره مخ شول، خو له دې ټولو سره سره، په دغو حالتونو کې په هېڅ صورت نه د جومات دروازه وتړل شوه او نه هم خلک د جماعت او جمعې له لمانځه منعه شول، نه څوک په کورونو کې بندیان شول او نه هم بل داسې اقدام وشو. یوازې بله ناروغ او روغ کسان له یو او بل جدا کېدل او روغو کسانو د جهاد او ودانیزو کارونو په ګډون خپلې چارې پرمخ وړلې، جوماتونو ته به تلل، او د الله سبحانه و تعالی په حضور کې به یې دعاوې کولې چې خدای یې د دغه ډول ناروغیو له شر څخه وساتي. سربېره پر دې به یې د ناروع د درملنې لپاره اقدام کاوه او هغوی ته به یې ځانګړی پام کاوه. دا ده د حق لاره

﴿فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ﴾.

ژباړه: ایا له حق پرته له لارورکۍ بل څه هم شته؟

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې