جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په عراق، لبنان او ایران کې عمومي لاریونونه
بسم الله الرحمن الرحيم
په عراق، لبنان او ایران کې عمومي لاریونونه

پوښتنه:

موږ پوهېږو چې په عراق، لبنان او ایران کې په خودجوشه ډول عمومي لاریونونه د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۵مه پیل شول؛ ایا همداسې ده؟ ایا په دغو دریو واړو هېوادونو کې چې د امریکا تر نفوذ لاندې دي، د کومې اروپایي لاسوهنې مسله ده؟ ایا په دغو دریو هیوادونو کې به امریکا د خپلو مزدورانو د بدلېدو هڅه وکړي، که به حالات همداسې روان وي؟ هغه هڅه چې په سوډان او مصر کې یې وکړه، چې ځینې یې په نورمال او ځینې یې د پوځ په واسطه بدل کړل. الله سبحانه وتعالی دې اجر درکړي.

ځواب:

د دې لپاره چې پورتنۍ پوښتنې ځواب شي، اړتیا ده چې لاندې ټکو ته اشاره وکړ:

لومړی: د لاریونونو لمسوونکي لاملونه:

هو، لاریونونه په دریو واړو هېوادونو کې نژدې په يوه وخت کې را پیل شول او لمسوونکو عواملو ته يې په لاندې ډول لنډه اشاره کوو:

۱- د عراق لاریونونه: د عراق اعتراضونه د ۲۰۱۹م کال اکتوبر په لومړیو کې په پراخو لاریونو او پرلتونو واوښتل او وروسته بیا همدا لاریونونه په بغداد کې د پلونو د او نورو عمومي سرکونو د تړلو لامل شول. دا لاریونونه د هېواد د اقتصادي حالت د لاخرابوالي، په دولتي ادارو کې د اداري او مالي فساد د خپرېدو او پراخې بېکارۍ په غبرګون کې پیل شول. اعترضونه په خودجوشه ډول را پیل شول، چې وروسته بیا په ډېرو خواشینونکو اعتراضونو واوښتل او د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړ. حکومت په خپله شپاړلس کلنه دوره کې په دې ونه توانېد چې د برېښنا ستونزه حل کړي، ځوانانو او فارغ التحصیلو لپاره دندې پیدا کړي او د پراخو نفتي زېرمو په شتون کې د خلکو لوږه ختمه کړه. لاریونونو هغه وخت لا زور واخیست، چې حکومت په ځوابي عملیاتو کې ۳۵۰ لاریونوال ووژل او په زرګونو نور يې ټپیان او بندیان کړل. لاریونکوونکو د ایران پلوه ګوندونو دفترونو ته اور ورته کړ، د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۰مه یې په کربلا کې د ایران کونسلګري لومړی په ډبرو وویشتله او بیا يې وسوځوله؛ غوښتنه یې دا وه چې دا کونسلګري دې له دغه ښاره لرې شي. د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۷مه يې په نجف کې هم د ایران کونسلګري وسوځوله. د عراق حکومت دغو لاریونونو هغه مهال لا ډېر وارخطا کړ، چې په حکومت پلوه سیمو (بغداد، ناصریه، کربلا، نجف او نورو) کې لاریونونو زور واخیست. د دغو لاریونونو پایلې دومره سختې وې، چې عبدالمهدي نور د خپل واک په ساتلو کې پاتې راغی او د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۳۰مه یې استعفا ورکړه. د عراق پارلمان هم د ده استعفا د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په ۱ ومنله.

۲- د لبنان لاریونونه: د لبنان اقتصاد د بشپړې ویجاړۍ پر څنډه ولاړ دی او یا هم بشپړ ویجاړ شوی دی. د لبنان د حکومت پورونه د ۲۰۱۹ م کال په پیل کې ۸۵،۳۲ میلیارډه ډالر وو (العربيه الجدید، ۲۰۱۹/۳/۱۵). دا ډېر لوی پورونه دي، چې د لبنان د دولتي عوایدو نیمايي برخه يې په سود ورکولو لګېږي. د لبنان د ناخالص ملي تولید کچه ۱.۵۲ سلنه ده او د پورونو د سود کچه یې نږدې نیمايي دولتي بودجه کېږي (بي بي سي ۲۰۱۹/۱۰/۲۸). دغو د پانګې جرمونو د بېکارۍ کچه په هغو کسانو کې چې عمرونه یې د ۳۵ کلونو څخه ټیټ دي  ۳۷ سلنې ته پورته کړې ده (بي بي سي ۲۶/۱۱/۲۰۱۹). د دغې بشپړې اقتصادي ویجاړۍ له امله چې خلکو ته د سیاسي طبقې له لوري ورسېده، د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په ۱۷مه د واټساپ یوه پیغام د لبنان په کوڅو کې اورنه بل کړل. لاریونوالو د وکیلانو دفترونه وسوځول. په ځانګړې توګه په جنوبي لبنان، بیروت، النبطیه او صور کې له غوسې څخه ډک پراخ لاریونونه را ووتل. دوی په سملاسي ډول د حکومت د استعفا غوښتنې پیل کړې او ان د ټول لبنان د سیاسي کړیو د بشپړ بدلون غوښتنې يې کولې. له هغه امنیتي ذهنیت سره چې دولت او د هغه پلویان یې په لبنان کې لري؛ د ایراني حزب (حزب الله) پلویانو هڅه وکړه، ترڅو د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په ۲۴ او ۲۵مه لاریونوال د څلورلارو په نیولو سره ووېروي. بیا دا کار د ایران حزب او د امل حرکت پلویانو په تکرار سره په بیروت کې وکړ. 

۳- د ایران لاریونونه: د ایران رژیم د خپلو محوري دولتونو (هغه دولتونه چې په یو ډول د ایران پر محور را څرخي) په پرتله په غوره حالت کې نه دی. عراق، لبنان او سوریه له دوی وړاندې د غوره حکومتولۍ لپاره کومه پایداره تګلاره نه لري، چې له امله یې انقلابي ګارډ د ایران د اقتصاد ډېر سکتورونه په خپل واک کې ساتلي، غیر فارسي سیمې یې تل له پامه غورځولي دي او د هېواد په شاوخوا کې یې د داسې ښارونو کړۍ جوړه کړې چې تل په بدبختۍ کې ډوب دي. د ایران په مرکزي او سرحدي سیمو کې اقتصادي حالت د نړېدو تر بریده رسېدلی. دا د یو داسې رژیم لپاره د شرم خبره ده چې د اټومي او توغندیز پروګرام لاپې وهي او په ښارونو کې یې خلک د پترولو د کمښت له امله عمومي لاریونونو ته مخه کوي. دغه کمښت د تېلو د چاڼ د دستګاوو د نشتون له امله را منځته شوی دی، د هغو هېوادونو نیمګړی صنعت چې د خپلو خلکو د ملکیت ساتنه کوي. له ۲۰۱۷م کال راهیسې په ایران کې د پترولو په مصرف کې نږدې۴۰ سنله زیاتوالی راغلی، خو حکومت بیا هم نه دی توانېدلی چې په هرمزګان ولایت کې د تیلو د چاڼ مرکز فعال وساتي. په زیاته کچه پترول د بانډونو له لوري له ایران څخه بهر ته قاچاقیږي او لامل یې هم په سیمه کې د پترولو د بیو توپیر دی. د دغو بانډونو پېژندنه د دولت لپاره کومه سخته چاره نه ده او دا د دولت د ناکامۍ بل مظهر دی چې د ډېرې حیاتي سرچینې (تېلو) په مدیریت کې پاتې راغلی دی. له همدې امله دولت د پترولو په بیو کې تر ۳۰۰ سلنې پورې لوړوالی راوستی. دغه کار د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۱۵مه په تهران او نورو لسګونو ایراني ښارونو کې اعتراضونه را وپارول. لاریونونه سخت شول بانکونو ته اور ورته کړ، ایراني ملکیتونه، دولتي او امنیتي دفترونه تر برید لاندې راغلل او د دغو هرڅه په ځوابي عمل کې د ایران حکومت پر لاریونکوونکو انټرنټ بند کړ. د ایران رژیم د لاریونکوونکو پر وړاندې بې ساری توند چلند غوره کړ او لاریونکوونکو ته يې په ټوپک او مرمۍ سره ځواب ورکړ. دا چې ایراني امنیتي ځواکونو د لاریونوالو او ایراني اپوزیسیون پر ضد خپل توند چلند ته داوم ورکړ، نو د نوامبر پر ۲۳مه د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰۰ کسانو واوښت. دوی د وژل شویو له ډلې څخه د ۹۹ کسانو نومونه مستند کړي، تر ۴۰۰۰ زیات کسان ټپیان شوي او تر ۱۰،۰۰۰ زیات کسان بندیان شوي دي. حتا دا نښې لیدل شوې چې د ایران انقلابي ګارډ ساتونکو له روغتونو څخه د لاریونکوونکو جسدونه نامعلوم ځای ته نقل کړي دي. (عربي انډپینډنټ ۲۰۱۹/۱۱/۲۴).

دویم: دا لاریونونه اوس هم په خودجوشه ډول د اروپا له لاسوهنې پرته روان دي.

اروپا هڅه وکړه چې له دغو لاریونونو څخه د خپل ځان په ګټه کار واخلي، خو دا هڅه یې دومره اغېزمنه او له نفوذ څخه ډکه نه وه، چې په دغو دریو هیوادونو کې امریکایي نفوذ ته ګواښ پېښ شي. وضاحت یې په لاندې ډول دی:

۱- په عراق کې د اروپا هڅې: لکه څنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه، د عراق لاریونونه په تېره بیا په جنوبي سیمو کې چې لا یې زور اخیستی، تمرکز يې شیعه مېشتې سیمې دي. دا لاریونونه د اروپا له نظره پټ نه دي، په تېره بیا د بریتانيې. بریتانيې هڅه وکړه چې په لاریونوالو کې نفوذ وکړي او په خپله ګټه یې تمام کړي، خو داسې کوم قوي ثبوت نشته چې د دغو لاریونونو تر شا د بریتانيې لاس لرل ثبوت کړي. ایران هم په دې برخه کې محتاط و او ان د دغو لاریونونو ضد دریځ لري. د تهران د جمعې خطیب محمد علي مهدي کرما په خپله خطبه کې د عراق لاریونکوونکي انګریز شیعه ګان وبلل او زیاته یې کړه: «دا هغه شیعه ګان دي چې د انګریز په لمسون يې لاریونو ته لاس اچولی او د عراقیانو په جامه کې يې ځانونه نغښتي دي.» (ایران انټرنیشنل ۲۰۱۹/۱۱/۱۱). د ده  له څرګندونو څخه داسې برېښي چې ګواکي ایراني چارواکي وېره لري، چې هسې نه بریتانیه له دغو ولسي خوځښتونو څخه په خپله ګټه کار واخلي. پر دې سربېره ایران هڅه کوي، چې لاریونوال له دې لارې وګواښي چې تاسو د برتانیې مزدوران یاست. په ځانګړې توګه له هغه وخت راهیسي چې د بریتانيې حکومت د دغو لاریونونو ملاتړ په ښکاره توګه اعلان کړ او سفارت پر خپله رسمي ټويټرپاڼه ولیکل: «سوله ییز لاریونونه د عراق د خلکو حق دی او زیاته یې کړه چې د لاریونکوونکو پر ضد له زوره کار اخیستل د منلو وړ نه دي. زموږ خواخوږي له هغو کسانو سره ده، چې زخمیان شوي او د هغو کورنیو لپاره دعا کوو چې غړو یې په دغو لاریونونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی». (سپوټنیک ۲۰۱۹/۱۱/۵). دا له هغه دریځ سره ورته دی، چې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر اندري موریسن څرګند کړی وو او العین خبري وېبسایټ د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په ۲۷مه را اخیستی و.

۲- په لبنان کې د اروپا هڅې: دا ښکاره خبره ده چې د اروپا او امریکا پلویان په لبنان کې شته او ګرځي راګرځي. دا هم ښکاره ده چې امریکا پلوه ډلې په لبنان کې فعالیت کوي، هغه که مستقیم د امریکا ملاتړ کوي لکه ولسمشر عون او بري او که نامستقیم لکه حزب الله چې د ایران له لوري اداره کېږي. دوی په لبنان کې خورا نفوذ لري او غښتلي اړخونه ګڼل کېږي، خو هغه ډلې چې د اروپا په تېره بیا د بریتانیې او فرانسې ملاتړ کوي، لکه جعجع او جنبلاط کمزوري اړخونه ګڼل کېږي. البته د حریري په برخه کې بیا خبره بېله ده، دی تقریبا حساس دی ځکه ده یوه پښه په اروپايي پلوه موزه کې اچولې او بله پښه يې په امریکايي پلوه سعودي کې ايښې او ډېر وخت داسې کارونه کوي چې مقابل اړخ پرې ګنګس کړي. د بېلګې په ډول د لبنان څلورو هغو وزیرانو چې لاریونکوونکو يې د ۲۱۰۹م کال د اکتوبر پر ۲۰مه له حکومت څخه د استعفا غوښتنه کوله او یوه ورځ وړاندې د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر پر ۱۸مه سعد حریري اعلان کړی و، چې روان ناورین به په ۷۲ ساعتونو کې حل کوي، خو ده د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په ۲۹مه د ولسمشر عون او ایران پلوه امنیتي برلاسې ډلې د هیلو خلاف خپله استعفا ورکړه. بیا فرانسې د بهرنيو چارو په وزارت کې د منځني ختيځ او شمالي افريقا د څانګې مشر کرسټوف فارنو د لبنان ولسمشر ميشل عون ته ولېږه. هغه نوموړي ته د فرانسوي ولسمشر ايمانويل مکرون پيغام ورساوه او په دغه پيغام کې یې د لبنان د وضعیت په اړه د فرانسې د حکومت لېوالتیا په ډاګه کړه او په لبنان کې یې د روان کړکېچن حالت په سمولو کې له خپله اړخه تیاری وښود (العربيه، ۱۱/۱۱/۲۰۱۹). د ياد استازي ليدنه د امريکا پلوو کسانو له لوري ونه منل شوه. څرنګه چې د رسمي معلوماتو لپاره د لبنان ملي ادارې د لبنان د بهرنيو چارو وزير جبران جرجي باسيل له قوله خبر ورکړ، چې ده فرانسوي استازي ته ويلي: "هيڅ بهرنی لوری د لبنان په کړکېچ کې لاسوهنه نشي کولای او له ياد کړکېچ څخه په خپله ګټه کار نه شي اخيستلی." برتانيې هم خپل استازی ريچرد موړ لبنان ته ولېږه او له ميشل عون سره يې وکتل او ويې ويل: "برتانيا د لبنان يو تلپاتې ملګری پاتې شوی او د اوږدمهال لپاره يې د لبنان ملاتړ کړی دی؛ د بېلګې په توګه تېر کال یې ۲۰۰ مېليونه ډالر د لبنان امنيت، ثبات، ښيرازۍ او حاکميت د ملاتړ لپاره پانګونه وکړه." ده زياته کړه: "سوله ييزو اعتراضونو ته احترام مهم دی او د تاوتريخوالي او فشار په مټ د معترضو حرکتونو مهارول په بشپړ ډول د منلو وړ نه دي." (انډپنډنټ عربي ورځپاڼه، ۲۵/۱۱/۲۰۱۹).

۳- په ايران کې د اروپايي هېوادونو هڅې: ايراني رژيم له معمول سره سم تل بهرنيو دسيسو او ګواښونو ته د ځواب ورکولو ادعا کړې ده. نن ورځ د ايران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک مشر د امريکا، اسراييل، برتانيې او سعودي عربستان د له منځه وړلو ګواښ وکړ او ویې ويل د ده له هېواد (ایران) سره په چلند کې دوی له «سرو کرښو» څخه تېرېږي. قاسم سليماني په تهران کې پخپل يوه بيان کې حکومت پلوو لاریونکوونکو ته چې له ايراني تلويزيون څخه خپرېد وويل: "زه امريکا، اسراييل، د السعود کورنۍ او برتانيې ته وايم، چې تاسو زموږ ځواک د جګړې په ډګر کې وليد او تاسو ځواب نشو ورکولای؛ زموږ څپېړې لا تر اوسه د نړۍ په ياد دي." ده زياته کړه: "موږ تاسو ته وايو: زموږ له سرو کرښو مه اوړئ، خو که تاسو له سرو کرښو راتېر شوئ، نو له منځه به مو يوسو" (آر ټي، ۲۵/۱۱/۲۰۱۹). رژيم غواړي وښيي چې د لاريونونو ترشا بهرنۍ کړۍ دي او یوازې هغه خلک نه وو، چې له تاوتريخوالي سره مخ شول. باید ووایو چې ټولې نښې نښانې څرګندوي، چې د خلکو لاريونونه د دوی له زړونو او وینو څخه وو. داسې ښکاري چې د بهرنۍ لاسوهنۍ بڼه په ايراني رژيم کې تر دې بريده تحرفېږي، چې د تهران د جمعې خطيب مخکې ویلي وو: «په عراق کې شیعه لاريونوال انګلېسي شيعه ګان دي!» په ايران کې اوسني لاريونونه نه لومړي او نه به هم وروستي وي او ښايي خودجوشه وي او د بهرنۍ لاسوهنې هېڅ نښه نه پکې ليدل کېږي. په ايران کې لاريونونه هم د سوريې د لاريونونو په څېر دي چې خلک د جابرو چارواکو د تګلارو پر ضد مبارزه کوي- هغه تګلارې چې د امت د چارو په مديريت کې یې د بري هېڅ نښه نه ليدل کېږي.

درېيم: دا چې امريکا غواړي په دریو هیوادونو کې خپل مزدوران بدل کړي؛ نو دا موضوع په لاندې ډول ده:

۱- په يادو دريو هېوادونو کې د امريکا حقيقي اغېز شته دی، په داسې حال کې چې اروپا (برتانيه او فرانسه) له امريکا سره د نفوذ په وېشلو کې پاتې راغلې.

۲- تر هغه وخته چې امت د اسلام پر بنسټ بيداري نه وي ترلاسه کړې او حقيقي بدلون رامنځته نشي، د يادو هېوادونو واکمنان به د امريکايي پاليسۍ تابع وي او دوی به یوازې بدلېږي يا به پر خپل ځای پاتېږي.

۳- کافر استعماري دولتونه له خپلو لاسپوڅو څخه غواړي چې د دوی ګټې خوندي کړي. که خلک پاڅون وکړي او ګډوډي رامنځته شي، بیا نو استعماري دولتونه خپلو لاسپوڅو واکمنانو ته تر ټاکلې مودې پورې وخت ورکوي. که نوموړي د نظم په ساتلو کې پاتې راشي، مانا دا چې بادار ته په چوپړ کولو کې پاتې راغلي او بادار یې له خپل موقفه لیري کوي. دا د تش په نامه ډيموکراسۍ دروغجنه څېره ده، چې نوی لاسپوڅی تر شړل شوي لاسپوڅي سپین معرفي کوي، يعني که کړکېچ د مهارېدو وړ نه وي، بيا له پوځ څخه کار اخلي؛ لکه څرنګه یې چې په ۲۰۱۱ م کال په مصر او په ۲۰۱۹ م کال په سوډان کې ترسره کړل.

څلورم: د اوسنيو واقعيتونو په رڼا کې په يادو دريو هېوادونو کې احتمالي بدلون ته په کتو لاندې مسایل ښکاره دي:

۱- د ايران په تړاو: امريکا په ډاګه وايي چې په ايران کې د رژيم بدلون نه غواړي، يعني هېڅ پروا نه کوي چې په لاريونونو کې څومره کسان وژل کېږي، ځکه امريکا باوري ده چې ياد رژيم یې ګټې خوندي کوي. په هغه وخت کې چې ايراني رژيم د خلکو وينې تویولې، امريکايي چارواکو د نظم پر ساتلو ټينګار کاوه. په سپينه ماڼۍ کې يو لوړپوړي امريکايي چارواکي د يکشنبې په ورځ وويل: «د ده هېواد په ايران کې د رژيم بدلون نه غواړي...» (العربيه نيټ، یک شنبه ۱۷/۱۱/۲۰۱۹)؛

له همدې امله د تېرو کلونو د لاريونونو په څېر د نومبر ۲۰۱۹ لاريونونو په پايله کې هم د رژيم د بدلون احتمال نشته.

۲- د لبنان په تړاو: لکه څرنګه چې موږ مخکې يادونه وکړه، په لبنان کې امريکايي پلوه او اروپایي پلوه کسان شتون لري او د پرتلنې په پایله کې ویلای شو چې لومړۍ ډله پياوړې او د کمزروي ډلې له واک څخه د تېرېدو لاره هواروي او دواړه ډلې د تکنوکرات حکومت په تړاو بېل نظرونه لري. سربېره پر دې هم احتمال شته، چې امريکا په لبنان کې د حکومت پلې ته بدلون ورکړي، ترڅو د امريکايي پلوو ونډه غوښنه او اروپايي پلوو ته هم يو څه ونډه ورکړي او په دې سره د لاريونونو مخه ونيسي.

۳- د عراق په تړاو: امريکا د پردې تر شا کابو ټول عراق اداره کوي. په بغداد کې د امريکا سفارت ۱۶۰۰۰ مامورين لري، چې هغوی د ټولو عراقي وزيرانو په ځانګړي ډول د تېلو او امنيتي سکتور د وزيرانو چاري څاري او په نړۍ کې د امريکا تر ټولو لوی سفارت همدا دی. امريکا په عراق کې ګڼې پوځي اډې لري، چې مهمه يې په انبار کې د عين الاسد اډه ده. د تېرې مياشتې په وروستۍ اونۍ کې امريکا خپل ګڼ استازي عراق ته ولېږل، چې له ډلې يې د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۳مه د امريکا د مرستيال ولسمشر مايک پنس ناڅاپي ليدنه وه. نوموړی عين الاسد ته ولاړ او تر ده يوه اونۍ مخکې د امريکا لوی درستيز مارک ميلي بیا د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۷مه بغداد ته ولاړ. دا له عراق څخه د امريکا دقيقه څارنه په ګوته کوي. عراق امريکا ته ډېر ارزښت لري؛ دوی عراق اشغال کړ او ادعا کوي چې عراق ته یې پرمختګ ورکړ. په داسې حال کې چې هلته يې ګډوډي او بې اتفاقي رامنځته کړه. هلته پرله پسې کړکېچونه روان دي، احتمال شته که وضعيت سم نشي امريکا به ډېر ژر د پوځ له لارې بدلون رامنځته کړي او لارو کوڅو ته به یې د حکومت پرضد را وباسي، لکه څنګه چې یې په مصر او سوډان کې دا کړنه ترسره کړه. د تروريزم ضد ځواک ډله چې امريکا جوړه کړې، په ښو وسلو سمبال ده او په عراق کې لوی پوځي ځواک دی. هغوی لا تراوسه د لاريونوالو په ځورولو کې ونډه نه ده اخيستې، داسې ښکاري چې په تحرير څلور لارې کې د راغونډو شويو لاريونوالو لپاره د فاسدو سياستوالو پر وړاندې د ژغورلو يو ځواک دی. دوی د عراق د لومړي وزير عادل عبدالمهدي تر استعفا وروسته د ياد ځواک د يوه مشر جنرال عبدالوهاب الساعدي انځور له ځانه سره ګرځاوه، ګواکي دغه ځواک د لاريونوالو لپاره د منلو وړ دی او د ستونزې په حلولو کې رول لوبولی شي. له بل لوري امريکا په بغداد کې پوځي ناستې ترسره کړې او خپل استازي یې د يادې ستونزې د حل لپاره ولېږل؛ سربېره پردې چې د امريکا لوی سفارت هلته ګڼ فعاليتونه ترسره کوي او ټول هغه کارونه یې ترسره کړل چې اړين وو.

د عادل عبدالمهدي استعفا او د نوي لومړي وزير ټاکل به ياده ستونزه حل نه کړي، خو په موقت ډول يعني زخمونه به یې د جوړېدو تر وخته پرانيستي وي.

که څه هم په دری واړو هېوادونو کې لاريونوالو ځينې داسې شعارونه زمزمه کول، چې حساب پرې کېږي او ځينې نور بیا داسې شعارونه بدرګه کول، چې له هغو مخکنيو سره ضد وو. له لوموړنيو شعارونو څخه یې داسې ښکارېدله، چې ياد حرکتونه خودجوشه دي؛ خو له ورستيو لاريونونو څخه داسې ښکارېدله چې دوی الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم، د خپلو ځانونو او کورنيو نيکمرغي، د اسلام حاکميت او د رښتني دویم راشده خلافت تاسيس هېر کړی دی. که د يوه حرکت تر شا رښتنی مشرتابه نه وي، نو هغه حرکت پرته له سمې لارښوونې مخته ځي او د دوی هڅې او قربانۍ به بې ګټې وي او داسې به وي لکه هغه څوک چې خپل وېشلي تارونه له ټينګوالي څخه وروسته بېرته شني. الله سبحانه وتعالی د سمې لارې لارښوونکی دی.

 

Last modified onپنج شنبه, 26 ډسمبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې