شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د تېلو صادروونکو هېوادونو سازمان (اوپيک) + منشور
بسم الله الرحمن الرحيم
د تېلو صادروونکو هېوادونو سازمان (اوپيک) + منشور

پوښتنه:

د ۲۰۱۹ کال د جولای ۹ مه رياض ويبپاڼې په خپل راپور کې وليکل، چې سعودي عربستان د «ويانا تړون» په لاسليک کې چې د تېلو صادروونکو هېوادونو سازمان (اوپيک) او د تېلو توليدوونکو هېوادونو ترمنځ تېره سه شنبې وشو، اغېزمن رول ولوباوه. ايا دا د اوپيک سازمان بديل دی؟ ايا سعودي عرب نوموړی رول په خپل نوښت يا د بل چا په اشاره ولوباوه؟ په دغه تړون کې د سعودي عرب ګټه څه ده؟ ياد تړون به څومره وخت دوام وکړي؟ الله سبحانه و تعالی دې اجر درکړي.

ځواب:

د دې لپاره چې پورته پوښتنو ته ځواب ووايو، لومړی باید لاندې موضوعات تر څېړنې لاندې ونيسو:

لومړی، د هوکړې واقعيت:

۱-  د ۲۰۱۹ کال د جولای پر ۲مه په ویانا کې د اوپيک سازمان د وزيرانو په ناسته کې د اوپیک (د  تېلو صادروونکو ۱۴هېوادونو) او ۱۰نورو هېوادونو تر منځ د همږغۍ يو منشور لاسليک شو، چې مشري يې د تېلو ستر توليدوونکي هیواد روسیې کوله. ياد منشور د ويانا تړون/اوپيک سازمان+(فلس) په نوم ونومول شو او په راتلونکي مني کې به سعودي عرب ته د پوتین د سفر په ترڅ کې په رسمي توګه لاسليک شي. يادو ۲۴ هیوادونو هوکړه وکړه، چې د کم توليد هغه دوه نيم کلنه هوکړه به اوس د ۹ نورو مياشتو لپاره هم غځول کېږي. ياده هوکړه هغه بهیر دی چې د روسيې او سعودي عرب اړيکو ته له هغه وروسته د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې کتنه کوي، چې په ۲۰۱۴م کال کې د تېلو په بيه کې د پام وړ کموالی راغی. د تېلو بيه له ۱۴۷ ډالرو څخه د ۲۰۱۶م کال په پيل کې ۲۷ ډالرو ته راټيټه شوه او دا کار د دې لپاره وشو، څو د تېلو بيې مهار شي او نړيوالې غوښتنې پوره کړي. په دې ترڅ کې سعودي عرب چې د اوپيک سازمان مشرې يې کوله، له روسيې سره هم هوکړه وکړه؛ چې د اوپيک سازمان غړي هېوادونه به د ورځې ۱.۲ بېلره تېل توليدوي او روسيه به خپل۳۰۰ زره بېلره د تېلو توليد کموي. په دې سره به د تېلو بيه له لوېدو څخه وژغورل شي، نو ځکه د تېلو د یوه بېلر بيه ۵۵ ډالرو ته لوړه شوه. له دغې هوکړې وروسته د تېلو بيه د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې مخ په لوړېدو وه، چې دا د تېلو توليدوونکو هیوادونو ته د قناعت وړ وه.

د تېلو صادروونکو هېوادونو سازمان (اوپيک) ته نوي توليدوونکي هېوادونه؛ لکه قزاکستان، مکسيکو، ازربايجان او روسیه هم ور زيات شول او له اوپيک سازمان څخه يې اوپيک سازمان+(فلس) جوړ کړ، چې د نړۍ ۴۷سلنه د تېلو د توليد کنټرول د همدوی په لاس کې دی. په داسې حال کې چې اوپيک سازمان مخکې يوازې د نړۍ ۱/۳ برخه تېل توليدول او اوس ښايي د تېلو له توليدوونکو هیوادونو سره د پام وړ مرسته وکړي، څو د تېلو بیې مهار کړي. دا مسایل تر اوسه یوازې د کاغذ پر مخ دي، ځکه چې یاده هوکړه په عملي ډګر کې پر نورو شیانو سربېره د لاندې څېزونو پر مټ پلې کېږي، لکه:

الف- ياده هوکړه اوپيک سازمان له منځه نه وړي، بلکې د ياد سازمان غړو له نورو توليدوونکو هیوادونو په ځانګړې توګه له روسيې سره یې هوکړه وکړه، هغه روسيه چې بدلون منونکې ده. دا د اوپيک سازمان بديل نه دی، یعنې د اوپيک سازمان منشور به پر خپل ځای پاتې وي، ان که د اوپيک + (فلس) تر چتر لاندې نوي دولتونه له اوپيک سازمان سره يوځای هم شي. دا په اصل کې یو داوطلب تړون دی، چې نوي دولتونه په خپله خوښه له ياد منشور څخه وتلی شي.

ب- ياده هوکړه د تېلو بازار نوي واقعيت ته په کتو پر توليدوونکو هیوادونو باندې تپل شوې ده. د امريکا د شېل( د شېل ډبرې څاګانو څخه چاڼ شوو) تېلو بيه په دوامدار توګه لوړېږي او ټیټېږي او د اټکل له مخې له ۲۰۲۵ کال پورې به دوام ونه کړي. نو له همدې امله ياده هوکړه به په احتمالي توګه تر هغه وخته دوام مومي، څو په امريکا کې د شېل تېلو توليد او په بازارونو کې  د هغه اغېز څرګند شوی نه وي.  

ج- سعودي عرب د اوپيک سازمان يو له لویو غړو څخه دی، چې د يادې هوکړې په کېدو کې یې پوره ونډه درلوده. سعودي عرب ځکه دا کار وکړ چې د امريکا لاسپوڅی دی او د امريکايي تګلارې سره سمې خپلې کړنې پر مخ بیایي. له همدې امله په دغه هوکړه کې امريکا پوره لاس درلود او دا هوکړه له روسیې سره د امريکايي تګلارې تر اغېز لاندې وشوه.

دوهم، د يادې هوکړې موخې:

۱- کله چې په ۲۰۱۴م کال کې د تېلو بيې ولوېدلې، نو په نړيوالو بازارونو کې د تېلو توليدوونکو هیوادونو ترمنځ همغږي د تېلو د عرضې د مهارولو په موخه اړينه شوه او د بازار له غوښتنو سره سم یعنې د عرضې او تقاظا اوصولو ته په کتو سره یې د تېلو بيه مهاروله. په تېرو لسيزو کې ياده چاره خپله د اوپيک سازمان هېوادونو کوله، چې د تېلو د سترو توليدوونکو هیوادونو کور ګڼل کېږي، خو په دې وروستيو کلونو کې روسيه د تېلو ستر توليدوونکی شو او د تېلو توليد یې د ورځې له ۱۱میلیونو بېلرو څخه ډېر دی، یعنې روسيه د نړۍ ۱۰سلنه تېل توليدوي. روسيه د اوپيک سازمان څاري، که چېرط ياد سازمان خپل توليد کم کړي، نو بيې لوړېږي. روسيه د خپل توليد په زياتولو سره له لوړو بيو ګټه پورته کوي، ځکه چې دا د اوپيک سازمان پرېکړو ته د غاړې نه اېښودل دياو همدې چارې امريکا هغه وخت اندېښمنه کړه چې پر روسیه یې بندیزونه ولګول. له همدې امله، امريکا سعودي چې د تېلو يو ستر تولیدوونکی هیواد دی او پر اوپيک سازمان پياوړی اغېز لري، دنده وسپارله چې د اوپيک سازمان او روسيې ترمنځ يو ډول ایتلاف جوړ کړي، څو د روسيې د تېلو توليد د اوپيک سازمان په حدودو کې د سعودي او روسيې تر منځ د همغږۍ تر نامه لاندې کنټرول شي.

۲- د دې لپاره چې همغږي پر واقعيت بدله شي، د سعودي-روسيې ترمنځ په اړيکو کې تر ۲۰۱۴م کال وروسته د پام وړ ښه والی راغلی دی. د ۲۰۱۷م کال د اپرېل پر ۱۰مه ملک سلمان مسکو ته سفر وکړ او دا روسیې ته د يو سعودي پاچا لومړنی سفر و. د روسيې ولسمشر او سعودي شهزاده ترمنځ ګڼې ناستې وشوې او روسيه ليواله شوه چې له سعودي سره د وسلو پلورلو پراخې هوکړې لاسليک کړي او په دې سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د تېلو د اړيکو يو پېر پرانيستل شو. دغه ټولې چارې د امريکايي لاسپوڅي ملک سلمان او د هغه د زوی په دور کې وشوې. د سعودي-روسيې د هڅو په پايله کې د ۲۰۱۶م کال د نومبر پر ۳۰ مه لومړنۍ هوکړه د اوپيک سازمان او ۱۱ نورو هیوادونو ترمنځ د تېلو توليد د کمولو په تړاو لاسليک شوه، چې له مخې يې اوپيک سازمان د ورځې خپل د تېلو د توليد ۱.۲ مېليونه بېلره کموي. په داسې حال کې چې نور ۱۱ هیوادونه د ورځې خپل د تېلو توليد ۵۶۰ زره بېلره کموي، چې له يادې اندازې څخه ۳۰۰ زره بېلره د ورځې يوازې روسيه خپل د تېلو توليد کموي. د دې هوکړې تر لاسليک کېدو مخکې سعودي ګواښ کړی و، چې په بازارونو کې به د تېلو توليد خورا ډېر کړي. نو له همدې امله روسيې د بيو د ټيټوالي او د تېلو د ليلام له وېرې له سعودي سره همغږۍ ته مخه کړه، څو په دې سره د مالي ستونزو مخه ونيسي. د روسيې ۵۰سلنه اقتصاد د انرژۍ پر وارداتو (تېلو او ګازو) ولاړ دی.

۳- دې هوکړې د تېلو پر بیو مثبت تاثیر وکړ او د تړون تر لاسلیک کېدو وروسته سمدستي د تېلو بیې جګې شوې، خو دا تړون یوازې د شپږو میاشتو لپاره و او تر دې وروسته به د دې هوکړې د اوږدېدو پر سر اوږده بحثونه کېږي. کله چې د تېلو نرخونه ښه وو، روسیې له معمول سره سم غوښتل چې د خپلې بودیج د پیاوړي کولو لپاره د تېلو استخراج او تولید زیات کړي. په داسې حال کې چې سعودي د خپلې ثابتې پالیسۍ سره سم په دې هڅه کې دی چې د تېلو تولید کم کړي، خو کله کله دا ګواښ هم کوي چې د تېلو به دومره زیات کړي، چې د مارکېټ اړتیا به پرې پوره کړي. دا ګواښ یوازې روسیې ته دی چې غواړي د تېلو د تولید کمښت پای ته ورسوي. دا يوه ښکاره لوبه ده او هر څوک چې سیاسي پوهه ولري پرې پوهېږي. د امریکا ولسمشر له سعودي څخه وغوښتل، چې د تېلو تولید زیات کړي، څو په نړیوالو مارکېټونو کې د تېلو بیې راولوېږي او روسیه تشویق شي چې د تېلو تولید کم کړي. داسې ښکارې چې روسیه غواړي د امریکا د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي، خو له سعودي څخه ډارېږي او د مجبورۍ له مخې له سعودي سره په همغږۍ د تېلو په تولید کې کمښت راولي. د بېلګې په توګه، «ټرمپ د یکشنبې پر ورځ په يوه ټويټ کې وویل، چې ما له سلمان بن عبدالعزیز سره خبرې وکړې او ترې ومې غوښتل، چې د تېلو تولید ډېر کړي. ښایي ۲۰۰۰۰۰۰ بېلره د ورځې وباسې، څو د بیو د لوړېدو مخه ونیول شي، نو په دې سره پاچا سلمان هم د ده غوښتنه منلې ده.» (العربیه الجدید۱/۷/۲۰۱۸).

۴- روسیه د تېلو د تولید په کمېدو سره خپه شوې. العین خبري آژانس د ۲۰۱۹م کال د جون پر ۵ مه په روسیه کې د تېلو د یوې سترې کمپنۍ(Rosneft’s CEO) مشر «ایګور سیشن» له خولې لیکي، چې ده سه شنبې په خپلو خبرو کې وویل: «که چېرې د تېلو په تولید کې کمښت دوام وکړي، موږ به له دولت څخه د خپل زیان د جبران غوښتنه وکړو. له ده څخه معاملې ته په دوام د روسیې د تېلو د کمښت د لامل په اړه پوښتنه وشوه، هغه زیاته کړه: د امریکا متحده ایالات ښايي د تېلو تولید زیات کړي او په مارکېټ کې د روسیې ونډه د ځان کړي.» یا په بله وینا روسیه د تېلو د تولید کمښت نه ده خپه کړې، بلکې د خپګان علت يې دا دی چې سعودي ګواښ کړی دی، چې د تېلو تولید به زیاتوي او په پایله کې به يې په نړیوالو مارکېټونو کې د تېلو بيې راکښته کېږي. دا کار روسیې ته سخت په زیان دی، ځکه د روسیې نږدې نیمايي بودجه د تېلو له لارې پوره کېږي او له همدې امله روسیې د ډېرې اړتیا له مخې هوکړه وکړه، چې د تېلو په تولید کې به کمښت راولي! دا چاره نرخونه لوړه وي، ترڅو د شېل تېلو صادراتو ته لاره هواره شي او د تېلو تولیدونکو امریکايي کمپنیو رول پراخ کړي. سعودي عربستان د امریکا متحده ایالاتونو توره ده، چې د روسیې پر غاړه يې ايښې او هرکله چې امریکا وغواړي روسیه د تېلو په تولید کې کمښت ته اړ ایستلی شي.

۵- د دې لپاره چې امریکا ته د تېلو د تولید کمښت د اهمیت په اړه پوه شو، نو د تېلو په برخه کې نننۍ امریکا له پرون سره ډېر توپیر لري، ځکه په امریکا کې اوس د شېل تېلو استخراج زیات شوی او دا ډېرښت د امریکا د اقتصاد لپاره حیاتي ارزښت لري، نو له همدې امله امریکا اوسمهال له زیاتو پورونو څخه کړېږي. د دغه لپاره چې امریکا د تېلو له ډېر تولید او لوړې بیې څخه ګټه پورته کړي، په ځانګړې توګه یې په نړیوال مارکېټ پورې شرایط تړلې دي. له همدې امله امریکا سعودي ته امر کړی، چې د اوپيک په سازمان کې د تېلو تولید کم کړي. له یوه اړخه امریکايي کمپنۍ په اسانۍ کولی شي په مارکېټ کې خپله ونډه واخلي او له بله اړخه د تېلو له لوړې بیې څخه ښه ګټه ترلاسه کولی شي او دا له اقتصادي پلوه هغو شرکتونو ته ګټه رسوي چې د شېل تېل راباسي. د شېل تېل وړاندې یو بېلر په ۶۹ ډالرو پلورل کېدل، خو د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره اوس یې راایستل په ارزانه بیه پرېوځي او امریکا ته دا توانايي ورکوي، چې د تېلو پر مارکېټ ښه واکمني ولري.

۶- د روسیې پر وړاندې د سعودي ګذار یو ګواښ رامنځته کوي، چې د تېلو تولید به ډېرېږي، بيې به راکښته کېږي او په پایله کې به روسیه وغولول شي، څو په منځني ختیځ کې خپل نفوذ او لاسوهنې ډېرې کړي. پاچا سلمان په ۲۰۱۷م کال کې په لومړي ځل روسیې ته سفر وکړ. سعودي عربستان هم پوتین ته دعوت ورکړ، چې په مني کې له سعودي څخه لیدنه وکړي. البته د رسیې لخوا هم د یوه روسي ولسمشر په توګه دا دویم سفر دی چېسعودي ته یې کوي، تر دې وړاندې يوازې یو روسی مشر سعودي ته تللی و. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ۲۰۱۹م کال د جون پر ۲۹مه د جاپان په اوساکا ښار کې د جي۲۰(G20) هیوادونو په غونډه کې یو له بل سره ولیدل. پوتین لومړی شخص و چې د «ویانا د تړون» د لاسلیک کېدو خبر يې ورکړ او د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته یې وویل: «د انرژۍ د بازارونو په برخه کې زموږ د دوو هیوادونو په مرسته ډېر خوښ یم. پوتین زیاته کړه چې د اوپیک سازمان د غړو هیوادونو او زموږ د هیواد ستراتیژیکه مرسته د اوپیک+(فلس) سره د تېلو بازار په ثبات کې ساتي او موږ ته دا فرصت راکوي، چې د بازار شرایطو ته په کتو سره د تېلو په تولید کې ډېروالی او یا کموالی راولو.») پوتین همدا ډول اعلان وکړ، چې ښايي اوسنۍ معامله په خپله بڼه او ورته شرایطو سره نوره هم وغځېږي. (انډپنډنټ عربي، ۲۰۱۹/۶/۲۹). دا هر څه روسیې ته یو کاذب احساس ورکوي، چې روسیه پر سعودي، په اوپیک سازمان کې او د تېلو پر بازار اغېز لري! د دې لپاره چې روسان پر دې تړون نور هم را زړور شي، امریکا د مکر او چل په دود د دې تړون پر لاسلیک کېدو نیوکه وکړه او خپله ناخوښې يې ترې څرګنده کړه. د اوباما په اداره کې د انرژۍ مشاور، ښاغلي بورډوف ویلي: «موږ د اوپیک سازمان د تر ټولو باصلاحیته غړو سره خبرې کړې.» او زیاته یې کړه: «موږ اوس د امریکا اوله درجه رقیب هیواد په دې تړون کې د رهبرۍ په رول کې داخلوو.» د دغه میلادي کال په پیل کې چې کله د امریکا د دفاع وزیر مایک پمپیو څخه پوښتنه وشوه، چې ایا روسیه د تېلو د ډیپلوماسۍ په زور امریکا ته په منځني ختیځ کې خنډونه جوړولی شي. پمپیو یې په ځواب کې ورته وویل:«زه په دې باوري یم چې ولادیمیر پوتین به په خپلو هڅو کې ناکام شي.»

۷- دا د دې منشور واقعیت دی او د هغې د ملاتړو او هڅوونکو خو د دې لپاره چې په عادي توګه دوام وکړي، دا ناشونې ده ځکه روسیې تل هڅه کړې چې له هغو بندیزونو څخه وتښتي او د تولید د لازیاتوالې له لارې له لوړو نرخونو څخه ګټه واخلي. په ځانګړې توګه په راتلونکې کې شرایطو ته په پام سره، د روسیې ژمنتیا منشور ته ښایي سخته شي، لکه سوداګریزه جګړه او د تېلو پر نرخونو باندې د هغې اغېز. شونتیا شته چې یو ځل بیا د تېلو تولید ته ثبات راوګرځي او په وینزویلا، لیبیا او ایران کې پر بازارونو باندې اغېز وکړي. د دې ترڅنګ، د روسیې اوسنۍ د تېلو شته ذخېرې به تر ۲۰ کلونو څخه په کم وخت کې د اوسني چټک او بېړني تولید پر بنسټ له کمښت سره مخ شي، پرته له دې چې نوې د تېلو سیمې کشف شي. د تولید سیالۍ به روانې وي او د ډېرو ګټو هڅې به کېږي. خو نوموړې هوکړه ښايي تر ۲۰۲۵ م کال پورې دوام وکړي، هغه کال چې تمه ده د امریکا د تولید کچه به په کې ثبات ته رسي او د دې اغېز پر مارکېټونو باندې څرګند دی. البته روسیه به هغو واقعیتونو ته په کتو د تېلو جوړولو په پالیسۍ باندې بوخته وي چې د نن په پرتله به زیاته بې ثباته وي.    

۸- په پای کې باید یادونه وشي چې د پردې تر شا د امریکا د کامیابۍ راز په دې کې دی چې سعودي عربستان د فشار له لارې د تېلو زیات تولید ته وهڅوي او په پایله کې په سیمه کې په روسیه باندې غولونکی او خیالي فشار راوړي تر څو روسیه د اوپیک + منشور ته وهڅوي. دا ټولې چارې د امریکا د امیدونو په ريښتیا کېدو او د هغوی د نورو پالیسیو په بریا کې مرسته کولی شي. امریکا ځکه پر روسیه باندې د فشارونو او بندیزونو لګولو پالیسي پر مخ بیایي، څو د چین پر وړاندې ترې ګټه واخلي. دغه راز امریکا د خپلو هیلو رښتینولي د اوپیک )+فلس( پلان په بریا کې ویني، نو له همدې امله د روسیې پروړاندې ورځ تر بلې فشارونه ډېروي. امریکا به سربېره پر دې روسیې ته د غولونې په موخه له چل څخه ډکې ژمنې ورکړي او دا چاره به د روسیې د غولولو بهیر ډېر اسانه کړي. ان تر دې چې روسیه به د امریکا تګلارې ته غاړه کېږدي او د چین په ګاونډ کې به د امریکا چوپړ کوي. امریکا وار له مخې پتېیلې وه، چې ۲۰۱۹م کال د جون پر ۲۹ د جی۲۰(G20) هیوادونو په غونډه کې به له ولسمشر پوتین څخه وغواړي چې چين د منځني واټن ویشتونکو توغندیو په تړون کې شامل کړي. روسیه دغه تړون ته د خپل امنیت لپاره د بنسټیزې  قضیې په سترګه ګوري او چین به یې منلو ته اړ کړي. لکه څرنګه چې تمه ده چین به دا رد کړي، خو بیا به د روسیې او چین ترمنځ یو نوی کړکېچ را وټوکېږي او دا به د دې لامل شي چې روسیه به د چین په ګاونډیتوب کې له امریکا سره ودرېږي. دغو ټولو مسایلو ته په پام سره د نوي «ویانا تړون» چې د تېلو د بازارونو د کنټرول په موخه جوړشوی، په حقیقت کې یو امریکايي دام دی چې د روسیې د ښکېلتیا لپاره ترې ګټه اخلي او په دې سره به د امریکا بریا نور ډېر ستراتیژيک اړخونه هم پیداکړي. 

۹- له همدې امله د اسلامي خاورو چارواکو زموږ شمتنۍ د کفري ښکېلاکي هیوادونو په منځ کې د سیاسي لوبو قرباني کړې دي. که د دغو هیوادونو ګټې په دې کې وي چې تولیدات دي کم شي، نو زموږ رویبیضه (نااهله واکمنان) به وايي، سمه ده! موږ یې منو. که د دوی ګټې په دې کې وي چې تولیدات دې ډېر شي، نو زموږ نااهله واکمنان به بیا هم وايي، سمه ده! موږ یې منو. که د دوی ګټې په دې کې وي چې زموږ شتنمي په ارزانه بیه راڅخه وپيري، نو زموږ  نااهله واکمنان به بیا هم وایې، سمه ده! موږ یې منو. که د دوی ګټې په دې کې وي چې ستاسو د شتمنۍ د اخستلو په بدل کې هېڅ قېمت نه درکوو، په دې پلمه چې ستاسو د واک ساتنه کوو. لکه ټرمپ چې په خپلو څرګندونو کې وویل، چې دوی به سرونه و خوځوي او په کور ودانی سره به یې و مني، چې دوی خو زموږ د واک ساتنه کوي!! او د همدوی په واسطه دوی پر نړۍ واک چلوي.

﴿صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ﴾

[البقره:۱۷۱]

ژباړه: دوی کاڼه دي، ګونګیان دي، ړانده دي؛ ځکه خو په هېڅ خبره نه پوهېږي.

﴿وَمَنْ كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الْآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلاً﴾

[الاسراء:۷۲]

ژباړه: او څوک چې په دې دنیا کې ړوند پاتې شو، هغه به په اخرت کې هم ړوند وي؛ بلکې په لار موندنه کې به له ړندو څخه هم ډېر ناکام وي.

۱۴۴۰هـ.ق کال، د ذوالقعدې ۹مه

۲۰۱۹م، کال د جولای ۱۲مه

Last modified onسه شنبه, 30 جولای 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې