جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په سعودي عربستان کې څه تیریږي؟ او په اړه یې د امریکا دریځ څه دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
په سعودي عربستان کې څه تیریږي؟ او په اړه یې د امریکا دریځ څه دی؟

پوښتنه:

د ۲۰۱۷ د نومبر په ۱۹ د المودون ویبپاڼې په ډاګه کړه چې په سعودي عربستان کې د فساد ضد کمپاین په نظامي چارو باندې اغېز کړی. ( یو سعودي لوړ رتبه چارواکی چې په عربستان کې د فساد ضد کمپاین سره اشنا دی، د ملي ګارډ د دوو افسرانو او د دفاع وزارت ۱۴ نورو هغو متقاعدو افسرانو نیول په ډاګه کړل چې په مالي قراردادونو کې پر فساد تورن وو.) المودون ۲۰۱۷/۱۱/۱۹. دغه نیونې د ۲۰۱۷ م د نومبر له څلورمې څخه هغه وخت پیل شوې، کله چې پاچا سلمان بن عبدالعزیز له لوري د شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ د فساد ضد یوې کمېټې بڼسټ کېښودل شو. د لسګونو پخوانیو وزرانو، سوداګرو  او هغو کسانو بانکي حسابونه وتړل شول چې له دوی سره یې نېږدې اړیکې درلودې، د رویټر خبري اژانس د خبر پر بنسټ؛ د فساد ضد پلټنې کمېټې د شهزاده محمد بن نایف چې یو بیل شوی ولیعهد او د عربستان د شاهي کورنۍ یو مهم غړ دی او همدارنګه د هغه د کورنۍ د نېږدې غړیو بانکي حسابونه وتړل. محمد نایف د پاچا سلمان د زوی څخه وړاندې د ده د پلار ولیعهد و چې وروسته یې ګوښه او پر ځای یې خپل زوی محمد بن سلمان د ولیعهد په توګه وګوماره، دغې کمېټې ۱۱ امیران نیولي...) بي بي سي عربي، ۲۰۱۷/۱۱/۸. په سعودي عربستان کې څه تیریږي؟ او په اړه یې د امریکا دریځ څه دی؟

ځواب:

مخکې له دې چې د پوښتنې ځواب ته راشم، ښه به وي چې د سعود کورنۍ او د دوی د ټولنو په اړه لږ رڼا واچوم:

1.              ال سعود یا د سعود کورنۍ د خپل خوځښت له پیله د یوه اسلامي دولت په حیث د عثماني خلافت پر وړاندې د ښکېلاکګرو کفارو ملاتړي وو. دوی د انګرېز ښکېلاکګرو پر مټ په ۱۷۸۸ م کې پر کویټ، او د ۱۸۰۳ او ۱۸۰۴ م کې پر مکه او مدینه منوره بریدونه وکړل او تر خپلې ولکې لاندې یې راوستې. په ۱۸۱۰ م کې یې پر دمشق برید وکړ چې د دمشق اوسیدوونکو ترې په مېړانې سره دفاع وکړه، خو شام او نور ښارونه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستل. دوی په خپلو چارو کې  د وهابیت ښوونځویو له فکر څخه ګټه واخیسته او انګریزانو له دوی څخه د اسلامی دولت پر وړاندې په نظامي برخه کې ګټه پورته کړه. خو، وروسته اسلامي دولت په ۱۸۱۸ م کې د مصر د امیر محمد علی پر مټ و کولی شول چې هغه یاغي ډلې  چې پر آل سعود پورې یې تړاو درلود، کابو او له منځه یوسي.

دوی د نولسمې پېړۍ په وروستیو یعنې په ۱۸۹۱ م کې یو ځل بیا د بریتانیا له لوري رهبري کړل شول، مګر د عثماني دولت له لوری له ماتې سره مخ شول. په ۱۹۰۱ کې بیا د بریتانیا له لوري وخوځول شول او له بریتانیا سره یې اړیکې ټینګې او بریتانیا یې هم ملاتړ وکړ.

بریتانیا د عثماني دولت له ضعیفوالي او په لومړۍ نړیواله جګړه کې د هغه له ښکېلتیا څخه په ګټې اخیستنې سره د سعود کورنۍ د نجد او حجاز د خلکو پر وړاندې پیاوړې کړه، د نجد او حجاز خلکو د دوی پر وړاندې اوږد مهاله جګړه وکړه، خو په پایله کې یادې سیمې د سعود کورنۍ تر نیغ کنترول لاندې راغلې چې وروسته یې په ۱۹۳۲ م کې د بریتانیا پر مټ چې په هغه مهال د نړۍ په کچه لومړی هېواد و، خپله پاچاهي اعلان کړه.

خو، له دې وروسته، امریکا په دغه هېواد کې تېل کشف کړل چې د دوی شتمني یې په بې ساري توګه لوړه کړه، ورپسې یې په دغه هېواد کې د خپل سیاسي نفوذ پراختیا ته وده ورکړه چې د شاهي کورنۍ دغړو خپلول یې یوه ښکاره بېلګه وه؛ په ځانګړې توګه د تخت د وارثانو په منځ کې د دوی نفوذ، د تخت وارثان د عبدالعزیز زامن وو چې د پلار عبدالعزیز له مړینې وروسته یې په ۱۹۵۳ م کې د پاچا بنسټ کېښود. په دې ډول په دغه هېواد کې د امریکا او بریتانیا تر منځ شخړې پیل شوې.

1-             اوس مهال د امریکا غلام (سلمان) په هر څه کنټرول لري. د انګریزانو غلامانو او د هغوی د پیروانو په تصفیه کولو پسې یې راخیستې، د ده پخوانی ځایناستی؛ پخوانۍ پاچا عبدالله له انګریزانو سره ملګری و، ده له خپلې مړینې مخکې د انګریزانو او د هغوی د غلامانو پر واک کې پر پاتېکېدو ډیر تمرکز کاوه، مګر د کورنۍ د دود له مخې اړ شو چې سلمان بن عبدالعزیز د خپل ولیعهد په توګه وټاکي، تر څو د سعود کورنۍ ثبات وساتل شي. دی پوهېده چې ورور یې د امریکایانو غلام دی؛ له همدې امله یې د تخت د وراثت دریځ په ډاګه کړ، تر څو د انګریزانو نفود ډاډمن کړي. هغه خپل ورور او ملګری مقرن بن عبدالعزیز چې د انګریزانو غلام و په دغه څوکۍ وګوماره، ځکه چې دی پوهېده چې سلمان زوړ او ناروغ دی، مقرن به د هغه تر مړینې پورې تر کنترول لاندې وي، کله چې سلمان ومري، مقرن به په ډیره اسانۍ سره حکمراني پیل کړي، د بېلګې په توګه، کله چې فهد بوډا او ناروغ و، عبدالله ولیعهد او تر کنترول لاندې و، کله چې هغه په ۲۰۰۵ م کې ومړ، عبدالله واګي په خپل لاس کې واخیستې. مګر د عبدالله له مړینې وروسته په ۲۰۱۵ م کې څه رامنځ ته شول، د سلمان قدرت د عبدالله له ولکې وتلی و؛ سلمان، مقرن له خپلې څوکۍ ګوښه کړ او پر ځای یې محمد بن نایف ولیعهد وټاکه، خپل زوی محمد یې د ولیعهد معاون وټاکه، همدارنګه یې ګڼ شمېر نور هغه کسان ګوښه کړل چې د عبدالله له لوري پر مهمو پوستونو ګومارل شوي وو. وروسته یې د خپل زوی محمد د واک ساحه پراخه کړه، تر دې چې د ۲۰۱۷ م کال د جون په ۲۱ مه یې محمد بن نایف د ولیعهد له پوست ګوښه او پر ځای یې خپل زوی پرته له دې چې مرستیال ولري د ولیعهد په پوست وګوماره.

2-             موږ د ۲۰۱۵ م کال د جنوري په ۲۵ مه د پاچا عبدالله له مړینې وروسته کله چې سلمان واګي په لاس کې واخیستې، د یوې پوښتنې په ځواب داسې ویلي و؛ اوسنی پاچا سلمان دفاعي دریځ غوره کړی، له دې امله تمه کیږي چې د ده په حکومت کې د امریکایانو نفوذ زیات شي، عبدالله هم دا درک کړه او له همدې امله یې په سعودي عربستان کې یو نوی دود را منځ ته کړي؛ هغه دا چې پاچا نه یوازې ولیعهد ټاکي، بلکې تر څنګ یې د ولیعهد معاون هم ټاکلی شي. هغه پوهېدو چې سلمان بن عبدالعزیز د امریکا پیروي کوي او هغه عام دود چې پاچا خپل ولیعهد ټاکي، نه خوښوي. پاچا عبدالله د ولیعهد معاون وټاکه، تر څو د نوي پاچا ترمنځ پوله پرې کړي او پر ځای یې خپل ولیعهد د امریکایي غلامانو له ډلې څخه وټاکه.

نو، پخواني پاچا عبدالله مخکې له مخکې د ولیعهد یو معاون وګوماره؛ مقرن یې د سلمان بن عبدالعزیز د یو ولیعهد په توګه د هغه مقصد لپاره چې موږ یې یادونه وکړه، وګوماره. همدې ته ورته پوښتنې په ځواب کې موږ وویل: مقرن او انګریزانو تر منځ اړیکې روښانه شوې، هغه په انګلستان کې زده کړې کړې او په بریتانیا کې له یو مشهور پوهنتون (کرنویل) څخه فارغ شوی. پخواني پاچا عبدالله په ده باندې باور درلود او د ده له نېږدې ملګرو څخه و.

پخوانی پاچا، د دې لپاره چې د سلمان بن عبدالعزیز څخه وروسته، امریکایي زنځیر پرې شي؛ د ولیعهد د معاون پوست رامنځ ته کړ. پاچا عبدالله د ولیعهد د معاونیت پوست د حذف د مخنوي اړوند د یو حکم د صادرولو په ترڅ کې دغه پوست تصویب کړ.

مګر د انګریزانو انګېرنه غلطه وه، ځکه چې سلمان قانون، دود او دستور ټول تر پښو لاندې کړل، محمد بن نایف یې د لنډې مودې لپاره د ولیعهد په توګه وټاکه، خو، له څه مودې وروسته یې ګوښه او پر ځای یې خپل زوی محمد د ولیعهد په توګه وګوماره او تر څنګ یې نور مهم صلاحیتونه او څوکۍ د ده په واک کې ورکړلې، تر دې چې واک په بشپړه توګه د ده شو.

3-             پاچا سلمان چې کله د فساد ضد یوه عالي کمیټه د ۲۰۱۷/۱۱/۴ مه د خپل زوی ولیعهد محمد تر مشرۍ لاندې اعلان کړه، سمدلاسه، امنیتي ځواکونو ۱۱ امیران او څلور برحاله وزیران ونیول او له دندو څخه یې ګوښه کړ. له دې څرګندیږي چې دا کړنه د فساد سره د مبارزې لپاره، یو عادي عمل نه دی، دا داسې عمل دی، لکه څرنګه چې په یوه کودتا کې را منځ ته کیږي؛ نیول شوي کسان پکې ډیر په چټکۍ سره ګوښه او واک ترې اخیستل کیږي. همدارنګه په لسګونو نوروپخواني وزیران او سوداګر ونیول شول، د دوی او هغو کسانو بانکي حسابونه یې وتړل شول چې له دوی سره یې نېږدې اړیکې درلودې، تر اوسه د ۱۷۰۰ څخه زیات بانکي حسابونه تړل شوي چې د رویټر د راپور پر اساس دغه شمېره نوره هم په لوړېدو ده. په دغو تړل شویو حسابونو کې، د محمد بن نایف چې په دې وروستیو کې د ولیعهد له پوست څخه ګوښه کړی شوی و او  همدارنګه د ده د کورنۍ د نېږدې غړیو حسابونه هم وو.

 د روییټر خبری اژانس د راپور له مخې؛ (د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې دوی له هغو کسانو څخه چې په فساد کې ښکېل دي، له یادې شمېر هم زیات کسان نیولي؛ چې په دغو نیول شویو کې د د سلطنتي کورنۍ غړي، سوداګر، مدیران او نور ټیټ رتبه ماموران هم شتون لري.) له دې معلومیږي چې دا کړنه، کټ مټ د هغې کړې په څېر ده چې په یوه کودتا کې را منځ ته کېږي. د دغه کمپاین لمنه د پخواني پاچا زامنو ته هم ور وغزېد؛ د ملي ګارد وزیر مهتاب بن عبدالله چې له اردو څخه وروسته د دویم وسله وال ځواک مشري یې کوله، همدا رنګه د هغه ورور ترکی بن عبدالله چې د ریاض پخوانی امیر و، ونیول شول. مهتاب بن عبدالله په بریتانیا کې له یوې پوځي اکاډمۍ (سنډهارست) څخه چې یوه سلطنتي نظامي  اکاډمي ده چې په معمولي توګه پکې د بریتانیا غلامان روزل کیږي، په عالي درجه فارغ شوی و، له ده څخه مخکې هم، نورو ګڼ شمېر د منځني ختیځ شهزادګانو، پاچاهانو او د اردن شهزادګانو په همدغې اکاډمۍ کې زده کړې تر سره کړې. د ده ورور ترکي بن عبدالله د بریتانیا په ویلز پوهنتون کې د نظامي او ستراتیژیکو علومو په برخه کې ماسټري کړې وه. کله چې دی د ریاض د امیر په توګه وګومال شو، سلمان هغه ګوښه کړ. له دې معلومیږي چې امریکا، بریتانوي غلامان په فساد کې د ښکېلتیا په پلمه تصفیه کوي.

 له همدې امله، سلمان او د هغه زوی محمد ته د دې تګلارې د عملي کولو، دستور ورکړل شوی، لکه څرنګه چې نن سبا رژیمونه د خپلو مخالفانو د ګوښه کولو لپاره د مخلفو لارو چارو لکه؛ په فساد تورنول، په ځانګړې توګه د اوسنیو او پخوانیو رژیمونو حاکمان چې په فساد، بډې اخیستلو، د عامه شتمنیو پر غلا، هغو کسانو ته دوکه ورکول چې دوی ته نږدې وي، پر هغو پروژو چې قانون پکې تر پښو لاندې کیږي، د نورو خلکو حقوق تر پښو لاندې کولو، له عامه وګړو سره پر بې عدالتۍ او د خپلو ځانونو او ملګرو لپاره خپل واک څخه په غلطه کار اخیستنه تورنول دي. له دې به بل ستر فساد څه وي، کله چې د الله سبحانه وتعالی قانون نه پلی کېږي او پر ځای یې د کفري ښکېلاګرو هېوادونو قانونه پلي کېږي؟

4-             موږ ولیدل چې امریکا له دغه کمپاین او هغو کسانو څخه ملاتړ وکړ چې دغه کمپاین یې مخ ته یوړ. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ۲۱۰۷/۱۱/۶ د خپل تویټر په پاڼه داسې لیکلي و؛ (زه پر پاچا سلمان او د سعودي عربستان پر ولیعهد باندې پوره باور لرم، دوی په څه چې تر سره کوي یې، ښه پوهیږي). په یو بل متن کې یې بیا داسې لیکلي و؛ ( ځینې هغه کسان چې ورسره په سخت دریځه توګه رویه کیږي، هغه کسان دي چې د کلونو لپاره یې له دغه هېواد څخه تغذیه شوي)

د سعودي خبري اژانس وویل؛ د ۲۰۱۷/۱۱/۵ د یکشنبې پر ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له پاچا سلمان سره د هغو سیاسي او امنیتي ناستو په بهیر کې چې په ارګ کې نیول شوې وې، تلیفوني اړیکه نیولې او د دواړو هېوادونو تر منځ یې په مختلفو برخو کې پر همکارۍ او د دوی د پرمختګ پر لارو چارو خبرې کړې. (ټرمپ د سعودي له پاچا سره په امریکا کې د سعودي د وسلو کمپنیو پر نوملړ خبرې کړې، د ده په وینا کچېرې ریاض د دغو کمپنیو ونډې د نیویارک د ونډو بازار ته وړاندې کړي، نو دی به ډیر خوښ شي.)

د ۲۰۱۷/۱۱/۷ مه رویټر خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې (هدر ناویرت) هغه څرګندونې، راخلي چې له رویټر سره یې د ۲۰۱۷/۱۱/۴ مه کړې وې؛ (موږ د سعودي چاروکي په دوامداره توګه هڅوو، تر څو د هغو کسانو نیولو ته دوام ورکړي چې په رسمي توګه پر فساد ککړ دي او موږ له دوی څخه دا تمه لرو چې دا کار په ښه او شفافه توګه تر سره کړي.) له دې معلومیږي چې امریکا د دغه کمپاین تر شا لاس لري او ملاتړ یې کوي، دوی دغه کمپاین د هغو کسانو په لور رهبري کوي چې د امریکا نه دي خوښ، یا امریکا ته د هغوی په وفادارۍ کې شک وي، یا هغه کسان چې د بریتانیا غلامان وی او یا هم هغه کسان ورته په ګوته کوی چې د پاچا او د هغه د زوی شهزاد له کړنو چې غواړي هېواد په چټکۍ سره پر امریکا وپلوري، مخالفت کوي.

5-             دا چې دغه کمېټې په ډيره بیړه سره خپل کار پیل کړ او په نظام کې د ننه د ګڼ شمېر مهمو څېرو او هغو کسانو حسابونه بسته کړل چې پاچا سره یې کورنۍ اړیکې درلودې؛ دا په ګوټه کوي  چې دا کمپاین په بشپړه توګه یوه سیاسي مسله ده، له فساد او اصلاحاتو سره هېڅ کوم تړاو نه لري، ځکه چې خپله پاچا سلمان او د هغه زوی په فساد او د عامه بودجې په ضایع کولو ککړ دي چې د هغه له جملې څخه ۴۶۰ بیلیونه ډالر هغه مرسته ده چې د دوی له لوري امریکا ته ورکړل شوې.  هغه د هغه بیانیې انګېزه چې د سعودي د خبري اژانس له لوري خپره شوه، دا وه چې ګنې د دوی موخه په نظام کې د نفوذ د فشارونو مخنوی دی؛ په دغه بیانیه کې داسې راغلي و: (د دغې کمېټې د رامنځ ته کولو موخه له دې امله وه چې ځینو روحاني ضعیفو ډلو د عامه ګټې پر ځای خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړی و، دوی پرته له دې چې مذهب، اخلاقي او قومي اړخ یې په نظر کې ونیسي؛ د دولت پیسې غلا کړې. دوی د خپل واک او هغه نفوذ څخه په ګټې اخستنې سره چې دوی ورباندې باور لري، د پیسو ترلاسه کولو، د هغې استعمال او په هغه کې د غلاوو لپار، له مختلفو لارو چارو څخه ګټه اخلي، تر څو په خپلو شرموونکو کړنو پرده واچوي. له همدې امله یې، کله چې په ۲۰۱۷/۱۱/۴ مه دغه کمېټه تاسیس کړه، سمدې لاسه یې نیولو ته زور ورکړ.

6-             له هغه وروسته د ۲۰۱۷/۱۱/۵ په ځانګړې توګه اعلان وشو چې د اسیر د والي معاون منصور بن مقرن د څو نورو چارواکو سره د چورلکې د غورځېدو په یوه حادثه کې له منځه تللي. د دغه پېښې په اړه داسې انګېرنې کیږي چې دا به هم د د تصفیې یوه برخه وی، ځکه چې منصور بن مقرن د مقرن زوی و، مقرن پخوانی ولیعهد و، کله چې سلمان واګي په لاس کې واخیسته، مقرن یې د ولیعهد له پوسته ګوښه کړ.

د نیول شویو کسانو شمېر سلګونو ته ورسید. د سعودي لوی څارنوال سعود المجب داسې ویلي: (۲۰۸ کسان په فساد کې د ښکېلتیا له امله د پوښتنو او ګروېګنو لپاره نیول شوي چې اووه کسان یې د شواهدو د نه شتون له امله بېرته خوشي شوي.) د دغو لسیزو مالي ارزښت ، د اوږد مهاله تګلارو په برخه کې د عامه شتمنۍ لویه برخه غلا او ترې په غلطه ګټه پورته شوې چې لوړ ارزښت یې د پلټنو د لومړیو معلوماتو پر اساس ۱۰۰ بیلیونه ډالرو ته رسیږي.

 (الحیت، ۲۰۱۷/۱۱/۹) د هغه پلټنو پر اساس چې د سلطنتي کورنۍ د غړیو او هغو کسانو د مقالو له لارې تر سره شوې چې په حکومت کې څوکۍ لري؛ دا په ډاګه کوي چې مسله یوازې د قدرت او حکومتوالي د تصفیه کولو لپاره ده، له همدې امله که سلمان او زوی یې ولیعهد ځینې ځانګړې تصفیې او ځنیې بدلونونه ټولنې او هېواد ته وړاندې نه کړي، نو کېدای شي چې دغه لوبه د سلمان او د هغه د زوی پر وړاندې پای ته ورسیږي. ځکه چې د ولیعهد دغه پوست ده ته د کورنۍ د دود او دستور له مخې نه دی ورکړل شوی.

7-             په دې ډول هغه څه چې د تش په نامه د فساد ضد کمپاین تر نامه لاندې تر سره کیږي، د دې لپاره دي چې د انګلېستان لاس ټول او د دوی له لوري د کومې کودتا شونتیا له منځه یوسي، همدا رنګه د پاچا سلمان او د هغه د زوی ولیعهد پر وړاندې اختلافونه له منځه یوسي، تر څو  له سلمان څخه د هغه زوي ولیعهد ته د قدرت د لېږد په پروسه کې بیا کومه ستونزه رامنځ ته نه شي. د همدې امله خپل زوی د امریکا د چوپړ لپاره، تر څو هغوی ته پرته له دې چې خپلوان یا نور څوک، په ځانګړې توګه بهرني عناصر بریتانیا یې مخالفت وکړي، را مخته کړ، تر څو په دغه وچه کې په ځانګړې توګه د امریکا نفوذ وساتي.

(وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ)

[یوسف:۵۲]

او دا چې الله سبحانه وتعالی خاینان خپلې موخې ته نه رسوي.

8-             په پایله کې ورځ تر بلې روښانه کیږي چې په دغو رژیمونو کې حتی یو نیک کس شتون نه لري؛ نه د سعودي کورنۍ په رژیم کې، نه په اېراني رژیم کې، نه د اسلامي نړۍ په نورو رژیمونو کې او نه هم په هغو کسانو کې چې د دغو رژیمونو پیروي کوي او د دوی امر مني. دا ټول رژیمونه د ښکېلاکګرو کفارو له لوري تپل شوي، تر څو پر موږ باندې خپله سلطې ته دوام ورکړي او زموږ شتمني چور کړي. نو ځکه، د هغو رژیمونو د مشروع چېرې بدلولو ته باید لومړیتوب ورکړل شي چې د ښکېلاکګرو کفارو په لور ور رغړي.

(وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ)

[هود:۱۱۳]

په هغه کسانو چې ظلم یې کړی، تکیه مه کوئ چې د دوزخ په اور کې به واچول شئ، ستاسې لپاره پرته له الله سبحانه وتعالی څخه بل دوست او سرپرست نه شته، په هغه وخت کې بیا در سره ملتیا نه کیږي.

هغه مهال به بیا موږ د کفارو له ټولو دسیسو او فسادونو څخه؛ هغه که د امریکا، بریتانیا او یاهم نورو کفري هېوادونو له لوري وي، خلاص شو. ټول کفار د مسلمانانو پر وړاندې په کینه کې یو ډول دي او ټول هغه کسان چې د دغو هېوادونو پیروي کوي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول له دوی سره د دوی د پروژې په پلي کولو او د دوی د سیکولر نظامونو په ساتلو کې ملګري دي، په سختۍ او شرموونکي ډول به سزا ورکړل شي.

(سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ)

[انعام:۱۲۴]

ډیر ژر به هغه کسان چې د ګناه مرتکب ګرځېدلي، د هغه مکر له امله چې دوی یې کوي، د الله سبحانه وتعالی له لوري به په سخت دردناک عذاب اخته کړی شي.

زموږ د ستونزې حل لاره همدا ده؛ د دغو ټولو رژیمونو را پرځول او پر ځای یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلارې سره د راشده خلافت رامنځ ته کول دي. حتی که هغه کسانو له لوري چې پر رامنځته کېدو کې شکمن او ګران ورته ښکاری، مګر الله سبحانه وتعالی ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر په اخلاص کار کول، به هغه څه خامخوا را منځ ته شي چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه وعده کړې.

(وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيبًا)

[اسرا: ۵]

دوی وایي؛ هغه به کله وي؟ ووایه، شاید چې نږدې به وي.

وروسته به د الله سبحانه وتعالی وعده پوره شي.

(وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ)

[روم:۴-۵]

او په هغه ورځ به مومنان خوښ شي. د الله سبحانه وتعالی د ملتیا له امله، الله سبحانه وتعالی چې چا ته خوښه شي ور سره مل کیږي، او هغه عزیز او مهربانه دی.

ژباړه: فرید نهضت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې